
لیدل کیږې چې د ایران اسلامې جمهوریت په خپل تیر دیرش کلن تاریخ کې له یوې بلې سترې ننګونې سره مخامخ دې. که چیرې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران د اسلامې انقلاب له بریالیتوب راوروسته د دغه هېواد بیلابیلې پیښې وڅیړو، وبه لیدل شې چې له یو زیات شمیر کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ شوی دی؛ خو توانیدلې دې چې په یو ډول نه په یوډول له دغه ننګونو څخه د غوره مدیریت په کولو سره خلاصې ومومي.
د دغو مهمو ننګونو له ډلې څخه چې ایران ورسره د اسلامې انقلاب له پیله مخامخ وو کولای شو هغه د ایران د لومړې ولسمشر "بنی صدر" لیرې کول د هغه د سیاسې بې کفایتۍ له امله، او د هغه بریالۍ تیښته، د ایران د جمهورېت غوښتونکې ګوند په مرکز کې چاودنې له امله ددغه ګوند د ۷۲ تنو وژل کیدل، اود ایرانې ولسمشر محمدعلې رجایی او لومړې وزیر باهنر وژنه، یاده کړو. خو ددې سره سره دغه هېواد پدې توانیدلې چې د آیت الله خمینې په مدیریت چې د ایران د اسلامې انقلاب بنسټ ایښودونکې شمېرل کیږي، په سلامتۍ سره له دغه ننګونو څخه ووځي.
هغه مهال دغه پیښې د ایران د کورنیو مخالیفینو مجاهدین خلق او د شاه د پلویانو له لورې په لاره اچول کیدې، او پراخ ملاتړ څخه یې برخمنې وې؛ خو اوسمهال د ښې لاسو اوکینې اړخو ګوندونو ترمنځ په دغه هېواد کې نوې ستونزې رامنځ ته شوې دي. له دغې ډلې څخه کولای شو یو مهم اختلاف ته چې د آیت الله خامنه ای د ایران دپخوانې ښې لاسې ولسمشر د ایران دپخوانې لومړۍ وزیر میرحسین موسوې چې یو کیڼ اړخی دې، ګوت نیونه وکړو.
د ایران په اوسنیو ټاکنو نیوکه کوونکی نوماند میر حسین موسوی، چې هغه مهال د آیت الله خمینی له پوره ملاتړ څخه برخمن خو د هغه وخت ولسمشر ورسره مخالفت درلود هماغه وو چې کار یې ښې پایلې نه درلودې.
هغه مهال د آیت الله خمینې ملاتړ که څه هم د ایران د ځېنې لوړ پوړو چارواکو نه خوښیده، خو بیا ېې هم نوموړې ته درناوې درلود، او د هغه د پریکړو پیروې یې کوله؛ خو اوسمهال داسې لیدل کېږې چې نورې د ایران د رهبر پریکړې دومره ندي چې خلک ورته درناوې ولري او په هغې بس والې وکړي.
د روان لمریز کال د غبرګولى په ۲۲ مه د محمود احمدې نژاد د بریالیتوب له اعلام وروسته، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د پلویانو له لورې چې ویې نه شوکولاې بریالیتوب ترلاسه کړي د تاوتریخوالې ډک لاریونونه ترسره کړل. میرحسین موسوي چې د محمود احمدې نژاد سرسخته سیال وو په ټاکنو کې خپل ځان بریالې بولې او ادعا کوې چې ترسره شوې ټاکنې له درغلۍ ډکې او باید له سره ترسره شي.
ددې سره سره، داسې لیدل کیږې چې د ایران ولسمشر احمدی نژاد ته د مبارکۍ پیغامونه په ځانګړې ډول د "آیت الله خامنه ای" د رهبرۍ د مقام له لورې د هغه له بریالیتوب د اعلام څخه یوه ورځ وروسته رسیږي، چې دا په خپله د خامنه اې د پلویانو د سکوت لامل ګرځي. خو ولیدل شول چې د ایران د رهبری شورا له لورې استول شوې پیغام د ټاکنو د نوماندانو له لورې اړین ونه شمېرل شو، او د ایران د اسلامې جمهوریت د لوړپوړو چارواکو د امیدونو برعکس یې خپلی احساساتې نیوکې لکه د اوبو پرسره د اور لمبې لا پسې تیزی کړي.
، دغه راز بیلابیل سیاسي فشارونه د ایران په دولت او د اعتراضاتو لمن پراخه او د تاوتریخوالې سره وتړل شوه چې ددغه تاوتریخوالې لمن له ښار څخه بهر هم لاره پیدا کړه، چې له امله یې یو زیات شمیر اعتراض کوونکي ووژل شول، له ټولو څخه مهمه موضوع هغه د ایران رهبری شورا واک وو چې له یوی سترننګونې سره یې مخامخ کړ. آیت الله خامنه ای تیره اونۍ د جمعې د لمانځه پرمهال په خپله یوه وینا کې چې په تهران کې یې ترسره کړه یو ځل بیا د ټاکنو پایلې تایید او ادعا یې وکړه چې د اسلامې جمهوریت اهل د خلکود رایو خیانت کوونکې نه دي. نوموړې یوځل بیا د ټاکنو په نوماندانو په سختو ټکو سره نیوکه وکړه او وویل ددې تاوتریخوالې او لاریونونو مسؤلیت د هغو نومانو په غاړه دې چې د ټاکنو پایلې نه مني. چې دا په خپله ددې ښکارندویې کوې چې
د خامنه ای دغې تندې وینا او د ټاکنو دپایلو بیا منل د هغو مبارزانو هیلې چې غوښتل یې ټاکنې باطلې او بیا له سره تر سره شې په ناامیدۍ بدلې کړی. داسې لیدل کیږې چې د نوموړې دغه وینا، د آیت الله خمینې د وینا په څیر چې تل به د ستونزو د خلاصی لامل شمیرل کیده، د رامنځته شوې تاوتریخوالې د پاې ټکې وي. خو د تاوتریخوالې څخه د ډکو لاریونو سره سره د ایران د ولسمشرۍ نوماند میرحسین موسوي بیا هم په خپلو خبرو ټینګار کوې او هغه څه چې دې ېې " د خلکو په رایوکې درغلې " بولی د ټاکنود بیا ترسره کیدو غوښتنه کوې او وایې د مرګ تر اخرې سلګۍ پورې به خپلې دغې مبارزې ته دوام ورکړي. چې دا په خپله ددی ښکارندویې کوې چې اصلاح غوښتونکې ډله له درندو زیانونو سره د ایرانې نظام له قرمزی کرښې څخه اوړي، چې دا هغه څه دې چې ایران یې په خپلو تیرو دیرشو کلونو کې نوې مزه څکې.

