په ولسي جرګې کې د غزنې ولایت د پخواني استازي او اوسني معترض نوماند "داؤد سلطانزوی" سره د ټاکنو په اړه د جوړې شوی اختصاصي محکمې، او راتلونکې نوي پارلمان په اړه مرکه


د ولسي جرګې په تیرو ټاکنو کې د درغلې د پلټلو په موخه یوه ځانګړي محکمه جوړه شوه، که یاده محکمه نوی پارلمان پرځاې او قانوني وبولي، تاسې دغه پریکړه منۍ؟ 


موجودو اسنادو او شواهدو ته په کتو سره چې له یادی محمکمې سره موجود دي او هغه کارونه چې په خپله کمیسیون ترسره کړي، عملا دا ثابتوي چې د ټاکنو په پروسه کې درغلي شوی ده. په تیرو ټاکنو کې حتی په ځینو ځایونو کې د اساسي قانون نه هم سرغړونه شوی، ځکه هغه مرکزونه چې تړل شوي خلک پکې د خپلو رایو له ورکړي محروم پاتې شوي، یا په هغو ځایونو کې چې خلکو رای ورکړي هغه له موجب پرته او د انتخاباتو د قانونو د ۵۷ مادې پرضد باطلې اعلان شوي. دا ټول موارد دا په ګوته کوي چې ټاکنې شفافه او رڼې نه وې.


کچیرې د ټاکنو په اړه جوړه شوې اختصاصي محکمه ددی برسیره هغو شواهدو ته چې د نوماندانو او عیني شاهدانو له لورې ورته په واک کې ورکړل شوي وګوري، دا ثابتوي چې محکمه به دا ټاکنې کومې چې په دا اوسني شکل سره دي، تایید نه کړي؛ او زه پوره یقین لرم چې یاده محکمه به ددی اسنادو او شواهدو له څیړلو وروسته درسته او سمه پریکړه وکړي.


کچیري محکمه احیانا دا ټاکنې بریالۍ ومني، نو زه په ډاډ سره ویلای شم چې مونږ به نړیوالې محکمې ته خپل عرض وړاندې کړو. دا کار په هغه حالت کې کوو چې یاده محکمه د فشار لاندی یوه ناسمه پریکړه  وکړي. خو کچیرې دا کار تر سره شي نو عواقب به یې ډير خطرناکه وي.


په داسې یوه هیواد کې چې تازه ورکې خلک د ولسواکۍ پر لورې ګامونه اخلي، دغه ګامونه باید داسي واخستل شي چې خلک پر هغې ملي باور وکړي، که پدی مرحلې کې مونږ ناکامه او د خلکو اعتماد راخپل نه کړو نو بیا یو بل  مخالف لورې هم شته چې خلک راجذبوي. مالومه  خبره ده چې د مخالفینو د جاذبې قوه زیاتیږي او ډله یې ورځ تر بلې غټیږي. 


تاسې پوهیږې چې ایران په تیرو ټاکنو کې څومره لاسوهنه کړي ده، دا اوس چې د سوختي مواد ټانکرونه یې په خپله خاوره کې درولي، موخه یې داده چې په افغان دولت فشار راوړي، څو هغه پارلمان پرانیزي چې دوی یې غواړي نه د افغانستان خلک.



که جوړه شوی ځانګړي محکمه هغه مهال چې نوی پارلمان جوړ شوي وي، خپله پریکړه د ټاکنو د پایلو په باطلولو سره پاي ته ورسوي،  د افغانستان اقتصادي او امنیتي حالت ته په کتو سره څنګه شونې ده چې جوړ پارلمان رنګ او ټاکنې له سره وشي؟ 


اوسني حالت ته په کتو سره مونږ بیا ټاکنې نه شو کولای. څرنګه چې پوهیږی ټاکنې د خلکو د ارادې د تمثیل لپاره یوه وسیله ده نه یو هدف. دلته هدف د شفافو او رڼو ټاکنو له لارې د خلکو د اعتماد او ارادې حاصلول دي. کله چې د ټاکنو شفاف نتایج مالوم نه شي د قوانیو لمخې هماغه پارلمان پرځاې دی څو چې نوی پارلمان په کار پیل کوي. دا چې ټاکنې تر سره نه شي نو زوړ پارلمان پر ځای دی.


افغان ولسمشر څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې د سلواغۍ د میاشتې په لومړیو کې به په رسمي  ډول د افغانستان نوې ولسي جرګه پرانيزي، تاسې د ولسمشر دغه پریکړه څنګه  ارزوۍ؟


دا ډیره د خندا وړ خبره ده، چې مونږ له یوې خوا د یوې موضوع د څیړلو لپاره یوه محکمه جوړوو او له بلې خوا د هماغې پرانیسته کوو، دا یو حقوقي تناقض منځ ته رواړي. کچیرې پارلمان پرانیستل شي نو ګمان نه کوم چې کرزی به په دا اوسني شکل پاتې شي، د دوو میاشتو په دننه دننه کې به په ټولو دولتي دوایرو لکه عدلي او قضایي ارګانو، او کابینه کې ستونزې پیدا شي. 


ولسمشر یو مشکل لري، هغه د ټولو خبرې اورې مګر پریکړې داسي کوي چې پکې له اوریدل شویو خبرو او مشورو نه استفاده نه کيږي. نه پوهیږم چې د چا مشوره اوري، هغه مشورې چې د اولس ګټې ورکې خوندي دي هغه مشوره به داوي چې نوی پارلمان پراننیستل شي. 


 "په تآسف سره دا وایم د ولسمشر هغه حقوقي مشاورین چې ترڅنګ یې ناست دي سالم لیدلوری نه لري، د  افغانستان اوضاع ډیره خطرناک لورې ته روانه ده. چې لامل یې دا ټول غلط تصمیمونه دي کومو چې افغانستان یې په دا لسو کالو کې په بهران کې اچولي دی."


کچیرې مونږ په دا تیرو لسو کلونو لږ څه هم کړي وای اوس به مو دا بدبختي نه لرله، اداري فساد چې کورنيان او بهرنیان تری دواړه یادونه کوي، یا غوره دولتداري، او دی ته ورته نور موضوعات پایله یې همدا غلطې پریکړې دي. اوس هم سر له وخته دی چې ولسمشر د خپلو مشاورینو مشورو ته غوږ کینږدي او پارلمان پراننیزي، کنه نو دا به د بحران یوه نوې مرحله وي، او کیدای شي چې له امله یې افغانستان ټوټه ټوټه شي.



آیا دغه ځانګړی محکمه کولای شي د پخواني پارلمان د کاري مودې د غځیدو پریکړه وکړي؟ که چیری دا پریکړه وکړي نو تاسې خپل کار ته دوام ورکوی؟ 


دا موضوع په اساسي قانون کې حل شوی، هغه مهال چې دا محکمه د شواهدو پربنسټ اعلان وکړي چې دا ټاکنې باطلې دي، د ټاکنو پایلې بیا غیرقانونې بلل کیږي. 


 بلې. که محکمه د ټاکنو پایلې رڼې او شفافې ونه بولې او هغه باطلې اعلان کړي او پریکړه یې د پخوانې پارلمان د کاري مودې غځول وي نو مونږ به خپل کار ته تر هغې چې بیا پارلماني ټاکنې تر سره او نوی پارلمان منځ ته راشي، دوام ورکړو. 


ستاسې په اند د اختصاصي محکمې په دی ډول حکم سره به په هیواد کې روان دیموکراتیک بهیر کوم لوری ته ولاړ شي؟


زه فکر کوم چې په دی کار سره به د افغانانو هغه کم اعتماد او باور چې په قضایې سیستم یې دامهال لري له سره پیدا او غښتلې شي؛ چې دا کار د ولسواکۍ د پیاوړي کیدو په مانا دی. زما په اند د افغانستان ډیری خلک خپل استازي په دا نوي پارلمان کې چې د ټاکنو کمیسیون یې اعلان کړي، نه ويني ځکه نو هغوي ته د منلو وړ نه دی.


د معترضو کسانو په لیست کې داسې کسان هم شته چې تر ۵۰ لږې رایې یې خپلې کړي او تاسې بهتره پوهیږی چې  د شاوخوا ۲۵۰۰ تنو نوماندانو له ډلې یواځې ۲۴۹ تنه یې کولای شي ولسي جرګې ته بریالي شي. فکر نه کوی چې ډيری دا ډول متعرض نوماندان غواړي اوبه خړې او ماهیان ونیسي؟


دی کې شک نشته هره وسیع پروسه، چې ورکې محدود سیټونه موجود وي محدود کسان بریالي کیدای شي. خو په دی ځاې کې هدف دا نه دی مونږ ووایو چې چا څومره رایې وړي، دلته هدف د پروسې له سالمتیا څخه دې.

مونږ پوهیږو چې یو تعداد غواړي یاده پروسه ړنګه شي ځکه دوی نه دي راغلي، خو په پروسه کې داسی کسان هم شته چې ډيرې رایې ګټلې خو هغه تعویض شوي، یا باطلې شوي او لوبې ورسره شوي دي؛ په بدل کې داسې کسان بریالي نومول شوي چې هغوي رای نه لرلې. راې ورته په کمیسیون او محلاتو کې جوړي شوي دي. دغه راز له جعلي کارتونو نه یې ګټه هم پورته کړی ده.


د بیلګې په ډول په  همدې کابل کې داسي نامداره کسان بریالي نومول شوي چې پلویان یې د جعلي کارتونو سره ونیول شول، خو د زور او پیسو د درلودو له امله تر یوه ساعته هم زنداني نه شول او بیرته آزاد شول. ځکه په لوړه کچه یې اړیکې لرلې، د کومو چې له ډاره یې خلک نوم نه اخلي. چون پروسه وسیع ده نو مونږ نه شو کولای چې د شفافیت د تامین لپاره هیڅ هڅه ونه کړو.


تاسې له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې له غزنې څخه بریالي شوي د هزاره توکم وګړي نه شي کولای په غزني کې د میشتو پښتنو قومونو استازیتوب وکړي، ستاسې په اند حامد کرزی چې پښتون قوم ته منسوب افغان ولسمشر دی، څنګه کولای شي له ټولو قومونو استازیتوب وکړي؟


دلته خبره بیله ده. یو پارلمان دی او بل جمهوري ریاست دی. نه یواځې په افغانستان بلکه په ټوله نړی کې اساسي قوانین د هغوی د واقعیتونو ښکارندویې کوي. د افغانستان د اساسي قانون د اتباعو د حقوقو په فصل کې راځي  چې د افغانستان اقوام له پښتون، تاجک، هزاره، ترکمن او ټولو هغو نه چې په افغانستان کې دي جوړ شوي. دغه اقوام ځانته جدا حقوق لري، هم د وګړو او هم د قوم په حیث. 


بله دا چې ولسي جرګې ته د افغانستان د نفوس په اساس ۲۴۹ سیټونه ورکړل شوي چې د هرولایت او هرې ولسوالۍ خلک خپل استازي باید په پارلمان کې ولري، څو د هغوي له حقوقو دفاع وکړي. د بیلګې په ډول غزني چې په ولسي جرګه کې ورته ۱۱ څوکۍ د اقوامو په نظر کې نیولو سره بیلي شوي، چې په دی بیلوالي سره پکې د قومونو د تناسب او تعادل موضوع مطرح شوی ده.


که یواځې د یوې ولسوالۍ لپاره ټولې څوکۍ تخصیص شوی واي نو یوې ولسوالې ته دا ټولې څوکۍ چا نه ورکولې. بله دا چې که واقعیت ته وکتل شي په افغانستان کې پښتون بیل، تاجک بیل، او هزاره یو بیل قوم دی، ډير کم واقع کيږي چې هزاره پښتون ته رای ورکړي او پښتون هزاره ته. په دی اساس پښتانه ځانته ځانګړي ضروریات لري، دغه راز تاجکان او هزاره ګان هم. د بیلګې په ډول د کوچیانو استازیتوب هزاره نه شي کولای د هزاره استازیتوب کوچیان نه شي کولای. د هزاره او پښتون موضوع یوه تبعیضي موضوع نه ده او یو واقعیت دی. کله چې په افغانستان کې اقوام موجود وي نو هر قوم باید د خپل قوم د تناسب په ارتباط خپل استازي په یوه شورا کې ولري.  


هغه کسان چې ولسي جرګې ته بریالې نومول شوي، هغوی ته د ولسي جرګې د دارالانشاء له لوری پنځه ورځنې کورس جوړ شوی څو له پارلماني چارو سره اشنا شي؛ تاسې دغه چاره قانوني او پرځای بولۍ؟


زه فکر کوم دا کارونه پداسې یوه هیواد کې چې د جنګ په حالت کې دی او هم د ټاکنو په اړه یې قضایي پروسه روانه ده، ډیر تخریش انګیزه او تحریک امیزه کار دی. 


مونږ باید په افغانستان کې سیاسي کړکیچ او بحران ته لمنه وهل کم کړو نه زیات؛ زما په اند داسي کارونه روان بحران او سیاسي کړکیچ ته لمنه وهل دی. دا کار د دولت او هغو خلکو  چې داسې پریکړې کوي له کمزوري او ضعیف قضاوت څخه استازیتوب کوي.