د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان د افغانستان پخوانی دیپلومات، احمد سعیدي سره مرکه
د تیر کال د ولسمشریزو کړکیچنو ټولټاکنو څخه وروسته، د حامد کرزي اړیکې له لویدیځوالو سره ترینګلې شوې؛ مګر بر عکس، د هغه اړیکې له پاکستان سره ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو وې. په همدې حال کې، په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت مرستیال ښاغلي رنګین دادفر اسپنتا خبرې ښایي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې مخ په سړیدو وي. تاسو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو ماهیت څرنګه ارزوئ؟
د افغانستان سیاستونه او دریځونه، څه د ښاغلي کرزي سیاستونه یا د بهرنیو چارو وزارت یا د افغانستان د ملي امنیت مرستیال؛ داسې سیاستونه ندي چې هغه دې اسټراټیژیک سیاستونه ونومول شي. د افغانستان د چارواکو سیاستونه، مقطعي او تاکتیکي سیاستونه دي. دا سیاستونه (دریځونه) په معین وخت کې، د معینو اشارو او حرکاتو له مخې نیول کیږي. لکه چې تاسو وفرمایل، د ښاغلي کرزې اړیکې له ګاونډي هیوادونو لکه پاکستان او ایران سره ډېر نږدي شوي دي، ځکه د ښاغلي کرزي اړیکې له لویدیځ سره ډېر ساړه شوی دي. کرزی هڅه کوي چې ګاونډیانو ته د نږدې کیدلو له لارې، په یوه ډول سره لویدیځ وډاروي. کرزی غواړي له دې نږدیوالي څخه، پر لویدیځوالو باندې د ځان لپاره د فشار اهرم جوړ کړي، په دې معنی که چیرې لویدیځوال په هغه زیات فشار راوړي، هغه به ایران او پاکستان ته تسلیم شي. مګر دا ډول سیاستونه منطقي، ګټور او دقیق ندي. دا سیاستونه وخت تیرول او مقطعي سیاستونه دي. لکه څنګه چې ښاغلي کرزي په کراتو سره مخالفین یې خپل وروڼه ګڼلي او بیا یې تروریستان خطاب کړي دي. زه فکر کوم چې ښاغلی اسپنتا ته هم له کومې خوا اشاره شوې، چې ځانته دا دریځ غوره کړي.
د یو شمیر کارپوهانو په اند، ښاغلی کرزی پوهیږي چې امریکا او لویدیځ هیوادونه به ډېر ژر افغانستان پریږدي؛ مګر د افغانستان په چارو کې تر ټولو اغیزمن دخیل هیواد پاکستان به، د دې هیواد تر څنګ پاتې کیږي او همدا مسئله د دې باعث شوی چې ښاغلی کرزی تر بل هر وخته زیات په پاکستان متکي شي، تاسو څه فکر کوئ؟
پاکستان له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري. پاکستان به نن یا سبا له هندوستان سره نظامي جګړې ته مخه کوي، ځکه نو په افغانستان کې باید له هر اړخه یو ضعیف حکومت حاکم وي. افغانستان باید له اقتصادي نظره ضعیف وي تر څو د پاکستان د توکو لپاره په ښه بازار تبدیل شي. که چیرې افغانستان پر خپلو پښو ودریږي او له اقتصادي نظره خود کفاء شي، د پاکستان تولیدات به چیرې خرڅیږي؟ که د هند او پاکستان تر منځ جګړه پیل شي، پاکستان په دې اند دی چې باید وکولای شي تر څو خپل سرتیري د لا زیات تیاري لپاره د افغانستان خاورې ته د ننه کړي او افغانستان باید یو ضعیف حکومت ولري تر څو پر دې هیواد د شا له خوا وار ونکړي.
له بلې خوا، پاکستان په سیمه کې د امریکا ستراتیژیک ملګری دی. پاکستان له نظامي پلوه په سیمه کې پیاوړی دی. دا امکان شته که چیرې امریکایان د افغانستان له وضعیت څخه ناهیلې شي، د افغانستان سرنوشت پاکستان ته وسپاري. کرزی له دې احتمالاتو څخه په ښه توګه خبر دئ، ځکه نو هغه اړین ویني چې خپل د راتلونکي لپاره، باید له پاکستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي. کرزی بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ نه جوړوي؛ هغه دا سیاستونه د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ جوړوي.
اوسمهال د لویدیځ هیوادونو سرتيري، په ځانګړي توګه امریکايي سرتیرې هره ورځ له طالبانو سره په جګړه کې وژل کیږي. همدا طالبان دي چې امریکايي سرتیري وژني، د خپله همدې امریکایانو د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د پاکستان له خوا تجهیز او تمویلیږي. دې ټکې ته په پاملرنې سره، ولې امریکایان د پاکستان په مقابل کې جدي دریځ نه غوره کوي، هغه څه چې ظاهراْ د افغانستان د دولت غوښتنه ده؟
امریکایان هم د افغانستان په اړه او هم د پاکستان په اړه دوه مخی سیاست لري. امریکایان یوازې د تروریزم په مقابل جګړې پخاطر افغانستان ته ندي راغلي. امریکایان د خپل اوږدمهاله موخو لپاره افغانستان ته راغلي دي. امریکا تر اوسه پورې په افغانستان کې ستونزې پیدا کوي، نه دا چې ستونزې کمې کړي. مګر دا ستونزې په داسې توګه زیاتوي چې له خپل کنټرول څخه یې بهر و نه وځي. په کراتو سره لیدل شوي دي چې لویدیځوال له مخالفینو سره مرستې کوي؛ مګر نه په دې اندازه چې هغوی بریالي شي. ولي امریکایان له مخالفینو سره مرستې کوي؟ ځکه چې په افغانستان کې اوسنی بحران لا زیات پراختیا ومومي. دا بحران باید منځنۍ آسیا، چین او ایران ته وغزیږي؛ مګر په دې شرط چې دا بحران د امریکې له خوا مدیریت شي. دا کار د اوږدمهاله موخو لپاره چې په سیمه کې د نفت او ګازو د سرچینو اوکلۍ پیدا کولو لپاره دی، تر سره کیږي.
د ایران د شاهي دولت له نسکوریدو وروسته په ۱۳۵۷ کال کې، پاکستان د امریکې او انګلیس لپاره د مرستندوی او اړین هیواد په توګه بدل شو. پاکستان په سیمه کې د امریکې او انګلیس د سیاستونو تطبیق کوونکی دی. ایران له هغو سره اړیکې نلري، هند له افغانستان سره ګډې پولې نلري، چین پخپله یو ابرقدرت دی او پخپله افغانستان هم کارونه، د پاکستان په شان څنګه چې لازم دی، په سمه توګه نشي ترسره کولای. له بلې خوا، پاکستان اتمي وسله لري، تر ۶۰۰،۰۰۰ زیات مسلح ځواکونه لري، او تر ۱۷۴ څخه زیات وګړي لري، د اقتصادي پلوه نیمه خود کفا دی، ځکه نو که چیرې امریکا نن پاکستان ته شا کړي، افغانستان به خپل نظامي تدارکات له کومې لارې څخه را انتقالوي؟ له بلې خوا، د شانګهای تړون چې په سیمه کې یې سر لوړ کړی، د امریکا لپاره ګواښ ګڼل کیږي، که چیرې امریکا پاکستان ته شا کړي، دا هیواد به د دې تړون ملاتړ وکړي. کله چې پاکستان له چین او پیاوړي روسیې او مخالف ایران سره یو ځای په یوه تړون کې ګډون وکړي، بیا نو امریکا په دې سیمه کې څه کار کولای شي؟ پاسنیو ټکو ته په پاملرنې سره، امریکا مجبور دی چې له پاکستان سره اړخ ولګوي.
تاسو وویل چې امریکا ستونزې پیدا کوي او په افغانستان کې د اوسني جګړې پړه پر امریکې اوړي، که چیرې دا فرضیه ومنو، دې نتیجې ته رسیږو چې په افغانستان کې د دې جګړې ختمولو لپاره هیڅ ډول هوډ شتون نلري، همداسې نده؟
د افغانستان د جګړې ختمولو هوډ شتون لري؛ مګر نه په لنډ مهال وخت کې. یعنې دا جګړه باید نوره هم پراخه شي، باید د چین د اقتصاد د لارې خنډ وګرځي، د دې جګړې له لارې باید پر ایران فشار راوستل شي، دا جګړه باید منځنۍ آسیا ته پراختیا ومومي او له دې طریقه پر روسیې فشار راوستل شي. مګر امریکا به هڅه وکړي چې هیڅکله د دې جګړې مدیریت له لاسه ورنکړي.
مګر امریکایانو په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات تلفات ورکړل او د امریکې دولت دهغه څه په اړه چې په افغانستان کې د جګړې ناکامیدل شمیرل کیږي، د عمومي افکارو تر زیات فشار لاندې راغلی دی. آیا امریکا په افغانستان کې دا ټول لګښتونه د خپلو ګټو لپاره مني؟
امریکا د سیمې او افغانستان لپاره یو ډول ستراتیژي لري؛ مګر اروپایي هیوادونه، په دې مسئلې کې یوازې یو ماموریت لري. امریکا هیڅکله حاضر ندی چې د چین اقتصاد، او منځنۍ آسیا هیوادونه تر خپلې ولکې لاندې راولي. امریکا د یوه قطبي نړۍ خوند پخوا لیدلی او نن غواړي پر نړۍ باندې حکومت وچلوي، پر نړۍ حکومت کول طبعاْ یو شمیر لګښتونو ته اړتیا لري چې امریکا د دې لګښتونو ورکولو ته چمتو دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، ښاغلی اسپنتا ویلي دي چې امریکا د افغانستان په مسئله کې او د پاکستان پر ضد د جدي تصمیم نه نیولو په خاطر، په حقیقت کې ستره اشتباه تر سره کړې ده، ستاسو په اند، دا مسئله څنګه ده؟
امریکا نشي کولای چې پر پاکستان باندې په آسانۍ سره فشار راولي. که چیرې همدا اوس پاکستان خپل همکارۍ له امریکې سره بندې کړي، امریکا به د افغانستان جګړه له کومې لارې اکمالوي؟ که چیرې پاکستان خپل هوایي ډګرونه د امریکایي الوتکو په چوپړ کې پرې نږدي، دا الوتکې به له کوم ځایه الوزي؟ شاید تاسو ووایاست چې د روسیې له لارې، مګر روسیه د امتیاز اخیستلو په لټه کې دی. روسیه وایي مونږ هغه مهال تاسو ته اجازه درکوو چې د افغانستان جګړه د منځنۍ آسیا له لارې اکمال کړئ او تاسو خپل راکټونه په اروپا کې نصب نکړئ. امریکایان د افغانستان د جګړې پخاطر مجبور دي چې له پاکستان سره اړخ ولګوي او انعطاف وښایي، حتی که د پاکستان د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه پر افغانستان ډزې هم وشي.

