
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ظرفیتونو د لوړوالی څانګې مشره ډاکټر شهلا حق ، د افغانستان د ټولټاکنو په تړاو زمونږ د خبریال پوښتنو ته ځوابونه ویلي.
ټولټاکنې څه شی دی؟
ټولټاکنې هغه سیاسي پړاو ته ويل كيږي چې په هغې کې په شرایط وړ رایه ورکوونکي، خپل استازې د منتخبو څوکیو لپاره، په یوه ډیموکراټیک بهیر کې ټاکي.
د اوسنیو او تیرو پارلماني ټولټاکنو تر منځ په کړنو او کړنلارو کې کوم بدلونونه راغلي دي؟
د نوي قانون پر بنسټ د ټولټاکنو په کړنو او کړنلارو کې يو شمېر بدلونونه راغلي دي. له هغې څخه د نوماندانو د نوماندېدو کړنلاره، او د ولسی جرګې لپاره د نوماندیدو شرایط او غوښتنې د یادولو وړ دي چې د تضمین پیسې له ۱۰۰۰۰ افغانیو څخه ۳۰۰۰۰ افغانیو ته، د ملاتړ کوونکو شمیر له ۳۰۰ تنو څخه ۱۰۰۰ تنو ته بدلون موندلي، د یو شمیر ځانګړو وظویفوي څوکیو څخه د عدم مسئولیت فورمې ډکول، د بررسی کمیټې پرانیستل چې پکې د ناقانونه وسله والو سره د نوماندانو اړيكې څیړي، او داسې نور.
د رایه ورکولو د کړنلارې او رایه شمیرلو په اړه باید ووایم چې د رایو د پایلو په فورمو کې لاس وهنه نشي، درج شوي رایې په فورمه کې د ځانګړې سکاشتیپ پواسطه تړل کیږي، بله خبره دا ده چې د رایه ورکولو پاڼې په مرکزونو کې نه وېشل کیږی، د هغه په عوض نوی ټیمونه پرانیستل کیږي.
د رایه ورکولو محلونه، له رایه ورکولو مرکزونو څخه څه توپیر لري؟
د رایې ورکولو مرکزونه هغه ځای ته ویل کیږي چې هلته رایه ورکول تر سره کیږي، او د رایه ورکولو محل (ځای) د رایه ورکولو په مرکز کې هغه ځانګړی ځای دی چې یو معین تعداد رایه ورکوونکي هلته رایه ورکوي. د مثال په توګه یو ښوونځی د رایه ورکولو یو مرکز دی چې رایه ورکوونکی هلته ورځي. د رایه ورکوونکو لپاره د آسانتیا برابرولو او په رایه ورکولو كې د نظم راوستلو په موخې د ننه په ښوونځي کې یو شمیر ټولګي تعین کیږي تر څو رایه ورکوونکي هلته رایه ورکړي چې هغه ځایونه د رایه ورکولو د محل په نوم یادیږي. په حقیقت کې د رایه ورکولو یو مرکز له څو محلونو څخه جوړ شوي وي، چې د اړتیا سره سم په نارینه او ښځینه محلونو باندې وېشل کیږي.
په اوسنیو پارلماني ټولټاکنو کې د رایه ورکولو د مرکزونو شمیر څو ته رسیږي؟
سږکال د پارلماني ټولټاکنو د مرکزونو شمیر ۶۸۳۵ ته رسیږي، مګر د هغه وروستنی لست د امنیتي ځواکونو له بررسی څخه وروسته اعلانيږي.
د سږ کال پارلماني ټولټاکنو د رایه ورکولو په مرکزونو کې څومره محلونه په پام کې نیول شوي دي؟
په ټولیزه توګه په ټول هیواد کې ۱۹۹۴۲ محلونه په پام کې نیول شوی دی چې د هغو شمیر د اړتیا سره سم په هر مرکز کې توپیر لري او هر مرکز لږ تر لږه دوه محله لري.
د رایه ورکولو مرکزونه د کومو معیارونو پر بنسټ جوړیږي؟
د رایه ورکولو مرکزونه د ثبت شويو رایه ورکوونکو، د نفوسو شمیر، جغرافیوي شرایطو او لاسرسي پر بنسټ جوړیږي.
د نوماندانو په وروستنی لست کې، څومره نوماندان شتون لري؟
د ولسي جرګې ټولټاکنو لپاره ۲۵۵۶ تنه چې ۵۲ تنه یې کوچیان تشکیلوي په وروستني لست كې مشمول شوي دي.
څو تنه ښځینه نوماندانې د نوماندانو په وروستني لست کې شاملې دي؟
د نوماندانو په وروستني لست کې ۴۰۶ تنه ښځینه نوماندانې شاملې دي چې لس تنو یې د کوچیانو انتخاباتي حوزو ته ځانونه نوماندې کړي دي.
د ټولټاکنو څخه څارنه یا نظارت څه ته وایي او ولي تر سره کیږي؟
څارنه د ټولټاکنو د بهیر بررسی ته وایي، کیدای شي د ټولټاکنو له مختلفو پروسو څخه څارنه تر سره شي، د ټولټاکنو له بهیر څخه څارنه د ټولټاکنو د شفافیت باعث کیږي، په دې معنی چې د څارنې خلک له مختلفو کټګوریو څخه مشمول وي تر څو خلکو او اړونده نهادونو ته اطمینان ورکړي چې د ټولټاکنو پروسه د نافذه قوانینو او کړنلارو پر بنسټ په سمه توګه سر ته رسېدلى ده.
څوک کولای شي څارنه وکړي؟
د عدلیې وزارت سره ثبت شوي د سیاسي ګوندونو استازي چې په عین وخت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون اعتبارلیک یې هم ترلاسه کړی وي او د خپلواکو نوماندانو استازي چې هغوی هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعتبارلیک له ځان سره ولري، کولای شي چې د ټولټاکنو له پروسې څخه څارنه وکړي.
کتنه څه شی دی او له څارنې سره څه توپیر لري. همداشان څوک کولای شي د کتونکي په توګه د ټولټاکنو په مرکزونو کې شتون ولري؟
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسولیت لري چې د ټاکنو له قانون او د دې کمیسیون له خوا د تصویب شویو طرزالعملونو پر بنسټ، شفافه او عادلانه ټولټاکنې تر سره کړي. د دې لپاره چې د ټولټاکنو شفافیت تضمین شي، یو شمیر کسان د رایه ورکولو په محلونو او مرکزونو کې د کتونکي په توګه حضور لري تر څو د ټولټاکنو له پروسې څخه کتنه وکړي، کتونکي یوازې د دې پروسې له کړنو څخه کتنه کوي او په محل کې د هیڅ ډول نظر ورکولو حق نلري، هغوی یوازې خپل مربوطه نهاد ته راپور ورکوي. مګر هغه کسان چې له پروسې څخه څارنه کوي کولای شي د هر ډول تشویش په هکله خپل نظر وړاندې کړي، رایه ورکوونکی تر نيوكې لاندې ونیسي یا شکایت درج کړي. کتونکي اکثراً له نا دولتي نهادونو او خپلواکو ارګانونو چې د ټولنیزو نهادونو او مدني ټولنې مشمول کیږي په عین زمان کې د نړیوالو کتونکو سازمانونو هم مشمول دی.
سرغړونه او تقلب کومو عملونو ته ویل کیږي؟
هره هغه کړنه چې د ټولټاکنو د کمیسیون نافذه قوانینو او تصویب شوي کړنلارو او طرزالعملونو پر خلاف وي، سرغړونه او تقلب ګڼل کیږي. دا کړنې لکه د نوم لیکنې د کارتونو جعل او نور انتخاباتی اسناد، له یوه څخه د زیات وارو رایه ورکولو هڅه، تهدید، د رایه ورکوونکو، ټولټاکنو د کارکوونکو، رسنیو استازي او د نوماندانو د حرمت هتک او تخویف، د رایه ورکولو او رایه شمیرلو په پروسه کې درغلی، پرته له صلاحیت څخه د ټولټاکنو په موادو او لوازمو کې دخالت، د نوماندانو د اصولو د کړنلارې نقض، دهغو استازي او د ټولټاکنو کارکوونکي، د ټولټاکنو کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون له لارښوونو څخه سرغړونه، د رایه ورکولو په مرکزونو کې د نوماندانو یا د نوماندانو د استازو په وسیله د هر ډول سمبول،رنګ، شعار او نورو نښو کارول، کمیسیون ته د ناسمو معلوماتو ورکول او نور موارد دي.
که چیرې د دوو نوماندانو تر لاسه شوي رایې مساوي وي، ګټونکی څنګه اعلانیږي؟
د ټولټاکنو پایلې د رایه ورکولو د محلونو پر بنسټ نه اعلانیږي، د محلونو په کچه وروسته له رایې شمیرنې څخه د ټولو نوماندانو ترلاسه شوي رایې د نتایجو په فورمه کې درج او په اړونده محل کې نندارې ته کښیښودل کیږي، د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ترلاسه شوي وروستي پایلې، د ټاکنیزو حوزو پر بنسټ اعلانوي. د ولسي جرګې ټولټاکنو لپاره هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده او د هر ولایت د نفوسو پر بنسټ د هرې حوزې لپاره معین شمیر كرسۍ په پام کې نیول شوي دي، که چیرې د پام کې نیول شوي کرسیو د شمیر پر بنسټ وروستى نوماند چې تر ټولو زیاتې رایې یې تر لاسه کړي او باید څوکۍ تر لاسه کړي دوه کسه وي چې مساوي رایې یې تر لاسه کړي دي، بيا نو د یوه نوماند له خوا د څوکۍ ترلاسه کولو پخاطر، د ټولټاکنو د نوي قانون پر بنسټ یوه کمیټه چې د سترې محکې یو غړی د ريیس په توګه او د کمیسیون دوه غړي د غړیو په توګه د تر ټولو غوره معیارونو په نظر کې نیولو سره حد اکثر د ۱۵ ورځو په موده کې تعیین کیږي.
د مرکزونو د رایه شمیرلو پایلې په څو فورمو کې ثبت، کومو مراجعو ته، کله او څه ډول تسلیمیږي؟
د ولسي جرګې ټولټاکنو لپاره د رایه ورکولو هر محل به یوه فورمه تر لاسه کړي چې ۴ کاپی لري، اصلي کاپي یې آبی رنګ لري چې په کابل کې د نتايجو ملي مرکز ته لیږل کیږي، دویمه کاپي یې ژیړ رنګ لري چې د رایه ورکولو په صندوق کې د رایه ورکولو له پاڼو سره کيښودل شوې ده او ولايتي دفتر ته لیږل کیږي، دریمه کاپي یې ګلابی رنګ لري چې په محل کې نصب کیږي او څلورمه کاپي یې شین لري چې څارونکو ته ورکول کیږي.
د رایه ورکولو له محلونو او مرکزونو څخه د تر لاسه شوي رایو د راټولولو سلسله مراتب څه ډول دی؟
د رایو شمیرل وروسته له رایه ورکولو څخه په محلونو کې تر سره کیږي، د محلونو رییسان وروسته له رایه شمیرلو څخه، د نوماندانو تر لاسه شوي رایې د نتایجو په فورمه کې درج کوي، لکه چې د فورمو د کاپیو په اړه مخکې اشاره وشوه، اصلي فورمه د نتایجو ملي مرکز ته باید ولیږل شي، د محل رییس د نتایجو فورمه د مرکز مدیر ته تسلیموي، د مرکز مدیر د خپل مرکز د ټولو اړونده محلونو د نتایجو فورمې د ټولټاکنو ورځې رایه ورکوونکو له لست سره یو ځای په یوه حفاظتی کڅوړې کې اچوي او مهر لاک کوي، او بیا وروسته دا مهر او لاک شوي کڅوړې د ساحوي ناظمینو له خوا ولایتي دفترونو ته او له هغه ځای څخه کابل ته راليږل كيږي.
په محلونو کې د رایه ورکوونکو د رایې شمیرل څه ګټه لري؟
د رایه ورکولو په محلونو کې د رایه ورکوونکو مستقیمې څارنې لپاره زمینه برابرول چې هغوی هلته حضور لري او د لا زیات شفافیت او اعتماد وړ ټاکنې وي، د رایو د پایلو چټک اعلان، او اقتصادي بڼه ده چې د رایو شمیرل په محلونو کې تر سره کیږي.
د رایو لومړني پایلو اعلان له وروستي پایلو سره څه توپیر لري؟
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو محلونو څخه د رایو د پایلو له ترلاسه کولو څخه وروسته د ټاکنیز معلوماتو په مرکز (دیټابیس) کې ثبت کوي او په معینو وقفو کې هغه اعلانوي، چې هغه ته لومړني پایلې ویل کیږي، د لومړني پایلو له اعلانولو څخه وروسته د شکایتونو او اعتراضونو لپاره معین وخت ورکول کیږي او وروسته له دې چې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ټول شکایتونه بررسی کړي، د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وروستي پایلې اعلانوي.
د نوماندانو د زیات شمیر په پام کې نیولو سره، د رایه ورکولو پاڼې څه ډول دي؟
د رایه ورکولو پاڼې به د نوماندانو د تعداد پر بنسټ متفاوت وي، د رایه ورکوونکو له خوا د هغوی پام وړ نوماند په پیدا کولو کې د اسانتیا په موخې، د رایه ورکولو پاڼې مشمول د نوماند شمیره، د نوماند نوم، د نوماند عکس، سمبول یا انتخاباتي نښان او په نښه شوی ځای شتون لري.

