
شنبه د زمري ۱۶ ولسمشر کرزي په خپله وینا کې په ښکاره ډول بهرني امنیتي کمپنۍ تر نیوکې لاندی ونیولې او هغه یې په غلا او ترهګریزو چارو کې پړی وبللې. په داسې حال کې چې دا بهرنۍ امنیتي کمپنۍ په افغانستان کې له ناټو ځواکونو سره نژدی اړیکې لري؛ دا ښکاره خبره ده کله چې دا کمپنۍ پړې وبلل شي نو په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم دغه تور پوری کیږي، تاسې په دی اړه څه فکر کوئ؟
زه نه غواړم په چا تور پوری کړم. مګر دی کمپنیو ته چا د فعالیت امر ورکړ؟ په هغه کچه چې دوی نن دومره پیاوړي او غښتلې دي؛ زمونږ ملي اردو او ملي پولیس نه شي کولای یوې لیری پرتی سیمې ته یو څه ورسوي مګر دا امنیتي کمپنۍ کولای شي هغه ټول با امنه او بې امنه سیمو ته ورسوي. دوی نه یواځې د پرمختیایي پروژو د امنیت ساتلو دنده په غاړه لري په ځینو سیمو کې دوی د جګړي په اول خط کې ولاړ وي؛ ځکه دوی د هماغه سیمي خلک چارواکې او ځایې قوماندانان له ځانه سره لري.
زما په اند هر نظامي او شخصی سکتور د امنیت په مسایلو کې دخیل ګڼل غلط دي، ځکه چې د امنیت ساتل د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د دولت دنده ده.
زه فکر نه کوم هغه پړه چې د ولسمشر له لوری په امنیتې کمپنیو اچول شوی هغه به د بهرنیو ځواکونو لپاره هم وي؛ په افغانستان کې له بل هر کس څخه خپله ولسمشر په دی پوهیږي که چیرته له افغانستان څخه دغه بهرني ځواکونه وځي نو دا به بیا بل ډول افغانستان وي.
د کرزي نیوکې یوه ورځ وروسته له هغه تر سره شوي کله چې نوموړي په ایران کې د خپل وروستي سفر پر مهال له خامنه ای او یو شمیر نورو ایراني چارواکو سره لیدنه کتنه ترسره کړه، ستاسي په اند په دی اړه کوم تړاؤ شتون لري؟
زه باور لرم چې په دی اړه کوم تړاؤ نشته، ځکه چې د افغانستان لپاره په دا اوسنیو حالاتو کې بل هیڅ هیواد مؤثریت نه لري، په ځانګړي ډول زمونږ ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان؛ ددوی غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده او دا په هيڅ ډول افغانانو ته د منلو وړ نه دي. زه فکر نه کوم چې خپله ولسمشر هم دومره سیاسي محاسبه له ځان سره ونه لرې چې لږ تر لږه ونه شي کولای چې بل هیڅ ګاوندي نه شي کولای د افغانستان لپاره د یوه ښه ملګری رول ولوبوي.
که چیری د افغانستان معاصر تاریخ ته وکتل شي، کله چې نړیوالې ټولنې افغا نستان هیر کړ، دا هیواد د خپلو ګاونډیانو له لوری د لمنځه تللو په حال کې وو، ددی هیوادونو د لاسوهنې له امله افغانان په ژبنیزو او مذهبي جنګ جګړو اخته شول؛ همدوی وو چې د کورني جنګ اور یې بل کړ. زه فکر نه کوم چې ددوی نظر د افغانستان لپاره نیک نظر وي چې وکولای شي هغه تیر تصویر چې دوې د افغانانو په ذهن کې جوړ کړي هغه لمنځه یوسي.
څرنګه چې تاسې هم اوریدلي دي، د ایران ولسمشر احمدي نژاد دا وړانديز، که چیری بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي پر ځاى به یې ايراني او تاجك ځواكونه په افغانستان كې ماموريت ترسره او دغه خلا به ډګه کړي؛ تاسي د احمدي نژاد دغه وړاندیز څنګه ارزوۍ؟
د نوموړي دا خبره ډیره د خندا وړ ده. ځکه عجیبه خبره چې څنګه احمدی نژاد دغه وړاندیز کوي، په کوم مالي لګښت به دغه عسکر په افغانستان کې میشت کیږي، او ولی ایرانیان دغه فکر کوي چې افغانان په خپله خپل هیواد نه شي ساتلای؟ زما لپاره دا ډیره د خندا وړ خبره ده.
له تیرو جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته ښاغلي کرزي د لویدیځوالو په وړاندی تیزه لهجه غوره کړې ده؛ خو برعکس یی بیا د سیمې د هیوادونو په وړاندی په ځانګړي ډول ایران او پاکستان سره یې په دا وورستیو کې د دوستۍ اړیکې ګرمې شوي دي. تاسې دغه بدلونو او تغیرات څنګه ارزوۍ؟
زه دا مهال د سیمې د هیوادونو تر منځ د ښو ډیپلوماتیکو او ترانیزیتي اړیکو تر منځ زمینه پراخه وینم، زما غوښتنه هم داده چې زمونږ ګاونډي هیوادونه افغانستان ته د یوه خپلواک هیواد په صفت وګوري. د افغانستان قوانیوته درناوی ولري او د متقابل احترام په پالیسۍ باندی یعنی د یوه بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هر وخت چې دوی غواړي په دغه روحیه باندی د افغانستان سره کار وکړي افغان دولت او افغانان یې مني.
که چیری ولسمشر په هر هیواد او یا هم د هر هیواد په کړنو باندی نیوکې لري، نو دا به ښه وي چې د هماغه هیواد له سفیر، د بهرنیو چارو وزارت او یا هم نیغ په نیغه د هماغه دولت له چارواکو سره په تفاهم هغه ستونزه حل کړي؛ غیر لدی څخه چې دا مهال افغانستان په یوه کړکیچن حالت کې واقع دي یو بل دښمن هم پیدا او د خلکو په ذهن کې یې جوړ کړي. ځکه چې هر اعتماد د هرې ورځ په تیریدو سره هم په نظام ، هم په مرسته کوونکو هیوادو او هم په ګاونډیو هیوادونو باندی لمنځه ځي؛ ولسمشر ته پکار نه دي د هغه ماشوم په څیر عمل وکړي، هر چا چې د شیرنۍ یوه دسته ورته ونیوله د هغې پسې منډه ووهې. مشرانو ته پکار دي چې د خپلو هیوادونو سیاست او پالیسي د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خلکو ته بیان کړي.
د ویکی لیکس ویب پانې له لورې د ۹۱ زرو پټو استخباراتي اسنادو خپریدل چې په هغې کې د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو سره په مرستې تورنه شوی؛ خو ولسمشر کرزي ددغو اسنادو د خپریدو په اړه ډیر محتاطانه غبرګون ښودلی او هیڅ ډول نیوکه یې په پاکستان نه ده کړی. آیا کرزی پاکستان ته اړتیا لري، چې دا ډول له احتیاطه ډک غبرګون یې په وړاندی کوي؟
زه خپله هم تعجب کوم، ځکه چې د افغانستان دولت باید له دی پیدا شوي موقع نه ګټه تر لاسه کړی وای، دا داسې یوه موقع وه چې هره ورځ زمونږ لاس ته نه راځي؛ لدی نه باید ستراتیژیکه ګټه اخیستنه شوی وای، په سیاسي لحاظ یې باید د سیاست میدان او لوبې ته بدلون ورکړی وای، عامه ذهنیتونه باید روښانه شوي واي او دا یې ویلي وای په کوم شې باندی چې تاسې نن خبریږۍ مونږ دا اووه کاله د مخه ویلي وو.
که پدی موضوع ګیری کې د افغانستان دولت خپل سیاسي ملاحظات او سیاسي تحلیل بیان کړی وای زما په اند به ډيره ښه خبره وه. نسبت تر هغې مرګباره چوپتیا چې ارګ یې ونیوه او ویې ویل چې دا زمونږ لپاره نوي او تازه خبرې نه دي؛ دا سمه ده چې دوي وایې مګر دا چې نن نور له دوی سره ملګري شول، خو بیا هم دوی په همدی ټکي بسنه وکړه.
په دغو اسنادو کې ډیر نور ترخه واقعیتونه چې د ملکي وګړو وژنه ده هم را برسیره شوی ده، زه فکر کوم په دی کې د دولت مخالف ګوندونه او اپوزیسیون چې وایې مونږ د افغانستان د خلکو د حقونو ساتونکې او محافظین یو، دوی باید خپل غږ پورته کړی وای، او غرب یې دی ته اړیستلی وای چې په خپله پالیسي یې له سره غور کړي وای.
که څه هم ولسمشر کرزی په دی اړه غلي شو، ولي د دولت مخالف اپوزیسیون خپل غبرګون ونه ښود، ستاسي په اندی یې لامل څه دی؟
قوي اپوزیسیون هغه مهال منځ ته راځي چې قوي پوزیسیون موجود وي. زما په اند نن په افغانستان کې پوزیسیون او اپوزیسیون په دوو افرادو پوری تړلي چې یو یې کرزی او بل یې هم ډاکتر عبدالله عبدالله دی؛ او هر یو یې په خپلو دنیاؤ کې ډوب دي؛ نو په همدی اړه زه دومره تمه او توقع نه لرم، مګر په سیاسي پرنسیپونو باندی باید دا غږ د دواړو لورو څخه هم مهاله را پورته شوی وای.
که څه هم دا مهال افغان دولت له خپلو وسلوالو مخالفینو (حزب اسلامي او طالبانو) سره د سولې د خبرو اترو پلوی کوي، تاسې د یوې ښځینه فعالې میرمنې په توګه دغو خبرو اترو ته په کوم نظر وینۍ، او په حکومت کې ددی کسانو په ورګډولو سره څومره همغږي یاست؟
زه نه پوهیږم چې حکومت دغه کسان څنګه په خپل ځان کې حلولای او یا هم ګډولای شي؛ ځکه چې سر نه تر پایه باید منتخب نظام وي. دا خبرې دې چې په افغانستان کې ځان واکي لمنځه ځي، خو بیا هم د یوې افغانې په توګه هر څوک چې د افغانستان په ملي ګټو باور لري، ځان افغان ګڼي، د افغانستان په درد باندی ځوریږي او د افغانستان د خلکو په ژړاګانو سورو او نارو باندی د دوی غوږونه او زړونه خوږیږي نو دا یې وخت دی چې راشي.
کچیری نن دوی نه راځي بیا دوی خلک نه مني؛ دا چې نن راځي بچیان یې وژني، مکتبونه او کلینکونه یې سوځوي، جوماتونه یې ورانوي؛ زما په اند دا ددی ډلې لپاره وروستۍ موقع ده، هغو کسانو ته چې تر نن پوري د نورو ډولونو ته ګډیدلي دي، همد وخت دی چې راشي د عقل نه کار واخلي د هغو فرصتونو څخه چې دوی یې نن په سیاسي برخه کې د یوه افغان په توګه لري، ګټه پورته او پکې برخه واخلي.
طبعې خبره چې ښځې د سولې او سوکالۍ پلویانې دي؛ مګر زه د یوې ښځې په توګه، له هری لاری چې سوله راځي د هغې طرفداره یم؛ خو کچیری هر څوک، هرچیری دا فکر وکړي چې مونږ به د افغانې ښځې غږ لمنځه وړو، بیا به موږ کورنیو جنګونو ته ځو؛ چې ښځې به په هغې کې د کار، زده کړي او سوکاله ژوند کولو له حق څخه محرومیږي، نو دا خوبونه یي پوره نه کیږي.
اوسنیو حالاتو ته په کتو سره په افغانستان کې امنیتي حالات د تیرو نهو کلونو په پرتله یو څه خراب شوي دي، ستاسي په اند به په ټول هیواد کې پارلماني ټاکنې په شفاف او روڼ ډول تر سره شي؟
نه یواځې امنیت، بلکه هغه هیلې او ارزوګانې چې خلکو په دا تیرو نهو کلونو کې درلودی هغه ټولې په سیند لاهو شوي دي، ځکه له تیرو دری کلونو راپدیخو په افغانستان کې امنیت د هرې ورځې په تیریدو سره خرابیږي، آن تر دی چې په مرکز کابل کې لاهم ډاډمن امنیت نشته.
د امنیت دخرابوالي لاملونه زیات دي. په یوه هیواد کې امنیت یواځې د پوځې مقابلې له لاری نه شي رامنځته کیدای، هر هیواد سیاسي ثبات ته اړتیا لري، د خلکو د ژوندانه مسؤلیت ته باید پاملرنه وشي، دغه راز د دولتي چارواکو له لوری ژمنې ولس ته د خدمت په اړه، د غوره اقتصاد او پرمختګ، د کارمودنې د زمینې برابرول ټول له امنیت سره اړخ لګوي. ددی تر څنګ د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول زمونږ د ګاونډیو هیوادونو مداخله هم باید راکمه شي. زه فکر نه کوم چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به خلک د امن احساس وکړي.
ددی ټولو تر څنګ زه خپلې هغه تجربې چې له تیرو ټاکنو څخه یې لرم بدبختانه لدی وروسته به ټاکنیزی سیالی تجملي بڼه ولري، خلکو ته به دعوتونه ، نقدی او غیر نقدی مرستې او تخفې ورکول کیږي چې له امله به یې مالي لګښت ډیر وي؛ نو په عمومي ډول سره زما په نظر په راتلونکې کې دوه شیان په افغانستان کې د خطر سره مخامخ شول، یو یې د خلکو امنیت او بله هم د ځوانې دیموکراسې وده او نمو، چې ټاکنې یې یوه برخه جوړوي.

