په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه هارون میر سره مرکه

څنګه چې خبر یاست، د ویکی لیکس ویب پاڼې له لوری د افغانستان د جګړې په اړه ۹۱ زره پټ اسناد خپاره شول، ستاسی په اند ددی اسنادو خپریدل څومره مهم دی، او دا به د افغانستان په جګړه کې ښکیلو غاړو څه اثر وغورځوي؟
ددی پټو خپرو شویو اسنادو موضوع چې مونږ افغانان له هغې نه وړاندی اګاه وو، او پاکستان هم له کلونو راپدیخوا تورن وو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د افغانستان دولت په واک کې ددی افشا شویو اسنادو څخه ډير معتبر اسناد شته دي. یاد اسناد څو ځلې پاکستانیانو ته ښودل شوي؛ خو هغوې هر ځلې تری انکار کړی او دا ځل یې هم نه مني. په داسې حال کې اوس هم طالبان تمویلوي، په افغانستان کې د سیاسي اشخاصو د ترور پروګرامونه جوړوي؛ دا لومړي ځل دی چې مونږ بیا هم هماغه پخواني رواج ته چې په نړۍ کې د خلکو ترور دی، وروګرځو.
زما په اند، ددی اسنادو توپیر له نورو سره دادی چې په تیرو اسنادو کې د پاکستان د لاسوهنې موضوع، د دولتي چارواکو په کچه وه، خو دا لومړی ځل دی چې د انترنیټ له لارې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په امریکا کې د خلکو عمومي ذهنونه یې د افغانستان د جګړې په اړه روښانه کړي دي. دا پلا مونږ هیله لرو چې په امریکا کې ولسي اند ددی پټو اسنادو له خپریدو وروسته راویښ او وکولای شي د امریکا حکومت دی ته اړ باسې چې د پاکستان په وړاندی په خپله پالیسۍ کې بدلون رامنځ ته کړي.
ددی پوځې اسنادو د خپریدو اثرات به چې اصولا هم باید پټ او سری پاتې شي؛ په افغانانو او د افغانستان په جګړه کې په ښکیلو غاړو څه وي؟
هغه خلک چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاری کړی ده، ددوی د نومونو په ډاګه کیدل یو لوی خطر دی، ځکه مونږ په تیر کې تجربه کړي دي هر ځل چې طالبان یو څوک بهرنیو ځواکونو ته په جاسوسۍ ونیسي له محکمې پرته یې سرغوسوي. ددی امکان شته چې د یادو اسنادو له خپراوي وروسته زمونږ یو زیات شمیر هیوادوال یا هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې په پاکستان کې همکاري کړی، ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.
دا یوه ستره ننګونه هم امریکایی ځواکونو او هم هغو افغانانو ته ده چې له دوی سره یي مرسته کړی ده. نو دی کسانو سره چې له بهرنیو ځواکونو سره یي مرسته کړی ده، پوښتنه را پیدا کیږي چې آیا ددوی نومونه به پټ پاتې شي او که نه؟ دا په خپله منفی اثرات د افغانستان د جګړی په برخه کې غورځوي؛ خو بیا هم لوږه او نیستي په افغانستان کې تر دی کچې پورته ده چې آن د مرګ تر کومې یې خلک د یوې چاري په تر سره کولو سره، نه لاس په سر کیږي.
ځیني څیړونکي وایی ددی امکان شته چې دغه اسناد په قصدی ډول د ځینو امریکایي کړیو له لوری خپاره شوي وي، که چیری داسې تحلیل ومنو، نو ددی اسنادو د خپریدو تر شا کومې موخې پرتې دي؟ آیا ددی اسنادو خپراوی به د امریکا په ګټه وي؟
ډیر کم پیښیږي چې په داسې لویه کچه اسناد په ناڅاپي ډول لیک او خپاره شي. د امریکا په تاریخ کې په داسی لویه کچه د پټو اسنادو خپریدل سارې نه لري. زما په اند د امریکا په اداره کې په ځانګړي ډول پوځیانو کې ځینې ګړۍ شته چې د امریکا له دا اوسنۍ پالیسی سره جوړ نه دي، په همدی دلیل کیدای شي یوه چاره یې دوی دا هم تصور کړي وي چې لدی لارې څخه خپل اندونه ښکاره او په دومره لویه کچه دغه پټ ساتل شوي اسناد د ټولې نړۍ پر مخ خپاره کړي.
دددی مسئلې موخه څه کیدای شي؟ د بیلګې په ډول په افغانستان کې د پاکستان د فعالیتونو ډاګیزه کیدل د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح له لوری چې د هغه د ګوښه کیدو لامل هم شول؛ آیا دغه پوځیان چې د امریکا له ستراتیژۍ او اوباما سره مخالفت لري، په یوه ډول غواړي په پاکستان زور راوړي ترڅو د ترهګرو سره خپلې اړیکې د تل لپاره پری کړي؟
بلی غواړي هم د امریکا په حکومت فشار وارد کړي او هم په پاکستان. ددی اسنادو د خپریدو په اړه باید سپینه مانۍ هم د امریکا ولس ته ځواب ووایي. دا اسناد له ۲۰۰۴ کال راپدیخوا درج شوي دي؛ نو دی پایلې ته رسیږو چې شپږ کاله وړاندی د امریکا اداره په دی پوه وه چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. د امریکا اداره په دی برخه کې ځواب ورکوونکې ده چې ولې تر اوسه یې پاکستان ته، سره لدی چې پوهیده لاسوهنه کوي خلاصي ورکړی دی؟ د امریکا اداری تر دی مهال پاکستان خپل ستراتیژیک ملګړی ګڼلي او په دی برخه کې یې زیاتې پیسې ورکړي دي. پاکستان له امریکا نه امتیاز اخیستې، په داسي حال کې چې د امریکایې سرتیرو په وژنه کې یې هم لاس درلود.
افغان ولسمشر څو کلونه وړاندی هم د پاکستان ضد سیاست درلود؛ خو هر ځل چې یې له خپلو لویدیځو سیالانو او په ځانګړي ډول د خپل امریکایي سیال سره د خبرو پر مهال پری خبرې کړي؛ د هغه نظر رد شوی دې. زما په اند دا مسئله په خپله ددی لامل وګرځیده چې افغان ولسمشر په خپله پالیسې کې بدلون راولي، کله چې هغه وپوهید امریکا چې د نړۍ ستر زبر ځواک دی نه شي کولای د پاکستان سره مقابله وکړي، نو دا کله د پاکستان سره د مقابلې توان لري. خو ولسمشر په دا وروستیو کې د لویدیځوالو په وړاندی کلک دریځ غوره کړی دی. هغه فکر کوي چې د خپل ځان د بقا لپاره اړ دی د سیمې له هیوادونو سره نږدی اړیکې ولري. د یادو پټو اسنادو د خپریدو په اړه د افغانستان کمزوری غبرګون ددی ښکارندوی دی چې ولسمشر غواړي پاکستان سره نږدي پاته شي. نوموړی په دی ښه پوهیږي چې د سولې په اړه بریالیتوب یې د پاکستان د مرستې پوری تړاک لري، او په هیڅ ډول نه غواړي د پاکستان ملاتړ په دی برخه کې له لاسه ورکړي.
د انګلستان لومړي وزیر په ډیرې تندۍ سره ددی پیښې په اړه غبرګون ښکاره کړ او په نړۍ کې یې د ترهګرۍ ریښه په پاکستان کې په ګوته کړه، خو د امریکا متحده ایالاتو په دی اړه غبرګون ښکاره نه کړ، ددی لامل څه دی؟
د لومړي ځل لپاره هغه انګلستان چې کلونه کلونه یې له پاکستان څخه دفاع کوله، چې کله په حقیقت اګاه شو پاکستان یې د خپل وروستي سفر پرمهال په هندوستان کی چې دپاکستان سیاسي رقیب دی، تر سختې نیوکې لاندی راوست. دا مسئله ددی هیلې راټوکوي چې د پاکستان په اړه د لویدیځوالو سیاست د بدلیدو په حال کې دی. مونږ هم هیله من یو چې دغه فشار د تل لپاره وي او بلاخره پاکستان دی ته غاړه کیږدي چې په ریښتینې ډول مرسته او همکاري وکړي، او یا هم له ناټو سره په کلکه مخالفت وکړي.
د ایران د مداخلي په اړه هم په دی اسنادو کې ځینې شواهد شته، تاسې په دی اړه څه نظر لرۍ؟
د طالبانو څخه د ایران او پاکستان ملاتړ توپیر لري، په دا ډول چې د پاکستان ملاتړ له طالبانو څخه ستراتیژیکې دی، ولې ایران بیا له طالبانو څخه تکتیکې ملاتړ کوي. په دی مانا چې ایران په سیمه کې د امریکا د ګړنو په مقابل کې له طالبانو سره مرسته کوي؛ خو په ستراتیکي ډول ایران بیا د طالبانو خلاف دی. طالبان په سمیه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره رامنځ ته شول؛ ایرانیانو ته په دی اړه قناعت ورکول چې د طالبانو له مرستې لاس واخلي اسانه کار دی، خو د پاکستان قناعت حاصلول ډير ستونزمن دی.
که څه هم په ښکاره ډول طالبانو ویلې چې دغه خپاره شوي پټ اسناد به په دقیق ډول وڅیړي، که چیرې کوم افغان په دی لیست کې په نظر راغی چې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره یې مرسته او همکاری کړی، مجازات کړي؛ ستاسې په اند به ددی لیک شویو اسنادو خپراوی د افغانانو په زیان نه وي؟
بلی هغه کسان چې نومونه یې په دا لیست کې ډاګیزه شوي، او د امریکایانو د ځان ساتنې لپاره یې دوی سره مرسته کړی، کولای شي امریکایان هغوي ته پناه ورکړي، لکه څنګه یې چې پخوا خپلو ژباړونکو ته له ټاکلي مودی همکاری وروسته په امریکا کې د اوسیدلو اجازه ورکړی ده. ددی موضوع حل ډير ستونزمن نه دی ځکه هغه کسان چې په دی لیست کې یې نومونه راغلي، د شمیر له پلوه زیات نه دي، بل پلو امریکا هم ددی توان لري چې موضوع په ښه ډول حل او د یادو کسانو ژوند وژغوري.

