ستاسو په اند، کومو موضوعاتو کابل ک
نفرانس د نورو اوو نړیوالو مهمو کنفرانسونو په پرتله چې د افغانستان په هکله ؤ، متفاوت کړی؟
زما په اند، هغه اصلي ځانګړتیا چې د کابل کنفرانس یې د افغانستان په هکله نورو نړیوالو کنفرانسونو سره توپیروي دا دی چې کابل کنفرانس د نړیوالې ټولنې د کار په پای کې تدویر شو. تیر کنفرانسونه، د هغه جملې څخه د "بن" چې د ۲۰۰۱ کال په ډسامبر کې تدویر شو، د کار پیل او د "لندن" کنفرانس چې د ۲۰۱۰ کال په جنوري کې دایره شو د کار تداوم او د کابل کنفرانس لپاره لاره اوارول و.
البته دا په دې معنی نده چې د نړیوالې ټولنې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی، او هغه څه چې نړۍ او د افغانستان خلکو تمه لرله، لاس ته راغلي؛ بلکه اوس د افغانستان لپاره مرسته کوونکي هیوادونه خپل ماموریت په بریالیتوب پای ته رسیدلو پخاطر د افغانستان دولت ته ټکان ورکړای وای تر څو لا زیات فعال شي.
له بلې خوا، اړینه وه چې د نړۍ هیوادونو له هغه جملې څخه د امریکا متحده ایالتونه، په یوه نړیوال او سیمه ییز ګډون سره، د افغانستان څخه د وتلو د مخه، د افغانستان ستونزه تر بررسۍ او ارزونې لاندې نیولې وای.
یعنې نړیواله ټولنه هڅه کوي د دې هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو د مخه، د افغانستان ضعیف دولت، دی ته وهڅوی تر څو د خپلو ستونزو په مقابل کې د مقابلې او ایستادګۍ توان ولري؛ اما دا چې په دې هڅې کې نړیواله ټولنه تر کومه بریده بریالې شوی، جلا بحث دی.
د کابل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې او افغانستان دولت د تعهداتو په عملي کیدلو باندې تر کومه بریده اعتماد وشي؟
هغه څه چې په تیرو ۹ کلونو کې ولیدل شول، د افغانستان دولت و نه توانید چې د بریالیو پروګرامونو په ترسره کولو او مدیریت کې اړونده ظرفیت، نندارې ته کیږدي. په لوومړي سر کې مونږ ښه پیل درلود، په لومړیو ۴ کلونو کې، یو شمیر روڼ اندو او د فکر خاوندانو په شوق او علاقې سره کار پیل کړ او پایله یې هم، د اساسی قانون جوړول او یو شمیر نور ډېر ښه کارونه و؛ اما تر هغه وروسته له بده مرغه دا پروسه ورو ورو مخ په ناکاره ګی او نا سم توب روانه شوه.
د دې خبرې دلیل هم، قدرت ته او د ولسمشر شاو خوا د هغه ډلې رامنځ ته کیدل و چې پر اصلاحاتو او د افغانستان د خلکو ملي ګټو باور مند نه و. هغوی د خپلو ګټو پخاطر، د قدرت څخه په استفادې سره د نړیوالې ټولنې د افکارو د انحراف باعث شول. دلته و چې په افغانستان کې اداری فساد مخ پر زیاتیدو شو، د خلکو، دولت او مرسته کوونکو هیوادونو تر منځ د زیاتې فاصلې رامنځ ته کیدلو باعث شو.
دا مسئلې پخپله ددی سبب شوې چې نړیواله ټولنه نور د افغانستان دولت پر ظرفیت اعتماد ونکړي او مونږ ولیدل چې په مختلفو کنفرانسونو کې، سربیره پر هغه وعدو چې د افغانستان دولت سره شوې وې، د افغانستان نظام د داخلي نظام د ضعف په نتیجه کې، هغوی همکارۍ ته حاضر نشول. له بله پلوه، د افغانستان دولت هم ونشو کړای په هغه وعدو چې نړۍ ته یې د اداري فساد د کچې په راټیټولو، د مخدره موادو پر ضد مبارزه او ښې حکومت دارې په رشد کې کړې وې، عملي کړي.
ځکه نو، زه باور لرم په کابل کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې تعهداتو عملي کیدل، بیا کتنې او د افغانستان دولت پر اصلاحاتو پورې تړاو لري چې تر اوسه ندي لیدل شوي. زه فکر کوم دا د افغانستان لپاره وروستنۍ فرصت دی.
مګر د کابل کنفرانس وښوده چې نړیواله ټولنه د افغان دولت پر توان باندې اعتماد پیدا کړی دی. د افغان دولت د بودیجې له لارې د مرستو ۵۰ سلنه مصرفول، دې هیواد ته تر ۲۰۱۴ کال د امنیت مسئولیت سپارل او همداشان د ښاغلي کرزي له خوا د سولې د طرحې ملاتړ، ستاسو په اند آیا دا د نړۍ اعتماد په افغان دولت باندې ندی؟
نړیواله ټولنه اوس مهال د کرزي او د هغه حکومت پر ځای بل ځای ناستی نلري، زه تصور کوم چې د افغانستان همکار هیوادونه، مجبور دی چې د اوسني دولت سره پر مخ ولاړ شي او د دې دولت ملاتړ وکړي؛ اما دا په دې معنی نده چې هر هغه څه چې د ښاغلي کرزي دولت غواړي، مرسته کوونکي هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا چې هره ورځ په میلیارډونو ډالره لګوي او خپل سرتیری له لاسه ورکوي، قبول کړي. بلکه هغوی هم لکه چې په کابل کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په خبرو کې ولیدل شول، یو شمیر شرطونه لري او افغان دولت باید د نړۍ او خلکو له شرطونو سره سم کار وکړي.
د افغان دولت د بودیجې له لارې د ۵۰ سلنې مرستو لګولو لپاره، د مرسته کوونکو هیوادونو شرط افغان دولت ته، د اداری فساد پر ضد د افغانستان دولت جدی مبارزه ده. همدا شان، له طالبانو سره مصالحه کې هم، د نړۍ یو شمیر شرایط لري. د میرمن کلینټون په خبرو کې واضحه وه چې د هغو طالبانو سره مصالحه کیږی کوم چې له القاعدې څخه لیرې کیږی او له تاوتریخوالی څخه لاس اخلي، همداشان اساسی قانون او د افغانستان ۹ کلنې لاس ته راوړنې لکه د بشر حقونه، د ښځې حقونه او د بیان آزادۍ ومني.
ځکه نو، په دې اړه هم ښاغلي کرزي ته ټول صلاحیت ندی ورکړ شوی چې د دې مسئلو په نظر کې نه نیولو سره، له طالبانو سره مصالحه وکړي. تر اوسه هیڅ طالب تر اوسه پورې له تاوتریخوالی څخه په لاس اخیستلو او د اساسی قانون منلو او د هیواد مدني لاس ته راوړنو د منلو لپاره ندي حاضر شوی.
تاسو د ښاغلي کرزي په دولت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وی او د یو شمیر نړیوالو کنفرانسونو په لاره اچونې، لکه د لندن او پاریس کنفرانس، او همداشان د ملي پراختیا ستراتیژۍ په تدوین کې مو کار کړی دی. اوس مهال یو زیات شمیر کارپوهان په دې اند دي چې تیرو نړیوالو کنفرانسونو هم، د افغانستان د ستونزو په حل کولو کې د پام وړ تاثیر ندی لرلی. ستاسو په اند کوم عوامل و چې په تیرو کنفرانسونو کې ملي او نړیوال تعهدات عملي نشي.
د "بن" کنفرانس هغه مهال ونیول شو چې افغانستان د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا په مرسته د طالبانو او تروریزم له تسخیر څخه آزاد شوی و او نړۍ د افغانستان د یوه اوږدې مودې هیرولو وروسته، د تروریزم سره د جګړې او افغانستان د ثبات په راوستلو کې، کلک هوډ نیولی و. همدا وه چې په "بن" کې د افغانستان لپاره د یوه نظام جوړولو په موخې، د لویې جرګې تدویر، د اساسی قانون تصویب (د اساسي قانون د تصویب شورا)، د ولسمشریزو ټولټاکنو ترسره کیدل، د درې ګونو قواوو رامنځ ته کول او همداشان د نظام د بنسټونو جوړول، لکه اردو، پولیس او د اړتیا وړ اداري، د نړۍ هیوادونو سره توافق لیکونه لاسلیک شول او ټولو د دې کار د عملي کیدلو لپاره تعهد وسپاره.
دا توافق لیک په وروستي کنفرانسونو کې، لکه د "توکیو" او "برلین" کې تعقیب شو او هیوادونو هم یو شمیر پیسې د افغانستان د بیا ودانولو لپاره وعدې ورکړې؛ اما د لندن تر کنفرانس پورې چې په ۲۰۰۶ کال کې نیول شوی و، افغانستان ته د نړیوالو مرستو یوازې ۲۰ سلنه د دولت بودیجې له لارې مصرف کیدلې، نورې پرته له یوه مشخصې برنامې او چوکاټ څخه، د مرستندویانو له خوا لګول کیدې.
دا و چې د ملی پراختیا ستراتیژۍ طرحه، په ۲۰۰۶ کال د لندن په کنفرانس کې د افغانستان دولت له خوا چې په هغه مهال زه یې غړی وم، وړاندیز شو او د هیواد د بنسټ جوړولو لپاره، مدني پروګرامونه د مرستندویه هیوادونو د کار په لوموړیتوبونو کې ګڼل کیده. هغه و چې د کابل تر کنفرانس پورې، د افغانستان په اړه د نړیوالو وعدو عملی کیدلو لپاره او د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ د طرحې عملي کیدل په هر کنفرانس کې تأکید کیده.
ولې مرسته کوونکو هیوادونو ستاسو د ملي ستراتیژۍ پر طرحې باور ونکړ او تر ۲۰ سلنه زیاتو مرستو صلاحیت یې افغان دولت ته و نه سپاره؟ د هغه دلیل د ملي ستراتیژۍ د طرحې عدم کارایی او یا نور عوامل و؟
زه فکر کوم چې دوه اصلي عوامل په دې اړه شتون درلود، یو د کاري صداقت نه شتون چې وروسته شدیدې نړیوالې نیوکې یې هم لرلې او نن هم هماغه مسئله د دې باعث شوی که چیرې نړۍ کوم تعهد سپاري چې د مرستو ۵۰ سلنه د افغانستان دولت له لارې ولګول شي، په عوض کې یې یو شمیر شرطونه لري تر څو دا مرستې په سمو لارو کې ولګول شي. دویم، د افغانستان له وضعیت څخه د نه پیژندلو مسئله د دې باعث شوی چې یوې ډلې قدرت په لاس کې درلود، د مرسته کوونکو نهادونو د لږ آګاهۍ څخه یې ګټه اخیستې او د خپلو شخصي او ډله ایزو ګټو د ساتلو په خاطر، د افغانستان په هکله د نړۍ ذهنیت منحرف کړ.
اما له نیکه مرغه نن فکر کوم چې د نړې آګاهی د افغانستان د وضعیت په هکله مخ پر زیاتیدو دی او تمه کیږي چې دا هیوادونه په افغانستان کې خپل د ماموریت په بریالیتوب سره پای ته رسولو په خاطر، په پاتې موده کې د افرادو لپاره د حسابونو پرانیستلو په عوض د نظام جوړولو په لټه کې اوسي.
په دې حال، ستاسو په اند د کابل کنفرانس تر ټولو عمده لاس ته لاوړنه څه وه؟
له نیکه مرغه دا کنفرانس د څه نا څه ۴۰ بهرنیو وزیرانو او د نړیوالو مهمو نهادونو مسئولین د ننه په افغانستان کې پرته له کومې نا امني پیښې تر سره شو. دا یې وښوده چې بیا هم نړۍ افغانستان ته پام لري او تر اوسه په نړیوالو معادلاتو کې، افغانستان د عطف نقطه شمیرل کیږي؛ مګر دا مسئله هم باید په پام کې ونیول شي چې د افغانستان دولت او خلکو لپاره تقریباً وروستنی فرصت و، ځکه نو د افغانستان دولت باید له خوبه ویښ شوی وي او له دې فرصت څخه په ښه توګه د اصلاحاتو راوستلو او د خلکو او نړۍ د اعتماد جلبولو لپاره استفاده وکړي.
د افغانستان دولت باید، د فساد پر ضد مبارزې کې جدی عمل وکړي او د افغانستان د ډیموکراټیزه کیدلو بهیر لا زیات ګړندی کړي.

