په همدی اړه د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنیاد (FEFA) له مشر، جانداد سپین غر سره مرکه

 

1. د تیرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ادعا شويو درغليو له امله راپورته شوی سياسي کړکېچ لا تر اوسه هم يو مخ له منځه نه دی تللې، ستاسې په اند مونږ د تیرو ټاکنو له تیروتنو څخه څه پند اخیستې شو؟

 

په هر ملک کې معمول دی کله چې یوه ټاکنیزه پروسه خرابه پر مخ لاړه شي، د بشپړیدو نه وروسته یې د ارزونې یو پروګرام پلې او کوشش په کې کیږي چې د تیرې پروسي ټولې نیمګړتیاوي په ګوته او د رفع کولو لپاره ځانګړي وړاندیزونه کوي. معمولا دا کار ناظرین یا څارونکي کوي، په ټولیزه توګه په کوم ملک کې چې دا پروسه ډيره خرابه وي، خپله د دولت  او حکومت مسؤلیت هم  دی چې په دی برخه کې ځانګړي ارزونې  په لاره واچوي.

 زمونږ د څارنیزو اداراتو ارزونې او رپوټونه دا په ډاګه کوي چې په تیرو ټاکنو کې ستونزې ډیره زیاتې وی خو په راتلونکو ټاکنو کې باید په درې ساحو کې دغه ستونزی د بررسۍ لاندی ونیول شي:

 

الف: د انتخاباتې قوانیو ساحه یا حقوقي چوکاټ دی؛ مونږ په دی برخه کې د توقع سره مشخص وړاندیزونه مربوطه ارګانونو ته لرل، چې د ټاکنو قانون باید داسې اصلاح شي ترڅو د راتلونکې انتخاباتي پروسې شفافیت او عادلانه والې تضمین کړي.  په تآسف سره وایم، د ولسمشر نوي قانون په مستقیمه توګه لدی پرته چې د قانون جوړونې پروسه تیره کړي  مستقیما د دولت له لوری جوړ او سره لدی چې ولسي جرګې رد کړه بیا هم نافذ ګڼل کیږي.

 

ب: د انتخاباتو اداره ده، چې په دی کې کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون راځي. ټولو ولیدل سره لدی چې د ټاکنو په کمیسیون کې ځینې کلیدی پوستونه تغیر شول خو هغه ډول چې تمه کيږي اصلاحات نه دی راغلي. د بیلګې په ډول د استخدام په پالیسۍ کې دا وضاحت نشته چې د ټاکنو کارمند باید له کاندیدانو سره نږدې اړیکې ونه لري. همدا اوس هم په ولایتونو او حتې په رهبري هیئت هم دا تورونه شته، چې ددې پالیسي نه شتون په خپله د انتخاباتو په اداره کې یوه نقیصه ده.

 

ج: هم د انتخاباتو ساحه ده چې په دی کې امنیت، عامه پوهاوی، کلتوري مسائل او د ځینو زورواکو له لوری مداخلې مطرح کیږي.

 

په تیرو ټاکنو کې مونږ په دی اړه تجربې درلودی خو بیا هم چې ګورو د امنیت وضعیت په مراتبو خراب شوی دی همداسې  د دولتي ارګانونو د مداخلې د مخینوی لپاره نوي، میکانیزمونه نشته، د عامه پوهاوي پروګرامونه ډير ټکنې دي، په ځانګړي ډول په لیري پرتو سیمو کې د بې سواده ښځو لپاره د هغوې د تشویق لپاره څه نه دي شوي. ددی سره سره یو څه ګامونه پورته شوي خو لا ستونزی په خپل ډول پاتې دي او امید لرم چې نور لا ډير څه تر سره شي.

 

2.  څرنګه چې تاسې پورته ستونزو ته اشاره وکړه، د هغې د مخینوي لاری چاری څه دي؟

 

خلک، مدني ټولنې او مطبوعات باید کوشش وکړي چې د پروسې په کامیابولو کې خپل څارنیز رول ولوبوي، ددوی څارنه به ډیرې ښې پایلې ولري. ددې تر څنګ انتخاباتي کمیسیون هم باید د شفافو ټاکنو هڅه وکړي او په ټاکنیزو سیالیو کې د انتخاباتي سرغړونو کچه راټیټه کړي، خلکو ته ډاډ ورکړي چې ټاکنې به په عادلانه ډول سرته رسوي. په دې سره به د خلکو باور په کمیسیون او د انتخاباتو په پروسه  زیات شي او ډیری به خلک به په ټاکنو  کې  ګډون وکړي.

 

همداسې امنیتي ارګانونه پدې پروسه کې زیات رول لوبولی شي، باید عملي اقدامات وکړي په ځانګړي ډول په کومو ځایونو کې امنیتي ستونزې شه هلته د امنیتي ستونځو کچه راکمه کړي ؛ ددې سره سره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په ټولیزه توګه ډیر اثرات لري.

 

3. کله چې ولسمشر کرزی بهرني څارونکي په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړل؛ له هغه وروسته داسې فکر کېده چې په راتلونکو ټاکنو کې به بهرنيانو ته ددغه بهير د څارنې اجازه ور نه کړل شي؛ خو  د انتخاباتو کمیسیون پر نړيواله ټولنه غږ کړې چې د ټاکنو د  څارنې لپاره خپل استازي را واستوي؛ تاسي دغه کار ته په کومه نظر ګورۍ ایا بهرني څارونکي به په بې پریتوب سره خپله څارنه تر سره کړي ؟

 

د هرو ټاکنو د مشروعیت لپاره د هیواد په داخل او له هیواده بهر د څارنیزو ادارو او  اسانتیاؤ رامنځ ته کول ضرور دي څو په کورنی او نړیواله کچه مشروعیت ومومي. دا د یو هیواد په ګټه ده  څومره چې ډیر داخلي او بهرني  څارونکي پدی کې ونډه واخلي  په همهاغه کچه نړیوال مشروعیت پیدا کوي. د بهرنیو څارونکو شتون له حده ډیر ضروری ځکه دی چې مونږ له ټاکنو سره نوي یو ډیر بهرنیان شته چې  په ټاکنو کې  تجربه لري او بله دا چې د دوی بې طرفۍ کچه تر ټولو لوړه ده، لدې کبله که د ټاکنو نتیجه هرڅه راځي نو خلکو ته به د منلو وړوي. که چیرې بهرني او داخلي څارونکي موجود نه وي   نو طبعي خبره ده چې  د ټاکنو مشروعیت به هم کمزوری وي.

 

متأسفانه نظر په امنیتي دلايلو څومره چې مو نږ په تماس کې یو ډیره توقع نه کیږي چې په لوړه کچه بهرني څارونکي او ناظرین لکه په تیرو ټاکنو کې یې چې ونډه اخستې وه ، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ونډه واخلي. خو په هر حال دوی کوشش کوي بیا هم محدود حضور ولري پروسه وڅاري او لږ ترلږه اصلاحي وړاندیزونه د راتلونکو ټاکنو لپاره ولري.

 

4.  د ښاغلي کرزی په دا نوي تقنیني فرمان کې چې د ټاکنو په اړه خپور شوی، د څارنیزو بنسټونو رول کمزوری ښکاري، آیا تاسي هم په دی اړه اندیښمن یاست؟

 

د افغانستان مدني ټولنې قانوني  صلاحیت لري چې هره ملي پروسه په مملکت کې و څاري او په ښه پلي کیدو کې ښه رول ولوبوي. دا یو منلی شوي حق دی چې د افغانستان اساسي قانون او نظام یې مني او ددی څخه څوک سترګې نه شي پټولی. زه فکر کوم ددې اصل په بنسټ هیڅ څارنیزې ادارې ته کومه ستونزه نشته پدې شرط چې د څارنیزو ادارو مسلکی والی او بې طرفي وي.

 

5. د ټاکنو د بهیر د څارنې او مشاهدی په وړاندی کومې ستونزي وینئ؟

 

مونږ ته تر ټولو غټه ستونزه امنیت دی که امنیت نه وي ځمونږ څارنیز پوښښ به محدود وي مخصوصاٌ په هغو ولایاتو کې چې امنیت نشته یعنې ډیر په پراخه اندازه به څارونکي ونشي کولی چې په محلاتو کې حضور پیداکړي او په سمه توګه څارنه وکړي. همداډول د ښځینه څارونکو د استخدام په رابطه دا طبعي خبره ده چې په نا امنه سیمو کې به ستونزې زیاتې وي هغه وخت چې ښځینه څارونکې ونلرو نو  دا به ډیره مشکله وي چې د ښځو د ګډون نه په ټولیزه او یا جزوي توګه معلومات ولرو چې ددوی ګډون په پروسه کې د کومو ستونزو سره مخامخ وو او یا ددوی د ګډون څرنګوالی وڅیړو.

 

  طبعي خبره ده په لوژیستیکي برخه  کې هم امنیت یو لوی تاثیر لري  د ټاکنیزو اساسي  موادو لیږد د ولایتونو او ولسوالیو مختلفو ساحوته دا هم د امنیت په نشتوالي کې منفي تاثیرات لري.

 

 بل خپله  د یو بې طرفه څارونکي څارنه  د امنیت په نشتوالي کې د ګواښ لاندې راځي، تجربو هم ښودلې په ځینو سیمو کې چې زورواکی کاندید وي هغوی هلته کوشش کوي په هر ډول چې وي درغلی لاره بربره او څارونکو ته مختلفې ستونزې پیداکوي چې دا هم یوه بله ستونزه ده.

 

دریمه مسئله خپله د افغانستان د دولت پالیسي د آزادو څارونکو په نسبت ډیرې مثبتې نه دي چې دا هم د اندیښنې وړ ده؛ سره لدې چې فیفا یو افغاني نهاد دی، افغانان په کې کار کوي، مونږ ډیر پدې کې کوشش کوو چې د سیمه ییزه اسانتیاؤ په درلودو سره نسبت خارجي ادارو ته ښه څارنه وکړو او د امنیتي پلوه هم ځان خوندي وساتو .

 

6. تر دی مهاله څومره سرغړونې ثبت شوي او ډيری یې په کومه برخه کې او د چا له لوری تر سره شوي دي؟

 

تاسو پدې پوهیږی چې د کاندیدانو د نوم لیکنې او اعتراضونو پړاؤ تیرشوی دی خوشبختانه د کاندیدانو د نوم لیکنې پړاؤ  ښه پر مخ لاړ د امنیت له کبله هم د کوم ګواښ لاندې نه وو داسې ډیرې ستونزې نه وې چې د پروسې شفافیت تر سوال لاندې راوړي.

 

 د اعتراضاتو دوره متأسفانه ډیره شفافه نه وه ستونزې موجودې وې، پدې دلیل چې ځینې کاندیدان تورن ګڼل کیدل ځینو ته په خپل وخت خبر ندی ورکړل شوی چې پر دوی کوم  تورونه لګیدلي  او دوی له ځانه څنګه دفاع وکړي؟ دځینو کاندیدانو په برخه کې د یوې ځانګړې مرجع له خوانه یو ځل دوه ځله تکرار پلټنې شوي دي مثلا یو ځل برائت ورکول شوی دی او بیا د بررسی لاندې نول شوي دي؛ چې دغه ډول د بررسی یا اعتراضاتو دوره په درست ډول نه وه چې پدې کې په ټولیزه توګې ستونزې موجودې وې.

 

 تراوسه پورې ماسره آخري شمېر نشته، ځکه چې هره ورځ دا شمیر نوي کیږي خو زه دا ډاډ درکووم چې  مونږ به په دی اړه زر یو راپور ولرو چې هغه به زمونږ په ویب پاڼه کې وي هغې کې به منظم ارقام او منظم معلومات وي چې ټول دوستان به هغه ته لاس رسی ولري. 

 

7. تیرو جنجالي ټاکنو ته په کتو سره، د ازادو او عادلانو ټاکنو بنیاد کوم پروګرامونه تر لاس لاندی لري؟

 

مونږ خپله په تیرو ټاکنو کې  یوه داخلي  ارزیابي درلوده چې پيداکړو ځمونږ ستونزې چیرې وې مونږ هم په بعضو برخو کې مثلا د راپور په برخو کې د ټرېننګ د میتودیالوجي په استعمال کې ستتونزې درلودی او ډیر کوشش مو کړی چې دا حل کړو. ددې تر څنګ چې ځمونږ په هیواد کې ټاکنې نوې دي هغه تخنیکي ملاتړونه چې د بین المللیي اداراتو له خوانه توقع کیدله متأسفانه تر اوسه پورې یې نلرو خو هیله لرم چې ډیر ژربه یې تر لاسه کړو.

 

داځل مو ډیر کوشش کړی چې ځمونږ پروګرام معیاري او بهتر وي، په راپور کې  مؤثقوالی ډیر وي او هم به د څارونکو بې طرفي ښه وڅارل شي. دا ځل د دواړو کمیسیونونو سره  همغږي هم د تیرکال په پرتله ډیره ښه ده هم د ټاکنو له کمیسیون سره او د شکایاتو له کمیسیون سره چې دا یو مثبت ګام دی مونږ تیاري لرو چې د همدې همغږۍ نه په استفادې سره ښه څارنه په ښو معیارونو سره ولرو.

 

8. تاسې چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له دولتي کیدو نه سخت اندیښمن وی، ددی کمیسیون کار دمګړی څنګه ارزوۍ؟

 

د یاد کمیسیون لومړی ستونزه داوه لکه د پخوا په څیر یې ډیر ناوخته په کار پیل وکړ. ولایتي دفترونه یې نه درلودل په ځانګړي ډول د اعتراضاتو په دوره کې، خلکو کمیسیون ته لاس رسی نه درلود بنأ دا یوه ستونزه وه.

 

همداسې ددغه نوي قانون په آساس باندې یاد کمیسیون باید نوي پروسیجرونه جوړ کړي چې وخت ور سره ډیر کم وو. د اعتراضاتو په دوره کې تیرځل د کمیسیون توپیر دا وو چې د شکایاتو کمیسیون به خپله مثلاٌ تور لګولو او د مربوطه مراجعو څخه به یې معلومات غوښتل، که پدې معلوماتو کې کومې نیمګړتیاوې وې نو کمیسیون خپله دا صلاحیت درلود چې دا ونه مني او یا د هغې د بیا کتنې هدایت ورکړي. خو متأسفانه دا ځل د نوي قانون په اساس د شکایاتو کمیسیون داسې یوه مرجع ده چې ټول کار د ډایاک کمیټه کوي او هرڅه چې دوی ته رالیږي دوی مجبور دي هغه تاید کړي. 

 

ددې نوي قانون په آساس څه خاص شرایط دوی ته نه دي ټاکل شوي، همداسې ترکیب یې ندی ځانګړی شوی ، نحوه د استخدام یې هم په لنډ ډول نیول شوې یواځې ولسمشر یې د پارلمان له ریسانو  او د قاضی القضات سره په مشورې ټاکي؛ چې دا په خپله یو کمزوری مکانیزم دی او ډیره توقع ترې نه کیږي.

 

9. ستاسې په اند د راتلونکو پارلمانې ټاکنو په وړاندی تر ټول ستره ننګونه څه شې دی؟

 

زما په اند امنیت به تر ټولو ستره  ستونزه وي، خو دویمه ستونزه به د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکي وي، که چیري خپله بې طرفي ونه شي ساتلی.