آغلې فريده ترانه، په لومړي ځل خلكو ته د سندرغاړې په توګه و پېژندی، څه ددی لامل وګرځید چې په ناڅاپي توګه د سياست ډګر ته د ننه شی؟


 

ډېرى خلك د موسيقۍ هنر او سياست يو له بله جلا پېژني، مګر زما په اند د يوې افغانې نجلۍ لپاره د سياست په پرتله د موسيقي ډګر ته ننوتل ستونزمن كار دى. د موسيقى ډګر ته د سندرغاړې په توګه زما ننوتل، په حقيقت كې د ننګونې ماتول و، چې ما تر سره كړی.


ما د يوه پروګرام له مخې وغوښتل چې د موسيقۍ له لارې د سياست ډګر ته د ننه شم. سندرغاړي په ځانګړې توګه ښځينه سندرغاړې چې زمونږ په سنتي ټولنه كې تحقير كېدلې او د هېڅ ارزښت خاونده نه وه، ما وغوښتل د دې مسير خلاف حركت وكړم.


البته سره له دې چې له موسيقي سره مې مينه وه او اوس هم ده؛ مګر زما اصلي موخه د سياست ډګر ته ننوتل و. ما د هجرت پر مهال هم د یوې ټولنېزې فعالې میرمن په توګه او په سياسي لحاظ د افغانستان په تر ټولو ستره موسسه كې كار كاوه، وروسته له راستنېدو څخه مې هم په يوه نړېواله مرسته كوونكي موسسې كې كار كاوه، ځكه نو زما ننوتل د سياست ډګر ته كوم اتفاقي كار نه و.


د موسيقي ډګر ته د افغاني نجونو ننوتل، كوم نوى كار نه و. تاسو څنګه فكر كوى چې په دې اقدام سره مو يوې سترې ننګونې ته ماته وركړې ده؟


دا سمه ده چې  د موسيقۍ ډګر ته د افغاني نجونو ننوتل په هېواد كې له پخوا وختونو څخه دوام لري، مګر د هرات په شان يوه ولايت كې زما په شان نجلۍ لپاره د موسيقي ډګر ته ننوتل، يو ستونزمن او ننګونه ماتوونكى كار و.


ستاسو په اند چې د سندرغاړېتوب څخه مو د خلكو د استازيتوب ډګر ته ودانګل، د موسيقۍ او د سياست د ډګر ترمنځ توپير مو څنګه پيدا كړ؟


د افغانستان د سنتې ټولنې په نظر كې نيولو سره، په ريښتيا هم د دې دواړو درك او توپير ګران كار دی؛ مګر بیا هم غواړم ووايم چې زما په شان افغانې نجلۍ ته د موسيقي او يا د سياست ډګر ته دانګل، ډېر توپير نلري. مونږ نن په خپل هېواد كې يو زيات شمېر سنتي باورونه لرو چې بايد بدلون ومومي او كه چېرې ما دا كار نه واى كړى، ممكن د افغانستان د موسيقۍ په تاريخ كې چا دا جرئت نه وای کړی چې د سندرغاړو نجونو له ډلې دې، څوك د خلكو استازيتوب او سياسي فعاليت ته مخه كړي.


تاسو د ټولنې ذهنيت تر كومه بريده، په خپل طرف وينۍ؟ 


زه فكر كوم چې وضعيت ډېر بدلون موندلى او زه عملاً د زياتو رايو په ګټلو سره د كابل ولايتي شورا په ټولټاكنو كې ګټونكې شوم. كله چې زما رايې د كابل ولايتي شورا په ټولټاكنو كې شمېرل كېدې، زه په دې پوه شوم چې اوس نو د افغانستان خلك، زما او زما په شان خلكو د ملاتړ تيارى لري. له همدې كبله په دې ټولټاكنو كې، د ځوانو ښځينه نوماندانو شمېر زيات تر سترګو كېږي چې دا زما لپاره يوه د امېدوارۍ خبره ده.


د دې دليل چې ته په كابل كې نومانده شې، په داسې حال كې چې ټاټوبى دې د هرات ولايت دې، په څه كې دى؟


زما د فعاليت او كارونو د پرمختګ لپاره، هرات او كابل دوه متفاوته فضاوې دي. هرات يوه تړلې او قبيله اي فضا ده؛ مګر كابل زما د كار لپاره زياته زمينه برابره كړې وه او اوس هم ده. دلته يوې افغانې سندرغاړې ته ډېره په منفي سترګه نه كتل كېږي. په هرات كې د نجلۍ لپاره سندرغاړېتوب ډېره د عيب خبره ده، دا خو لا پرېږده چې په ټولټاكنو كې به هغې ته څوك رايه وركوي، په همدې دليل ما خپل ځان له كابل څخه نومانده كړه چې په پايله كې مې ښه لاسته راوړنه هم ترلاسه كړه.


د ولايتي شورا په ټولټاكنو كې، ستاسو كمپاين، د ډېر لګښت ښكارندويي كوله، چا او يا كوم بنسټ ستاسو مالي ملاتړ كاوه؟


زه په هغه وخت كې د يوه خصوصي بانك (كابل بانك) كاركوونكې وم چې د ولايتي شورا په ټولټاكنو كې نوموړې بانك زما د لګښتونو يوه برخه وركړه او نور لګښتونه زما په شخصي پيسو تر سره شول.


كابل بانك ستاسو سره د مرستې پخاطر، له تاسو څخه د څه شي تمه درلوده؟


كابل بانك زما سره په دې خاطر مالي ملاتړ وكړ چې زه يې كاركوونكې وم  او يا هم كوم بل دليل، مګر زما څخه يې كوم خاص انتظار نه درلود.


پداسې حال کې چې د كابل ولايتي شورا څخه يو كال ندى تېر شوى، څه ددیل لامل وګرځید چې تاسو اوس ځان ولسي جرګې ته نوماند كړ؟


ولايتي شورا ته نوماندېدل زما لپاره د رايو يو ډول تخمين و. تر ولايتي ټولټاكنو وړاندې، زه ډاډه نه وم چې خلك به ماته رايه راكړي، او زما په ذهن كې د خلكو د تصميم په اړه شك و؛ مګر كله چې د ولايتي شورا ټولټاكنې پاى ته ورسېدې او زه د زياتو رايو په اخیستلو بریالۍ شوم، همدا و چې تصميم مې ونيوه تر څو د كابل ولايت څخه ولسي جرګې ته ځان نومانده كړم.


څه فكر كوئ، ستاسو شتون د كابل په ولايتي شورا كې، مرسته كوي چې تاسو ګټونكي شى او كنه؟


كه چېرې ما په مستقيمه توګه پارلماني ټولټاكنو ته ځان كانديد كړې واى، زما لپاره ستونزمن و چې ښه كمپاين پيل كړم او د خلكو سنتي باورونو پر بنسټ چې زما په شان خلكو د څېرې په اړه لري، هغه هم د يوې سندرغاړې لپاره ډېر ستونزمن دى چې هغوی ته قناعت وركړم تر څو ما ته رايه راكړي. دا وو چې د كابل ولايتي شورا، سره له دې چې په لږ وخت كې مې له بېلابېلو ډلو سره د كاركولو موقع پيدا كړه، اوس زما لپاره په پارلماني ټولټاكنو كې د ګټلو ښه زمينه  برابره ده. ما اوسمهال د كابل د ولايتي شورا او د نوموړي شورا د رئيس په مصلحت او ملاتړ، ځان پارلماني ټولټاكنو ته نوماند كړى دى. 


ستاسو په اند، د ۵ كاله مخكې پارلماني ټولټاكنو څخه تر اوسنيو ټولټاكنو پورې، د نوماندانو او پارلمان په اړه د خلكو بارونو څه توپير موندلى دى؟


كله چې تاسو د نوماندانو تبليغاتي پوسټرونو او عكسونو ته ځير شئ، نو وينئ چې ډېرى ځوانو څېرو ځانونه كانديد كړي دي، دا په ډاګه كوي چې د ځوانانو په منځ د مسئوليت لرلو حس لوړ شوى او د پارلمان په اړه چې يو مهم نهاد په توګه شوی، تقويت شوى دى، دا پخپله يوه خبرتيا او پرمختګ دى چې د خلكو په باور د پارلمان او نوماندانو په هكله پيدا شوى دى.


د څه موخې او پروګرام لپاره غواړې د ولسې جرګې غړې شې؟


د يوې ځوانې په توګه مې هېڅكله د خپلو خلكو له خوا ملاتړ ندى شوى، غواړم د ولسې جرګې له لارې چې زما په اند يو ډېر اړين او كاري نهاد دى، قدرت ته لاس ومومم او د ځوانانو ملاتړې اوسم. مونږ هغه ځوانان لرو چې ډېر مستعد او د كار وړ دي؛ مګر هېڅ ملاتړ كوونكى نلري. نن سبا د ملیارډونو ډالرو په لګولو، مونږ د خلكو په ژوند كې د هېڅ مهم بدلون شاهد نه يو، په داسې حال كې چې د كار او تحصيل زمينو په برابرولو سره، د ځوانانو وضعيت ته بدلون وركړو. ځكه نو كه چېرې زه بريالۍ شوم، د ځوانانو لپاره د كار زمينه برابرول او د هغوى څخه ملاتړ زما بنسټيزې موخې دي.


ستاسو په اند د دې بدلون په نه راتګ كې، تر ټولو مهمه ننګونه څه وه؟


زما په اند منفعت غوښتونكي كسان او سنتي فكرونه زمونږ ننی اړتياوې نه شي ځوابولای، یواځې د دې هيواد د وروسته پاتې كېدلو لامل ګرځې. په نني پارلمان كې مونږ هېڅ حركت د ځوانانو د رشد او د هغوی د ستونزو د حل لپاره نه درلود.