په كابل كې د سیاسي چارو کار پوه وحید مژده سره مرکه
ټاکل شوې ده چې د دويم ځل پارلماني ټولټاکنې ژر تر ژره ترسره شي، مګر په دې وروستیو کې د افغانستان سیاسي او امنیتی وضعیت تر ډېره بريده د انديښنې وړ ګڼل کیږي. تاسو د سیاسی چارو د يوه کارپوه په توګه، د افغانستان اوسنی حالت څنګه ارزوئ؟ ستاسو په اند، آیا افغانستان یوه ریښتني ډیموکراټیکه ټولټاکنو ته چمتو والی لري كه نه؟
د افغانستان سیاسي بحران اوس هم د پخوا په شان روان دی، او د دې هیواد امنیتی وضعیت هم تر اوسه مخ پر ښه کیدو ندی. سیاسي بحران په دې معنی چې د حکومت او پارلمان تر منځ کړکیچتیا تر اوسه پر خپل حال باقي پاتې ده. سره له دې چې د ولسمشر کرزي فرمان په تقنیني توګه رد شو، مګر ولسمشر غواړي چې نوموړی فرمان د زور له لارې تطبیق کړي. دا په دې معنی چې په افغانستان كې ډیموکراسی په سمه توګه نه پلی کیږي. په هر ډیموکراټیک نظام کې درې ګونه قوې (اجرايیه، قضاییه او مقننه) یو له بله بېل په خپلواکه توګه او په عین زمان کې یو بل سره په هماهنګۍ کې کار كوي؛ مګر له بده مرغه په افغانستان کې اجراييه قوه په دې لټه کې دی خپل حاکمیت په پاتې نورو دوه قوو باندې تحمیل کړي.
ځکه نو په عمل کې د ریښتني ډیموکراسۍ كومه خبره نشته. یوازینى شی چې توانېدلای دی چې د اجراییه قوې ډیکټاټوري په افغانستان کې تر یوې اندازې وپوښوي، هغه د بیان آزادی ده. رسنۍ په آزاده توګه خپراوۍ کوي؛ مګر زما په اند په افغانستان کې د بیان آزادي په دې توګه ده چې د یو چا لاسونه او پښې دې تړلي وي او خوله یي خلاصه پریږدي ترڅو هر څومره چې غواړي نارې ووهي، مګر څوک نشته چې غږ یې واوري او يا يې هم ستونزه حل کړي.
امنیتي وضعې ته په پاملرنې سره، داسې ویل کیدای شي چې راتلونکي ټولټاکنې د ابهام د پردې تر شا قرار لري. ابهام په دې خاطر دی چې آیا مونږ به په ریښتني توګه یو شفاف او ټولیز ټولټاکنې ولرو یا د تیر ډول ټولټاکنو په شان، د رایه اچولو صندوقونه د یو شمیر سرغړوونكو په اختیار کې كېښودل کیږي تر څو نوموړي کسان پخپله خوښه صندوقونه ډک کړي. زما په اند، ولسمشر په دې لټه کې دی چې په راتلونکي پارلمان کې ځان ته ښه موقعیت غوره كړي او غواړي چې راتلونکی پارلمان يې ښه خبر منونکی وي.
مونږ د پارلماني ټولټاکنو په داسې حالت کې قرار لرو، چې وینو چې هر څه ګنګ او مبهم دي او دې وضعیت ته په پام نیولو سره نشو وړاندویلای چې ټولټاکنې به ترسره شي او که نه.
یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې زمونږ ځوانه ډیموکراسۍ، مخکې له بلوغ څخه، د ړنګیدلو په حال کې ده. مونږ وینو چې د افغانستان پارلمان د ولسمشر کرزی تقنینی فرمان رد کړئ؛ د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون نوموړی رد شوی فرمان یې د افغانستان د راتلونکي ټولټاکنو قانونی چوکاټ په توګه پیژندلی دی. دې ټکي ته په پاملرنې سره، نړیوالې ټولنې اوسمهال حتی د ډیموکراسۍ شعار یې هم هیر کړئ، تاسو دا مسئله څنګه ارزوئ؟
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د بن کنفرانس دایر شو، تصمیم ونیول شو چې افغانستان باید د ډیموکراسۍ په لور حرکت وکړي. په رسنیو کې په کراتو سره، د لویدیځو شخصیتونو له خوا دا مسئله مطرح شوې ده چې افغانستان
باید په سیمه کې د ډېموکراسۍ یوه بیلګه وي. په هغه وخت کې دا خبره ما ته ډېره د حیرانتیا وړ وه، ځکه هغه هیواد چې څو لسیزې جګړې او د ډیکټاټورۍ دوران یې تجربه کړی، څنګه کیدای شي په دومره چټکۍ سره د منطقې او اسلامي هیوادونو لپاره د ډیموکراسۍ د يوې بیلګې په توګه و پیژندل شي؟
مګر لویدیځوال په دې اند و چې هغوی کولای شي هر څه د زور او پیسو له لارې ترسره کړي. د لویدیځوالو مادي ګرایانه انګیرنې د دې ټولنیز ستونزې کړکیچتیا یې لا زیاته كړې ده. که چیرې د افغانستان اوسني تاریخ ته، یعنې له نولسم پیړۍ را پدېخوا تر اوسه پام وکړو، دې ته ځیر کیږو چې په افغانستان کې د ښار او کلي تر منځ زیات واټن شتون لري. په افغانستان کې مختلفو رژیمونو هڅه کړې چې یوازې یو شمیر ښارونو ته پاملرنه وکړي او کلیو ته یې هیڅ پاملرنه نده کړې. مونږ وینو چې که انګریزان افغانستان ته راغلل، د ډېری کلیوالو پاڅونونو سره مخامخ شول، امان الله خان د کلیوالو له خوا له تخت څخه ګوښه کړای شو. د پخواني شوروي پر مقابل کې جګړه تر ډېره بریده یو کلیوال برخورد و. مجاهدین او طالبان هم تر ډېره بریده یو کلیوال جریان و. په حقیقت کې افغانستان د یو ډول کلیوال او ښاري جګړې سره مخامخ و. د تاریخ په اوږدو کې مونږ وینو چې په افغانستان کې كلي د نا امنیو بستر دي؛ مګر په تیرو څو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان کلیو ته هیڅ پاملرنه نده کړې او د افغانستان د کلیوالو خلکو لپاره ډیموکراسي یوه نا پيژندل شوې مسئله ده.
د جوړښت له نظره مونږ په تیرو څو کلونو کې د ډيموكراسى په برخه کې یو شمیر لاسته راوړنې لرلې، د ډیموکراټیکو اصولو پر بنسټ نوی اساسي قانون مو تصويب کړ او د هغه پر بنسټ څو تولټاکنې مو هم تر سره کړې؛ مګر وینو چې په وروستیو دوو کلونو او څو میاشتو کې، مونږ حتی د جوړښت له پلوه هم قبیله ای جوړښت او غیر ډیموکراټیک په لور تللی یو. د بیلګې په توګه مونږ ولسی جرګه لرو چې غړي یې د خلکو د رایو پر بنسټ ټاکل شوي دي، حکومت جرګه دایروي او د جرګې د سفارشونو پر بنسټ تصمیم نیسي، تاسو دا مسئله څنګه ارزوئ؟
يقيناً جرګه د کلیوالی نظام یوه برخه ده؛ مګر هغه عجیبه شی چې په دې جرګه کې ولیده دا وه چې مخکې له دې چې دا جرګه یوه ریښتني کلیوالې جرګې ته ورته والی ولري، یوې مډرنې کارګاه ته چې نن سبا په افغانستان کې معمول دی، ورته والی درلود. په ګروپونو وېشل، د هرې جرګې لپاره د یوه منشي ټاکل او نور دا ډول مسئلې په یوه کلیوالي جرګه کې شتون نلري. دا یوه سنتي جرګه هم نه وه، په حقیقت کې یو درې ورځنۍ کارګاه وه چې د چوکاټ مشخصې موخې مخکې له مخکې معين شوې و. ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې يې د دې جرګې چوکاټ مشخص کړ.
د امریکایانو ستره ستونزه دا ده چې په افغانستان کې یې د یوه نظام پر سر پانګه اچونه نده کړې. هغوي د دې پر عوض چې پر یوه نظام باندې پانګه اچونه وکړي، د افرادو پر سر پانګه اچونه کوي. ښاغلي جورج بوش، د امریکا پخوانی ولسمشر، ډېری به یې د شخصیتونو په هکله فکر کاوه. هغه په دې اند وو که صدام لرې شي، د عراق ستونزه به حل شي، که ملاعمر شتون ونلري، د افغانستان ستونزه به حل وي. له بله پلوه په افغانستان کې قومي مسایلو ته په پام کې نیولو سره، امریکایان دې نتیجې ته ورسیدل چې د طالبانو له منځه وړلو څخه وروسته، باید د یوه پښتون سره معامله وکړي، ځکه په عنعنوي توګه پښتنو په افغانستان کې زیات حكومت كړى دى. ځکه نو د دې لپاره چې وکولای شي پښتانه راضي وساتي، او دې ته په پاملرنې سره چې د امریکا په تور لست کې ډېری شمیر یې پښتانه و، تصمیم ونیو چې یو پښتون واک ته ورسوي، تر څو هغوی پرې راضي شي. اوس یوازینی کس چې پرې پانګه اچونه شوې ده، ښاغلی کرزی دی. کرزی په دې پوهیږي چې اوسمهال امریکایان هغه ته اړتیا لري او نشی کولای چې هغه له صحنې څخه لرې کړي، ځکه نو خپل له دریځ څخه ښه ګټه پورته کوي.
دې ټکیو ته په پام کې نیولو سره، راتلونکي ټولټاکنې چې پر مخ کې لرو د تیر کال ټولټاکنو د تجربې په نظر کې نیولو سره چې په نړیواله کچه یې بې سارې غږونه اوچتې شوې، څه ډول ټولټاکنې به وي؟
زه فکر کوم چې طالبان به د دې ټولټاکنو مخه ونیسي؛ مګر یو شمیر نور مسایل د پردې تر شا پیښیږي چې ډېر ملموس او محسوس ندي، له هغه جملې څخه د ښاغلي کرزي هڅې دي چې د طالبانو د کدر د ترلاسه کولو لپاره یې تر سره کوي، په دې منظور چې کیدای شي د ټولټاکنو پر مهال هغوی زیاتې ستونزې رامنځ ته نکړي. په دې اړه د طالبانو د زندانیانو آزادول او د مذاکراتو مسئله چې ویل کیږي په غیر مستقیمه توګه جریان لري- په دې اړه دی. مګر که چیرې شرایط په همدې ډول پر مخ ولاړ شي، زه په دې باور یم چې مونږ به د ټولټاکنو شاهد و نه اوسو.
هغه ټکی چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، په پاملرنې سره؛ ستاسو په اند اوس مهال افغانستان په کومې لورې روان دی؟ آیا د افغانستان وضعیت به په همدې توګه چې په تیرو نهه کلونو کې و، ادامه ولري؟ یا احتمالاً د هیواد سیاسي مسیر به بدلون وکړي؟
افغانستان داسې یو هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې یو زیات شمیر جګړې لیدلی دی او په دې مرحله کې هم جګړه داسې یو شی ندی چې خلک ورسره آشنایي ونلري. جګړه به دوام لري. په دې منطقې کې یو شمیر هیوادونه شتون لري چې په هیڅ وجه حاضر ندي چې امریکا په دې ځای کې بریالی وویني؛ مګر هغوی د امریکا لپاره يوه ناڅاپي ماته هم نه غواړي او غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد په شان، په تدریجي توګه ماته وخوري. په ټولیزه توګه ویلای شو چې د افغانستان جګړه، د امریکا متحده ایالتونو لپاره یوه تدریجی او اوږدمهاله جګړه پاتې شي.
د افغانستان نیم بنده ډیموکراسي هم په هیڅ وجه پایښت نلري، مګر دا چې د بهرنیانو له حضور څخه ګټه واخلو او خپل قومي لیدلوري په ملي لیدلوري بدل کړو. باید وتوانیږو چې ملی بنسټونه او بنیادونه جوړ کړو او قومی بنیاد ته بدلون ورکړو.
نن سبا تاسو وینی چې په افغانستان کې ډېری ګوندونه قومي بڼه لري. د ساري په توګه که چیرې د یوه ګوند مشر هزاره دی، نو ویلای شو چې ۹۹،۹ سلنه غړي یې هزاره ګان دي. که د یوه ګوند مشر پښتون دی، د هغه اکثریت غړي هم پښتانه دي او که د یوه ګوند مشر تاجک دی، د هغه ګوند ډېری غړي هم تاجکان دي. نو دا هغه مسئلې دي چې له ډیموکراسۍ سره هیڅ تړاو نلري او ټول قومي او قبیله ای مسئلې دي.
زمونږ د ډیموکراسۍ شعارونه یوازې د سترو ښارونو په مجللو صالونونو کې، لکه په کابل، مزار او هرات کې ویل کیږي. زمونږ کلیوال د ډیموکراسۍ په هکله هیڅ نه پوهیږي. یو کلیوال سړی د نني ډیموکراسۍ او پروني کمونیزم او سوسیالیزم چې پخپله پر ضد یې جنګیدلی دی، كوم توپیر نه ویني.
ریښتیا خبره خو دا ده چې تاسو د کلیوالو خلکو په منځ کې د دې دولت ملاتړي نشی پیدا کولای. د دې دلیل دا دی چې په تیرو نهه کلونو کې غلط عمل شوئ. لکه څرنګه چې ښاغلي بشر دوست په کراتو سره دا ویلي دي چې که تاسو د کلیوالو خلکو په منځ کې لاړ شئ او د ډیموکراسۍ په هکله خبرې وکړئ، هغوی به تاسو د يوه کافر په سترګه له کلي څخه وشړي. دا پدې خاطر دی چې له بده مرغه په تیرو څو کلونو کې، خلكو ته د ډیموکراسۍ یو منفي تصویر وړاندې شوی دئ.

