
آیا طالبان غواړي د سولې له ملې مشورتې جرګې، او د کندهار د عملیاتو د پیلیدو سره هم مهاله، روحې او رواني جنګ په لاره واچوي، او خپل ځان د یوه غښتلي ځواک په توګه په ګوته کړي؟
زه فکر کوم د پالیسې د تحلیل او جوړلو لپاره لومړی باید دولت او مرستندویه خلک، ددی هڅه وکړي څو د دښمن په جنګې تاکتیکونو باندی وپوهیږي. په مجموع کې د افغانستان د دښمنانو موخه دا نه ده چې دوی له بهرنیو ځواکونو څخه د واک چارې تر ګوتو کړي، آن تر دی چې دوی نه غواړي د دی ځواکونو عمده مرکزونه ونیسي.
دغه جنګ یو اوږدمهاله جنګ دی کوم چې په ولسي وګړو بد روحې اثرات لري، طالبان هڅه کوي له دی کار څخه په خپله ګټه کار واخلي او افغان دولت یو کمزورې، لاس پوسې او ګوډاګې دولت په ګوته کړي؛ بل لوری ته بهرني ځواکونه د اشغالګرو په نامه خلکو ته ورپیژني چې له مخالفینو سره د مقابلې توان نه لري. بلاخره د دغه روانې او روحې جنګ څخه موخه او هدف، د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په وړاندی د خلکو کرکه او غوسه راپارول دي، څو یو ملي قیام د خپل ځان په موخه په لار واچوي.
طالبان هم له د مجاهدینو په څیر د ترپ او خرپ له جنګ نه ګټه پورته کوي، دا هغه جنګې تاکتیک دې چې په خپله لویدیځوالو د خلقیانو په وړاندی مجاهدینو ته ور زده کړی وو. د جهاد د دوری برعکس طالبان معلوم او مشخص ځای نه لري.
تر هغه ځایه چې زه خبر یم طالبان په لوی قندهار کې له وسلې پرته په آزاده ډول ګرځې، دوي خپل روحې جنګ هلته تر سره کوي؛ ځکه خلک د خپل ځان له ویره اړ دي ددوی په خوښه عمل ترسره کړي. بله دا چې د دولت لپاره هم روانې جنګ سخت دی، ځکه دښمن لکه د جهاد د دوری په څیر معلوم ځاې او پته نه لري څو یې په وړاندی جبهه ای جنګ پرمخ بوزی. هر کله که دولت او نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندی د کلک غبرګون څخه ګټه پورته کړي، نو کله چې یو څوک معلوم ادرس او ځای ونه لري، معلومه خبره ده چې زیان به یې په زیاته کچه ولسي بی ګناه وګړو ته ورسیږي.
طالبان په دغه کار کله چې د نړیوالو ځواکونو په بریدونو کې ملکې وګړي ووژل شي، خوشحاله کیږي او تر سیاسي ګټه پورته کوي. خلکو ته وایې مونږ ستاسې د ساتنې لپاره دلته راغلي یو، چې تر یوې اندازې پوری په خپل دغه تخنیک کې بریالي شوي هم دي. خو په دا وروستیو کې افغان دولت او نړیوالو ځواکونه غواړي خپل جنګې تاکتیک بدل کړي، خو تردی مهاله دوی په خپل دغه کار کې برلاسه شوي نه دي څو له دغه نا پیژندل شوی او اشنا جنګ سره خپل ځانونه عیار کړي
.
په لنډه توګه د طالبانو ددی روانې جنګ لامل، په خپله د نړیوالو ځواکونواو افغان دولت هغه تیروتنې دي چې په افغانستان کې تر سره کړي دي.
سره لدی چې طالبانو د بګرام په عملیاتو کې خپل شاوخوا ۱۳ تنه جنګیالې له لاسه و رکړل، او په بدل کې یې یواځې ۵ تنه امریکایې سرتیرې ټپیان کړل؛ د جنګې ماهرینو په وینا دا یوه لاسته راوړنه د طالبانو لپاره نه وه، نو لدی حملي څخه د طالبانو هدف او موخه څه وه او ولې یې دا کار ترسره کړ؟
د طالبانو موخه دا نه وه چې دوی دې د بګرام بیز ونیسي. دوی فقط غوښتل د یوه ځواک په توګه ځان راښکاره کړي. طالبانو له دغه برید څخه سیاسي هدف تر لاسه کول ؤ، او په اغلب ګمان سره خپل دغه هدف ته هم ورسیدل. دوی نه غوښتل چې د بګرام بیز دی سقوط وکړي او یا دی هم په لویه کچه نړیول ځواکونه لمنځه یوسي. دلته موخه او هدف یواځې د روانې او روحې جنګ غښتلتیا او سیاسي ګټه ترلاسه کول وو او بس.
ستاسې په اند دغه بریدونه د کرزي د هغو غوښتنو په اړه چې د سولې لپاره یې تر سره کوي، یو منفې ځواب نه ؤ؛ سره لدی چې د طالبانو له لوری د بګرام عملیات بریالې نه ؤ، ولې دوی د دوهم ځل لپاره دی ته ورته برید په کندهار کې ترسره کړ؟
طالبان زخمې مار ته ورته دي. د دوی اتیا سلنه رهبري هیئت او هغه هغه کسان چې لوجستیکې چارې یې پر مخ وړلې نیول شوي دي. طالبان دې ته اړتیا لري چې خپل شتون او قوت خلکو او نړیوالو ته وښایې، کوم چې تر ډيره بریده یې دغه کار هم وکړ. ځکه طالبان تر ډیره بریده ملي او نړیوال میثاقونه او معیارونه آن تر دې چې د دیانت اصل ته هم درناوی نه کوي، او خپله ماتې نه مني.
هغوی نه شي کولای دا مهال سولې ته تیار شي، ځکه دوی له فکري او ایدلوژیک پلوه د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له هغو ارزښتونو سره چې نړیواله ټولنه په یو ډول له هغې څخه په افغانستان کې دفاع کوي، په یوه ډول نه په بل ډول ورسره جوړ نه دي؛ کیدای شي په ټیټه کچه یوڅوک وي څو دغو ارزښتونو ته درناوی ولري. خو تر هغه وخت پوری چې افغان دولت په کندهار، هلمند او یا هم د طالبانو په عمده او پیاوړو مرکزونو کې دوی ته ماتې ورنه کړي او خپل زور ورته ونه ښائې، طالبان په هیڅ ډول سره سولې ته غاړه نه ږدي.
زما په اند د مارجې عملیات ښه ؤ خو زیاتې نیمګړتیاوې یې درلودی، دا مهال چې د کندهار د عملیاتو پلان تر سره کیږي باید داسی تر سره شي چې یوې موخې او هدف ته ورسيږي. وروسته له عملیاتو ولیدل شي چې مخالف لوری په جنګ کې څومره زیان لیدلي، مخالف وسله وال باید دومره وځپل شي چې له ګواښونو پرته سولې ته غاړه کیږدي.
بل لوری ته د طالبانو په وړاندی باید څارګریز او ډیپلوماتیک جنګ شروع شي، څو دوی یوې معلومې سیمې ته راټول او سولې ته حاضر شي، کله چې دوی سولې ته حاضر شي باید مونږ دا توان ولرو چې دوی جذب کړو. تر دی مهاله مونږ ددی کسانو یوځای کیدل له سولې سره لیری خبره ده، ځکه تر هغه ځایه چې افغان دولت ادعا کړي او هغه کسان چې له دولت سره خبرو اترو ته حاضر وو، هغوی ونیول شو او پاتې خلک د خپل ځان له ویرې نه غواړي د خپل اصلي میزبان له ډاره چې پاکستان دی نه غواړی سولې ته زړه ښه کړي. دا مهال ډیر داسې خلک شته چې سوله غواړي ولې تر هغې چې دا معلومه نه شي چې پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډه کار کوي، او له هغو خلکو نه چې د سولې له بهیر سره یوځاې کیدل غواړي، په ډاګه ملاتړ اعلان کړي، له هغې وروسته خلک بیا د سولې سره یوځای کیدو ته غاړه ږدي.
څرنګه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیره له سلو زرو څخه اوړي، او بهرنیان د هغوي د تمویل څخه سر ټکوي، طالبان څنګه په دی قادریږي چې ددغه دوامداره جنګ مالی او لوجستیکې چاری مخ ته یوسي؟
په لومړي قدم کې د ناټو ځواکونو جنګې لګښت له طالبانو سره توپیر لري. له لاسته راغلو مالوتو لمخې په افغانستان کې د هر امریکایې سرتیرې کلنی پوځې لګښت یو ملیون امریکایې ډالره او د اروپا شاوخوا اووه لکه امریکایې ډالرو ته رسیږي. خو د طالبانو جنګې لګښت بیا دومره نه دی، ولی بیا هم د زیات وخت لپاره د جنګ مخته وړل او هغې ته دوام ورکول اسانه کار نه دی، جنګ زیات مالي لګښت ته اړتیا لري.
دا د وخت یوه معما جوړه شوی ده، د طالبانو رهبری او هغه کسان چې د طالبانو جنګې او لوجستیکې چارې یې پر مخ وړلې اتیا ۸۰ سلنه نیول شوي، ولې بیا هم جنګ دوام لري. لدی څخه داسې مالومیږي چې ځمکتلې مالي او استخباراتې سر چینې اوس هم شته چې دوی تمویلوي او له دوی څخه مالي ملاتړ کوي.
زما په اند د طالبانو ډیری مالی سرچینې د خلیج د هیوادونو د تندلارو ډلو چندی، تریاک، د هیواد په دننه د امینتیې او ساختمانې کمپنیو له لوری د باج اخیستل، له سیمې څخه هم ورته یو څه غونډیږي او کیدای شي نورې پټې سرچینې هم ولري چې د دوی مالي ملاتړ وکړي. دغه زیات اندازه پیسې کیږي کله چې سره راغونډې شي نو مالومیږي چې دغه مالي منابع ډیری لویې او له افغانستان څخه بهر په نورو هیوادونو کې دي.
ولی طالبان په دا وروستیو کې د خپلو بریدونو په اړه له حد څخه زیات ټینګار کوي، او هرې پیښې ته لوی انعکاس ورکوي؟
څرنګه چې ما د مخه یادونه وکړه طالب زیاته ضربه خوړلې، او پر ضد یې یو لوي او پراخ پروګرام پیل شوی دی. د مک کریستل په نوی جنګي ستراتیژۍ کې چې هغه یې خپل دولت ته وړاندی کړی او له افغان دولت سره یې شریکه کړی، طالب په نښه شوی او ناټو د دفاعې حالت نه تعرضي حالت بدلون موندلې دی. ناټو په ښکاره ډول وایې مونږ ټول طالب قوماندانان ماتوو او له سیمې څخه یې شړو، او ټول هیواد کې به د دولت حاکمیت غښتلې کوو.
دمګړی طالب د خپلې ناچارۍ له امله هر ممکنه لاره خپلوي او غواړي په دی ډول خپل ژوند وژغوري. په همدی دلیل هر ځای او سیمه د ځانمرګو او ماینونو موخه او هدف ګرځوي. دا هغه تدابیر دي چې زیات قوت ته اړتیا نه لري او په ډیر لږ نرخ ولي په زیات شورماشور کولای شي تر دخپل ځان په ګټه کار واخلي.
که چیری دولت او نړیواله ټولنه وغواړي په کندهار کې د حاکمیت لمن پراخه کړي، باید عدالت، ولسواکې، امنیت، بیارغوونه، او کارموندنه په عمل کې پلې کړي؛ له تریاکو او نشه یی توکو سره جدی مبارزه وکړي او د اداری فساد جرړې له بیخه وباسي، زه فکر کوم چې وروسته به د خلکو انتخاب بیا دولت وی نه طالب. که چیری دا کار عملي جنبه ځانته غوره کړي او طالبانو لوی کندهار له لاسه ورکړي، په نورو سیمو کې لکه څنګه چې مې د مخه ورڅخه یادونه وکړه طالبان دومره فعاله حضور نه لري، او نه شي کولای خپل ځان د یوه قوي او غښتلي ځواک په توګه ښکاره کړي.
کله چې حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ولسمشری د لوړی مراسم تر سره کول، په دی خبره یې زیات ټینګار کاوه، چې له مخالفینو سره د سولی خبری اتری یې په کاری اجنډا کې لومړیتوب لري؛ طالبان به ددی نویو جنګې تاکتیکونو په کارونې سره، د سولې په سرنوشت څه اثرات وغورځوي؟
سوله په سوال نه رامنځ ته کیږي، باید تر لاسه شي. د سولې د لاسته راوړلو لپاره مونږ باید پوره پوځې تیاري، د خلکو د زړونو خپلول، فعالې او سالمې حکومتداری او مثبتې دیپلوماسې، هوښیارتیا او ځیرکتیا نه برخمن واوسو.
مونږ او تاسې د داکتر نجیب الله د اتیایمې لسیزی د سولې شاهدان یو او هغه مونږ ازمایلې ده. د داکتر نجیب الله سوله ددی لامل شوه چې د نوموړي ژوند ته د پای ټکې کیږدي او هغه په دار وځړوي؛ رژیم یې نسکور او د یوه دروند کورنې جنګ د پیلیدو لامل شو کوم چې ناخوالې یې مونږ او تاسې تر اوسه وینو او دوام هم لري.
په افغانستان کې باید سولی ته زمینه برابره او په ډیر احتیاط سره باید ګامونه واخیستل شي. تاسې هره پدیده چې غواړی په وړاندی یې مقابله اومجادله وکړۍ او یا هم څوک غواړی د ځان تابع وګرځوۍ، باید د هغې سرچینه ولټوئ، وروسته تر هغې کولای شۍ په وړاندی یې مقابله وکړۍ.
طالب او هغه عوامل چې طالب یې رامنځ ته کړی او هغه تغذیه کوي، هغه باید پیدا اوله منځه یوړل شي. مونږ باید په خپل هیواد کې د اقتصادي وروسته پاتې والې او معنوي فقر په وړاندی مجادله وکړو او په اړه یې باید یو پروګرام ولرو. مونږ باید افغاني دود چې دیانت او امانت داری ده غښتلې کړو، غوره حکومتداری جوړه کړو څو د خلکو لپاره یوه بیلګه وګرځې څو خلک په دولت باور پیدا او ملي لښکر یې جوړ شي. مونږ باید خپل ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان چې مونږ د خپلې ستراتیژۍ په عمق کې لري اوپه هیڅ وجه نه غواړي یو پیاوړي او اقتصادي افغانستان په سیمه کې شتون پیدا کړي، خپل حسابونه پاک کړو؛ چې مونږ یې ګاونډیانو یو که دښمنان؟ دوستې مو تر کومه ځایه ده او خدی مه کړه دښمنې مو په کومو شرایطو ده؟
مونږ باید شرایط مساعد کړو. له مساعدو شرایطو پرته سوله په یوه غږ او شورماشور منځ ته نه راځي. لومړي مونږ باید له هغو کسانو سره چې دولت کې دي او د دولت ملاتړي بلل کیږي، تر مشوری وروسته سولې ته تیار شو. د سولې د ملي مشورتې جرګې له دندو څخه یوه دنده هم داده چې د هغوکسانو اندونه را واخلې کوم چې په دولت کې دي او یا هم له دولت څخه ملاتړ کوونکي دي، او یوې اجماع ته ورسیږي.
له یاده باید ونه ویستل شي چې طالبانو له شمالي ټلوالي سره جنګیدلي، او دامهال شمالي ټلواله په دولت کې فعاله او زیاته ونډه لري، ولسمشر باید هغوي ته ډاډ ورکړي که چیری طالبان دولت ته راګډ هم شي نو تاسې ته به کوم زیان نه رسیږي. او یا هم طالب ته ډاډ ورکړل شي، که چیری دوی له دولت سره یوځاې شي نو دوی به خوندي وي.
ځینې خلک ادعا کوې او وایې چې طالبان له بهرنیو ځواکونو سره د مقابلی توان نه لري، څنګه یې ورځ تر بلې پوځې چاری غښتلې کیږي؟ د بیلګې په ډول وروستې بریدونه ایا دا یوه ساده او اسانه کار دی، ستاسې په اند ددی کار لامل څه دی؟
طالبان یواځې څو ډوله پوځې تاکتیک نه ګټه پورته کوي، چې هغه ماین ایښودنه، ځانمرګي بریدونه، روحې او ایدیولوژیک تدابیر.
لومړي موثر او اعظمي استعمال د طالب ځانمرګې بریدونه دي. دوی په ټول کال کې د ۱۵۰ په شاوخوا کې ځانمرګې بریدونه تر سره کوي. د ځانمرګې استعمالول یو جنګې غښتلتیا نه په ګوته کوي، دا یو استخباراتي قوت دی او بلاخره په یوه کوچنۍ ډلې پوری تړاک پیدا کوي.
دوهم د ماین ښخول دي. په افغانستان کې چې د ځمکې د پراختیا او جغرافیاوي جوړښت په درلودو سره، دوی کولای شي په هر سیمه کې ماینونه ښخ کړي. ځکه دا یو ډیر ستونزمن کار نه دی. زه فکر کوم لس تنه هم کولای شي پلونه والوزوي لاري ویجاړي کړي او له امله یې لویې لويې ستونزې خلکو ته رامنځ ته کړي.
بل هم ایدیولوژیکې جنګ دی. طالبان هغه فساد او نیمګړتیاوي چې دافغانستان په قضا او محاکمو کې زیاتې دي، خلکو ته په ګوته کوي، دغه راز دوی د بهرنیو ځواکونو بدې کړنې هم په خپل تلیغ کې رانښتې او هغه خلکو ته په لوړی انداز سره په ګوته کوي.
زه فکر کوم چې طالب له پوځې پلوه په ریښتیا هم یو قوت نه دی، هغه یو چې جنګې توانایې دی ولري. لوی جنګ چې له نن نه شاوخوا څلور کاله وړاندی د کندهار په ژیړی ولسوالې کې طالبانو دولت ته چلینج ورکړ هم له کوم مقاومت پرته پای ته ورسید؛ د ترپ او خرپ جنګ په کوچنیو اهدافو یو لوی پوځې هنر نه دی، په ځانګړي ډول په دی مات اوګوډ افغانستان کې.
پداسی حال کی چې طالبان ورځ تر بلې خپل نظامې فعالیتونه د سولې د ملې مشورتې جرګې په اوږدو کې ډیر کړي دي، تاسې د یوه پوځې کارپوه په حیث د ددی جرګې بریالیتوب ته څومره خوشبینه یاست؟
څرنګه چې ددی جرګې له جوړښت څخه مالومیږي دا دولت له غړو څخه جوړه یوه دولتې جرګه ده. زما په اند د دولت له لوری د دارنګه جرګو جوړول د دو۳لت د دوام لپاره اجماع ده، چې ګویا دا په ګوته کړي چې موږ حاضر یو د سولې په لوری ګامونه پورته کړو. دا کار په خپل ذات کې یو مهم سیاسي حرکت دی.
ددی جرګې په ترسره کولو سره په افغانستان کې سوله نه راځې، ځکه چې دا یواځې د ولسمشر اند دی چې غواړي سوله وکړي. په دی ځاې هغه کسان چې له طالبانو سره جنګیدلي ورسره پوښتنه رامنځ ته کیږي چې تر دی مهاله د ولسمشر مرستیالان له هغه سره په دی اړه موافق دي او که نه؟ ایا د دولت ملاتړ کوونکې او متحدین غواړي دغه سوله عملي بڼه غوره کړي؟ زه په خپله دومره بدبینه نه یم او دومره سخت کار هم نه دی چې د سولې په وړاندی تر سره شي. ولې په دی ځاې کې باید ځانګړي شرطونه باید کیښودل شي، چې هغه کولای شو په راتلکونکې کې کله چې جرګه جوړه شي ووینو، چې په څومره کچه هغه طالبانو ته دمنلو وړ دی، او یا هم افغان دولت هغې ته په څومره کچه درناوی لري.

