ددې اونۍ مرکه مو امريکا ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه د باندنيوچارو وزارت له پخواني مرستيال محمود صيقل سره کړېده
ښاغلى صيقل له هغه وروسته چې د دواړو هيوادونو ترمنځ يو څه ستونزه پېښه شوې ده تاسو ويلاى شى چې د ښاغلي کرزي سفر به د واشنګټن او کابل ترمنځ پراړيکو مثبته اغيزه وکړي؟
تاسو وګورى امريکا په افغانستان کې نظامي شتون لري او لکه څنګه چې ښکاري د دوى د نظامي شتون بنسټيز محور له ترهګرۍ سره جګړه ياديږي، چې په دی جګړه کې افغانستان د امريکا سره همکاري لري، نو په دې سبب موږ ويلاى شو چې دا ډول سفرونه بايد ترسره شي.
که چېري د دواړو هيوادونو ترمنځ سياسي مسايل رامنځته کېږي امريکا به هڅه وکړي چې د خپلو ګټو د ساتنې په موخه د تاوتريخوالي ریښې له بېخه وکاږي.
که څه هم واشنګټن ته د ولسمشرکرزي سفر، تېره مياشت کابل ته د اوباما د سفر پر مهال په پلان کې نيول شوى ؤ، خو وروسته ښاغلي حامدکرزي په خپلو څرګندونو کې د لويديځ په ځانګړي ډول د امريکا او افغانستان د اړيکو په اړه له يو شمير خبرو څخه پرده پورته او دا خبره يي ښکاره کړه، کومې اړيکې چې د امريکا او افغانستان په اړه تر سترګو کېږي په اصل کې داسي نه دي.
له دی امله زه فکر کوم لکه څنګه چې اوباما په افغانستان د ترهګرۍ په وړاندي د جګړې مسؤليت په غاړه لري او خپلو هغو امریکایانو ته، چې ده ته يي رایې ورکړي دي ځواب ويونکى دى، نو هڅه کوي چې د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې راپيدا شوی ستونزې شاته وغورځوي.
له بل پلوه دې خبرې ته پاملرنه هم په کارده چې په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو وتل هم پيليږي، ښايي چې د حامدکرزي او وزيرانو سره يي د امريکايي لوړ پوړو چارواکو خبري پر دې ټکې هم ترسره شوي وي، چې د باندنيو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان دولتي ځواکونه ددې توان لري چې د هيواد امنيت ته اوږه ورکړي.
ښاغلى صيقل تاسو شاهد یاست چې امريکا ته د ولسمشر حامد کرزي له سفر څخه تر مخه اوباما خپلو ترلاس لاندي کسانو ته امرکړى ؤ چې، له کرزي سره بايدښه راشه درشه وشي، خو خپله يې له کرزي او وزيرانو سره دوې ورځي وروسته ليدنه کتنه وکړه، آيا دغه کړنه د دواړو ولسمشرانو د سړو اړيکو څرګندونه نه کوي؟
امريکا په کابل کې يوه داسي ملګري ته اړتيا لري چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له ده سره ملګرى وي، او وکړاى شي په دې اړه ورسره تړون هم لاسليک کړي نو له دې سببه د کابل همکاري بايد په خوشحاله زړه راخپله کړي.
ښاغلى صيقل! په دې وروستيو کې د ښاغلي کرزي سياست د امريکا په وړاندي هغه مهال ډير توند شو چې په سيمه کې يي يو شمير د امريکا خلاف هيوادونو ته سفرونه وکړل، د ايران د ولسمشر احمدي نژاد کابل ته راتګ او د کرزي ترڅنګ د امريکا په وړاندي ترخې خبري، وروسته بيا چېن ته د ښاغلي کرزي سفر، ستاسو په اند په دغه سفرونو سره کرزى څومره توانيدلى چې په سيمه کې د سياستونو ترمنځ انډول او له امريکا سره دوستي وساتي؟
زما په اند کرزى په دې وروستيو کې له يوې تشي سره مخامخ دى او هغه تشه داده چې خلکو له دولت څخه واټن نيولى دى.
د خلکو دغه بې باوري چې په تيرو ټاکنو کې ښه څرګنده شوه تراوسه لا پرځاى پاته ده. په اوسمهال کې آن د ولسمشر کرزي د کابينې نيمايي وزيرانو لا د باور رايي نه دي ترلاسه کړي، دغه خپله موږ ته راښيي چې ښاغلى کرزى له څومره ستونزوسره لاس او ګريوان دى.
نړيوال هم له يوه داسي دولت سره په پوره ډاډ همکاري او ملاتړ نه کوي چې هغه تر اوسه پوري د خپل نيمايي ولس ملاتړ نه وي ترلاسه کړى.
کله چې نړيوالو په تيرو ټاکنو کې درغلي وليدله، دغه درغلي د کرزي پر اړيکو باندي خپله يوه لويه اغيزه ښندي او نن ورځ دده خبرو ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري. ښاغلى کرزى هم دغه ټکې ته اوس ځيرشوى دى، له دې سببه يي هڅه کوله چې پر کور دننه ستونزو ته نړيوال او سيمه یيزي خواوي پيداکړي.
ښاغلي کرزي غوښتل د خلکو د ملاتړ د راجلبولو لپاره د خپلو ستونزو پړه پر نړيوالو ورواچوله، او اوس يي چې امريکا ته سفر درلود غواړي د افغانستان خلکو ته وروښيي چې دى نړيوال ملاتړهم لري او د کورني احساساتو د راپارولو له لاري غواړي چې باندنيان تاواني وبولي، د امريکا او لويديځ غوښتني د ولسي وګړو ترفشار لاندي راولي، له دې سره سره چې غربيان او ملګري يي له حامدکرزي سره د ترهګرۍ په وړاندي د جګړي په لارکې بيله همکاريو بله لارنه لري،خلکو ته وايي چې دولت يي له نړيول ملاتړڅخه برخمن دى.
په واشنګټن کې چې کرزي او اوباما ګډه خبري ناسته درلوده، هلته کرزي د ولسي وګړو د وژني خبره هيڅ ياده نه کړه، په داسي حال کې چې په افغانستان کې د کرزي د نيوکو محور د باندنيو په ځانګړي ډول د امريکايي ځواکونو لخوا د ولسي وګړو د وژني مسئله وه. د کرزي له اړخه په امريکا کې ددغي مسئلي د نه يادولو دليل څه کېداى شي؟
هغه مهال چې کرزي امريکا ته لاسفر نه ؤ کړى موږ د کرزي د توندوخبرو شاهدان وو. دغه توندو خبرو په کور دننه او له کور دباندي بيلابيل غبرګونونه راپورته کړل، اوس کرزى پوه شوى دى چې د باندنيانو لخوا د ملکې وګړو د وژني خبرې او د خپل حکومت د نه کارکولو پړه پر باندنيانو باندي وراچول نه يوازي دده سياست ته ګټه رسوي، بلکې نور هم دى او دده دولت له باندنيانو څخه ليري کوي. کرزي په وروستیو کې هڅه وکړه د اسي خبري وکړي چې هم د امريکا د دولت او هم يي د خلکو پر زړونو باندي ښه ولګيږي.
خو له ددي سره سره چې موږ څنګه فکر کوو يا لويديځو رسنيو څه ليکلي دي د کرزي دغه خبري نه شي کولاى چې له امريکا سره د رامنځته شوي اختلاف ريښي وکاږي.
آيا ستاسو په اند امريکا به په راتلونکې کې حامد کرزي ته د يو باوري همکار په سترګه ونه ګوري؟
زه چې فکر کوم نور به دوى ښاغلي کرزي ته د يوه باوري همکار په سترګه ونه ګوري. د امريکايانو ستونزه داده چې دوى افغانستان ته د يوه فرد په صفت ګوري نه د يوه منظم دولت او حکومت په سترګه، راکړي ورکړي، معاملې او سياست يي له خلکو سره ترسره کېږي. په دې سفر کې هم تر ډيره ځايه د افغانستان حکومت مطرح نه ؤ، يوازي ښاغلى کرزى مطرح شو او زه فکر کوم چې د امريکا دغه ډول سياست به په راتلونکې وخت کې نه يوازي په سيمه کې د امريکا لپاره بلکې د افغانستان لپاره به هم چندان ګګټه ونه لري.
موږ په افغانستان کې د کرزي او دده د ډلي له اړخه د ټبرونو او شخصيت جوړوني شاهدان يو، نوهمداسبب دى چې امريکا او ياران يي له بده مرغه دې پايلي ته رسيدلي دي چې په افغانستان کې نظام نه جوړيږي او بايد له خلکو سره کار وسي، دغه اخيستنه او برداشت په بشپړه ډول منفي بڼه لري، بايد د يو کلک نظام لپاره فکر وشي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د دولت لخوا د سولي جرګه جوړه شي او له دې لاري د طالبانو او حزب اسلامي له مشرانو سره د خبرو اترو پر لارو چارو خبري وشي، لکه څنګه چې ليدل کېږي امريکا او په افغانستان کې سياسي ډلي ټپلي د جرګې دغه موخې ته د شک په سترګه ګوري، آيا کرزي په دي سفر کې د نوموړي جرګې لپاره د امريکا ملاتړ ترلاسه کړى دى؟
کرزي په تيرو ټاکنو کې ونه شواى کولاى چې په کور دننه ټاکلى مشروعيت ترلاسه کړي. اوس بياغواړي چې ددې شورا لپاره په ولايتونو کې ددولتي مقاماتو (واليانو، امنيه قومندانانو اونور...) په خوښه يو شمير ټاکل شوي کسان په دې شورا کې سره راغونډ کړي، دده په اند په دې ډول به له يوې خوا کورنى مشروعيت او له بله پلوه به د طالبانو له مشرانو سره جوړجاړي ته د خلکو د ملاتړ، او ملي بڼه ورکړي ترڅو امريکايان ونه شي کولاى مخ ورڅخه واړوي.
خو زه فکر نه کوم چې د سولې له دی جرګې څخه دي د امريکا ملاتړ په هغه کچه وي په کومه کچه چې کرزي يي هيله لري، ځکه هغوى د ترهګرۍ سره په جګړه کې ډير حساس دي او تر څو پوری چې ددې جرګې پريکړي د امريکايانو په ګټه نه وي، کرزي ته به ددې جرګې له لاري د خپل سرۍ اجازه ورنکړي.
همد اډول د امريکايي چارواکو له نظره (ميرمن کلنټن ،اوباما) له طالبانو سره د بشري حقونو او د افغانستان د اساسي قانون د تر پښو لاندي کولو مسئله خپله يوه خواشينوونکې موضوع بولی او وایې چې بايد په دې اړه له طالبانو سره خبرې په کاردي.
زه فکر کوم چې امريکا به د کرزي هغو موخو ته اجازه ورنکړي چې په دې نهه کلونو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو او د امريکا له غوښتنو سره ټکر ولري.
د کرزي په سفر کې يوه بله خبره دا وه چې ناببره يي د محافظه کارګوند تر برياليتوب وروسته انګليستان ته سفر وکړ، آيا دغه سفر يي ددې لپاره ؤ چې انګليستان د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړى دى، او يا هم ښاغلى کرزى په دې مسئله کې له امريکا څخه خالي لاس له امريکا ووت او انګليستان ته په يوه هيله ورغلى؟
په انګليستان کې له ١٣ کالو راهيسي کارګر ګوند د چارو واګي په لاس کې نيولي وې او اوس د محافظه کارانو راتګ په دې هيواد کې د يو بدلون څرک څرګنديږي. البته نوى دولت محافظه کار ګوند او لبرال دموکرات په ګډه سره جوړکړى دى.
لبرال دموکرات ګوند د طالبانو غورځنګ يو خودجوشه ډله بولي، چې د دوى په اند بايد په دولت کې ونډه ولري.
له دې امله د کرزي دغه سفر له امريکا څخه و انګليستان ته دده په خوښه او د دوى په غوښتنه ترسره شو.
همدا ډول په افغانستان کې د انګريزي ځواکونو شتون ته په کتو سره ښاغلي کرزي غوښتل چې د کامرون سره يي اړيکې ټينګي شي او د افغانستان د سياسي مسئلې او له طالبانو سره د خبرو اترو په لار کې د انګليستان ملاتړ ترلاسه کړي.

