د سولې د ملي مشورتې جرګې په اړه په ولسې جرګه کې د کندوز د خلکو له استازی، محمد معین مرستیال سره مرکهپه ولسې جرګه کې د کندوز د خلکو  استازی، محمد معین مرستیال


که په لومړي سر کې راته د افغانستان په تاریخ کې د جرګې د اهمیت په اړه معلومات راکړۍ، او هم ووایاست چې جرګه څه شی دی؟


ځواب: جرګه د افغانستان په تاریخ کې یوه پخوانۍ  کلمه ده او ډير اوږد تاریخ لري، افغانانو خپل ډیر ملي او نړیوال مسایل د جرګو له لاری حل کړي دی، جرګه همدغه ناسته ده چې اوسمهال خلک د یوې موضوع په اړه پری بحث کوي، خو ددی ناستی او جرګې تر منځ توپیر دادې چې د افغانانو یوه سنتې او ملي دستور دی او دا یواځې د افغان ملت پوری ځانګړی کیږي. 


جرګې د افغانستان په تاریخ کې له دوهمې میلادي پیړۍ یعنی د کنشکا تر وخت پوری رسیږي، د افغانستان لومړنې پاچا یما هم د همدغو جرګو پواسطه غوره شو، د معاصر افغانستان پاچا احمدشاه بابا هم د جرګې له لاری وټاکل شو، له هغه وروسته په ډیرو مهمو ملي او نړیوالو مسایلو کې، لکه د امیرشیرعلی خان ، امیر عبدالرحمان خان، امیرحبیب الله خان، امیر امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جرګو ډير مهم رول لوبولی دی.  

د طالبانو له واکمنۍ را وروسته مونږ دوه ډيری مهمې جرګې درلودی چې یوه یې د افغانستان د اوسني اساسي قانون د جوړیدو جرګه وه چې دهغې له برکته مونږ اوسنې نظام لرو، بناً زه دا ویلای شم چې مونږ افغانانو ډير ملي او نړیوال مسایل د جرګو له لاری حل کړي دي.


په همدغه ارتباط باندی د سولې ملي مشورتي جرګه کومه به چې د ثور یا غوایې په میاشت کې ترسره شي، دا هم د یوې لویې ستونزې د حل لپاره ده چې زمونږ په هیواد کې جنګ دی، بی امنې ده، د افغانانو تر منځ د هیواد په داخل کې کورنۍ شخړي دي، ددی جرګې موخه هم روان کړکیچ ته د حل یوه مناسبه لار پیدا کول دي چې ډیر ژر به جوړه شي.


د سولې ملي مشورتي جرګې ته كوم كسان رابلل شوي؟


ځواب: دغې جرګې ته د بیلابیلو قومونو ، اقشارو یا لږه کیو استازی، او د بیلا بیلو سمتونو او سیمو خلک رابلل شوي دی. د پارلمان چې دافغانستان د بیلابیلو قومونو دي دا ټول په دی جرګه کې برخه لري، د پارلمان سربیره به د افغانستان د شاوخوا ۳۶۰ ولسوالیو څخه به د هری ولسوالۍ په استازیتوب یو یو استازی د خلکو حکومتې چارواکو په موافقه به دی جرګې ته راځې. 


دغه راز په دی جرګه کې به د مدنې ټولنواستازی، او دیرش تنه نومیالۍ ښځې د مدنې ټولنې په پارلمان کې د خلکو د ښځینو استازو پرته جرګې ته راځې، د ملې تجارو ، د دینې عالمانو شورا، د فرهنګې ټولنو، د پوهانو او علماؤ استازي به په کې وې، چې یې نږدې ۱۲۵۰ تنه کیږي، لدی سربیره د ۱۵۰ په شاوخوا کې ناظرین دي چې هغه بهرنی د ملکونو استازی او کوډیپلوماتیک اشخاص دي، د ملګرو ملتونو استازي، د کابینی غړي، د سترې محکمې غړي، د ولسمشر او وزیرانو مشاورین، سفیران او  نور با صلاحیته غړي به په جرګه کې د ناظرینو په توګه برخه ولري نه د جرګې د اصلي غړو په توګه ( یعنی د رای حق نه لري).



دې جرګې ته د خلکو استازې په څه ډول ورپیژندل کیږي، که د میکانیزم په اړه یې معلومات راکړئ؟


ځواب: سیستم او میکانیزم د انتخاب دادی چې حکومت په خپله یوه اداره ده، دغې اداری ته په سیموکې دا واک ورکړل شوی لکه والیان په ولایاتو کې او ولسوالان په ولسوالیو کې، چې تاسی به د قومونو مشران راغواړۍ او د هغوې له منځ څخه به یو څوک غوره کوي، د بیلګې په ډول که دولسوالۍ څخه څو ټاکل کیږي هغوی ته دا وایې تاسی به هغه څوک ټاکئ چې هغه به د ښه شهرت ، پوهې او نیک نوم  خاوند وي او هم به د هغه قوم سره تړاک ولري چې په یاده سیمه یا ولسوالۍ کې اکثریت لري، د خلکو د رایو په اکثریت سره ټاکل کیږي ( انتصاب به نه وي).


همدا ستاسې د خبرې په تایید سره چې خلک باید انتخاب شي نه انتصاب، خو داسی شواهد شتون لري چې د ځینو ولایتونو چارواکو خپل خلک د انتصاب په ډول دغې جرګې ته ورپیژندلي، د بیلګې په ډول جوزجان، کله چې له والې څخه وغوښتل شول يو څوک د ښځو په استازیتوب دغې جرګې ته ورپیژني، هغه خپله مرستیاله ور وپیژندله ، ستاسو په نظر آیا دا انتخاب دی که انتصاب؟


ځواب: دلته دوه خواوې مسؤلیت لري، د حکومت مسولیت دادی چې انتصاب ونه کړي او دا حق خلکو ته ورکړي. حکومت ددی اداري مسولیت لري، که د ښځو په اړه وي حکومت باید د سیمې بانفوذه ښځې راټولي او هغوی ته دا حق ورکړي څو په خپل منځ کې یو څوک وټاکي، حکومتې چارواکې دا حق نه لري چې خلک انتصاب او یا هم د زور له لاری خلک جرګې ته را ولیږي، ، دا د جرګې د اصولو خلاف کار دی. 

زما سره د چارواکود واک او صلاحیت په اړه میکانیزم شته، په دی کې دومره صلاحیت چارواکو ته ورکړل شوی ، که د ولسوالۍ چارواکي وي باید مشران، متنفذین، قومې سپین ږیري راوغواړي، ددی مسولیت همدومره دی څو خلکو ته ووایې تاسی په خپل منځ کې یو څوک و ټاکئ، دده دنده دا نده چې خلک انتصاب کړي که دا کار په هر ځاې کې شوی وي د جرګې د میکانیزم خلاف عمل دی، دا میکانیزم هم والیانو  ته او هم ولسوالانو ته لیږل شوی دی.


کوم شیان به په جرګه کې تر بحث لاندی ونیول شي؟


ځواب:  په جرګه کې په دری عمده ټکو مشوره، مفاهمه او موافقه باندی بحث کیږي.

لومړی د افغانستان د ملت د استازو سره د یوی دوامداره سولې په اړه مشوره کیږي چې آیا مونږ دوامدره سوله غواړو که نه؟

دوهمه مسئله کچیری موافقه په دی وشوه چې هو مونږ سوله غواړو، نو په داسی یوه چوکاټ به غور کیږي  چې څرنګه کولای شو د مخالفینو سره د کوم چوکاټ دننه خبری وکړو.

دریم ټکې دادی کله چې د سولی د خبرو اترو لپاره چوکاټ شو، بیا به د ملت له استازو سره خبری کیږي، د خبرو له لاری دلته یو میکانیزم او سیستم رامنځ ته کیږي چې ددی سیستم په اساس به مونږ د نظام د مخالفینو سره د سولې خبرې وکړو.


زمونږ له نظره ډیره مهمه مسئله په دی کې داده چې دا د افغانستان د خلکو ترمنځ د پیژندنی، د ملي وحدت د راوستنې، د یوه بل سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې ګټوره واقع کیدای شي. 



تاسی مخکې قومې امتزاج او ملې وحدت اشاره وکړه چې په دغه جرګه کې به د بیلابیلو قومونو او سیمو خلک شتون ولري، آیا دغې جرګې ته په غیر مستقیم ډول د طالبانو  له لوری راغوښتل شوي او که نه د طالبانو دریځ به په دی اړه څه وي؟ 


ځواب:  په دی جرګه کې طالبان نه دي راغوښتل شوي، یواځې به د نظام په داخل کې افغانانو سره مشوره کیږي هغه څوک چې د نظام په مقابل کې جنګیږي، چې آیا له هغوي سره روغه جوړه وشي که نه جنګ ته دوام ورکړو، او که چیري کیږي نو په څه ډول کیږي دا هغه څه دي چې د ملت له استازو سره پري د دوامداره سولې په اړه مشوره کیږي او د مشورې په نیتجه کې چې کومه فیصله کیږي، د همدغې فیصلي لمخې به دوهم قدم ته لار حواریږي، کله چې په دوهم قدم کار پیل کیږي، نو په هغه وخت کې به مخالفینو ته د ګډون بلنه ورکول کیږي.



ډیری کسان دا نیوکه کوي چې یاده جرکه به هم یوه نمایشي جرګه وي، او لکه د نورو هغو به دا هم کومه مثبته پایله ونه لري، د بیلګې په ډول د ۱۳۸۶ کال د افغانستان او پاکستان د سیمه ییز امن جرګه، چې هیڅ پایله یې ورنکړه،آیا ددی جرګې توپیر له هغو نورو سره چې تر دی وړاندی جوړی شوي څه وي؟ 


ځواب: د افغانستان په تاریخ کې جرګو ډیر مهم رول لوبولی دی، مونږ که چیری د جرګو تاریخ ته وګورو ټولو مثبتې نتیجې ورکړي دي، په تیرو اتو کلونو کې دوه مهمې جرګې وشوی اضطراری لویه جرګه او د اساسي قانون  د کومو په ترڅ کې دا اوسنې نظام رامنځ ته شو، اخری جرګه چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سیمه ییز امن جرګه وه او تاسې هم ورته اشاره وکړه په هغه کې افغانستان خپل مسؤلیت اداء کړ.

ټاکل شوی وه چې د سیمه ییز امن جرګه لومړی په افغانستان او بیا په پاکستان کې جوړه شي، هغه تر اوسه په خپل ځاې پاتې ده او نهایې شوی نه ده، مونږبه داسې نیوکه نه کوو چې نتیجه یې منفې ده په افغانستان کې کله چې جرګه پای ته ورسیده په هغې کې د دوو ولسونو ترمنځ چې د ډیورنډ د کرښې دواړو  لورو ته پراته ولسونو او قومونو ترمنځ اړیکې ټینګې شو، خلوص نیت پیدا شو. خو د پاکستان سیاسي حالات او د نظام بدلون ددی لامل وګرځید هغه دوهم پړاؤ ددی جرګې چې باید په پاکستان کې جوړه شوی وای ونه شو.

لیکن افغانانو د سیمه ییز امن د جرګې په اړه خپل مسولیت ادا کړی، هغې ته مونږ ناکامه جرګه نه شو ویلای او زمونږ افغانانو لپاره بریالۍ جرګه وه. 


څومره ډاډه یاست، چې د سولې ملي مشورتي جرګه به د امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي؟


ځواب: افغانان په نهایت کې دی پړاؤ ته رسیدلي دي چې جنګ د حل لاره نه ده، له نیکه مرغه هغه څوک چې د افغانستان د اوسني نظام په وړاندی جنګیږي هغوی هم له جنګ نه ستړي شوي دي او وایې چې دی مسئلې ته د حل یوه لاره ولټول شي. 

ددی ترڅنګ نړیواله ټولنه اوس په دی فکر کې ده چې دا جنګ به ترکوم وخت پوری دوام وکړي. زه امید لرم چې افغانان په دی جرګه کې دی نتیجې ته رسیږي او دا پریکړه به کوې چې مونږ باید د مخالفو قوتونو سره روغه جوړه وکړو. زه مخکې پیش بینې کولای شم چې افغانان به دا وایې چې مونږ باید روغه جوړه وکړو ځکه چې جنګ د حل لاره نه ده، هغه میکانیزم چې د سولې په مشورتې جرګه کې په نظر کې نیول شوی دی  هغه به ښه ډول پای ته رسیږي او د لومړي پړاؤ پایله به هم کامیابه او بریالۍ وي.

دا چې دا سوله څنګه عملي کیږي په دی کار کې باید له افغانانو سره نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه مرسته وکړي، هغه هیوادونه چې زمونږ په امنتې مسایلو او زمونږ په نظام کې د خپلو مشخصو اجنډاؤ په خاطر مداخلې کوي او دوې د افغانستان بې امني د خپل ځان په ګټه بولې ددوی همکاري ته اړتیا شته.


که په مشخص ډول راته وویاست ستاسې هدف له کومو ګاونډیو څخه دی چې دوی د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوې او نه غواړي سوله او ثبات ټینګ شي، او همدارنګه ددی د حل لاره څه ده؟


ځواب: په ځانګړي ډول لکه ایران او پاکستان چې دوی تر اوسه دی ته نه دي حاضر شوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ددوی په ګټه دی، دوی فکر کوي چې په افغانستان کې نا امني ددوی په ګټه او بس.

ددی ستونزې د حل لپاره دغه دوه ګاونډی هیوادونه باید دی ته متقاعده شي په هر ډول چې وي په افغانستان کې سوله او ثبات نه یواځې د دوی په ګټه دی بلکه د سیمې د نورو هیوادونو په ګټه هم دی.


که بیا دوی په خپله خوښه دی ته غاړه نه ږدي په دوی باید د نړیوالې ټولنې له لوری سیاسي او اقتصادي فشارونه راشي، تر څو دی ته حاضر شي چې زمونږ د مخالفینو سره د مرستې نه لاس واخلي او د افغانستان په نظام کې د امینت د ښه کیدو لپاره همکاري وکړي.

نو کچیری زمونږ ګاونډی، او د سیمې هیوادونه د نړیوالې ټولنې په ګډون د جرګې د پریکړو سره همکاري وکړي هغه میکانیزم چې د سولې د راروانې جرګې نه راوځې او لاسته راځي زه فکر کوم هغه به بریالی وي.


د جرګې تنظیموونکي څوک دي، یعنی د دی جرکې د تنظیم چاری د چا په غاړه دي؟


ځواب: څنګه چې ما اوریدلي دي د حکومتې افرادو له لوری چې د هغې په چوکاټ کې د اداري امورو ریاست او د ځینو نورو همکارو اداراتو کارکوونکي چې هم په فرهنګې ، مالي او اداري چارو کې له دوی سره مرستې کوې، ګمارل شوي او دا هغه افراد دي چې لوجستیکې چاري پرمخ وړي. ددی لوجستیکې چارو د پرمخ بیولو لپاره د پوهنې وزیر فاروق وردګ په رأس او د اداری امورو رییس صادق مدبر دده د مرستیال په توګه کار کوي او نور د بیلابیلو ادارو شاوخوا ۲۵۰ تنه همکاران له دوی سره په فرهنګې ، اداري، مالي او لوجستیکې چارو کې مرسته کوي. 


کله چې جرګه دایره شوه له هغې وروسته لوجستیکې کارکوونکي بیا مداخله نه کوي او ټول واک او صلاحیتونه د جرګې استازو ته ورکول کیږي، یعنې حکومت بیا د جرګې په چارو کې غرض نه کوي او ټول کار په خپله د جرګې د غړو په غاړه دی، دوی به خپلمنځې انتخابات کوي د جرګې مشر، مرستیالان او منشیان به ټاکې، چې دا ټول د جرګې د غړو صلاحیتونه دي نه د حکومت.