د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست
سره مرکه :
ځواب :
څو ورځې وړاندی مو د عدلې وزیر د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته راغوښتی وو، د هغه له خبرو څخه داسی څرګندیده چې د ولسي جرګې لخوا د تقنینی فرمان ردول د اساسي قانون خلاف عمل نه دی. د عدلیې وزیر هغه څرګندونی چې د عدلیې وزارت د تقنین رییس ښاغلی حلیم پخوا کړی وې، هغه يې د نوموړي شخصی نظر وباله. د هغه نظر داوه چې پدی اړه باید د مشرانوجرګې پریکړه ته منتظر پاتی شو. خوپه عین حال کې هغه څه چې د خلکو د استازو مجلس ترسره کړي د تقنینی فرمان تعدیل نه دی چې د اساسي قانون خلاف عمل وی؛ بلکې دا په ټولیزه توګه ددی فرمان ردول دی. د اوس لپاره موږ د مشرانوجرګې پریکړې ته سترګې په لار یوو. د مشرانو جرګه ۱۵ورځی وخت لری چې په دی برخه کې پریکړه وکړي .وبه ګورو چې د ملي شورا پریکړه ردوی او که تاییدوی . داهغه موضوعات دي چې اوس په ملي جرګه کې په جریان کې دي.
خو زما له نظره د افغانستان په اساسي قانون کې ډیر تناقض موجود دی . دا چې په اساسي قانون کې ویل شوي، چې ملي شورا نشی کولای د خپل کار په اخری کال کې د انتخاباتو په قانون کې بدلون راولي، دا کار ددی لپاره دی چې پارلمان په قانون کې په خپله ګته بدلون رانه وولي. ښه نو پدی صورت کې رییس جمهور هم باید هم د انتخاباتو په قانون کې دب دلون راوستلو صلاحیت ونلري . ځکه څه تضمین وجود لری چې ولسمشر د ټاکنو په قانون کې په خپله ګټه تغیرات رانه وولی .
داسی استدلال کېږی که د نمایندګانو مجلس د خپل کار په وروستی کال د انتخاباتو په قانو کې د بدلون راوستلو صلاحیت ولري، په دی صورت کې ددی خطر شته دی چې دا مجلس یعنی ۲۴۹ تنه د خلکو استازي د انتخاباتو په قانون کې د خپلو شخصي ګټو لپاره بدلون رامنځ ته نکړی . نو پدی حالت کې ریس جمهور چې تنها یو نفر دی سلو په سلو کې کولای شې چې د ټاکنو په قانون کې د خپل ځان په ګټه بدلون رامنځ ته کړی؛ لکه څرنګه یې چې اوس همدغه کار کړی دی. ددی تقنینی فرمان له مخی ستونزه دا نده چې رییس جمهور او د ملي شوراغړي بی سواده د دوی د تحصیلی اسنادو په وړاندی کولومکلف ندی.
خو د کلیوالي شورا مشر چې د هغه دنده د څلور چرګانو او پسونوساتنه ده باید د دولسم ټولګی تحصیلی سندولری . د ولایتي شورا کاندید باید لیسانس ولري خو د ملي شورا او جمهور رییس چې د ۲۵ میلونه خلکو اداره یې په لاس کې ده کېدای شی بی سواده وي. که چېری موږ دغه حالت ومنو د خپل کار په پنځم کال ولسمشر یو بل تقنینی فرمان صادروي او ادعا کوي چې یو کس کولای شی د دریم ځل لپاره جمهوری ریاست ته کاندید شي .
لکه څنګه چې په همدی تقنینی فرمان کې راغلي دي که چېری دوه کاندیدان د ټاکنو په لومړي پړاؤ کې مساوی رایی ترلاسه کړی کمیسیون پریکړه کوي چې کوم یو له هغوی څخه رییس جمهور شي. په حقیقت کې دغه تقنینی فرمان د خلکو او ملت څخه حاکمیت اخلی او د ټاکنوکمیسون ته یی سپاري.
په اساسي قانون کې د شته ستونزو په اړه په تیرو څو کلونو کې زیات بحثونه شوي دي او تاسی هم په دی ټکې ټینګارکوۍ، خو په هرحال همدغه اساسي قانون پلی کېږی او په هغی کې بدلون هم په اسانۍ سره نشی راتلای، اوس ولسمشر دا استدلال کوي چې د اساسي قانون پر بنسټ یې همدغه تقنینی فرمان صادرکړی او تاسې هم وویل چې دغه فرمان مو د اساسي قانون له مخی رد کړی، ستاسې په اند ددی ستونزې د حل لاره څه ده ؟
ځواب : د مشرانو جرګې غړي پریکړې ته منتظر پاتی کېږی خو که چېری د مشرانوجرګه د ولسي جرګې پریکړه ردويي اوهغه غیرقانوني بولی پدی صورت کې دا مسله له حقوقی چوکاټ څخه خارجیږی او سیاسي بڼه غوره کوي. هلته بیا دزورازمایلو مسئله مطرح کېږی نو بیا به وګورو چې څوک بریالی کېږی ایا د نمایندګانو مجلس تل د کرزي په وړاندی تسلمیږی او که نه.
د ملي شورا او حکومت ترمنځ قانوني جنجالونه روان دي، خو د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی دی چې خپل پروګرامونه یی د حامدکرزی د تقنینی فرمان په بنسټ عیارکړیدی په داسی حال کې چې موږ د پارلماني ټاکنو د تیاري لپاره ډیر لږ وخت لرو ددی قانوني جنجالونو پایلی څنګه ارزوۍ؟
د انتخاباتو د کمیسون د پروګرامونو تنظیم هیڅ اهمیت نلری، تر پرونه یی ویل چې لودین ( د ټاکنود کمیسون مخکنی رییس ) او نجفي ( د انتخاباتو د کمیسون د دارالنشاء رییس ) هیڅ درغلی نه ده کړی خو نن ورځ دوی دواړه له دندو ګوښه شوه. دلته یواځی او یواځی د زور ازمایۍ مسئله مطرح ده، مهمه داده چې نن ورځ کرزی کمیسیون ته څه دستور او لارښوونه کوي. که چېری کرزی وګوري چې کېدای شی مشکل ورته پیدا شی کمیسيون ته لارښوونه کوي چې د انتخاباتو هماغه پخوانې قانون پلی کړي .
یو زیات شمیر کاندیدانو د ټاکنو د مخکني قانون لمخی ځانونه پارلماني ټاکنو ته خپل نوماند کړي، که چېری تقنیني فرمان نافذ شی دغه کسان باید د دوهم ځل لپاره خپل نومونه ثبت کړی، او که یو څه وخت وروسته بیا مخکنی قانون نافذ شي دغه خلک باید ددریم ځل لپاره خپل نومونه ولیکی ؟ او خپل ځانونه کاندیدکړی؟
لکه څنګه چې مو وویل دلته یواځی د زوراز مایلو خبره مطرح ده که چېری د نمایندګانو مجلس تسلیم شو هر څه به د تقنیی فرمان له مخی ترسره کېږی. خو که چېری کرزي ماتی ومنله کمیسیون ته لارښوونه کوي چې د هماغه پخواني فرمان له مخی چاری پرمخ بوځي په افغانستان کې هیڅ شی د قانون او حق له مخی نه ترسره کېږی؛ که چېری د قانون پربنسټ وي د تقنینی فرمان د صادرولو لپاره هیڅ دلیل نه وه، کرزي پنځه کاله وخت درلود چې د ټاکنو قانون ته بدلون ورکړي نو پدی اساس هم کرزی خپلې شخصې او سلیقوی غوښتنې او د نمایندګانو مجلس خپلې سلیقوي غوښتنې ترسره کوي.
څنګه چې تاسی وویل که چېری دغه زور ازمایی دوام وکړي او په پایله کې یې ټاکنې یو ځل بیا وځنډیږي ژمی راځي او هوا سړیږي پدی صورت کې د ازادواو هیوا دشموله عادلانه ټاکنو امکان شته؟
که ټاکنی وشي اوکه ونشي د خلکو کومه ستونزه نه حل کیږي، په نورو هیوادونو کې ټاکنې ستونزې هواروي، خو په افغانستان کې ددی پرځای چې کاندان په ولسمشریزو ټاکنو کې ستونزې هوارې کړي ستونزې را پیدا کوي، دلته یواځی شخصي ګټې مطرح دي هر څوک د خپلو شخصي ګټو په عینکو یا سترګیو قانون تفسیروي.
تاسومخکې اشاره وکړه چې په افغانستان کې ټاکنې ستونزې پیداکوونکې دي، په داسی حال کې چې تاسې په خپله هم پدی ټاکنو کې برخه لرله، پس تاسی هم په ستونزه زیږولو کې ونډه لرۍ؟
که چېری ماهم درغلي کړی وای، بلې ما به هم ونډه لرله.
تاسی هم په درغلۍ تورن شوي یاست، داسی ویل کېدل چې تاسی هم ۹۳ زره رایی تقلبي ترلاسه کړی وی؟
زه د یوه فرانسوي جنرال "فیلپ ماریون" لخوا په درغلۍ متهم شوی وم، ما دا مسئله وڅیړله، لویې څارنوالۍ ته می یو لیک واستوه، لویې څارنوالۍ دا دوسیه وڅیړله او اروپایې ټولنې "فلیپ ماریون" د خپل هیت له مشرۍ څخه لیرې کړ، د هغه د نیولو امر اوس هم شتون لري. ما تل د ډله یزو رسنیو له لخوا ویلی هغه(فیلپ ماریون ) باید ثابت کړی، چې بشردوست چېرې او څنګه آن یوه تقلبی رایه ترلاسه کړی ده ؟
له ټاکنو پرته چې تاسی هغه مشکل زیږوونکې بولۍ بله کومه لاره لرو ؟ خو په هر حال ټاکنې د دیموکراسي یوه مهمه پایه ده
دا په انتتخاباتو پوری اړه لري، په هغو ټاکنو کې چې یو میلون او۳۰۰ سوه زره تقلبی رایی شتون ولري دا انتخابات نه دي، دایوه مسخره ده. ویل کېږی چې په امریکا او اروپا کې هم درغلۍ وې، هلته د درغلي نهایی ۱۰ یا۲۰ رایې وې، خپله کرزي اوعبدالله ومنله چې د هغوی په ګټه د یومیلون او ۲۰۰ زرو رایې له درغلۍ ډکې کاریدلی، نو پس دا انتخابات نه دي.
ښاغلی بشردوست په د ډول حالاتو کې ستاسو اراده د پارلمانې ټاکنو لپاره څه ده، آیا په دغو ټاکنو کې خپل ځان نوماندوۍ؟
تراوسه مو پریکړه نده کړې.
په همدی دلیل چې باور لرۍ ټاکنې ستونزه زیږونکي دي، پریکړه مو نده کړې؟
نه، په دی اړه فکر کوم چې کولای شم ګټور واقع کیدای شم او که نه ؟

