
پوښتنه: لویدیځ هیوادونه او په ځانګړي ډول امريکا په ٢۰٠١ زيږديز کال په افغانستان کې د ولسواکۍ تر شعار لاندي د ترهګرۍ په وړاندی بريد وکړ، خو پدی وروستيو او په ځانګړي ډول د تيرکال راپديخو د هغو شعارونو خلاف چې په لومړي سر کې پورته کېدل، د هغو کسانو سره د سولې هڅې پيل شوي چې تراوسه د تروريستانو په نوم پيژندل کېدل، دغه موضوع تاسی د بشر حقونو او مدني ټولنې د يوه غړي په توګه څنګه ارزوۍ؟
ځواب : زما په نظرلکه څنګه چې تاسی مطرح کړه لویدیځ او نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواکۍ یا ديموکراسۍ د رامنځ ته کېدلو لپاره افغانستان ته راغلل خو نړيواله ټولنې او غرب د هماغه لومړيو څخه دوه ستري تيروتني وکړي .
١ - غربيان په افغانستان کې د خپل شريک په انتخاب کې تيروتل چې د يوي ستونزي او کړاو سره مخ شول، د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته د هيواد ټولنيزه فضا د ديموکراسۍ منلو لپاره ډيره مساعده وه، خو غرب ددی پرځای چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ لپاره ذهنيتونه جوړکړي، د ديموکراسۍ ناقضينو ته یې مخه وکړه، داسي کسان يي غوره کړه چې هغوی نه خپله په ديموکراسۍ باور درلوده او نه بشري حقونو ته قايل وو، دغه ډول انتخاب په افغانستان کې دديموکراسۍ د تحيکم لپاره يو ناوړه پيل وه . هغه کسان چې جنګ سالاران، د بشري حقونوسرغړوونکې او د ديموکراسۍ مخالفين وو په افغانستان کې دديموکراسۍ د پلي کولو لپاره د غرب په اصلي شريکانو بدل شوه . دی مسئلې په افغانستان کې د ديموکراسۍ د مشروعيت په وړاندي ډيرې جدي پوښتنې رابرسېره کړي.
٢- د غرب دوهمه تيروتنه داوه چې دديموکراسۍ د پلي کولو او په هيواد کې د بشري حقونو د تامين کلتور د پياوړي کولو لپاره دهمدي څيرو سره په مشوره يوه ستراتيژي جوړه کړه، چې دي مسئلي هم ديموکراسۍ ته زيان ورساوه. زما په اند د ديموکراسۍ د پياوړي کولو لپاره د يوه ښه شريک او يوې کاري ستراتيژۍ نشتوالی په افغانستان کې د ديموکراسۍ د پلي کولو په وړاندی ستر خنډونه وو.
پوښتنه : لکه څنګه چې تاسی وويل لویدیځه نړۍ په هماغه لومړيو کې په افغانستان کې د خپلوشريکانو په غوره کولو کې تيروتی وه، که په مشخصه توګه راته وواياست چې دغه شريکان څوک وو؟ ايا هغه څېری وې چې د ديموکراسۍ د شعار سره له غرب څخه راغلي او تیر اته کلونه یې د افغانستان په سياسي جوړښت کې مهم رول لاره، خو په خپله يي په ديموکراسۍ باور نه درلود؟
ځواب : نه زه غواړم ووايم چې غرب له يوی خوا په افغانستان کې مرسته کړې خو زما په نظر دا ستونزه په افغانستان کې د جنګسالاريزم څخه پيدا شوه،هغه کسان چې د غرب څخه راغلي او د جنګسالارانو څخه يي ملاتړ کاوه هم په دی کسانوکې شامل دي. همدا ډول هغه کسان چې په فکري لحاظ ورته فکر لري نو له همدي امله په يو ډول سره د جنګسالارانو او د هغوي له ډلو څخه په يو ډول ملاتړ وشو، له همدی امله جنګسالاريزم په يو ډول سره د غرب لخوا حمايه او جنګسالاران د زيات ستراتيژيک، سياسي او اقتصادي ملاتړ څخه برخمن شول، د هغوي بنسټونه غښتلي او په نظام کې يي سياسي حضور پيداکړ د هيواد قانوني ادارو ته يي لاره وموندله او په پراخه کچه يي په دولت کې هم حضورپيداکړ، د هيواد په قضايي سيستم کې يي هم ريښي وغځيدلې ، له کوم څخه چې دا مهال د نړيوالې ټولنې هيڅ غړی نشي کولاي ددي خبرې څخه انکار وکړي.
پوښتنه : څرنګه چې افغانستان په ټولنيز لحاظ د ديموکراسۍ منلو لپاره تيار وو خوغرب د خپل شريک په انتخاب کې تيروتنه وکړه، خو بل لوری ته يو شمېر کتونکي له دی نظريي سره موافق ندي دوی پدي اند دي چې افغاني ټولنه د ديموکراسۍ منلو لپاره سياسي پوخوالي ته نه وه رسيدلې، اوس نړيواله ټولنه د ديموکراتيکو پروسو پر ځاي د جرګو په څير قبيله يي او سنتي حل لارو ته مخه کوي، تاسي دغه مسله څنګه ارزوۍ؟
ځواب : په لومړي قدم کې موږ بايد ديموکراسي په افغانستان کې تعريف کړو ايا موږ ديموکراسي د يوه ميکانيزم په توګه مطرح کوو او که د يوه ارزش په توګه، په لومړي پړاو کې بايد د ديموکراسۍ بنسټونه جوړشي . خو په افغانستان کې په سمه توګه ددي بنسټونو د جوړيدو تر مخه يموکراسي د يوه مبتذل ميکانيزم په توګه تحميل شوه. موږ په واقيعيت کې غربي ديموکراسۍ په افغانستان کې تحميل کړه په داسی حال کې ديموکراسۍ په واقعيت کې د خلکو لپاره تعريف نه شوه، ديموکراسي خلکو ته په سمه توګه ورنه پيژندل شوه، او ولسواکي د خلکو په فرهنګي ژوند کې تعميم نشوه.
بله مهمه خبره داده چې نشو کولاي ديموکراسي د روڼوالي او ځواب ورکولو پرته مخ ته يووسو. موږ څنګه کولاي شو په داسې يوه ټولنه کې ديموکراسي پلي کړو چې شفافيت اوحساب ورکونه نه وي، زما په نظر د حساب ورکونې او روڼوالي پرته يو بي ګټي او مبتذل بحث دی. د ديموکراسۍ ميکانيزم له حساب ورکوني او شفافيت پرته نه جوړيږي. د حساب ورکونې او شفافيت پرته يو ديموکراتيک نظام نشي راتلای بلکې دغه ډول نظام به بی کفايته نظام وي لکه څنګه چې مونږ اوس له دغه ډول وضعيت سره مخامخ يو.
بنا زه باوري يم چې که چېري غرب غواړي ديموکراسي په افغانستان کې پلي شي، په يوه وخت کې بايد د ديموکراسۍ په رامنځ ته کېدو اودغه راز د حساب ورکوني او شفافيت د رامنځ ته کېدو لپاره هم هڅه وشي. له بده مرغه په دی برخه کې هيڅ کار نه دی شوی او بياهم همدغه جنګسالاران پدې توانيدلي د نړيوالو پيسو څخه خپل جيبونه ډک کړي، دا چې د نړيوالو فکرونه هره ورځ په غرب کې عمومي افکار د افغانستان سره د نړيوالو مرستو په اړه تحريکېږي يو عمده دليل يې د شفافيت او روڼتيا نشتوالی دی. بلاخره لويديځ هم ددې بهېر څخه ستړی شوی دی.
پوښتنه : ستاسي د وینا پر بنسټ اوس مهال ليدل کېږي غرب ددي پرځای چې خپلې تېرې تېروتنې ترميم کړي دهغي د تعميم هڅه کوي، په تيريوه کال کې او په ځانګړي ډول په دی وروستيو څو مياشتو کې د داسي کسانو د مصالحي خبري اوريدل کېږي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو او د ديموکراسۍ تر پښو لاندې کولو کې مشهوردي . بل لورې ته د جنګسالاريزم د نظريي سره ددغو ډلو يوځاي کېدل ايا دا موږ شا تګ ته نه اړکوي؟
ځواب : زما باور دادی چې د سولې لپاره اوسنۍ هڅې د هماغو ماتو او تيروتنو پايلې دي، په واقيعيت سره په دي ډول غواړي چې د نړيوالو په سترګو کې خاورې واچوي، خوسوله او مصالحه ددي ستونزو څخه د راوتلو د حل يواځينۍ لارده . د افغانستان ټولنه يوه قبيله وي ټولنه ده؛ ديموکراسي په افغانستان کې ډير د استعمال وړنده که چیری يو ځل بيا قبيلوي او عنعنوي نظامونو ته چې افغانستان يي د يو وروسته پاتي هيواد په توګه بدل کړی دی وخت ورکړل شي او يو ځل بيا دغه ډول نظام حاکم شي ستونزه به لاډیره شي، خوزه له دی خبرو سره مخالف يم .
زما په نظر افغانستان هغه خاوره چې ديموکراسۍ يي په خپله نړيوالو ته وړاندی کړه، کله چې کوروش کبير٢٥٠٠ کاله وړاندي د لومړي ځل لپاره د د بشری حقونو منشور په خپله مطرح کړ، هغه وخت په غرب کې د ديموکراسۍ خبره نه وه . د افغانستان تاريخ که په مختلفو پړاوونو کې د بحث او ازيابۍ لاندی ونيول شي داسی پايله ترلاسه کوو چې دغه هېواد د هر ډول ديموکراتيکو اصلاحاتو د منلو لپاره تياری لري .
خو په افغانستان کې ديموکراسي په سياسي بحث او خبرواترو بدله شوي ده، زه فکر کوم ديموکراسۍ يو سياسي بحث نه دی بلکې يو ارزشي مبحث دی که چېري دديموکراسۍ ارزښتونه په سمه توګه پلي شي د افغانستان ټولنه ښايې د ديموکراسۍ د منلو لپاره ښه تياری ولري . دا چې وايو ديموکراسي په افغانستان کې سياسي پديده ګرځيدلې داده چې بیلابیل هېوادونه غواړي ديموکراسې په خپل ډول په افغانستان تحميل کړي.
که چېري تاريخ ته وګورو افغانستان په وروستيو سلوکلونو کې بیلابیل سياسي نظامونه تجربه کړي د امان الله خان نوښتګر حاکميت، د نادرخان مطلقه شاهي رژيم، د ظاهرشاه د وخت نيمه ديموکراسۍ، د داوودخان نيمه جمهوريت، کمونيستي حکومت، د مجاهدينو حکومت او د طالبانومذهبي حکومت دی ټولو په يو ډول په قبيله يي او سنتي جرګوټینګار کړی او هغه يي تجربه کړي دي، خو دغو جرګو دومره اغيزمنتيا نده لرلې، اوس څنګه افغان دولت چې بنسټ يي په د ديموکراتيک سيستم سره ايښودل شوی يو ځل بيا دی قبيلوي او سنتي جوړښتونو ته مخه کوي .؟
ځواب : څو مهمي مولفی د افغانستان د سولې په بحث کې له پامه غورځيدلي دي:
١_ د بحث مشروعيت: ايا د هغی سولې څخه چې په افغانستان کې پري خبري اتري کېږي خپل مشروعيت ترلاسه شو؟ زما په باور مشروعيت هغه وخت نه شي ترلاسه کیداې چې دا پروسه د سولې د ميکانيزمونو په شکل جوړه شي . موږ داسی ولسمشر لرو چې سعودي عربستان ته سفر کوي او د عربو له پادشاه څخه د سولې د منځګړيتوب غوښتنه کوي، زما په نظر د ولسمشر دغه حرکت ملي مشروعيت نلري. د سولې خبري اتري د ولسمشرله واک څخه وتي او دغه مسله ملي مشروعيت ته اړتيا لري. ملي مشروعيت د ملي خبرواترو څخه لاس ته راځي چې په هغی کې ټول سياسي، اقتصادي بنسټونه برخه ولري. دغه خبري اتری بايد يو ميکانيزم رامنځ ته کړي، لدی لاری څخه د افغانستان دولت کولای شي ددغه ميکانيزم د اجراکوونکې په توګه عمل وکړي.
٢_ دوهمه خبره داده چې تراوسه موږ نه يوو توانيدلي دافغانستان د شخړي او منازعي د حل لپاره سمې څيړني او تحيقات وکړو. چې ولي افغانستان د ملي او نړيوالو شخړو په يوه مضمون بدل شوی دی . آيا موږ پوهيږو چې پدي شخړو کې څوک مهم او کېلدي رول لري، د افغانستان تاريخ په دی برخه کې څه حکم کوي ؟ آيا په رښتيا هم موږ يو جګړه پالوونکې هېواد او ټولنه لرو؟ که چېری اوسو د قومي، سمتي، ژبني او نړیوالو منازعاتو عوامل څه دي . په افغانستان کې هيڅ کله په دی برخه کې سمه څيړنه نه ده شوی.
٣_ دريمه خبره داده هغه څېړنی او پاليسي چې په افغانستان کې د سولې لپاره ترسره کېږي دغه دوه مؤلفی نلري. بناً هره هغه څيړنه او پاليسي چې د مشروعيت او څيړني پرته ترسره کېږي تيروتنه ده، او دغه ډول پاليسي نشي کېدلای ښې پايلې ولري. په ننۍ نړۍ کې د کره څيړنو، د عواملو د پيژندنی، او د حل د مناسبو لارو چارو پرته چې هر ګام ايښودل کېږي يوه لويه تيروتنه ده.
٤_ څلومه خبره د ميکانيزمونوايجادول دي. شايد د جرګو جوړول وکولای شي ددي ميکانيزمونو ځيني برخې جوړې کړي، خو د ټولو ميکانيزمونو مجموعه سوله پالنه نده بايد دغه ميکانيزمونه د وخت په منطق سره جوړشي. ٢١پيړي دا ايجابوي چې نړۍ او ملتونه بايد يو بل ډول عمل وکړي اوس په افغانستان کې د ملي او نړيوالې ټولنې د مشارکت مبحث مطرح دی.
خو هغه څه چې همد اوس يي موږ هم ګورهغه دادي چې غرب غواړي د بالکان تجربه په افغانستان کې تکرار کړي، هغه ځاي چېری چې د ناټونظامي چورلکو سوله په خلکو ومنله خو اوس موږ داسې بالکان لرو چې هره ګړۍ په هغې کې د تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو ویره شته؛ همدا لامل دی ترڅو چې په افغانستان کې د سولې پالنې ظرفيت نه وي رامنځ ته شوی، تر څو چې افغان دولت د سولې د ستراتيژۍ وړتيا نه وي پيداکړي د سولې دغه بهير به کومې پایلې ته ونه رسيږي .
پوښتنه : هغو ټکو ته په پام سره چې تاسو يې يادونه وکړه او دا واقيعيت چې د سولې په پروسه کې دغه ټکي په پام کې ندي نيول شوي، په افغانستان کې د سولې راتلونکې څه ډول وينۍ ؟
ځواب : موږ په نړیوالو حقوقو، نړيوالواړيکو، په حقوقي او دولتي سيستمونو او ميکانيزمونو کې دوه ډوله سوله لرو. يوه سړه سوله چې عبارت د اوربند څخه ده، دا هغه سوله ده چې يواځی پکې د جنګ نه کول مطرح دي. بله یې بیا ګرمه او مثبته سوله ده چې په هغی کې په ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې هم سوله رامنځ ته کېږي، که چېري سوله د اقتصادي، فرهنګي، اجمتاعي امنيت لامل وګرځي نو دا يوه پايداره او دايمي سوله ده.
خو د سولې په لوري زموږ اوسنی حرکت، د سړې سولې په لوري يو حرکت دي چې پايله به يي يو لنډ مهاله اوربند وي، دا سوله به اوږدمهالې او دایمي سوله نه وي.
پوښتنه : خو له دولت سره د ګلبدين په څير د يو شمېر څيرو يو ځاي کېدل، چې خپله يي د القاعدي سره د اړيکو لرل منلي، له دی ډول جنګسالارانو سره يو ځاي کېدل د لنډ مهاله سولې د رامنځ ته کېدو پر ځاي د ديموکراسۍ د کمزورتیا لامل نه ګرځي؟ تاسې په افغانستان کې د ديموکراسۍ راتلونکې څنګه ارزوۍ؟
ځواب : زه پدی برخه کې نشم کولای کومه تبصره وکړم، ځکه د افغانستان هر وګړی ددی مسئلي د پایلو په اړه وړاندوینه کولای شي. موږ په تيرو ديرشو کلونو کې دغه ډول جوړجاړی تجربه کړی او د هغې پايلې مو ليدلي دي. که چیری سوله يو ځل بيا له داسی کسانو سره چې تاسې يي نوم واخيست وشي، او لدی اوسني عناصرو سره يو ځای شي په هېواد کې به د سولې، دولت جوړونې او ديموکراسۍ ته ډيرې ناوړه پايلي ولري.
پوښتنه : ايا موږ همداوس د ديموکراسۍ په مسير کې قرار لرو او که نه؟ که چېري قرار لروکومي ستونزې په افغانستان کې د ولسواکۍ په وړاندي موجودې دي. ستاسي په نظر سترې ننګونې کومې دي ؟
ځواب : موږ اوس ديموکراسي نوې تجربه کوو، موږ بايد يوه سلسله قبول شوي نړيوال جوړښتونه ومنو. موږ په داسی دريځ کې يوو چې همدا اوس د جګړې سره لاس ګريوان يوو، دا يوه ډيره ستونزمن پړاؤ دی په داسې حالاتو کې تل ديموکراسي کمزوری او ماتيدونکي وي.
البته يوې خوا ته داسی بنسټونه، ارزښتونه او څيري شته دي چې د نظام د ديموکرات کولوهڅې کوي، همدا چې موږ او تاسې همدا اوس د ديموکراسۍ په اړه خبرې کوو دا په خپله ددی ښکارندویې کوي چې د ديموکراسۍ د پياوړي کولو لپاره کار وو. همدا چې د افغانستان مدني ټولنې نسبي شکل نيولی دی، دا په ګوته کوي چې موږ د ديموکراسۍ په لوري حرکت کوو. کله چې موږ په افغانستان کې د بيان ازادي، د رسنيو ازادي او د ټولنو ازادي وینو دا جوتيږي چې موږ د ديموکراسۍ په لورې ګامونه پورته کوو. د بیلګې په ډول د ولسمشری او پارلماني ټاکنو ترسره کول ،دا کار په ګوته کوي چې موږ دولسواکۍ په لوري د حرکت په حال کې يوو.
ددی ټولو تر څنګ يوه بله ستره ستونزه چې د ديموکراسۍ په وړاندی شتون لري، هغه تر ټولو دمخه معلومات او اطلاعات دي. ځکه چې معلومات د انتخاب لپاره زمينه برابره وي. اطلاعاتو ته لاس رسې بايد په افغانستان کې عام شي. دولت او نړيواله ټولنه بايد دی ته متوجه شي چې اطلاعاتو ته لاس رسی کولاي شي ديموکراسي په افغانستان کې افغاني او عامه کړي . دولت بايد اړ شي چې د تخصص، بوديجي، پاليسیو او عملي پروګرامونو په اړه پراخه معلومات نړيوالې ټولنې او ټولو افغانانو ته وړاندې کړي.
اطلاعات د شعوري انتخاب زمينه خلکو ته برابروي، تر څو چې وګړي اطلاعاتوته لاس رسی پيدانکړي او دولت خلکو ته د اطلاعاتو په رسولو مکلف نشي، په افغانستان کې ديموکراسي ښايي د يوه ستر ګواښ سره مخ شي. د ديموکراسۍ په وړاندی يوه بله ستره ستونزه داده چې افغاني مدني ټولنې يوه سمبوليکه بڼه غوره کړي ده، مدني ټولنه بايد لدی حالت څخه راووځي او په ټولنه کې د يوه واقيعت په توګه ومنل شي.
د افغانستان ولسمشر په بيلابيلو برخو کې د ٤٥ څخه زيات مشاورين لري، خو د مدني ټولني د استازي په توګه يو تن هم د هغه د سلاکار په توګه نشته، دولت له يوې خوا په هېواد کې دديموکراسۍ د تامين ادعاکوي خو له بلې خوا د افغانستان مدني ټولنه په رسميت نه پيژني .
يو بل ستر ګواښ د بي هدفه رسنيو شتون دی، زموږ رسنۍ بايد په رسالتمندو او باهدفه رسنيو بدلې شي . موږ په افغانستان کې رسنۍ لرو چې د ديموکراسۍ لپاره کار کوي، خو يو زيات شمېر رسنۍ د جنګسالاريزم پوري تړاک لري او جنګسالارۍ ته کارکوي چې يو ډول مبتذلو او خاصوايديالوژيو څخه متاثره دي.
ددې ستونزې څخه د راوتلو لپاره بايد نړيواله ټولنه او هغه بين الملي نهادونه چې دديموکراسۍ د تأمين لپاره کارکوي، بايد پورته درې خبرې په نظرکې ونيسي
ښاغلي ستيز! هغه څه مو چه تراوسه وويل ډیری وړانديزونه او نظريات وه تر کومه بريده له اوسني حالت څخه خوښ یاست؟
ځواب : زه اوسني حالت ته يوڅه خوشبين يم خو له زيات زړه نازړه توب سره، زما خوشبيني داده چې موږ اوس نړيواله ټولنه د ديموکراسۍ د ساتونکو په توګه په افغانستان کې له ځانه سره لرو. او داد هر چا لپاره چې د ديموکراسۍ د تأمين او د بشري حقونو د رعايت په برخه کې کارکوي، يو لوی زېری دی. ددی تر څنګ موږ يو قانوني ولسواک چوکاټ چې د هېواد اساسي قانون دی هم لرو، او زه دی مسئلې ته هم خوشبينه يم. بناً ددی بهېر لپاره د يوه نړيوال ملاتړ، ساتوونکې، او يوه قانوني چوکاټ درلودل زما درخوشبينۍ عمده لاملونه دي.
پوښتنه : ستاسی ويره او زړه نازړه توب هم د هغو مواردو څخه سرچېنه اخلي چې د مخه مو يادونه وکړه؟
ځواب : هو، همداسې ده.

