ښاغلی بارکزی اوس مهال د ټاکنو خپلواک کمیسيون د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو لپاره کوم ګامونه پورته کړي دي؟
له یوی میاشتي وړاندي لسو ډولو په بیلابیلو څانګو کې منظمي جلسی د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په برخه کې تر سره کړي، ددغو ډلو کار د مارچ په ۱۶ چې د ۱۳۸۸ د کب ۲۵ مه کيږي پاې ته ورسید چې په پایله کې کاري پروګرام او ټاکنیز لګښت نهایې شول. دمګړۍ د ټاکنو د بهیر په عملیاتي پروګرام روان دی؛ په ټولیز ډول د پارلمانې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۷ نیټه به ترسره شي ټول کارونه د پروګرام مطابق ښه پرمخ روان دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون به څه مهال د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره مهال ویش اعلان کړي؟
په نظر کې ده چې د راتلونکي لمریز کال ۱۳۸۹ د وري په ۲ مه نیټه به د پارلماني ټاکنو مهال ویش د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوری اعلان شي.
کله کله د رسنیو له لاری د پارلماني ټاکنو د مالي تمویل په برخه کې د ځینو بهرنیو هیوادونو د ناخوښۍ خبری کيږي، ستاسې په اند به نړیواله ټولنه د پارلمانې ټاکنو لګښت ته غاړه کیږدي؟
ډاډمن یم چې نړیواله ټولنه به د پارلمانې ټاکنو لګښت کوم چې د ولسواکې یو له مهمو بنسټونو څخه دی په خپله غاړه واخلي، او افغانان به یواځې پری نږدي.
که چیری د بیلا بیلو دلایلو لمخې یوناما او نړیواله ټولنه د ټاکنو لګښت په خپله غاړه وانخلي، چاره څه ده؟
دا به د افغانانو لپاره یو خواشینوونکې خبر وي، که چیری دا کار وشي د ټاکنو په ترسره کیدو کې به ځنډ راشي.
آیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په جوړښت کې د کوم بدلون احساس کوې؟
زه د هر ډول اصلاحاتو څخه چې د رڼو ټاکنود ترسره کیدو په برخه کې ترسره کیږي ملاتړ کوم، اود اصلاحاتو د راوستو لپاره د ټاکنود خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې د بدلون په راوستلو سره هیڅ ستونزه نه لرم.
آیا تر اوسه پوری د کمیسیون په جوړښت کې کوم بدلون او اصلاحات رامنځ ته شوي دي؟
دمګړي د پنځو ولایتونو ولایتي مسؤلین له دندو څخه ګوښه شوي او دامهال د اسنادو او شواهدو د راغونډولو په هڅه کې یو تر څو هغوې عدلي او قضايې ارګانو ته وروپیژنو. شاوخوا ۶۰۰۰ هغه کارکوونکو مو چې په درغلۍ او سرغړونې کې لاس درلود او د دوی نومونه مو په تور لیست کې شامل کړي، تر څو دوي د دوهم ځل لپاره ونه شي کولاې د کارکوونکې په توګه د کمیسیون له لوری غوره شي، دغه راز نور ګامونه مو هم تر لاس لاندی دي د هغې له ډلې څخه درته ویلې شم چې د ولایتي مسؤلینو د بدلیدو څخه درته یادونه وکړم. مونږ د خپلو ټولو ولایتي دفترونو مسؤلین له یوه ولایت څخه بل ولایت ته بدل کړي، او ټاکل شوې چې دغه کار د نوي لمریز کال په پیل کې ترسره کړو. خو ځينې بدلونونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې یواځې د ولسمشر کرزي کار دی.
د تیرو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پراخو درغلیو ته په پاملرنې، په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره کوم کارونه تر لاس لاندی لرۍ؟
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د درغلۍ د مخنیوي لپاره په یوه پالیسۍ کار کړي اوهغه یې له نورو اړوندو بنسټونو سره شریکه کړې، غواړم ووایم دافغانستان د ټاکنو په پروسه کې داسي په نظر کې نیول شوې چې د رایو شمیرل د رای ورکونې په محل کې ترسره شي، ددې پروسي د غوره ترسره کیدو لپاره باید د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو استازي، رسنې او څارونکي په محل کې فعاله شتون ولري او په دی برخه کې پوره همکاري وکړي. زما په اند به دا د کمیسیون لپاره ډیره ګرانه وي چې په یواځې سر د خپلو ۱۶۰ نه تر ۱۷۰ زرو مؤقتو کارکوونکو کوم چې د ورځې د مزدور په توګه له کمیسیون سره کار کوې سل په سلو کې څارنه وکړي، په داسی حال کې چې دا کار د سیاسي ګوندو او کاندیدانو د استازو، څارونکو او رسنیو په متقابله همکارۍ سره امکان لري.
ویل کیږې ولسمشر کرزي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په جوړښت کې دوه بهرنیان منلي، آیا دا واقعیت لري؟
د قانون مسوده د ولسمشر کرزی له لوری توشیح شوې، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د غړو شمیراو یا دا چې افغانان وي یا نه وضاحت نشته، دا کار د ولسمشر واک او صلاحیت دې چې د مجلسینو د ریسانو او د ستری محکمې د رییس سره یې په مشوره ټاکې. که ولسمشر وغواړي ددې کمیسیون دوه تنه غړي بهرنیان هم شتون ولري، د قانون له پلوه کومه ستونزه نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په دغه ترکیب سره به په ټاکنو کې له درغلۍ څخه مخه ونیول شي؟
دا کار د د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په داخلي طرزالعمل پوری اړه لري، چې په څه ډول د خلکو شکایتونو اوري او هغه ارزوي څو په ټاکنو کې روڼوالې او شفافیت رامنځ ته شي.
آیا نوي راي ورکوونکې ( دزمري 29 له ټاکنو وروسته) به ولایتي دفترونو ته په ورتګ سره به وکولای شي خپل نومونه ثبت کړي؟
د ۱۳۸۹ لمریز کال د وري په دوهمه نیټه هغه مهال چې د پارلمانې ټاکنو مهال ویش اعلان شو، یوی میاشتې لپاره هغه رای ورکوونکي چې تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی وي، یا له یوه ولایت څخه بل ولایت ته کډه شوي، او یا هم له مهاجرافغان ګډوال بیرته هیواد ته راستانه شوي وي، په نظر کې لرو تر څو دغه خلک په ولایتونو او مرکز کې د ټاکنو د کمیسیون مرکزونو ته ورشي او خپل ځانونه ثبت او راجستر کړي.
کاندیدان په کومو شرایطو کولای شي خپل ځانونه ثبت کړي؟
د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د هغو نویو بدلونو په رامنځ ته کیدو سره د پارلمانې ټاکنو نوماندان باید د خپلو ۱۰۰۰ پلویانو د رای ورکونې د کارتونو شمیرې له ځان سره ولري او دغه راز ۳۰۰۰۰ افغانۍ د ضمانت په ډول د کمیسیون ځانکړي حساب ته ورکړي.
د پارلماني کاندیدانو د نوم لیکنې کره مهال کله دي؟
د ټاکنو د مهال ویش سره سمه چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وري په دوهمه نیټه به اعلان شي، ټاکل شوي د کاندانو د نوم لیکنې لړي د غوایې په میاشت کې پیل شي.
په پاې کې که امکان ولري ستاسې په شخصي اند په افغانستان کې د دیموکراسۍ او آزادو او عادلانه ټاکنو د راتلونکي څنګه ارزوۍ؟
که چیری وغواړو په افغانستان کې دیموکراسي پیاده او آزاده، عادلانه او رڼې ټاکنې ولرو نو ددی لپاره د ټولو هغو اړخونو ریښتینوالي ته اړتیا لیدل کیږي کوم چې د ټاکنو له پروسی سره سروکار لري، دغه ژمنتیا نه یواځې د ټاکنود خپلواک کمیسیون بلکه افغان حکومت، امنیتي ځواکونو، پارلمان، نړیوالو او کورنیو څارونکو، د سیاسي ګوندونو او کاندانو استازو، رسنیو، رای ورکوونکو او ټولو هغو کسانو چې په دغه پروسه کې دخیل دي، تړاک پیدا کوي.
دوشنبه، ۲ وری ۱۳۸۹ - ۶:۲۰
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشاء مرستیال زکریا بارکزي سره د پارلماني ټاکنو په اړه مرکه
ظاهراضطرابی
Write Your Comment
د ورځې وروستې خبرونه
• مصباح: افغان کريکټ لوبډله بايد نورې لوبې هم وکړي
• پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی
• بانکي: عرب ليګ د سوريې لپاره د م.م مرسته...
• د بلوڅانو پر حالت کانګرس کمېټې غونډه وکړه
• د بشر نويد کالم،پښتونخوا:د اجمل خټک ډايرۍ خپرول...
• اوونيز ويديويي رپوټ: هلته دلته
• په کابل کې سړې هوا په نشه روږدي کسان...
• حميد حسن: گټل بايلل نه ، ښه لوبه مهمه...
• د کریکټ یوې ورځنۍ لوبې ګټونکی څوک بولئ، افغانستان...
• ګیلاني: افغان سوله باید د پاکستان په زیان تمامه...
• پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی
• بانکي: عرب ليګ د سوريې لپاره د م.م مرسته...
• د بلوڅانو پر حالت کانګرس کمېټې غونډه وکړه
• د بشر نويد کالم،پښتونخوا:د اجمل خټک ډايرۍ خپرول...
• اوونيز ويديويي رپوټ: هلته دلته
• په کابل کې سړې هوا په نشه روږدي کسان...
• حميد حسن: گټل بايلل نه ، ښه لوبه مهمه...
• د کریکټ یوې ورځنۍ لوبې ګټونکی څوک بولئ، افغانستان...
• ګیلاني: افغان سوله باید د پاکستان په زیان تمامه...
د اونۍ وروستۍ مرکې

