ښځو چارو پخوانې وزیری او د جمهوری ریاست لپاره لومړنۍ کاندیدی میرمن مسعوده جلال سره مرکه 


په پیل کې که خپل نظر د ښځو د ورځې ( د مارچ اتمې)  په اړه راته وویاستalt 


ټولو ته غوره معلومه ده چې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ، د ښځو د ملي وحدت او یووالي ورځ ده، ‎چې دغه ورځ باید د نړۍ تولی ښځې یو له بل سره لاس یو او د سړیو سره یو شان خپل حقونه ترلاسه او په ژوندانه کې له ټولو ټولیزو ستونو څخه خلاصی ومومي او د نارینه ؤ په څیر په ژوند وکړي.


دغه ورځ په افغانستان کې د نړیوالي ټولنې له راتګ سره سم هر کال د دولت او نورو بنسټونو له لوری لمانځل کیږي. رسنۍ او نورمدني بنسټونه ددی ورځې په لمانځلو سره د ښځو  ستونزی ګوري او له راسپړلو وروسته يې له نورو سره شریکوي؛ خو زما په اند که چیری د مارچ اتمه (د ښځو نړیواله ورځ) له نمایشي بڼې څخه راووځې او عملي بڼه غوره کړي، نو غوره او بهتره کار به وي.


"زه فکر کوم باید د نمایش پرځاې دولت او واکمن بنسټونه چې په دغه برخه کې کار او فعالیت کوي په دغه ورځ ښځو ته ووایې چې تیر کال یې د ښځو د روغتیا، زده کړي او کار په برخو کې څه ترسره کړي، او کوم عملي ګامونه يې پورته کړي دي، دغه راز په راتلونکي کال کې پروګرامونه تر لاس لاندی لري؛  خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې ددی ورځي لمانځل اوس مهال په نمایشي بڼه کوم اغیزمن کار نه په ګوته کیږي."


په دا تیرو اتو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو وروسته د ښځو په ژوندانه کې کوم مثبت بدلونونه، او په کومه برخه کې رامنځ ته شوي دي؟


اغلی جلال زیاتوي مخکې له هغې چې امریکا افغانستان ته راشي او د طالبانو په وړاندی جګړه پیل کړي، د امریکا د ولسمشر جورج ډبلیو بوش له شعارونو څخه یو شعار هم دا ؤ چې د افغاني ښځو په ژوندانه کې جدي بدلونونه رامنځ ته کړي. دغه شعارونه لکه څنګه چې يې تمه کیده عملي نه شو؛ باید وویل شي چې افغاني ښځې د نړیوالو په مرسته وتوانیدلی ښی لاسته راوړنې ولري.

د بیلګې په ډول د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو او نر حقوق مساوي ذکر شول، په پارلمان کې د ۲۵ چوکیو ورکړه او په ټاکنو کې د ښځو فعاله ونډه. دغه راز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو نشو کولای له کور بهر وځي، خو اوس کولای شي له کوره بهر کار وکړي، نجوني کولای شي ښوونځې ته لاړې شي دا ټول هغه څه ؤ چې ښځو د نړیوالي ټولنې په مټ ترلاسه کړي دي.


دا ټول د ښځو د هڅو په مټ ترسره شول، یعنې هری ښځې غوښتل ښوونځی ته لاړه شي نو کله چې ورته شرایط مساعد شول د چا د تشویق او هڅونې پرته ولاړی، او دغه راز هغو ښځو چې غوښتل کار وکړي په خپله خوښه یې د ځان لپاره د شرایطو په برابریدو کار پیل کړ. خو کله چې ښځو غوښتل په ټاکنو کې ګډون وکړي نه نړیوالی ټولني او نه هم دولت له دوي نه ملاتړ په ډاګه کړ.


میرمن جلال که چیري دافغانستان په پارلمان کې ښځو ونډي ته وکتل شي دغه شمیره د نړۍ د ډیرو هیوادونو په پرتله زیاته ده، نو د پارلمان ښځینه غړي ولي ونه تواندی فعاله رول ولوبوي؟


هغه په دی اړه بیلابیل دلیلونه په ګوته کوي او وايې: "زما په انده د ښځو تړاک ځینو ډلو ټپلو سره  اود ښځو د حقونو په اړه نه پوهیدل  او یا داچې د ښځو لپاره باید څه ترسره شي، د ښځو ناسم او کمزور ظرفیت او توانایی په ځانګړي ډول د پارلمان د ښځینه غړو او نور."

هغه ښځی چې د ولس د استازو په توګه يې پارلمان ته لاره پیدا کړه د یو څو ګوته په شمار میرمنو له ډلي پرته پاتی نوری يي د بیلابیلو ډلو سره تړاک لري او د هغوي د سیاسی او قومي موخو لپاره مبارزه کوي نه د ښځو د حقونو په اړه. دغه راز هغه ډلي چې د ښځو په حقونو باور نه لري په عمدي ډول له هغو ښځو ملاتړ کوي چې د دوي ګوند ته وفاداره وي. په ډیری پیښو کې ښځې ددی پرځاي چې په خپلو حقونو بحث او خبری وکړي، د قومي مذهبي مسایلو نه يی دفاع کړی همدا لامل دې چې د پارلمان ۶۸ ښځینه غړو ونه شو کولای د ښځو یوه مهمه او اساسي ډله کومه چې رهبري کوونکي وي جوړه کړي. 

دریمه خبره د پارلمان دښځینه غړو د ظرفیت کموالی دی کوم چې له ټولنیزه ، جګړه ایز او بی سواۍ له امله ښځو تجربه کړی. زه هیله منه یم په راتلونکو ټاکنو خلک هغو ښځو ته رای ورکړي کومې چې د ښځو د حقونو په اړه فکر کوي نه د سیاسي مسایلو او قومیت په اړه.


په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د جمهوری ریاست پوست ته د لومړنۍ ښځې کاندیدی په توګه، هغه مهال د کومو مسایلو سره مخامخ شوۍ. آیا خلکو ستاسی له کاندیدو څخه هغه څه چې تاسي انتظار کاوه، ملاتړ وکړ؟


"ما چې په تیرو ټاکنو کې ګډون وکړ هغه مې د شهرت د ترلاسه کولواو حواسو لپاره نه ؤ. ما واقعا غوښتل ښځو ته خدمت وکړم او غوښتل مې د نړیوالی ټولنې او د افغانستان د خلکو اهداف تر لاسه شي."


نوموړې زیاتوي ما دغه اهداف په ازادانه ډول له کوم کورنی او بهرنی سیاسي تړاک پرته ترسره کړل، له همدی امله د خلکو له لوری زیاته ونازول شوم، چې دا زما لپاره بی نظیر ؤ.

هغه مهال ما هیڅ پیسی نه درلودی چې د ددی کارونو لپاره یې لګښت ورسوم خو خلک به جوش او ولولو راتلل او خپل ملاتړ به یی څرګنداوه...خو ټول څه زما د تمی خلاف ترسره شول، زه باوری  یم هغه مهال د نړیوالی ټولنې هدف له یوه ځانګړي شخص څخه ؤ، نه داچې  دغه روند په دیموکراتیک ډول عملی شو.


په دغه ورځو کې چې د طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یو ځل بیا مطرح شوی ستاسي نظر په دی اړه څه دی؟ آیا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو ځورول که چیرې طالبان یو ځل بیا په واک کې شریک شي، د ښځو لپاره به د منلو وړ وي؟


د میرمن جلال په وینا د افغانستان ښځې د سولې او امنیت غوښتونکې دي. له سولی او امنیت پرته هیڅوک نه شي کولای په ارامه ژوند وکړي؛ خو د طالبانو سره د خبرو اترو موضوع د افغانستان د اساسي قانون په رڼا او د نن ورځی د لاسته راوړنو په پایله کې تر سره کیږي، د ټولو لپاره د منلو وړ دی؛ خو که چیری دغه خبری اتری یوه سیاسي جنبه ولري او په دی کې د ښځو او بشری حقونو ته پاملرنه ونه کړي نه یواځې دا چې د ښځو بلکه د ټولو لپاره به د منلو وړ نه وي.


تاسی یوه دوره د حامد کرزی په حکومت کې د ښځو چارو د وزیری په توګه کار وکړ، ستاسي په اند ښځې په کومه برخه کې ډیری ستونزی لري؟


د افغاني ښځو  ستونزی ډیری ستری دي، په دغه ستونزو کې بی سوادي، د ناسم ټولیزه دود او دستور، فقر، کورنۍ ستونزی، روغتیایی ستونزی او نور.... دي.


هغې وویل: "ما یو څه وخت د ښځو چارو د وزیری په توګه کار وکړ، هڅه مې وکړه د ښځو ستونزی هواری کړم چې د دې ستونزو د حل لپاره مې پنځه کلن پلان د  ښځو چارو وزارت لپاره جوړ کړ."


اوس باید نړیواله ټولنه هڅه وکړي د ښځو په وړاندی رامنځ ته شوی ستونزی له منځه یوسي، ښځو ته روغتیایی استانتیاوي، د ښوونې او روزنی په برخه کې اسانتیاوي رامنځ ته کړي. دغه راز د هغو کسانو مخه ونیسي چې په دولتي ادارو کې کار کوي او بیا هم د ښځو حقونو ته په درنه نه ګوري، که چیری مخه يې ډب نه شي باید له دندو ګوښه شي.

 د دولت پاملرنه د ښځو حقونو ته ډیره اړینه ده ، ځکه هغه پانګه چې نړیواله ټولنه په دی برخه کې ورکوي د دولت له لوری په لګښت رسیږي.

له همدی امله که چیری دی کار ته افغان دولت پاملرنه ونه کړي باید پری فشار راوړل شي تر څو د ښځو حقونو په کامل ډول پاملرنه وکړي، او خپلو ټولو خبرو ته عملي بڼه ورکړي.