داکتر محب الله زغم، ځوان لیکوال او ناول کښونکی
د پښتو ژبی له پیاوړی لیکوال او ناول لیکونکي داکتر محب الله زغم سره مرکه، چې تازه یی د ځانمرګي په نامه ناول له چاپه راوتی دی.
1. که په لومړۍ سر خپل ځان په لنډ ډول راوپیژنۍ( د زوکړی او زده کړی په اړه معلومات راکړۍ، له څه وخت راهیسې مو د ناول لیکلو ته مخه وکړه او تر اوسه څو ادبې آثار لري؟  
د لوی خدای په پاک نامه، زه په ۱۳۵۱ لمریز کال د کابل په چلستون سیمه کې نړۍ ته راغلې یم، اصلې ټاټوبې مې د خوست ولایت د ټڼیو ولسوالې ده؛ زده کړې مې د لیسانس په کچه د کابل د طبې پوهنتون څخه په ۱۹۹۹ میلادی کې تر سره کړي  او تر دی دمه مې ټول ټال پنځه ادبې آثار چاپ شوې دي، د بیلګې په ډول د لنډو کیسو دوه ټولګې ، دوه ټولګې د ماشومانو لپاره کتابونه او یو هم د ځانمرګې په نامه ناول همدا اثر دی.
2. د ناول په اړه معلومات راکړۍ چې ناول په خپله څه شې دی، او له څه وخت راهیسې ناول لیکل په پښتو ژبه رواج شوي دي؟
ناول په خپله یوه اوږده کیسه ده چې په ګڼو موضوعاتو بحث کوي، خو یوه موضوع په کې اساسي رول لري هغه دا چې کیدای شي ناول د یو چا د ژوند یوه برخه راواخلي او یا یې هم ټول ژوند را وسپړي. ناول هم د لنډی کیسی، طنز او ځینو نور ژانرونو په څیر له اروپایې ادبیاتو څخه  پښتو ادبیاتو ته لاره موندلې ده، او دا چې په پښتو ژبه کې د ناول لیکل پیل شوې په دې اړه پوره معلومات نه لرم خو ما په خپله پخوانې ناول لیدلی او لوستې هغه د نورمحمد ترکې د بنګ مساپرې په نامه ناول دی. 3. د لنډې کیسی او د ناول تر منځ توپیر په څه ډول دی.؟
لنډه کیسه معمولاً یوه واحده موضوع رانغاړی ، کیدای شې ځینې فرعې موضوعات په اړخ کې ولري خو اساسې موضوع یې یوه ویې قوی پلاټ( قوې پیل،منځ  او پای) لري او د وخت له نظره ویل د ۵ دقیقو څخه تر نیم ساعت د کیسی لوستل په بر کی نیسي؛ خو دا تعریفونه ډیر دقیق هم نه دی کیدای شې چې د لنډې کیسې د لوستلو وخت تر ساعت پوری هم ورسیږي خو د پلاټ یا چوکاټ له نظره لنډه کیسه وي.ناول بیا ډيره اوږده کیسه وي ګڼ شمېر موضوعات ورکې را اخیستل کیږي لږ تر لږه دوه یا درې ساعته وخت په بر کې نیسې چې یو څوک هغه ولولي.
4. د څه مهال راهیسې مو د ناول په لیکلو شروع کړې ده، او څه ددې لامل وګرځید چې د ناول لیکل شروع کړۍ؟
دری کاله کیږې چې ما په لیکلو پیل کړې دی البته لنډی کیسې او طنزونه مې په لومړې سر کې ولیکل وروسته مې د ماشومانو لپاره ځینې لیکنې وکړې، شاوخوا دوه کاله کیږې چې په ناولونو باندی کار کوم. زه هم لکه د نورو افغانانو په څير له دا تیرو ناخوالو څخه چې په افغانستان کې تیر شو او طبعاً د هرچا زړه او احساس زیانمن کوې.زما د لیکنو لامل دا ؤ چې دا دری کاله مخکې ما د هلمند د کجکې ولسوالۍ په یوه روغتون کې کار کاوه، هلته می لیدل چې دا زمونږ خلک څومره بدمرغه دي او څومره ناخوالې لري نو دهمدی خلکو د ناخوالو د بیانولو لپاره ما د لنډو کیسو او ناول لیکلو ته مخه وکړه.
5.  له ناول څخه غیر په نورو کومو ادبې برخو کې لیکنې کوۍ ؟ لنډی کیسې لیکم، د ماشومانو لپاره طنزونه او کله کله شعر لیکم. 
6. د شعرونه کومه ټولګه مو تر اوسه چاپ  شوی او یا مو هم چاپ ته چمتو کړی ده؟نه شعرونه مې کم هم دې او بله دا چې  د کیفیت له نظره هم دومره لوړ نه دې چې په چاپ کیدو و ارزي.
7. تا په خپل دا نوي ناول چې د ځانمرګې په نامه دی، یوه ځانګړې توری استعمال کړي، د بیلګې په ډول  ( بوړۍ، پوجې، موټرګاټان، رخچینی او نور...) څه لامل وګرځید دا لهجه استعمال کړۍ؟
درسته ده، په حقیقت کې ددی ناول راوي د هلمند د کجکې ولسوالۍ اوسیدونکې دی او ټول ناول دده له لهجې روایت شوې  دی ځکه دغه اصطلاحات د یادی ولسوالۍ سیمه ایز اصطلاحات دې. په هغه ځاې کی خلک بوړۍ ژورو څاګانو یا ټیوب ویل ، پوجي  للون، موټرګاټان دوی موټرسایکل او رخچینی هم سیمه ایزه خولۍ ته وایي چې په مشرقي کی د کندهاری خولۍ په نامه یادیږي؛ په کتاب کې د ددی تورو ځاي پرځای معنا هم لیکل شوي څود نورو ژبو خلک هم پری وپوهیږي. په همدی اړه استاد نجیب منلی وایې که چیری تاسی د کومې لهجی اصطلاح کاروۍ باید په دومره مهارت سره هغه وکارۍ چی لوستونکی پری پوه شي.
8. که چیرې د ځانمرګې ناول ولوستل شي، نو وبه لیدل شي چې په هغه کې حماسي، مذهبې او هم سیاسي اړخونه راغلې دي، او  په اخری برخه کې خو ځانمرګې بلکل عاشق کیږي او کتاب هم په عشقې انداز سره پای ته رسیږي؛ ددی ځانګړتیاوې په څه کې دي؟
که چیری دغه خبره د لیدلوری له نظره وڅیړو وبه لیدل شي چې راوی په خپله د کیسی اتل دی او هغه کس دی چې ځانمرګی برید وکړي. ټول هغه څه چې په ناول کی رانغښتل شوي دده له طبعی او ژوند سره اړیکه لري. د بیلګی په ډول دی د مدرسی طالب دی په ژوند کې یې مذهبی انداز ډیر قوی او غښتلی دی او هر څه ته په دغه انداز سره ګوری  او مذهبې ارزښت ورته ورکوي، اوکله چې ځانمرګی د کیسی په پای کی مین کیږي هغه په انسان مین کیږي، دخدای په مخلوق مین کیږي، ځکه چی د ده معالج داکترمتصوف دی صوفی دی او په ساده اصطلاح طریقتی دی، او صوفیان داسی وایی که څوک له خدای سره مینه کوي هغه باید د خدای د مخلوق سره هم مینه وکړي، ځکه دا هر څه خدای پیدا کړي او په هر څه کی یې حکمت شته؛ همدا لامل دی چې قرار قرار دده مفکوره له تیزو مذهبی انګیرنو څخه را اوړي او  داسی احساس ورته پیدا کیږي چې انسان ژوند کولو ته پیدا شوي، ژوند باید وکړي مینه وکړي ځکه دا په اخر کی په هغې انجیلۍ مین کیږي.
9. د لیکوالۍ له نظره ناول په څو ډوله دی،او هم په خپله د ناول په لیکلو کې د کوم ادبې سبک پیروي کوۍ؟
که څه هم زه په دی برخه کې پوره معلومات نه لرم خو ګمان کوم چې ناول زیات ډولونه لري هغه څه چې ماته رامعلوم دي د موضوع له نظره هغه تاریخي، عشقی، حماسی ، ساینس فکشن، پولیسی ناولونه دي؛ او زه په خپله  د ریالیستیکې ډول پلوي یم او ریالیستیکي لیکنی کوم.
10. ولې په پښتو ژبه کې د ناول لیکونکې په شمار لرو، پداسې حال کې چې د شعر ویونکې ډیر دي، لامل یې څه وینۍ؟
که ریښتیا ووایو، که څه هم پښتانه شاعران ډیر دي خو ښه شاعران یې بیا هم ګوته په شمار دي، او بل ټکی چی زه یی وینم هغه دا چې د شعر لیکل دومره خواري نه غواړي یواځي فطری استعداد غواړي کله چې الهام په شاعر راځي د هغه ژبه روانیږي او یو څه لیکي ډيری خوارۍ او فکر ته اړتیا نه لري ځکه چې شاعر رقیقو احساساتو او رقیقو عواطفو ته ضرورت لري.
خو د ناول لیکل بیا ډير فکر او کار غواړي، د بیلګی په ډول ګمان کوم شاوخوا دوه کاله مخکې استاد سعدالدین شپون صاحب کابل ته راغلی وو ویل یی یو ناول می لیکلی چې ټول ټال دیرش (۳۰) څپرکی یا فصلونه لري اوویشت (۲۷) یی مکمل او دوه یې پاتی دي، دوه کاله وروسته شپون صاحب بیا کابل ته راغی تری ومی پوښتل شپون صاحب ناول دی څنګه کړ! هغه په ځواب کی راته وویل لس لس واری به می دغه دری فصلونه لیکلی وي خو خوند نه راکوي او بیرته یې ډیلیټ کوم.
مطلب دادی  چی د ناول لیکل د شعر تر لیکلو سخت دي او ګمان کوم چې همدا لامل دی د ناول لیکونکي لږ دي. ځیني ځوان ناول لیکونکي که څه هم غواړي ناول ولیکي  خو پرته لدی چې تخنیکی مسایل او تخنیکی اړخونه یې په پام کې ونیسي ناولونه لیکي چې دا کار پخپله د دوی د ناکامۍ سبب ګرځي؛ هغه څوک چې غواړي ښه ناول لیکونکي شي باید ډير ناولونه ولولي او وروسته یې په لیکلو پیل وکړي.
11. د ښه ناول ځانګړتیاوی کومې دي؟ او هم ستاسو له انده د غوره ناول لیکونکو ځانګړتیاوی په څه کې نغښتي دي؟
زما په اند ښه ناول هغه دی چې په پیل  کی تلوسه ولري، ځکه که چیری ناول تلوسه ونه لري لوستونکی یې نه لولي او په نیمه لاره کی یې پریږدي.ناول باید داسی تلوسه ولري که چیری یوځلي لوستونکی په لوستو پیل وکړي تر پایه یې په مینه ولولي.بله خبره چې مهمه ده هغه داده چې ناول ډیری باریکۍ لري نثر او ژبه یی مهمه ده چې په څه  ډول وي مکالمي باید په څه ډول وي، کرکترونه باید په څه ډول راوپیژندل شي چې دا ډيره مهمه مسله ده او البته د لنډو کیسو په برخه کې هم همدومره اهمیت لري او بلآخره موضوع مهمه ده چې په څه باندی سړی لیکنه وکړي او موضوع د لوستونکو لپاره په زړه پوری ده او که نه؟ او دغه راز پیغام هم مهم دی چې ته خلکو ته له خپل ناول څخه څه پیغام لري او کوم پیغام ورته رسول غواړی. زما په اند دا ټول مهم شیان دي چې باید ناول لیکوونکي یې د ناول لیکلو پر مهال په نظر کی ونیسي.
12. د ټولنې په وړاندی  د یوه هنرمند یا لیکونکې  مسؤلیتونه څه دي؟
څنګه چی لیکوال په ټولنه کې ژوند کوي نو د هر بل انسان په توګه دا مسؤلیت لري چې د ټولنی د خیر ښیګڼي په لار کې کار وکړي،دا کار په خپله ځینی مسؤلیتونه دده په غاړه ږدي چې هغه څه ولیکي چې خلک د سوله ایز ژوند، میني او انسانیت په لوری روان شي داسي پیغام خلکو ته ورسوي نه دا چی خلک لابدمرغیو، انحرافاتو او جنګونو ته وهڅوي، مهمه داده چې هر هنرمند باید خپل هنر ته ژمن واوسي کچیری هنرمند خپل هنر ته ژمن واوسي دغه نوری خبری په خپله په دی کی رانغښتل کیږي.
13. تاسو په څومره کچه د ټولنې ستونزې په خپلو آثارو کې رانغښتې او هغه مو راسپړلی دي؟دا پوښتنه باید له هغه چا وشي چې زما آثار یې لوستي دي، زه که په خپله هر څه ووایم دا به زما قضاوت وي نو غوره به دا وي چې لوستونکي په دی اړه په خپله څه قضاوت کوي، خو ما هڅه کړي دغه مسؤلیتونه په ښه توګه اداء کړم او بس.