نورالحق علومې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي، د ملې جبهې د رهبرۍ غړې او د ملې متحد ګوند رهبرنورالحق علومی: زما لپاره د رای ورکوونې په ورځ د خلکو امینت دومره مهم نه دي؛ بلکه له ټاکنو وروسته باید خلک د خپلو رنګ شویو ګوتو سره په آرامه فضا کې له ویرې او ډار پرته خپلې شپې او ورځې تیرې کړي

زمونږ ددې اونۍ مرکه د راتلونکو ټاکنو د امنیت او طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د ښاغلې نورالحق علومې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي، د ملې جبهې د رهبرۍ غړې او د ملې متحد ګوند رهبر، سره ترسره شوی ده.

 ٭ دې ته په کتوسره چې لږوخت راتلونکوټاکنوته پاتې دې، تاسې د امنیت په اړه څه فکر کوۍ، آیا د رای ورکوونکو امنیت به خوندي شي؟

باید ووایم چې امنیت یو مهم اصل دی چې د ژوندانه په ټولو چارو کې هغه لازم دی، اما ټاکنو امنیت د افغانستان کلې وضعیت ته راجع کیږي. مونږ یواځې باید د ټاکنو ورځې دامنیت په اړه فکر ونه کړو، باید د رڼو اوشفافو ټاکنو له ترسره کیدو ورسته هم د امنیت هڅې وکړو. د ټاکنو د مودې غزول داساسي قانون په خلاف په خپله د امینت تأمین وو، نن ورځ مونږ په هیواد کې د پراخو نا امنیو شاهدان یو، سره لدی چې کورنې اونړیوال امنیتې ځواکونه سل په سلو کې د رای ورکوونکو د امنیت دخوندیتوب خبری کوي، د هیواد په زیاتره سیمو کې خلک بیا په خپلو پښو د رای ورکوونې صندوقونو ته ورځي او د خپلې رای ارزښت د خپل ژوند څخه زیات بولي ، په ځانګړي ډول میرمنې نه شې کولای د امنیت د نه خوندیتوب له امله په ټاکنو  کې ونډه واخلي. بل لورې ته زما له انده د رای ورکوونکو دامنیت بحث دادی کله چې یو هیوادوال په خپلو پښو د رای ورکوونې صندوق ته ورشي، او خپله رای ورکړي ، خو د رای ورکوونې وروسته د خپلې هغه ګوتې سره چې د راې ورکوونې پرمهال رنګ شوې د هغه امنیت باید خوندې وساتل شي، ځکه له رای ورکوونې وروسته د هغه ژوند ژغورل مهم دي خو تراوسه پورې نه هم دولتې او نه هم نړیوالو چارواکو ددوې دامنیت د خوندیتوب ضمانت کړی دی.

٭که مشخص ووایې، ستاسو له انده په څو سوه مترۍ واټن کې کورنې او نړیوال ځواکونه د رای ورکوونې د مرکزونو د خوندې ساتلو توان لري؟

زه فکر کوم په ښارونو کې ددې امکان شته چې زیاتره خلکو امینت تأمین شي خو په اطراف کې تر ۷۰ سلنې د زیاتو خلکو امنیت به ونه نیول شي، څوخلک وکولای شي په آزادانه ډول سره په ټاکنو کې ونډه واخلي په ځانګړي ډول د هېواد په سویل او ختیځ  د مېرمنو ۹۰ سلنه برخه.

٭ د دولت او نړیوالو ځواکونو سره په جګړه کې ښکیلو طالبانو ګواښ کړی په هر ډول چې کیږې ټاکنې له ځنډ او خنډ سره مخامخ او لویې لاری وتړي، ستاسو له انده آیا طالبان ددغه کار د ترسره کولو توان لري؟

طالبان په هیڅ ډول یو ستر قوت نه دې ترڅو د دارنګه تهدید جرأت وکړي، خو دولت او نړیوال ځواکونه ېې پر وړاندې کمزورې عمل ترسره کړې چې نن ورځ هغوې قوې ترسترګو کیږي. بل لورې ته د ټاکنود خپلواک کمیسېون رییس ادعاکوې چې د نوم لېکنې مرحله طالبانو اخلال نه کړه اوحتې همکاریې ورسره وکړه، دا په خپله ددې ښکارندویې کوې چې هرڅوک کولای شي په هره سیمه کې چې زړه یې وغواړې له حده زیات د رای ورکوونې کارتونه ترلاسه او نن ورځ یې په کمپاین کوونکو پلوري. خو د ټاکنو او دټاکنو د ترسره کیدو سره طالبان سخت مخالفت کوي، خلکو ته ګواښونه کوي که څوک په ټاکنو کې ګډون وکړي له خطر سره به مخامخ شي.

٭ له طالبانوسره خبری اترې او د طالبانو ویشل په تندلارو او منځ لارو به د راتلونکې افغان دولت یو بحث وې چې په دې برخه کې ښکیل هېوادو له ډلې څخه انګلستان زیات تأکید کوي، خو ستاسې له نظره ولې دغې طرحې تر اوسه ونه کولای شول چې تحقق ومومې او دغه راز د امنیت د  تامین لپاره یوه لاره وي. څو ورځې وړاندې  دولت په بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو سره د  ډزبندۍ خبر وکړې وو، خو طالبانو دغه خبر ونه مانه؛ ددې طرحو دلیل چې تل د ناکامۍ سره مخ وي څه دی؟

له طالبانو سره خبری کولای شې د امنیت دثبات لپاره یوه غوره لاره وي. البته د دولت له ټولو مخالفینو سره په هر نامه چې وي. زما له انده یواځې نظامې لاره خپلول د حل لاره نه ده، فکر کوم د خلکو د زړه بدوالې مسله د دولت او دولتې کارکوونکو له کړنلاری څخه ده.

٭ تاسو فکر کوﺉ چې د اوسنۍ بدامنۍ ریښې د دولتې کارکوونکو د کارکولو سره تړاک لري؟
 زه په مطلق ډول سره پدې باوریم چې اوسنې امنیتې ستونزې دخلکو نه باور په فعلې دولت دې، ترڅو چې یو قوې دولت ونه لرو نه شو کولای له مخالفینو سره خبرې  اتر وکړو. په اصل کې هغوې د دغه کمزورې دولت په خولې باور نه کوي.

٭ ښاغلې علومې، د طالبانو سره د خبرو اترو مسله او دولت له لورې د طالبانو ویشل په تندلارو او منځ لارو چې د دولت دغه طرحه د هغوې  د سیاسي مخالفینو له لورې تر نیوکې لاندی هم راغلې او هغوې په منځ لارو  طالبانو هیڅ باور نه لري. ددې طرحې مخالفین وایې، د طالبانو سره خبرې اترې او د هغوې ویشل په منځ لارو او تندلارو کومه ګټه نه درلوده، د ملې پخلاینې کمیسیون د مجددې په مشرۍ په زرګونه طالبان د امریکا یې زندانونو څخه خلاص کړل ولې د امنیت د تآمین لپاره یې کوم اثرات نه درلودل. بل لورې ته طالبان خپلې مشخصې غوښتنې لري دبیلګې په ډول د اساسي قانون نه منل، د نړیوالو ځواکونو وتل له افغانستان څخه او یوه تندلاری اسلامې نظام رامنځ ته کول، نو د طالبانو ددغه شرایطو سره باید څه ډول عمل ترسره شي؟

دغه نظام او اساسي قانون د افغانستان وګړو ټولو په ګډو جوړ کړې او هیڅ یوه ډله نه شې کولاې هغه ونه مني باید وویل شې که د طالبانو سره باید خبرې د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي. په اساسی قانون کې بدلون زمونږ  غوښتنه هم ده  خو زمونږ بدلون د طالبانو سره توپیر لري. خوپه صراحت سره باید ووایم د دولت له د طالبانو سره دخبرو په اړه یو اړخیزه سیاسي عمل کوي.

٭سره لدې چې د هیواد سویلې او ختیځی سیمې زیاتی بد امنه وي، خو شمالې او نوری برخې ښې په نظر رسید؛ ولې پدې وروستیو کې د نامنۍ لمن شمال ته هم غزیدلې ده، ځینی هم د طالبانو ترڅنګ دریدل په نظام کې خپلمنځې اختلاف بولې، تاسې هم دغه مسئله منۍ؟

بلې، نن ورځ د ولسمشرۍ څوکۍ ته له ټولو ۴۱ تنوکاندیدان له ډلې څخه ۹۰ په سلو کې ددې هڅه کوې چې حکومتي نظام بدل کړي، دا په خپله ددې ښکارندویی  کوي چې خلک له حاکمیت څخه راضې نه دي. پس هغه ډلې چې په حکومتې چوکاټ کې کار کوي غواړي فضا متشنج  او  ټاکنې ترسره نه شي او هغوې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، بل لورې ته ټول دولتې مسوولین د ولسمشر په کمپاین مصروف دي چې دا په خپله ناارامۍ ته زمینه په ځینو سیمو کې برابروي.

‏٭ځینې هم ددې اندیښنه لري چې ناامنې په ځینو سیمو کې دیته زمینه برابروې چې په ټاکنو کې درغلې ترسره شي، ځکه هغه ځایونو ته به د څارونکو لاس رسی یو څه ستونزمن وي، تاسې پدې اړه څه فکر کوۍ؟

په نا امنه سیمو کې سلو په سلو کې درغلې صورت نیسي، دغو سیمو ته نه کورني اونه هم نړیوال څارونکي ورځي یواځې په هغه سیمو کې به د ولسوالانو حکومت وي او بس، چې کولای شي صندقونه د یوه کاندید په ګټه ډک کړي. بل لورې ته حکومت ددې هڅه کوي چې په بد امنه سیمو کې د راې ورکوونې صندقونه کیږدي او  امنیت یې هم د سیمې خلکو ته په واک کې ورکړي، چې دا په خپله په دغو سیمو کې د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندی راولي. مونږ له نړیوالو بنسټونو څخه  غواړو چې د ښو او رڼو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره مرسته وکړي  او پری نږدې چې د راتلونکې حکومت اساس او تهداب په تقلب او درغلۍ بنا شي.

٭ له ټاکنو څخه  د وروسته امنیت په اړه څه فکر کوۍ، که چیرې د ټاکنو پایلې شکمنې اعلام شي او یا هم خلک یا ځواکمن کاندیدان هغه ونه مني، تاسې د هغې راتلونکې پایلې څنګه ارزیابې کوۍ؟
 
خلک باید نا امنې له نظره لیرې ونه غورځوي او هغې ته باید متوجه وي، خو زمونږ اعتراض به که چیرې په ټاکنو کې درغلې رامنځ ته شي، په مدنې او قانوني چوکاټ کې وي.

٭ښاغلې علومې تاسې څه فکرکوۍ، که چیرې په ټاکنو کې درغلې صورت ونیسې ستاسې اعتراض او  نیوکې به د احمدې نژاد د مخالفینو په څير وي؟

درغلې له پیله څخه شروع کیږي. حکومتې چارواکو کمپاین، له دولتې امکاناتوڅخه هره ورځ ګټه پورته کول.
 
٭ که چیرې تاسې فکر وکړۍ چې د ټاکنو په پایلو  کې درغلې شوې، تاسې پایلې منۍ؟

په هیڅ صورت کې موږ هغه پایلې نه منو، مونږ به خپل شکایاتونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او نورو نړیوالو نهادونو ته ورسوو. د یوې درغلۍ منل او هغې ته تن کیښودل، د خلکو په حقونو پښې ایښودل دي.

ښاغلې علومې تاسې د یوه سیاسي حزب د رهبر په عنوان او په پارلمان کې د خلکو د استازې په توګه، په دا تیرو پنځو کلونو کې په دولت نیوکې وکړی، آیا له ټاکنو وروسته به هم همدا ډول صبر وکړۍ او خپل اعتراضونه به د یوه نظر په ترڅ کې ښکاره کړۍ او که نوری لاری چاری به خپلې کړۍ؟
تاسې به هم خپل اعتراضونه لارو کوڅو او دښتو ته وباسۍ او یا به هم کودتا ته غوره والې  ورکړۍ؟

زمونږ اعتراضونه به په قانونې چوکاټ کې دننه وي او هیڅ راز الې ګولې ته به چې قانونې مشروعیت ونه لرې لاس ور وانه اچوو. زه په نظامې توب او نظامې کودتا نه وم او نه یم، هغه خلک چې دا ډول فکر کوي زمونږ په ډلې پورې تړاک نه لري او هغوې ټول له حکومت سره یوځاې دي.
 
په پاې کې  که ښاغلې علومې، ستاسی په نظر هغه لارې چارې چې باید د راټلونکو ټاکنو د ښه امنیت د تأمین په خاطر ترسره شي، کومې دي؟

د ټاکنو د خوندې او ډاډمنو ترسره کیدو لپاره ترڅو خلک وکولای شي د رای ورکوونې صندوقونوته ورشي، پدې برخه کې باید جدی هڅې وشي څو  مخالفین د رای ورکوونې پرمهال هغه خلک چې غواړې د رای ورکوونې مرکزونو ته ورشي او خپل راتلونکې له ویرې او ډار پرته په خپله غوره کړي. خو د نړیوالو او همکارو ځواکونو او بنسټونو څخه دا هیله لرم چې امنیت په ښه  توګه تأمین کړي.