
1. د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته ، افغانستان د ولسواکۍ د پلې کیدو لپاره کومې لاسته راوړنې لري؟ دغه موضوع په دوو حالتونو کې تر بحث لاندی د نیولو وړ ده، د موضوع شکل او د موضوع محتوا:الف: د شکل او ظاهری جوړښت له نظرهپه ښکاره ډول د سپتمبر د یوولسمی نیټې د پیښې او د نړیوالې ټولنې پریکړه د هغه وضعیت په اړه چې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال په افغانستان کې حاکم وو، د یوه لوی بدلون لامل وګرځیده. مونږ پدی برخه کې په زړه پورې بدلونونه درلودل د بن په کنفرانس کې چې له دری لسیزو کورنۍ جګړې راوروسته جوړ شو، افغانان په خپلو کې سره راټول او په یو شمیر اصولو یی سره پریکړه وکړه. د موقتی اداری رامنځ ته کیدل، د واک لیږدول،د اضطراری لویی جرګي رامنځ ته کیدل، د اساسي قانون لویه جرګه رابلل، خلع سلاح، د پولیسو او ملې اردو جوړیدل، تر ټولو مهم او اړین د ټاکنو له لاری د مرکزې ادارې په رامنځ ته کیدو سره موافقه... هغه لاسته راوړنې وی چې د طالبانو د واکمنۍ د راپرځیدو وروسته په افغانستان کې ترلاسه شوي.
غوره ټاکنې، یا په بل عبارت د حکومت د بدلون او د واک د منطقې لیږد ترټولو غوره لاره ده او په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په هغې سره موافقه وشوه. په تیرو شاوخوا ۲۵۰ کلونو کې له هغه مهاله چې د هیواد نوم په افغانستان نومول شوې د واک لیږد د یوی واحدی ادراې په ډول نه دی لیږدیدلې بلکه دا ټول په میراثې او یا هم د کودتا له لارې تر سره شوې دي.په همدی بنسټ هغه تړونونه چې په بن کې ترسره شول په ځانګړې ډول د ټاکنو ترسره کیدل یوه مهمه لاسته راوړنه شمیرل کیږي.
بل لورې ته د طالبانو د رژیم نسکوریدل، چې دری لویی منفې خلاوی یې درلودی هم په خپل نوبت سره یوه لاسته راوړنه وه:1. طالبانو په هیڅ راز په مدنیت باور نه درلود، د هغوې کړنې او باورونه ټولی پخوانې او زړی وې او د هیڅ رازپراختیا او پرمختګ قابل نه وی.2. ددې ډلې ټول رهبران او ورپورې تړلې خلک د تند خوی خاوندان وو. د خپلو سیاسي مخالفینو، روشنفکرانو، ښځو او مدنیت په وړاندی له تاوتریخوالی څخه کار اخیستې.3. طالبان په نړیواله ترهګرۍ کې راښکیل وو، له همدې امله د دارنګه حکومت رانسکورول او هغه ته د پاې ټکې کیښودل په خپله یوه لویه لاسته راوړنه وه چې مونږ یې په دی لسیزه کې شاهدان یو.
ب: د محتوا له نظره دلته خبره داده چې د بن تړون لیک په شکلې او ظاهری ډول پلې شو نه د محتوا له نظره. له شکلې نظره د ټاکنو له لاری ولسمشر وټاکل شو، پارلمان رامنځ ته شو، کابینه جوړه او د اعتماد رای ېې ترلاسه کړه، قضایه قوه جوړه او د اعتماد رای خپله کړه؛ خو د محتوا له نظره دغه موضوع په درست ډول پلی نه شوه. مونږ تراوسه پورې د یوه قانونمده سیاسې نظام درلودونکې نه یو، همدا لامل دی چې افغان دولت په نړیواله کچه د اداری فساد په لومړۍ لیکه کې راځې، د نشه ای توکو په تولید کې لومړی مقام خپلوی، دا ځکه چې محتوا ته پاملرنه نده شوی. د محتوا له نظره افغان حکومت یو ټاکنیز حکومت نه دی، دا یو مصلحتی حکومت دی او دغه مصلحت په څو زاویو د څیړلو وړ دی:
1. د جهادی ګوندونو مصلحت– یو شمیر جهادی رهبران او س هم فکر کوې چې اوس هم دوی د خلکو مشران او رهبران دي. په ټول افغانستان کې یو څو تنه دې چې ادعا کوې مجاهدین یعنی مونږ. که چیرې ورته ووایی د خلکو په حق کی مو خیانت کړی، وایې جهاد ته سپکاوی کوی، دغه په شمار خلک هم د جهاد، هم د ملت او هم د قومونو ټیکه داران شوې دي؛ همدی کسانو د دولت شکل په ټیکه داری شکل بدل کړی او ملت ته په یوه او بل نامه د خپلی تکنوکراتی ټیکه داری په مقابل کی د دیموکراسۍ وعدی ورکوي.2. شخصي مصلحتونه – د بیلګې په ډول ښاغلې کرزې د مهاجرت پرمهال د پاکستان د کویټې په ښار کې له هغو خلکو سره اړیکې درلودې چې د هوټل خدمه وه او یا هم دده شخصې ملګری او دوستان. هماغه خلک وینو چې نن ورځ د کرزې په دولت کی لوړې څوکۍ لري د بیلګې په ډول د ترانسپورت پخوانۍ وزیر چې له وطنه بهر د ښاغلې کرزې د هوتل مدیر پاتې شوی وو.3. بله مسئله د اقتصادی مافیایې بانډونو ده. ددی اداری په داخل کې داسی بانډونه جوړ شوې چې غړی یې له افغانانو پرته بهرنیان هم دي. په دغه مافیا کې ځینې تمویلوونکې هیوادونه هم ښکیل دی چې د افغانستان په نامه د خپل هیواد د پارلمان او ملت څخه پیسې ترلاسه کوي؛ خو د همدې اقتصادی مافیایې بانډونو له لاری دغه ترلاسه شوی پیسی بیرته په یوه او بل نامه وړل کیږي.دی پایلې ته رسیږو چې مونږ نن ورځ د محتوا له نظره یوه باثباته سیاسي اداره نه لرو، او هغه کړنې چی ترسره کیږي له یوې مخی فاسدی دي. له همدی امله هغه ټاکنی چې نن ورځ یې موږ لرو د هغې بنسټ او تهداب فاسد دی نو هغه څه چې په دی فاسد تهداب او بنسټ جوړ شي هغه به ترمنزله ونه رسیږي.
ولسمشر د اساسي قانون سره په ټکر کې د ټاکنو کمیسیون د یوه فرمان له مخې رامنځ ته کړ.په داسې حال کی چې په اساسي قانون کې په واضح ډول ویل شوې چې د سالمو او بی پری ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسېون باید د قانون په رڼا کې رامنځ ته شي، دلته نه دی ویل شوې چې کمیسېون دې څوک رامنځ ته کړي؟ قانون دې چې معلوموي څوک کولای شي دغه کمیسېون رامنځ ته کړي او کومې ځانګړتیاوې باید ولري؟
د پارلمان د فشار له امله قانون جوړ او د حکومت له لورې د ټاکنود خپلواک کمیسېون د واک او صلاحیت د معلومولو لپاره پارلمان ته راغې په ملې شورا کې تصویب ولی ولسمشر هغه رد کړ. قانون د دوهم ځل لپاره د رایو په دریم ثلث تصویب چې قانوناً باید عملی شوی وای؛ خو تردی مهاله د اجرا مرحلی ته نه دی رسیدلی.
د ټاکنو خپلواک کمیسېون چې د دیموکراسۍ په رامنځ ته کولو او د ټاکنو په رڼو، شفافو او عادلانه تر سره کولو مکلف دی، په خپله د څو عمده ستونزو درلودونکې دی: 1. د قانون مطابق نه دی رامنځ ته شوی.2. د ولسمشر له لورې جوړ شوی او د هغه د لارښوونو پیروي کوي، چې هغه هم کاندید دی.3. د ټاکنو کمیسېون یو ملې طرزالعمل نه لري کوم یو چې د پارلمان او یا هم لږترلږه د وزیرانو شورا له لورې تصویب شوی وي.نو ددې کمیسېون د کار پایلې په خپل ذات کې شکمنې دي.
2. دغه ټکي چې تاسې ورته ګوته ونیوله د خلکو په باور به څه اثرات په ټاکنو او ولسواکۍ ولري؟
وګورﺉ! ولې د ټاکنو په دی پړاؤ کې خلکو لږه ونډه واخیسته؟ هغه مهال چی خلک له نظام څخه ستړی شوی وی له حکومت او له هغه شخص څخه چی د حکومت په رأس کی قرار لری ستړي شوی، ولی په ټاکنو کې ونډه نه اخلې څو په خپله ونډه دغه روان حالت ته بدلون ورکړي. ځواب دادی چې خلک په ټاکنو باور نه لري. لږو خلکو په ټاکنو کې ونډه واخیسته خو د هغې په سالمو ترسره کیدو یې هیڅ باور نه درلود.
سره لدی چې په دی پړاؤ کې د ټاکنو د تیر پړاؤ په پرتله ټاکنیزې سیالۍ موجودې او کاندیدان ډیر جدی ښکاریدل. یادو کاندیدانو زیات لګښتونه وکړل تر څو دخلکو زړه ترلاسه او تر خپلو سیالو کاندیدانو زیاتې رایی ترلاسه کړي؛ خو ومو لیدل چې خلکو په ټاکنو کې ونډه وانه خیسته ځکه په ټاکنو یې باور نه درلود.
د خلکو باور په ولسواکۍ، موجوده سیستم، موجوده کمیسېون او بې قانونۍ ورځ تر بلې کمزورې کیږي، که چیرې ټاکنې دوهم پړاؤ ته هم لاره پیدا کړي نو بیا به هم خلک کمه ونډه واخلي.
3. آیا دافغانستان پارلمان هم په یوه ډول دیموکراسۍ ته په ضربه رسولو کی یو ډول ښکیل نه ؤ، ځکه ویل کیږې چې د پارلمان ځینې غړی له حکومت سره په ټاکنیزو درغلیو کې لاس درلود؟ له هغه ځایه چې پارلمان له دغه کار څخه متاثره شوی، هماغه لازمه محتوا په پارلمان کی شتون نه درلود؛ خو د ځینو وکی
لانو مسؤلیت نه پیژندنه، او هغه جوړجاړې چې حکومت او ولسمشر له لورې رامنځ ته شو پایله یې دا شوه چې په واقعیت کې د قانون ماتوالې، د دیموکراسۍ د بهیر کمزورې کیدل، د ټاکنو د بهیر ککړوالې ...زمونږ په پارلمان کې هم ترکیبونه شته، ترکیب دی چې له هغې څخه تمه او توقع نه کیږي. نو له همدی امله د پارلمان یو شمیر وکیلان له دغه نا هنجاره وضعیت سره مرسته کوونکې شوې دي.
4. کله کله په افغانستان کې د نویو سیاسي ګامونو د پورته کولو لپاره ځېنې اقدامات ترسره شوي دي. د بیلګې په ډول غازی امان الله خان هڅه وکړه نوی والې په افغانستان کې رامنځ ته کړي، د ظاهرشاه د حکومت په وروستیو کې د دیموکراسۍ د په لاره اچولو لپاره هڅه وشوه، له هغه وروسته کمونستانو کوښښ وکړ چې کمونیزم او سوسیالیزم رواج کړي او یا هم طالبانو چې غوښتل یې په خپلو افراطی او دینی نظریاتو سره د سیاست ډګر ته ورودانګي؛ خو هیڅ یو یې هم مطلوبه پایله ور نه کړه، همدغو تاریخی تجربو ته په کتو سره آیا په افغانستان کې ولسواک نظام د پلی کیدو وړ دی؟ مونږ بله چاره نه لرو غیر لدی څخه چې دیموکراسې په افغانستان کې پلې کړو. افغانستان بیلابیل سیاسي نظامونه تجربه کړل خو یوه یې هم نتیجه ورنه کړه او ناکام شول، په همدی دلیل دی ډول نظامونو نه شو کولای سیاسي مدیریت په هیواد کې رامنځ ته کړي او هغه مخ ته یوسي. کله چې د دیموکراسۍ د منلو او دهغې د پلې کیدو څخه بله لاره نه وي، له ملتونو او ننۍ نړۍ سره اړیکې ټینګول ګران کار دی، نو دا مسله حتمې ده چې په افغانستان کی یو دیموکراتیک نظام ته وده ورکړل شې او هغه غښتلې شي؛ خو دغه کار لاندی زمینو ته اړتیا لري:
افغانستان څو متفاوت بافتونه لری چې هر یو یې ستونزی او مشکلات رامنځ ته کړی دي:
1. ایدولوژیکی ستونزه – بیلابیلی اخیستنی او برداشتونه چې ځینې یې له شریعت سره په ټکر کې هم وي. هغه څه چې په افغانستان کې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کارول کیږې هغه د خلکو باور او اعتماد دې چې بیرته دخلکو په وړاندی کارول کیږي.2. افغانستان د ګڼو توکمونو یو ترکیب دی – دغې موضوع د سیاستونو او مدیریتونو له بنسټونو څخه شمیرل کیږي. تر دی پوری چې دافغانستان روڼ اندان د قومې تړاک تر سیورې لاندی راغلې دي. هغه چې له لویدیځ څخه راځې د قومی تړاک یو ډول مډرن او نوی تفکر لري؛ او هغه ډله چې په سنتې ډول ژوند کوي د هماغه یو ډول قومې تفکر اسیران دي. دغه ستونزه یوه ځانګړی مسله ده په افغانستان کی همیشه یو قوم معادله ساز وو، د تل لپاره یې سیاست په واک اخیستی، او د تل لپاره یې هغه نظامونه چې دوې رامنځ ته کړی که هغه میراثې، کودتایی یا نوری وی او د بهرنیانو په ملاتړ رامنځ ته شوی دي، او یا هم په قبیلوي ډول دا ټول په شکل د اشکالو د بهرنیو هیوادونو له لاری او د هغوی په ملاتړ رامنځ ته شوې دي.اوس دغه ستونزه په هرشکل چې رامنځ ته شوی که هغه ارثې، د کودتا او یا تیری له لاری وي، په ملي سطحه یې یو لوی تناقص رامنځ ته کړې دی او ددی مخه نیسې چې مونږ یو ملې دولت ولرو. ډيره مهمه ده چې نړیواله ټولنه، او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سیاسي رول لري، هغه هیوادونه چې له افغانستان څخه ملاتړ کوي، په دغه طرز او طریقه کی له زیات دقت نه کار واخلې او په دی برخه کې خپله تګلاره او ستراتیژی بدله کړي. لدی څخه غیر به همیشه یوه ډله ددې په لټه کې وې چې دغه قومې سلطه وساتي، او ځېنې به ددی هڅه کوي دغه حالت له منځ څخه یوسي، خو تر هغه مهاله چې دغه تضاد او توپیر موجود وي مونږ به یو موټې ملت نه شو او نه به یو موټې دولت ولرو، او هم به ولسواکې رشد او نمو ونه کړي.
3. مهمه مسئله دود او دستور دی. هغه مهال چې مونږ په افغانستان کی دود او دستور زمونږ په کلیوالی سیمو کې تر څیړنې لاندی نیسو، وینو چې بیلابیل قومی ، قبیلوي، سمتی، ژبنې او مذهبی او کلیوال دودونه شتون ولري، دا ټول باورونه له یوه بل سره په ټکر کې دي او هیڅ یو له دی دودونو څخه نه شې کولای. یواځې مدنې او ولسواک ارزښتونه کولای شي په افغانستان کې محور واقع شي.دې ټکې ته هم باید پاملرنه وشي چې مدنې او دیموکراتیک ارزښتونه نه باید د ایدیولوژیک او سنتې دودونو سره په ټکر کې رانشي؛ بلکه دغه ولسواک ارزښتونه ایدیولوژیک او ستنې دودونه تعدیل کړه او هغه په یوه ملې محور کې سره راجمع کړي.
4. د افغانستان بله لویه ستونزه داده چې یوه لویه برخه یې معلوم برید او پوله نه لري. چې دا هم د قومی انګیزو څخه سرچینه اخلې. ځکه د پولې دواړو لورو ته یوه قوم او قبیله پرته ده او ژوند کوي. په هیڅ وخت کې د افغانستان سیاست والو دا نه دې غوښتې چې دغې مسلې ته د حل یوه لاره ولټوي او حل یې کړي. ځکه هر کله چې د افغانستان حاکمانو ملی بنسټونه له لاسه ورکړي، قومی انګیزو ته یې مخه کړی ده چې همدغه قومې انګیزې ددغی سرحدې کرښې په تاوتریخوالې کې رول لري. نو هرکله چې مونږ د کور دیوال ونه لرو یوه کمزوری حشره او قوی ځناور به زمونږ کور ته راننوځې. تر هغې چې مونږ ونه پوهیږو زمونږ سرحدی برید تر کومه ځآیه دی نه شو کولای خپل ملت تعریف کړو.خپلې ګټې نه شو تعریف کولای او تر هغې چې خپلې منافع او ګټې تعریف کړو د هیواد لپاره ستراتیژی نه شو جوړولای، نو هر کله چې مونږ ستراتیژی جوړه نه کړو په حقیقت کی به زمونږ حرکت رونډ او هیڅ نظام به د دیموکراسۍ په ګډون زمونږ په هیواد کې څه ګټه ورکړي.
5. تکراری او سنتی څیری – بل ټکې چې دغه بنسټونه یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پلې کیدو نه ملاتړ کوي، نه باید د تکراری او سنتې څهرو پسې وګرځې، ځکه په افغانستان محوری فکر له منځه تللی او ځای یی شخص محوری نیولی دی. نړیوالې ټولنی هم په تیرو اتو کلونو کی د شخص محوری شا نیولی ده. په افغانستان کی زیات خلک دې چې د دیموکراسۍ په رامنځ ته کیدو کې کولای شي مثبت رول ولوبوي، خو دغه خلک حتې پیژندل شوې هم نه دي.هغه کسان چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر له یوولسمی څخه وړاندې د اسلام شعارونه ورکول، خپلې افراطی نظریی پیژنې او ځینو یې هم هغه شعارونه بدل او په کامل ډول دیموکراتیک شوي دي. دا ددی ښودونکي دي چې سنتې څیری له هر سیستم سره لوبی کوي او اساسي روح یې دغه سیاسي لوبی جوړوي.
نو که چیری نظام ددغو څیرو نه جوړاو سیاسي ټیمونه چې غواړې دیموکراسي تطبیق کړي، د همدغو څیرو نه غوره شي،له بل لوری دیموکراتیک بنسټونه هم د دارنګه اشخاصو پسی وګرځې پدی صورت کی به دیموکراسی قربانی شوی وي. نو ددی ستونزې له سرې لیکې څخه د تیریدو لپاره باید د نویو څیرو، هغه کسان چې د نورو په اړه فکر کوي، هغو کسانو په لټه کې شي چې د ټولنې او ولسواکۍ تر منځ نوی والی رامنځ ته کړې او د یوځای والی یو نوی ټکې وګرځو.
5. د دیموکراسۍ د غښتلی کیدو په اړه د افغانستان د خلکو د رول څنګه ، او خلک په څه ډول کولای شي د ولسواکۍ (دیموکراسي) کلتور رایج کړي؟
دافغانانو د تل لپاره په صحنه کی ښه رول لوبولې او د دیموکراسۍ ته یی هر وخت ښه راغلاست ویلی دی. په لومړنیو ټاکنو کې خلکو پراخ ګډون وکړ خو د خلکو لپاره موقع او فرصت ور نه کړل شو؛ هغه کړۍ چې یواځې یې خپلې ګټې په نا امنۍ کی نغښتې لیدلی، دغه موقع یې هم له خلکو څخه ولوټله. د خلکو له ایدیالوژۍ، احساساتو، قومیت، او کلیوالې دودونو څخه د خلکو په وړاندی ګټه پورته کوي ، زړی طریقې او رواجونه بیا را ژوندی او غښتلی کوي، چې افغانان یوځل بیا ددغه وضعیت قربانی کیږي.ددی ستونزو څخه د تیریدو لپاره مونږ باید راشو او خپلی ملي ګټې تعریف کړو. مونږ تر اوسه پوری تعریف شوی ملی ګټې او منافع نه لرو. خلکو ته باید ملي ګټې ورپیژندل شي او ټول پری په جمع سره راټول کړو، هغه مهال کولای شو یو باثباته سیاسي نظام چې له قومی او ژبنې تعصباتو خلاص وي رامنځ ته او خپلی ټاکل شوی موخې ته ورسیږو.
6. نړیواله ټولنه او نور ملتونه په څه ډول کولای شې زمونږ سره په دی برخه کې مرسته وکړي؟ د نړۍ د ملتونو زړه په افغانانو سوځي، که چیرې د دیموکراسۍ توسعه او پراختیا د هغوې لپاره د یوه اصل په ډول مطرح وي، او دولتونه یې په همدی بهانه د خپل ملت څخه پیسې اخلی او سرتیرې را استوي د مسؤلیت احساس وکړي، باید د افغانستان د سیاسی نظام د بدلون په اړه فکر وکړي. څه توپیر لري چې مونږ دیموکراسې د بم او ټوپک د شپیلۍ په زور له منځه یوسواو یا هم د درغلۍ او اداری فساد له لاری کوم څه چې د ښاغلې کرزی د حکومت په دا تیرو څو کلونو کې ترسره شول، او هغه څه چې د ملاعمر دوستان او طرفداران یې ترسره کوي دواړه یوې پایلې ته رسیږي چې هغه عبارت دې د نړیوالې ټولنې له ماتې او د دیموکراسۍ له بهیر د افغانستان وروسته پاتې کیدل دی څو وکولای شی په هغې کې د ترهګرۍ ځالې غښتلې او هغه د نړیوالې ټولنی په یوه سالم همکار بدلی کړي. سره لدی چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ په وړاندی ستراتیژی جوړوي باید دافغانستان کورنۍ مسایل، د نظام جوړښت، او هغو کسانو او کتلو لیرې کول کوم چې دیموکراسی له ننګونو سره مخ کوي چې په رأس کی یې کرزی او دهغه ډله ده په نظر کی ونیسي او په اړه یې ستراتیژی جوړه کړي.

