محمدمعین مرستیال په ولسې جرګه کې د کندز د خلکو استازې او د ولسې جرګې د فرهنګې، معارف او لوړو زده کړو د کمیسېون غړیکه چیرې په افغانستان کې ۳۰ سلنه په شرایطو وړ کسان د راې ورکونې په پروسه کې ګډون وکړي، هغه ټاکنې موفقې او بریالۍ ټاکنې دي.

محمدمعین مرستیال په ولسې جرګه کې د کندز د خلکو استازې او د ولسې جرګې د فرهنګې، معارف او لوړو زده کړو د کمیسېون غړی.

• دې ته په کتوسره چې لږوخت راتلونکوټاکنوته پاتې دې، تاسې د امنیت په اړه څه فکر کوۍ، آیا د رای ورکوونکو امنیت به خوندي وي او که نه؟

ترکومه ځاېه چې امنیت د امنیتې ځواکونو ملې اردو، ملې پولیسو او امنیت او بهرنیو ځواکونو دنده ده، نو دوې خلکو ته ډاډ ورکړې چې د ټاکنو  امنیت به خوندې وي، امنیتې ځواکونو د ټاکنود خوندې ترسره کیدو لپاره د راې ورکونې د مرکزونو لپاره جدې اقدامات نیولي دي. زه فکر نه کوم چې کومه لویه حادثه به رامنځ ته شي چې ټاکنې به له ګواښ سره مخامخ کړي، خو دا هم له امکان څخه لرې نه ده چې بمې چاودنې، ځانمرګې برید په کومه سیمه کې ترسره شي ولې د لویې ننګونې امکانات نه وینم.

• تاسې به هم اوریدلې وي طالبانو ګواښ کړی په هر ډول چې کیږې ټاکنې به له ځنډ او خنډ سره مخامخ او لویې لاری به وتړي، ستاسو له انده آیا طالبان ددغه کار د ترسره کولو توان لري؟

زه پدې برخه کې تردید لرم، هغه داچې طالبان به وکولای شي په ځینو ځایونو کې ټاکنې اخلال کړې ، خو په ځینو نورو سیمو کې بیا قومي مشرانو او روحانې شخصیتونو د طالبانو سره د اړیکو له لارې محلې تړونونه ترسره کړي څو ټاکنې ګډوډې نه شي، چې غوره بیلګه یې د بادغیس مسله ده. په هغه ځایونو کې چې طالبانو د قومي مشرانو او روحانینو تر نفوذ لاندې نه دي راغلې هڅه به وکړي چې اخلال رامنځ ته کړي، خو څرنګه چې مخکې مې هم ورته اشاره وکړه امنېتې ځواکونه به یې مخه ونیسي.

• تاسو فکر کوﺉ چې د اوسنۍ بدامنۍ ریښې د دولتې کارکوونکو د کارکولو سره تړاک لري او که له دولت څخه بهر دي؟

دواړه دي؛ یو خو دادې چې په حکومت کې پراخ فساد لکه اداري، سیاسي او امنیتي شتون لري پدې اساس خلک له حکومت څخه ناراضه شوې دي، چې د همدغې ناخوښۍ له امله مخالفینو دهغوې په سیمو کې ځاې پیدا کړې دی.د بیلګې په ډول فرامین او احکام د افغانستان په محلې اداراتو او قضاء کې نه منل کیږي ، دخلکو ملیکتونه غصب شوې د کورنیو غړی یې وژل شوی، حقوق یې ترپښولاندی شوي لیکن د هغوې غږ چاندې اوریدلې، له همدې موقع څخه په ګټې اخیستو سره طالبانو په ځینو ځایونو کې محاکم او ادارات جوړ کړې چې خلک هغوې ته ورځې او طالبان هم دهغوې غږ اورې له همدغه تاکتیک څخه طالبانو ګټه پورته کړې او په خلکو کې یې ځاې پیدا کړې دی. بل لورې ته ځینو بهرنیو قوتو حلقاتو ملکونو او سازمانونو له همدغه موقع نه ګټه پورته کړې او دوې ته یې وسلې او پیسې په واک او اختیار کې ورکړي دي نو بناءً دواړه هم بهرنۍ لاس وهنې او هم د افغانستان د حکومت ستونزې ددې لامل ګرځیدلې چې دغه بد امنې رامنځ ته کړي.

• ‏ځینې هم ددې اندیښنه لري چې ناامنې په ځینو سیمو کې دیته زمینه برابروې چې په ټاکنو کې درغلې ترسره شي، ځکه هغه ځایونو ته به د څارونکو لاس رسی یو څه ستونزمن وي، تاسې پدې اړه څه فکر کوۍ؟

 زه پدی باور نه لرم چې په ټاکنو کې دې درغلې رامنځ ته شي، ځکه یوڅوک نه شې کولاې په یواځې سره لاړشې او هلته دې دسلو تنو پرځاې رای ورکړي، بله داچې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون کارکوونکې د کاندیدانو استازې، کورنې او بهرنې څارونکې او د نورو بهرنیو بې پرې مؤسسو استازې شتون ولرې، بله دا چې په هغه سیمو کې چې امنیت نه وې لکه لس یا نهه ولسوالۍ چې د امنیت له پلوه په کې ټاکنې نه ترسره کیږي کله چې ټاکنې ترسره نه شي نو درغلې به له کومه شې. په زیاتو پرمختللو هیوادونو کې هم داکار شوې دې د بیلګې په توګه که چیرې د امریکا متحده ایالاتوته نظر واچوو د اوباما له دورې څخه په وړاندې ټاکنو کې هم ویل کیده چې درغلې ترسره شوې دي، په افغانستان کې هم ددې امکانات شته چې درغلې به په ډیره کمه اندازه ترسره شي خو دومره به نه وې هغه سړې چې ولسمشر شې د هغه حق دې تر پښو لاندې او هغه بل چې حق نه لرې هغه دې ولسمشر وټاکل شي.

• وړمه ورځ د ټاکنوخپلواک کمیسېون اعلان وکړ چې د امنیتې دلایلو لمخې نه شې کولای ۹۲ مرکزونه په سویلې حوزه کې پرانیزي، که چیرې ددغو سیمو کې خلک په رای  ورکونه کې کډون ونکړي دا به په راتلونکو ټاکنو څومره اغزه وکړي؟

د افغانستان اساسي قانون په واضح توګه حکم کوی چې ټاکنې باید عادلانه او سراسري وې، عادلانه پدی مانا چې په ټول هیواد کې ترسره شې او سراسري پدی مانا چې رای ورکونې په شرایطو وړ کسان باید په کې ونډه واخلي. خو هغه هیواد چې په جنګ کې ښکیل وې او یا تازه له جنګ څخه راوتې وي که چیرې یې ۳۰ سلنه په شرایطو برابر کسان دراې ورکونې په پروسه کې ګډون وکړي هغه ټاکنې موفقې او بریالۍ ټاکنې دي. افغانستان هم په همدې شرایطو کې قرار لرې مونږ ددې امید نه لرو هغه کسان چې د راې ورکونې حق لرې دوې دې سل په سلو کې په راې ورکونه کې ګډون وکړي، نو کچیرې په یوه فیصدې چې هغه د نیمایی څخه کمه هم وي او ګډون وکړې او په پایله کې کاندید وتوانیږې ۵۰+۱ د استعمال شویو رایو راخپلې کړې مونږ هغه ټاکنې د افغانستان د شرایطو په اساس بریالۍ ټاکنې ګڼو.

• هغه بد امنې چې په شمال په ځانګړي ډول په کندز کې وجود لري، څه ډول تاثیر به په راتلونکو ټاکنو باندې په کندز او د افغانستان په شمال کې وغورځوي.

دا یو واقعیت چې پخوا په سویلې او ختیځو ولایتونو کې بد امنې وه، خو اوس ددې بدامنۍ لمن شمال او په ځانګړې ډول کندز ته راغزیدلې ده، اما هلته محلې خلک دافغانستان دمسلحو مخالفینو سره په خبرو کې دې او په ځینو مناطقو کې د امکانات رامنځ ته شوې دي چې د زمرې په ۲۹ دې د انتخاباتو پروسه د خلکو په همکارۍ اخلال نه کړي، علت یې هم دادې چې ناراضه خلک چې وسلې یې د دولت په مقابل کې پورته کړې لکه چې څنګه مې ورته اشاره وکړه، دوې له دولت څخه ناخوښه دي، دوې محلې خلک دي او د محلې مشرانو له لورې ورسره خبرې شوي. زه زیات تشویش نه لرم چې د ټاکنو په ورځ دې کومه لویه پيښه رامنځ ته شې څو ټاکنې له ننګونو سره مخ کړي، اما له کوچنیو حادثو څخه سترګې نه شو پټولای. یوې خوا نړیوالې ټولنې او بلې لورې ته افغانانو دا پریکړه کړې چې ټاکنې ترسره شي خو که ترسره نه شي نو دافغانستان د ټاکنو دا پروسه به د ابد لپاره د داسې اخلال سره مخامخ شي، نو افغانان هم غواړې چې دا انتخابات باید ترسره شي. زه لوې مشکل غیر له څو محدودو مناطقو څخه په کندر کې نه وینم دبیلګې په ډول لکه چاردره،ارچې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمې، خو بیا هم پدې سیمو کې د محلې متنفذینو له لورې د دولت له مخالفینو سره پدې اړوند خبرې شوې خلک پدی سیمو کې په آزادانه ډول سره د راې ورکونې مرکزونه د راې ورکونې لپاره تللې شي.

• تاسې خپله د ټاکنو د خپلواک کمیسېون په بې پریتوب څومره ډاډه یاست؟ ځینې کسان او سیاسي ډلې وایې چې د خپلواک کمیسېون غړې بې پرې نه دي.

زه پدې باندې قضاوت نه شم کولای چې د انتخاباتو کمیسېون بې پرې دې، بې پرې وو او بې پرې به وي، اما د ټاکنو په ورځ زه فکر نه کوم چې ټاکنو خپلواک کمیسېون دې وکولاې شي په ټاکنو کې جدې مداخلات وکړي.

• د وروستۍ پوښتنې په عنوان څه فکر کوۍ کچیرې د ټاکنو پایلې اعلان او هغه د ځینې کاندیدانو لپاره د منلو وړ نه وي، دوې به څه عکس العمل له ځانه ښکاره کړې؟ مونږ او تاسې شاهدان یو په ایران کې چې زمونږ ګاونډې هیواد دی کله چې ټاکنې د احمدې نژاد په ګټه اعلان شوې د هغه قوی سیالانو دغه ټاکنې له درغلۍ څخه ډکې وبللې، چې پایله کې یې پلویانو په لاریونو لاس پورې کړ او آن چې دغه لاریونه د تاوتریخوالې ترکچې ورسیدل. تاسې څه وړاندوینه کوۍ؟

دا یو واقعیت لرې چې مخ پرودې هیوادو کې بهرنیو حلقاتو مداخلې په ټاکنو کې همیشه لپاره وجود لرې، همدغه مداخلات ددې سبب ګرځې چې د دوې هغه د نظر وړ کاندید بریالې نه شې نو بیا هغه ترفشار لاندی راولي چې بدامنې رامنځ ته کړې او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه او نور مسایل رامنځ ته کړې ځکه چې په هغه کاندید باندی پانګه اچونه ترسره شوي وي. نو  که چیرې په افغانستان کې هم په داسې کاندیدانو باندی بهرنیو حلقاتو پانګه اچونه کړي وي هغه باید بریالې څو د هغې پانګې اچونې په بدل کې پانګه اچوونکې هېوادونه په افغانستان کې ځاې پیدا کړي، یا هم دغه کاند دغو حلقاتو ته د خپلې بریا سینه ډبولې وي، که بیا بریالې نه شې نو دابه د بهرنیو حلقاتو تر فشار لاندی وي چې د همدې فشار په نتیجه به بې امنې رامنځ ته کړي، لاریونونه او نور حرکات به وکړي خو زه ډاډه یم چې افغانان نور د  چاپه لمسون نه تیروځي نه لاریونو ته وځې او نه هم ټوپک را اخلي ځکه نور خلک له  جنګ څخه ستړي شويدي. هغه حادثه چې په ایران کې رامنځ ته شوه او هغه تحدیدونه چې دلته په افغانستان کې شته د نړیوالې ځواکونو د شتون له امله چې د نړیوالې ټولنې استازی دي نه شي رامنځ ته کیدای.