د پارلماني ټولټاکنو له رارسيدو سره سم، په هرات ښار کې ټاکنیزې سیالې هم لا زیاتې تودې شوی؛ مګر د دې پړاو سره سم، د ټولټاکنو نوماندان، په ځانګړې توګه ښځېنه نوماندانې له زیات شمیر ننګونو سره مخامخ دي.


په هرات ښار کې ښځینه نوماندانې د نارینه نوماندانو په پرتله، د بې امنيتۍ پخاطر، د هرات ولسوالیو او نورو لرو پرتو سیمو ته د تبلیغاتو په موخې په سفرونو کې، د نا امنیو له کبله د زیات شمیر محدودیتونو سره مخامخې دي. مګر په دې وروستیو کې حتی د هرات په ښار کې، د نارینه و په پرتله د ښځو پر وړاندې ننګونې نورې هم زیاتې شوي دي.


په تیرو څو اونیو کې، د ښځینه نوماندانو د انځورونو او انتخاباتي شعارونو د څیرې کولو سربیره، د زیات شمیر نوماندانو پر عکسونو او بیلبورډونو، ظاهراً په منظمه توګه، رنګ شیندل  شوی دى.


البته په هرات کې د نوماندانو پر انځورونو او شعارونو رنګ شیندل، د ښځینه نوماندانو پورې نه محدوديږي او په هغوي كې یو شمیر نارینه نوماندان هم له دې ستونزې سره مخامخ دي؛ مګر د ښځینه نوماندانو شمیر چې له دې ستونزې سره مخامخ دي، د نارینه و په پرتله ډېر زیات دى.


یوې ښځینه نوماندې چې خپل له نوم اخیستلو څخه یې ډډه وکړه وایي، د هغې پر عکس څو څو ځلې رنګ شیندل شوی دی. هغه د خواشینۍ په څرګندولو زیاتوي: " زمونږ خلک تر ډېره د تصویر یا ټاکنیزې نښې له لارې، خپل د پام وړ نوماند په یاد ساتي او د همدغې نښانې له مخې هغه ته رایه ورکوي. نن که د چا پر انځور رنګ شیندل کیږي یا شکول کیږي، دا كار به تر ډېره بریده سازمان یافته وي. امكان لري چې ځيني کسان غواړي چې یو شمیر نوماندان تخریب کړي."


دا ښځینه نومانده ادعا کوي چې په هرات کې یو شمیر مشخص نوماندان، غواړي له نا سمو كړنو، منفي سیالیو او د نورو نوماندانو د تخریب كولو له لارې، د خلکو رایې تر لاسه کړي.


احمد سعید حقیقي، په هرات کې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ريیس سره له دې چې دا ننګونې تاییدوي؛ مګر زیاتوي چې تر اوسه هغو ته په دې اړه هیڅ کوم شکایت ندی رسیدلی.


هغه وایي سره له دې هغوی په دې اړه کوم شکایت ندی تر لاسه کړی، د دې ستونزې پخاطر په تشویش کې دي او خپل تشویش یې له امنیتي چارواکو سره مطرح کړی دی.


د ښاغلي حقیقي په نظر، په هرات کې د سنتي باورونو په دلیل، په سیاسي چارو کې د ښځو ونډه تر اوسه هم یو زیات شمیر خلکو ته د منلو وړ ندی.


هغه وایي:" په هرات کې، تر اوسه یو زیات شمیر خلک ښځو ته په تعصب آمیزه توګه ګوري. په ځانګړې توګه زیات تعصب په سیاسي چارو کې د هغوی دحضور په هکله دى. ځیني خلک، په دې ځای کې حتی د ټولټاکنو له نفس سره، مخالفتونه لري. "


په هرات کې د دې ډول ننګونو شتون، د یو زیات شمیر ښځینه نوماندانو د انديښنې او خواشینې باعث شوی دی.


آغلې شمسي، د ولسي جرګې دوهم ځل ټولټاکنو کې نومانده وایي: "دا برخوردونه د ښځینه نوماندانو د روحیې ضعیفولو او باورمندي په دلیل دى. د ښځو پر وړاندې دا ډول کړنې، نه یوازې د نوماندانو لپاره، بلکه د ټولو خلکو لپاره د بې باورۍ فضاء رامنځ ته کوي. "
 

په هرات کې امنیتي چارواکې هم دا ستونزه تاييدوي او وایي د دې ستونزې د مخنیوی په خاطر یو شمیر تدبیرونه په پام کې نیول شوي دي.


نورخان نیکزاد، د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند په دې باور دی چې ډېری دا ډول تیروتنې د شپې مهال تر سره کیږي او په همدې دلیل، هغوی د شپې مهال، ګرځیداوې پیل کړي تر څو د ښار په مختلفو منطقو کې متخلفین پیدا کړي.


دا ستونزه د هرات ښاریانو ته هم په يوې ننګونې بدله شوی ده.  غلام رسول د هرات ښار یو تن کتاب پلورونکی وایي: " که چیرې نوماندان د انځور او پوسټر نصبولو پر ځای، خلکو ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي او له دې لارې ټاکنیزې سیالې پر مخ یوسي، د دې ډول ستونزو سره به نه مخامخ کیږي، او له بلې خوا خلک به هم له هغو سره په لا ښه توګه آشنا کیږي. "


مریم د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیاله، د ښځینه نوماندانو پر انځورونو او شعارونو د رنګ شیندل یوه تاکنیزه تیروتنه بولي او دهغه دلیل د عوامو خلکو نا پوهي په ګوته کوي.


هغه وایي: " تر اوسه د خلکو لپاره ټولټاكنې یوه نا آشنا پدیده ده. مونږ اړتیا لرو چې په لومړي ګام کې، خلکو ته په ځانګړي توګه نوماندانو ته، په یوه ډیموکراټیک نظام کې د ټاکنیزو سیالیو کړنلاره  زده کړو او په ټولنه کې د ټولټاکنو فرهنګ په سمه توګه پلی کړو. "