د هرات ولایت د ټولټاکنو د شکایتونو کمیسیون هغو نوماندانو ته چې تیروتنې یې تر سره کړي د نقدي جریمې وركولو لپاره وروستی ضرب الاجل ټاكلى دى. 


د دې کمیسیون چارواکي وایي، د نوماندانو د نقدي جريمې د وركولو لپاره د دې اونۍ دوشنبې ورځ ټاكل شوی دی او په هغه صورت کې چې دا نوماندان د خپلو جریمو په تحویلولو اقدام ونکړي، درنې نقدي جریمې به پرې وضع شي.


څو ورځې وړاندې ۸۶ تنه نوماندانو چې خپل انځورونه یې د سریښ په وسیلې په ممنوعه ځایونو کې نصب کړي و او یا هم خپل ټاکنیز شعارونه یې د رنګ په واسطه د دولتي او خصوصي ودانیو پر دیوالونو لیکلي و، د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون له خوا له ۸۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ افغانیو پورې نقدي جریمه شول.


سعید حقیقی د دې کمیسیون رییس وایي، د افغانستان د ټولټاکنو کمیسیون قانون او د انتخاباتی کړنلارې د نهمې مادې پر بنسټ، د سریښو په واسطه د انځورونو نصبول او د ممنوعه (دولتي، د مالک د اجازې پرته خصوصی ودانې) ودانیو په دیوالونو په رنګ باندې د ټاکنیزو شعارونو لیکل، ټاکنیزې تیروتنې شمیرل کیږي او دا ۸۶ تنه د نقدي جرمې په ورکولو محکوم شوي دي.


د نقدي جریمې تحویلولو لپاره لومړنی ضرب الاجل، ۲۰ ورځې ټاکل شوې وې چې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسید؛ مګر یو زیات شمیر نوماندان د استیناف غوښتونکي شول او ټاکل شوې جریمې یې تحویلې نکړي.


محمد ناصر عطایي د هغو نوماندانو له ډلې څخه دی چې د ۸۰۰۰ افغانیو نقدي جریمې په ورکولو محکوم شوی دی.


نوموړی د کمیسیون دا اقدام غیر عادلانه بولي او وایي، پر افرادو باندې کنټرول او څارنه کوم آسانه کار ندی. هغوی نشي کولای خلک کور په کور کنټرول کړي.


هغه زیاتوي، هغوی خپل کارکوونکو ته لارښوونه کړې تر څو په ممنوعه ځایونو کې انځورونه نصب نکړي، د هغه په اند په دې اړه نوماندان له یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي.


په ځینو مواردو کي د دوی پلویان کیدای شي پرته د دوی له اجازې د دوی تصویرونه په ممنوعه ځایونو کې نصب کړي، چې د دې کار مخنیوی ناشونى دى. په ځینو مواردو کې داسې انګېرل کیږي چې یو شمیر ټاکنیز سیالان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون پر وړاندې د یوه نوماند د موقف ټیټ راوستلو پخاطر، دا کار تر سره کړي. ځکه نو دقیق کنټرول غیر ممکن بريښي.


همداشان ښاغلی عطایي ادعا کوي چې تر اوسه د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون هغه ممنوعه ځایونه چې پکې د انځورونو لګول منع شوي دي، ندي په ګوته کړي او د دې ادعا د اثبات په صورت کې، هغه به د جریمې ورکولو لپاره حاضر شي.


مګر په هرات کې یو بل انتخاباتی نوماند غلام فاروق مجروح، د خپلې تیروتنې په منلو سره د کمیسیون له خوا د نقدي جریمې ورکولو ته چمتو دی.
نوموړی سربیره پر دې چې د سریښو په واسطه خپل د انځورونو نصبول تاییدوي، زياتوي چې هغه نه پوهیده چې دا کار ټاکنیزه تیروتنه ده. اوس چې له دې موضوع څخه خبر شوی دیحاضر دی تر څو قانون رعایت کړي او اته زره نقدي جریمه بانک ته تحویله کړي.


نوموړی همداشان متعهد شو چې خپله نقیضه حل کړي. له دې سره هغو کسانو ته چې تر اوسه یې خپلې نقدي جریمې ندي تحویلې کړي، یو بل فرصت پاتې دئ.


ښاغلی حقیقي وایي: " د دې لپاره چې د انتخاباتي فضا د تشنج څخه مخنیوی وشي، د نوماندانو لپاره یې یو بل فرصت ورکړی دی. هغوی ته لارښوونه شوې چې د دې اونۍ تر دوشنبې پورې خپلې نقیضې حل کړي؛ که نه په درانه نقدي جریمې به محکوم شي. "


دا چې د دې جریمو میزان به تر کومه اندازه وي؟ نوموړي زیاته کړه، د ټولټاکنو د قانون پر بنسټ، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون صلاحیت لري، هغه نوماندان چې دا ډول سرغړونې کوي، تر ۵۰۰ زره افغانۍ په نقدي جریمې محکوم کړي.


د هغه خبرتیا پر بنسټ چې څه د پاسه یوه میاشت وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا په رسنیو کې خپور شو، دولتي او خصوصي ودانې د هغوی د مالکینو له اجازې پرته، د ممنوعه ځایونو څخه شمیرل کیږي، د نوماندانو د انځورونو نصبول او د هغو ټاکنیز شعارونو لیکل انتخاباتی تیروتنه شمیرل کیږي.


د ټاکنیزو سیالو د پیل څخه څو ورځې وروسته، د هرات ښاروال محمد سلیم ترکی، د یو شمیر نوماندانو له خوا په ځینو ځایونو کې د بروشرونو نصبول، د ښار د ښکلا له منځه وړلو عامل وباله او دې کمیسیون ته یې شکایت کړی و.


د ښاروالۍ د ریاست له عکس العمل سره سم، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون، د دې موضوع د حل کولو لپاره ضرب الاجل وټاکه. یو شمیر نوماندانو د کمیسیون دا کړنه وغندله، او یو شمیر نور نوماندانو دا یو قانوني عمل وباله.


د هرات ښاریانو هم د عکسونو به نصبولو کې د سریښ څخه استفاده کول ناسم وباله او په دې اند دي چې د نوماندانو دا اقدام د ښار د ښکلا له منځه وړلو باعث کیږي.


خلیفه معصوم د هرات ولایت یو تن ښاري چې د انقلاب لیسې له څنګ څخه تیریده، د نوماندانو د عکسونو په لیدلو سره چې د دې ښوونځي ټول دیوال یې نیولی و، ما ته داسې وویل، یو زیات شمیر نوماندان دي چې د ښار ښکلا ته پاملرنه نكوي؛ مګر دولتي چارواکي مکلف دي تر څو په دې خلکو باندې قانون تطبیق کړي.


یار محمد یو بل تن ښاري دی چې د نوماندان دا اقدام غیر عادلانه بولي او وړاندیز کوي چې ټاکنیز بروشرونه باید په ځانګړي ځایونو کې چې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوي دي، نصب شي، تر څو د ښار نظم له منځه ولاړ نشي.


دا لومړی ځل ندی چې یو شمیر نوماندان د ټاکنو له قانون او کړنلارو څخه سرغړونه کوي. په تیرو ولسمشریزو او پارلماني ټولټاکنو کې هم د عکسونو په نصبولو کې له سریښو څخه استفاده کول معمول و.


له هغه مودې را پدې خوا تر اوسه پورې پر دولتي ودانیو د یو شمیر نوماندانو تخریب شوي عکسونه حتی د برق پر صندوقونو او خصوصي ودانیو
باقي پاتې دي او د هغو پاک کول ستونزمن کار ښکاري.


په هرات کې اوسمهال د ټاکنیزو سیالیو پړاو د ۱۵۱ نوماندانو تر منځ په شدت ادامه لري او دا لړۍ به د سنبلې تر ۲۵ پورې ادامه لري او د سنبلې په ۲۷ مه به خلک د رایو صندوقونو ته وردانګي.


په هرات کې د ۱۵۱ نوماندانو له ډلې څخه، یوازې ۱۷ تنه نوماندان به د هیواد پارلمان ته لار ومومي.