منبع – پښتو بی بی سی


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون په یوې نوې پرېکړې کې د ولسي جرګې لپاره د ۱۴ نورو نوماندانو نومونه د کاندیدانو له لیسته لیرې کړل.

پر دغو نوماندانو تور دی چې د کمیسیون لخوا پر ټاکلي وخت یې له خپلو پخوانیو دندو استعفی نه وه کړې.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایې د یو شمېر نورو نوماندانو دوسیې هم د څېړلو په حال کې دي او د نوماندۍ له شرایطو څخه د سرغړونې په صورت کې به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

له دغو نویو ۱۴ کسانو سره د هغو نوماندانو شمېر چې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو سیالیو له ډګره ایستل شوي دي، ۷۶ ته ورسېدل.

د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایي د دغو ټولو نویو کسانو نومونه په ټاکلي وخت له پخوانیو دندو د نه لیرې کېدو په تور له لیسته لیرې کړای شوي دي.

ددغه کمیسیون یو غړی او ویاند احمد ضیاء رفعت د لیرې شویو نوماندانو نومونه اخلي:

''د بغلان ولایت له ټاکنيزې حوزې څخه غلام سرور هباب، له پروان ولایته روشنا خالد، سید عبدالرازق او خالد، الحاج امام قل له کندزه، له پکتیا ولایت څخه سمین اکبري او هی ګل سلیمانخېل، له هلمند ولایت څخه حاجي محبوب شاه او حاجي غلام حسن او له کابل ولایته د استاد محمد یوسف، ثریا فیضي، ډاکټر عبدالخلیل خاکزاد ، جنرال امین الله امرخېل او احسان الله بارکزي نومونه له وروستي نوملړ څخه ليرې کړای شوي دي.''

د تېر ځل پر خلاف دا ځل د ټاکنيزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون ولایتي دفترونه د دوسیو د ارزونې او پرېکړې صلاحیت لري.

د افغانستان ولسي جرګې ته شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کاندید شوي، چې تر اوسه یې ۷۶ د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو سیالیو له ډګره ایستل شوي دي.