سره له دې چې د ټولټاکنو کمیسیون په ټول هیواد کې د کارتونو د توزیع بهیر ختم اعلان کړی؛ خو د بلخ ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د بلخ ولایت په مرکز کې د یوازیني مرکز پرانیستلو په دلیل چې له لرې پرتو ولسوالیو څخه ډېر واټن لري، د کارت په ترلاسه کولو ندي بریالي شوي.

 

۴۵ کلن بازمحمد چې د بلخ ولایت د چمتال د ولسوالۍ اوسیدونکی ځان بولي نوموړی په (بارګاه) کلي کې ، چې د نویو ځوانانو او ښځوشمیره یې شاوخوا۵۰ تنو ته  ته رسیږي ژوند کوي چې تراوسه پورې یې د رایې ورکولو کارتونه ندي ترلاسه کړي.

همداشان د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ ولسوال امیر محمد وایِ: " ډېر خلک شته چې په دې ولسوالۍ کې د رایې ورکولو کارت ندی ترلاسه کړئ، ځکه چې دا ځل د ټاکنو کمیسیون یوازې د ولایت په مرکز کې کارتونه توزیع کول او په ولسوالیو کې خلک د لارې د زیات واټن پخاطر و نشو کړای چې کارتونه ترلاسه کړي."

 

مګر عزت الله آرمان د بلخ ولایت د ټولټاکنو ولایتی مسئول وایي چې د بلخ ولایت یو زیات شمیر د شرایط وړ اوسیدونکي و، چې د کارتونو توزیع د رسمي وخت په موده کې یې د رایې ورکولو کارتونه تر لاسه کړي دي.


نوموړي زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې دې کمیسیون د بلخ ولایت په ولسوالیو کې هم د کارتونو د توزیع مرکزونه پرانیستلي و، او د ولسوالیو ډېری اوسیدونکو د رایې ورکولو کارتونه تر لاسه کړي و.


هغه وایي دا ځل د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې پایلې ته ورسید چې د ولایتونو په ولسوالیو کې د رایه ورکولو کارتونو د توزیع مرکزونو ته اړتیا نشته.

خو یو شمیر کارپوهان په بلخ کې د کمیسیون له دې اند سره مخالف دي.


عبدالحمید صفوت، د بلخ پوهنتون استاد وایي چې دا ټولټاکنې هم لکه د تیرو ټولټاکنو په شان، اړتیا لرله چې د رایې ورکولو د کارتونو توزیع لپاره یې په ولسوالیو کې مرکزونه پرانستي وای تر څو د شرایط وړ کسانو کارتونه تر لاسه کړي وای.


دا په داسې حال کې ده چې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو په خبر، په دې دور کې چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي و، څه نا څه ۳۸۰،۰۰۰ تنو د نوم لیکنې کارتونه تر لاسه کړي دي چې دا شمیر تر هغه چې کمیسیون وړاندوینه کوله، ډېر زیات و.