د افغانستان ولسي جرګې ټولټاکنو د نوماندانو د وروستي لست له خپرولو څخه وروسته چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا خپور شو، نوماندانو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې.

د کمیسیون له خوا د اعلان شوي وخت پر بنسټ، نوماندان اجازه لري چې د وږي تر ۲۵ نیټې، پورې، خپلو ټاکنیزو سیالیو ته ادامه ورکړي.


د بلخ ولایت چې د ولایتي سیمې پر بنسټ باید په ولسي جرګه کې ۱۱ څوکۍ ولري، د دې څوکیو د ترلاسه کولو پخاطر ۸۲ تنو نوماندانو خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړي؛ مګر دا ټاکنیزې سیالۍ یوازې د هغو تر منځ روانې دي، چې ډېرې پیسې لري.


دې بډایه نوماندانو، د مزار شریف د ښار په ګوټ ګوټ کې خپل غټ او کوچني انځورونه ځوړند کړي دي، د خلکو لپاره یې جومات جوړ کړی او د غریبو خلکو سیمو د سړکونو جغل اندازي کوي، او هره ورځ سلګونو تنو خلکو ته پلوونه ورکوي، مګر د دې ولایت د نورو نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو څخه کومه خبره نشته.


د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ټول نوماندان مساوي حقونه لري، تر څو خلکو ته خپل د پروګرامونو د پیژندلو په اړه، سالمې ټاکنیزې سیالې تر سره کړي.


امان الله حبیبي په بلخ ولایت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مشر وویل: " دې کمیسیون په ټولیزه توګه بیطرفانه کار کړی او د ټولو نوماندانو لپاره یې یو شان زمینه برابره کړې ده."


مګر یو شمیر نوماندان چې ډېرې پیسې نلري، وایي کمیسیون باید داسې یوه کړنلاره ترتیب کړې وای چې پکې ټولو نوماندانو کولای شوای خپل پیام یو شان خلکو ته ورسوي او د ټاکنیزو سیالیو د لګښت لپاره یوه معینه اندازه پیسې په پام کې نیول شوي وای.


دا نوماندان وایي چې اوس مهال، د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، هغوی په هیڅ وجه نشي کولای د بډایه نوماندانو سره سیالۍ وکړي.


مګر یو شمیر نوماندان چې ډېرې پیسې لري وایي چې له خپلو شخصي پیسو څخه هر څومره چې وغواړي په ټاکننو کې د ګټلو لپاره ورڅخه استفاده کوي.


عباس ابراهیم زاده، یو تن ملي سوداګر چې په دې  ټولټاکنو کې یې ځان له بلخ ولایت څخه نوماند کړی، وایي: " دا په ما پورې اړه لري چې څومره انځورونه مې چاپ کړم او اوس مهال خلکو ته څه جوړ کړم."


مګر د بلخ ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي چې دا وار د ځینو نوماندانو پوچو شعارونو ته باید پاملرنه ونشي. هغوی وایي خلک نباید خپلې رایې د پیسو په بدل کې خرڅې کړي.


محمد بصیر د مزار شریف د ښار د دریمې ناحیې اوسیدونکی، وایي: " په تیر پړاو کې هغه وکیلان چې له دې ولایت څخه ټاکل شوي و، د دې ولایت خلکو لپاره یې هیڅ کار تر سره نکړ حتی ځیني داسې کسان هم پکې و چې پخپل پنځه کلن وکالتي پړاو کې حتی د یوه وار لپاره خپل مایک و نه لګاوه او نظر یې ورنکړ."


د مزار شریف د ښار دا اوسیدونکی وایي دا وار هغه کسان باید جرګې ته لاره ومومي چې لږ تر لږه، د خلکو خبر پارلمان ته وویلی شي.


هغه څه چې سر له اوسه یې خلک په دې ولایت کې اندیښمن کړي، د بډایه نوماندانو شتون دی چې د دې کسانو تر منځ ځیني یې حتی په لیک او لوست هم نه پوهیږي؛ مګر د خپلو پیسو په کارولو د خلکو رایې تر لاسه کوي او کیدای شي چې ولسي جرګې ته هم لاره ومومي.


د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د خواجه سکندر د کلي اوسیدونکی محمدالله، وایي: " دا خلک سر له اوسه د زیاتو پیسو په مصرفولو، هڅه کوي چې د فقیرو او بی سوادو خلکو په منځ کې خپل ملاتړي ډېر کړي تر څو په ټولټاکنو کې ګټونکي شي." 


په همدې حال کې هغه نوماندان چې لږې پیسې لري مګر د لوړ سواد خاوندان دي، ډېری یې له دې حرکت څخه په اندیښنه کې دي. علي حسین خلیلي، یو تن د دې نوماندانو څخه وایي: " زه پیسې نلرم چې خلکو ته جومات، پلو او غوښې ورکړم اوس نه هم خلکو ته سړک او ښوونځی رغولای شم؛ مګر د قوانینو په هکله پوره معلومات لرم او که وکیل شوم، کولای شم په سمه توګه د خپلو خلکو استازیتوب وکړم."