تیره شپه وسلوالو کسانو د عبدالهادي جمشیدي ورور عبدالباقي د هرات ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند په داسې حال کې په ډزو وواژه، چې ددغه ولایت شمالي ولسوالۍ کشک رباط سنګي ته روان وو؛
په پیښه کې د نوماند دری تنه ساتونکې ټپیان شوي هم دي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې عبدالهادي جمشیدی، خپل ورور او ساتونکو ته دنده ورکړي وه چې د سیمې له امنیتې حالت څخه یې باخبره کړي.
ښاغلی جمشیدی وایي ورور او دری تنه ساتونکي یې د لارې په اوږدو کې د وسلوالو سړیو د کمین سره مخ شوي، چې په پایله کې یې ورور عبدالباقې ووژل شو او دری تنه ساتونکي یې ټپیان شول.
ښاغلي جمشیدي غوښتل د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره د یادې ولسوالۍ د چهار درې سیمې ته چې خپله اصلي ټاټوبې یې دی، ولاړ شي.
هغه سیمه ییز طالبان، د پیښې مسؤل وبلل او زیاته یې کړه: څه موده وړاندې په یاده ولسوالۍ کې طالبانو پریکړه کړی وه چې هغه په قتل ورسوي؛ خو بریالي نه شول.
په دی اړه د لویدیځ زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي www.afghanistanvotes.com ته وویل چې عبدالباقي جمشیدي د ترپ او خرپ جنګ له امله وژل شوی، خو په خپله عبدالهادي ته چې د ټاکنیزو سیالیو د تر سره کولو په موخه یادي ولسوالۍ ته روان وو زیان نه دی اوښتې.
د هرات امنیتي چارواکي وایي د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
ښاغلی احمدي وایي، ډیر ځلې یې د هرات ولایت څخه ولسي جرګې ته ولاړو نوماندانو ته ویلي چې د هرات لیري پرتو ولسوالیو ته د ورتګ څخه دمخه، پولیس او یا هم امنیتي چارواکې خبر کړي تر څو د هغوې امنیت د لارې په اوږدو کې خوندي شي؛ خو ښاغلي جمشیدي بیا له دا ډول مخکینۍ اطلاع د مخه په خپل سر د کشک رباط سنګې ولسوالۍ ته ورتلو.
د هرات ولایت د انتخاباتي کمیسیون د ولایتي دفتر مسؤل اول الرحمن ددی خبر په منلو سره زیاته کړه چې ډیری نوماندان د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر مهال لیری پرتو ولسوالیو ته ځې کومې چې د امنیتي پلوه خطرناکې دي.
د هرات ولایت یوتن کارپوه داکترعبدالقیوم قایم په همدی اړه وایي: " تر ټولو غټه ننګونه چې د نوماندانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی هغه، همدغه غیر سالمې ټاکنیزی سیالۍ دي."
هغه زیاته کړه په ځینو سیمو کې د یوه قوم څو تنو خپل ځانونه نومولي دي، چې همدا مسئله ددی لامل ګرځې، په هر ډول چې وي یو تن باید د سیمې ډيری رای تر لاسه کړي.
د روان لمریز کال د چنګاښ په ۳۰ نیټه د چهار شنبې په ورځ د ولسي جرګې یو تن نوماند دهرات په ګلران ولسوالۍ کې د نامالومه وسلوالو له لوری وتښتول شو.
د هرات له ولایت څخه ۱۳۱ تنه نوماندان ولسي جرګې ته ولاړ دي او هر یو یې کوښښ کوي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي، چې دمګړي دوه تنه یې له ډلې څخه د کمیسیون له لوری لیری شوي دي.
سره لدی چې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته یوه میاشت وخت پاتې دی؛ خو بیا هم د کاندیدانو او رای ورکوونکو په وړاندی امنیتي ننګونې تر ټولو جدي شمیرل کیږي.

