په داسی حال کې چې د هیواد په کچه د بی کاره خلکو شمیر مخ په زیاتیدو دی خو د ننګرهار څخه ولسي جرګې ته یو شمیر نوماندان ځوانانو ته کارموندنه خپل ټاکنیز شعار ګرځولی دی.
خو ځنیی خلک بیا د ولسي جرګې د یوشمیر نوماندو دی شعار ته د شک په سترګه ګوري اووایې چې په تیر ځل ټاکنو کې هم د ولسي جرګې نوماندو ورته ژمنې کړی وی خو په عمل کې یې ندي پلي کړي.
له ننګرهارڅخه ولسي جرګې ته نوماند ایمل خان مومند وایې که چېری بریالی شی نو ځوانانو ته د کارموندنې چاره به په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولی او دغه ستونزه به لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.
مومند زیاتوي: " داواقیعیت دی چې د ځوانانو ستونزو ته ډیره پاملرنه نده شوی، نو وکیلانو ته پکارده چې د ځوانانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ که چېری زه کامیاب شم نو دځوانانو ستونزې به لوړ پورو چارواکو ته ورسوم."
د ولسي جرګې لپاره یو بل نوماند رحمان الله دولت زی وایي که څه هم وکیلان نشی کولای چې د ځوانانوستونزې هوارې کړي خو وکیلان باید د اساسي قانون په چوکاټ کې دځوانانو د تعلیمی کچې، کارموندنې او د کاری ظرفیت لوړولو لپاره له دولت څخه دځانګړو پروګرامونو د پلي کولوغوښتنه وکړي .
نوموړی زیاته کړه: " د ځوانانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه بې کاري ده، خو په تیرو څو کلونو کې ورته ډیر کار ندی شوی."
حنیف الله چې د جلال اباد ښار اوسیدونکې دی وایې اوس مهال دځوانانو تر ټولوستره ستونزه بی کاري ده چې ان ځینی ځوانان یی په روانی ناروغیو اخته کړی دي.
هغه وایې: " که چیری د ننګرهار د ولسي جرګې راتلونکې استازي په رښتیا سره د ځوانانو لپاره خدمت کول غواړي، باید ځوانانو ته د کارموندلو په موخه ځانګړی قوانین تصویب کړي چې بی کاري راکمه شي."
دی ته ورته د ننګرهار د کرنې پوهنځي فارغ التحصیل "برسات" چې دری کاله وړاندی د کرنې پوهنځی څخه فارغ شوی وایې تردی دمه یی کومه دنده نده موندلی؛ هغه وایې دده په څیر ګڼ شمیر ځوانان چې لوړی زده کړې یې کړي دي هم بې کاره دي .
برسات زیاتوي: "که چیری دولت او پارلمان په ګډه سره خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې هلې ځلې وکړي، ښایی تر ډیره بریده بې کاري راکمه شي؛ خو په دی برخه کې تر اوسه نه دولت او نه هم ولسي جرګې کوم ځانګړي ګام پورته کړی."
دده په وینا ولسي جرګې ته نوماندان باید ځوانانو ته د کارموندنی چاره یواځې دخپلو ټاکنیزو منډو ترړو لپاره ټاکنیز شعار ونه ګرځوي؛ دوی باید په عمل کې کوټلي ګامونه هم پورته کړي، او کله چې بریالي شي باید ځوانانوته کارپیداکړی.
دولسي جرګې په پخوانیوغړو د خلکو نیوکې دادي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې له خلکو سره چې کومې ژمنې کړې وی هغه یې نه دي پوره کړي.
په دی اړه د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکې هارون الرشید وایې : "موږ دی ته نه ګورو چې تیرو غړو راته څه کړي؛ اوسني نوماندان باید د ولسي جرګې د پخوانیوغړو تیروتنو ته ځیر شي، له خلکو سره هغه ډول ژمنې ترسره کړي چې په توان کې وي."
بل لوری یو شمیر خلک بیا د ولسي جرګې د کاندیدانو د تیرو ژمنو د نه پلی کیدو له امله نه غواړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ونډه واخلی .
د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکې خالد مومند وایې : " تیرځل هم زموږ سره وکیلانو ډیری ژمنې کړی وی خو یوه ژمنه یې هم پوره نکړه، کله چې هغوی وټاکل شول په خپلو ګټو اخته او اولس ته یې هیڅ هم ونکړل؛ نو راتلونکې غړي به هم په دی اخته وي او اولس به یې له یاده ووځي ."
بل لوری بیا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي دغه دعوي نه مني او وایې دوې له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي ديي. له ننګرهارڅخه د ولسي جرګې پخوانی غړی او ددی جرګې لپاره اوسنی کاندید فاروق میړنی وایې: هغه ژمنې چې له خپلو خلکو سره یی کړی وی هغه یی پوره کړی دي. نوموړی وایې ده له خلکو سره ژمنه کړی وه چې د ملی ګټو څخه دفاع، او د افغانستان استقلالیت لپاره به په پارلمان کې هڅه کوي، او داسی کار به نه کوي چې د هیواد ملي ګټو ته زیان ورسوي.
میړنی د ننګرهار د اولس له ځینو غړو سره په یو اند دی او زیاتوي: " یو شمیر وکیلان دخپل کمپاین پر مهال داسی ژمنې کوي چې ددی ژمنو پوره کول د دوی له صلاحیت څخه لری وي او دوی نشی کولای هغه پلی کړی؛ ځکه ددی ژمنو پوره کول د اجرایه قوې دنده ده، او د پارلمان هیڅ وکیل نشي کولاې په زرګونو کسانو ته کار پیداکړي خو دا کولای شي چې د کار په اړه ځینې قوانین تصویب او یا په اجرایه قوې فشار راوړي."
په ننګرهارکې ولسي جرګې ته ۱۶۰ کاندیدان د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ولسي خلکوته د دوی د ستونزو د هوارولو او ځوانانو ته د روزګار پیداکولو په برخه کې ژمنې ورکوی؛ خو داچې د ولسي جرګې غړي ترکومه بریده دولس د ستونزو د حل او ځوانانو ته د کار پیداکولو صلاحیتونه لري د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد پوهاند محمد بشیردویال یې داسې ځوابوي: داچې په افغانستان کې ټاکنې یوه نوی موضوع ده او دا دوهم ځل دی چې په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنی ترسره کېږی، نوځکه ډیری کاندیدان د خپلو صلاحیتونو او د قواوو د تفکیک په اړه پوره معلومات نلری ځکه دوی له خلکو سره دغه ډول ژمنی کوی .
دودیال وایي: "د پارلمان وکیلان یواځی د تقنینی پروسې پرمخ بیولوصلاحیت لري، خلکو ته د کارموندلو په برخه کې دوی کولای شي قوانین تصویب کړی؛ خو دوی نشي کولای چې خلکو ته کار پیداکړي."
نوموړی زیاته کړه د پارلمان وکیلان کولای شي حکومتی چارواکې احضار او له هغوی څخه خلکو ته د کارموندلو په اړه پوښتنې وکړي، او یا هم داسی قوانین تصویب کړي چې له مخی یې ډیرو خلکو ته کارونه پیدا اویا د کار کولو شرایط او اسانتیاوی برابرې کړې.

