د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د لړي ټاکل شوی موده، د شکایتونو د اوریدو کمیسیون او نورو مدني ټولنو د هغې غوښتنې سربیره چې ددی لړۍ د نیټې د غځیدو غوښتنه یې کوله، ختمه اعلان شوه.

 

په همدې اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور www.afghanistanvotes.com ته وویل چې د رای ورکوونې د کارتونو لپاره د نوم لیکنې د لړۍ نیټه د ټاکنو د مهالویش سره سمه چې پخوا اعلام شوی وو، اعلان شوه او د زمري په ۲۲ نیټه په مرکز کابل او د هیواد په ټولو ولایتونو کې پای ته ورسیده.

 

نور زیاته کړه: که څه هم ددی لړۍ د نیټې د غځیدو وړاندیزونه کمیسیون ته شوي وي، خو دغه خپلواک بنسټ شنبې د زمري په ۲۳ د یوې غوڅې پریکړې پر بنسټ، د نوم لیکنې د لړۍ د غځیدا څخه لاس په سر شو.

 

د نوموړي په وینا د هغه راپور لمخې چې دوی ته ورکړل شوي  په دغه موده چې د غبرګولې له ۲۲ نیټې پیل او د زمري تر ۲۲ یې دوام وموند ۳۶۳۷۰۲ تنو په مجموعې ډول چې د رای ورکوونې په شرایطو برابر وو، د رای ورکوونې کارتونه تر لاسه کړي دي؛ چې له ډلې څخه یې  ۱۶۸۴۳ تنه یې کوچیان،۱۴۶۵۶۷ تنه یې میرمنې ،  او د ۲۰۰۰۰۲ تنو په شاوخوا کې نارینه وو.

 

که څه هم د یادې لړۍ د مودي په غځیدا ډیری د بشری حقونو او مدنې ټولنو له لوری ټینګار شوې وو، خو بیا هم په خپل ټاکل شوي مهال پای ته ورسیده.

 

په یاده لړۍ د هیواد ډيری وګړي او دغه راز ولسي جرګې ته ولاړ نوماندان بیا لدی امله نیوکه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د نوم لیکنې کافې مرکزونه نه وو، څو په شرایطو وړ کسان په اسانۍ سره د رای ورکوونې کارتونه تر لاسه کړي.