" غواړم هغه نوماند ته رای ورکړم  چې د خلکو له منځ څخه وي، د خلکو درد او غم درک کړي، او په پارلمان کې د ټول افغانستان د خلکو د استازي په توګه کار وکړي؛

خو هیله منده یم درغلي ورکې ونه شي." دغه ټکي د سمیلا په نامه یوې بامیانۍ پیغلې چې تنګ پتلون یې اغوستې  او لمریزی تورې عینکې یې په سترګو وې، وکړی.

 

نوموړی غواړي د بامیانو ولایت ټول نوماندان په درست ډول وپیژني؛ مګر نه د هغوی د ټاکنیزو شعارونو لمخې چې د دوي په تصویرونو او پوسترونو کښل شوي دي؛ بلکه هغه غواړي د نوماندانو په کړنلاره او راتلونکو پروګرامونو اګاه شي.
 


د کاندید د طرحې او پروګرام پر بنسټ رای ورکول، د سمیلا له هیلو او ارزوګانو څخه شمیرل کیږي.

 

سمیلا زیاتوي:" په تیرو څو ټاکنو کې ډیری وګړو د نوماندانو غوړو او لکسو تصویرو ته رای ورکړی ده، او ډیر لږ شمیر خلک د نوماند له طرحې او پروګرام نه آګاه وو."

 

هغه هیله لري چې دا ځل خلک په اګاه ډول د تیر کلونو په پرتله د رای ورکوونې مرکزونو ته لاړ او خپله رای ورکړي. خو د درغلۍ احتمال هغه څه دی چې خلک یې په ټاکنو کې په ګډون ټکني کړي دي، همدا لامل دی چې د سمیلا په څیر ډير د بامیانو اوسیدونکي په دی اړه اندیښمن دي؛ خو سمیلا هم مهاله بیا ددی ارزو لري چې خلک به په تیرو ټاکنو کې د درغلۍ له پایلو نه خبر او پند به یې اخیستی وي، او دا ځل به له کوم جدي ګواښ سره مخامخ نه شي.

 

هغه زیاتوي: " په تیرو ټاکنو کې، خلکو د درغلۍ ډير څه ونه لیدل او نه یي هم هغه جدي وګڼل؛ خو د خوښۍ ځای دی چې د بامیانو خلک، لږ لږ د سیاست سره بلدتیا پیدا کوي نو که وکولای شي د درغلۍ ځاي شفافیت او روڼ اندی ته پریږدي؛ هغه  مهال به خلکو د ولس له استازو جوړ متخصص او متعهد پارلمان جوړ کړی وي کوم چې به د ټولو افغانانو په ګټه وي."

 

خو د بامیانو ډيری اوسیدونکې بیا په ټاکنو کې د درغلی امکان زیات ویني.

 

د بامیانو د ښار اوسیدونکي ۴۰ کلن حسین علی چې د بزګری چارې مخ ته وړي وایي: " د بامیانو اوسیدونکي د رای ورکوونې په پایلو باوري نه دي؛ ځکه هغه درغلی چې په تیرو ټاکنو کې تر سره شوې دا په ګوته کړه چې د خلکو رای له ارزښت او اهمیت څخه برخمنه نه ده."

 

د بامیانو یو شمیر نور اوسیدونکي بیا په ټاکنو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي هم په درغلي کولو، شریک ګني.

 

د بامیانو د ښار بل استوګن ۲۵ کلن محمد ظریف حسینی، بیا وایي: "تیر و ټاکنو ته په کتو سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هغه کارکوونکي چې په لیری پرتو سیمو کې یې کار کاوه، د څارونکو په نه موجودیت کې یې د ځیني نوماندانو په تړاؤ په ټاکنو کې په درغلی لاس پوری کړ."

 

هغه زیاتوي د یوه ښاري په صفت دا ویلای شي چې ددی ډول پیښو څخه د خلاصي لپاره باید د کورنیو او نړیوالو بې پرې سیاسي ډلو او بنسټونو له لوری د ټاکنو بهیر ښه وڅارل شي.

 

بل لوری ته په بامیانو کې ځیني سیاسي څیړونکي بیا په دغه ولایت کې په ټاکنو کې د درغلی امکان کم په ګوته کوي او ټینګار کوي چې په تیرو څو ځلو ټاکنو کې د بامیانو په کچه درغلي په ډیره ټيټه سویه تر سره شوی ده.

 

په مرکزي زون کې د بشری حقونو د مدني ټولنې همغږي کوونکې اسماعیل ذکی وایي: " په تیرو څو ټاکنو کې، د بامیانو د ولایت په کچه د درغلی پیښې نه وی، که چیری شکایت هم وو، نه شو کولای هغه د پاملرنې وړ او سرنوشت ټاکوونکې وګڼو."

 

ددی سره سره، بیا د بامیانو یو شمیر رسنۍ او مدني ټولنې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د درغلی رامنځ ته کیدل له امکان څخه لیری نه بولي، دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې څه موده وړاندی یې خپره کړې وه، ددی ډول پیښو د مخنیوي غوښتونکي شول."

 

مدني ټولنې؛ د بیلګې په ډول د امام جعفر صادق فرهنګي ټولنې، د کهمرد علم پروره ځوانانو، د محمد رسول الله علمي او فرهنګي ټولنې، د معلولینو او معیوبینو علمي او فرهنګي ټولنې او دغه راز دی ته ورته د نورو ټولنو او بنسټونو له لوری، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو له لوری په ټاکنو د درغلی د رامنځ ته کیدو له امله لا له وړاندی خپلې اندیښنې په ډاګه کړي دي.

 

ددی اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې : " تیر کلونه په ټاکنو کې د بامیانو د اوسیدونکو ګډون زیات او درغلي کمه رامنځته کیده؛ خو دا ځل په بامیانو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو کړنې له همدا اوسه شکمنې او بې باوره دي. نو ددی ډول بهیر دوام مونږ په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د شفافیت په اړه اندیښمنوي."


 
ددی بنسټونو دغه اطلاعیه په دوو اونیزو کې خپره شوی ده، زیاتې بیلګې، د سیمه ییزه کارکوونکو په استخدام کې د شایسته سالاری اصل نه مراعات کول، د هغو کسانو په نمرو کې لاسوهنه کومو چې یاد کمیسیون ته امتحان ورکړی وو، د خلکو محرومول د اطلاعاتو له ترلاسه کولو او د ټاکنو د کمیسیون ځواب نه ویل رسنیو ته، ددې کمیسیون شکمن کارونه په ګوته کړي دي.

 

خو د بامیانو ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مرستیال انصاري بیا په خپل وار سره دغه تورونه ردوي، او په دغه ولایت کې د آزادو، عادلانه او له هرډول درغلی څخه د پاکو او شفافو ټاکنو ډاډ ورکوي. نوموړی هغه میکانیزم او دستورالعمل چې د ټاکنو په مرکزي کمیسیون کې جوړ او بیا ولایتي دفترونو ته په واک کې ورکړل شوی، په ټاکنو کې د درغلی څخه د مخینوي عامل بولي.