په هرات ښار کې د ولسي جرګې د نوماندانو سیالۍ ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی؛ اما د دې چارو تیتیدل ورځ تر بلې، د هرات د ښار هغه ښاري څیره چې څه موده وړاندې د یونسکو له لورې
د نړۍ د زرو پاکو ښارونو په لست کې راغلی و، د نوماندانو د انځورونو او پوسټرونو د بې ځایه لګولو له کبله، ورځ تر بلې یې څیره بدرنګه کیږي.
د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د روان کال د چنګاښ د میاشتې له ۲ نیټې راپدې خوا پیل شوې، تر ۴۸ ساعته مخکې له ټولټاکنو د ورځې پورې چې د سنبلې په ۲۷ تر سره کیږي، ادامه مومي. په دې مودې کې، نوماندان کولای شي په مختلفو لارو ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړي؛ ځان او خپل پروګرامونه رایه ورکوونکو ته وروپیژني.
په ولسي جرګه کې د هرات ولایت لپاره د ۱۷ځانګړو شویو څوکیو لپاره له دغه ولایت څخه ۱۵۱ نوماندان خپلې ټاکنیزې سیالۍ کوي.
د هرات ښاروالۍ دنوماندانو د عکسونو او پوسټرونو د نصبولو لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیولي دي د هرات ښار دیوالونه، د نوماندانو د انځورونو او پوسټرونو څخه ډک دی چې په مختلفو شعارونو یې د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته دانګلي دي.
ټاکنیز تبلیغات د انځور او پوسټر څخه په استفادې سره، تر ټولو معموله کړنلاره ده چې د هرات ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندان یې کاروي. ډېری نوماندان دا کړنلاره د هراتي رایه ورکوونکو تر منځ لیک لوست د ټیټې کچې په خاطر تر ټولو موثره لاره د رایو ترلاسه کولو لپاره، بولي.
د یوه نوماند د ټاکنیزو سیالیو مسئول محمد کریم، چې په ښار کې یې ډېر زیات عکسونه نصب کړي دي وایي: " له هغه ځایه چې زمونږ په ټولنه کې، په ځانګړې توګه په ولسوالیو کې د خلکو د لیک لوست کچه ډېره ټیټه ده، مونږ مجبور یو تر څو د عکس د نصبولو له لارې، خپل د خوښې وړ نوماند څیره خلکو ته وپیژنو." نوموړی زیاتوي:
" دا کړنلاره ښه اغیزه لري؛ کله چې خلک د رایه ورکولو صندوقونو ته ورځي؛ زمونږ د پام وړ نوماند څیره به په ذهن کې لري. "
په هرات کې ډېری نوماندان د دې نظریې سره موافق دي او ډېری یې د همدې لارې ټاکنیزې سیالۍ تر سره کوي.
خو سربیره پر دې، یو شمیر نوماندان شته چې یوازې د لږ شمیر عکسونو او شعارونو په نصبولو یې بسنه کړې ده؛ مګر د ټاکنیزو تبلیغاتو پر ځاې د غونډو، ناستو او جلسو له لارې د خلکو او رایه ورکوونکو سره مخامخ خبرې اترې کوي.
د هرات ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند احمد بهزاد، په دې اند دی چې د عمومي تصور پر خلاف، ټاکنیز تبلیغات د عکسونو او پوسټرونو له لارې ډېر اغیزمن ندي او نشي کولای د یو زیات شمیر رایه ورکوونکو پام ځان ته را جلب کړي.
هغه وایي: " د عکسونو او پوسټرونو د زیاتې استفادې پر ځای، نوماندان باید خپل راتلونکي پروګرامونه او کړنلارې خلکو ته وړاندې کړي؛ تر څو خلک پوه شي چې څوک د هغوی د رایه اخیستلو وړ دي."
د هرات یو شمیر اوسیدونکي هم، د نوماندانو د تبلیغاتو د کړنلارې څخه نا خوښ دي او د هغوی په تبلیغاتي شعارونو چې هر چیرته یې لیکلي دي، بی باوره، تر سترګو کیږي.
محمد رفیع نوابي، د هرات ښار یو هټۍ وال وایي: " زمونږ خلک د تیرو څو ټولټاکنو په تیرولو سره د ټولټاکنو مختلفې مرحلې او پړاونه تیر کړي دي. حد اقل د هرات په ښار کې انځور او پوسټر د تیرو ټولټاکنو په شان ډېره موثره نده. "
له دې سره، یو شمیر کارپوهان د ټولټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوۍ د کچې لوړیدو په خاطر، خوښ بریښي او هیله مند دي چې د هرات رایه ورکوونکي، په راتلونکي ټولټاکنو کې لا دقیق او سم انتخاب سره د رایه ورکولو صندوقونو ته ودانګي.
جاوید نورزاد، په هرات ورځپاڼه لوستونکي کې وایی: " په دې کې شک نشته چې خلک د درې ټولټاکنو لکه ولسمشریز، پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټولټاکنو په تیرولو سره، لږ تر لږه د ټولټاکنو له نظام سره چې په افغانستان کې په پام کې نیول شوی دی، بلدتیا موندلې ده؛ ځکه نو هغه نوماندانو چې یوازې په عکسونو او تصویرونو باندې اتکاء کړې ده، د ګټلو لپاره دې زیات هیله مند نه وي، په تیرو ټولټاکنو کې ډېری نوماندانو خپلې رایې د عکسونو او پوسټرونو له لارې صندوقونو ته واچول، مګر د هغوی کار منفي پایلې لرلې.
هغه وایي: " د نوماندانو زیری ورکوونکي شعارونه نشي کولای د دوهم ځل لپاره رایه ورکوونکي وغولوي. خلک د تیرو ټولټاکنو د نوماندانو د شعارونو څخه پوره تجربې لري. ډېری استازو چې ډېری یې د زرق او برق لرونکي شعارونو له لارې د خلکو رایې تر لاسه کړې؛ مګر د خلکو سم استازیتوب یې ونکړ. "
مهر انګیز هیله منده ده چې دا پړاو زمونږ خلک د هغه تجربې پر بنسټ چې په تیرو ټولټاکنو کې یې تر لاسه کړی، د نوماندانو د کارونو پر بنسټ به رایه ورکوي؛ نه دا چې د عکسونو او شعارونو له مخې، تر څو بیا تیره تجربه تکراره نشي.

