د ننګرهار ځینی اوسیدونکی شکایت کوی چې د ولسي جرګې یو شمیر نوماندان له اجازې پرته د خلکو پر ودانیو او هټیو خپل عکسونه او د ټاکنیز کمپاین پاڼی لګوی. خو له ننګرهار څخه ولسي جرګي ته يو شمېر کانديدان وايې نامعلوم کسان يي د شپي له خوا په پټه په ښار کې راځړول شوي عکسونه څيري کوي؛ چې ددوي په خبره دغه کار يي په انتخاباتي مبارزو بده اغيزه کړيده. 

بل لوری بیا د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي د ولسي جرګې پر ځینو کاندیدانو نیوکه کوی چې ددوی د بې ځایه عکسونو لګولو دوی له یو لړستونزو سره مخ کړیدی. دوی وایې کاندیدان د ښار په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ له خوا ورته په نښه شوی دی خپل انځورونه نه لګوی، او ډيری  دولتي ادارو په لوحو او ترافیکې نښو لګوی.

د یاد ولایت کاندیدان بیا امنيتي چارواکې له دی امله ګرم بولي چې په ښار کې د دوي د راځړول شویو انځورونو ساتنه نه کوي.

په همدی اړه ډاکتره رمزیه محمدی چې د ننګرهار څخه ولسي جرګې ته کاندیده ده وایی: د څو ورځو راپدیخوا یی  په جلال اباد ښار کې ځوړیدلی عکسونه شکول شوی دي؛ خو هغه وایی پدی نه پوهیږی چې ولی یی عکسونه څیری شوی دی.
 
دیته ورته بله نومانده نورزیه هم د تصویرونو  د څیری کولو پخلی کوی او وایی: د یو شمیر کاندیدانو د پلویانو له لورې د نورو کاندیدانو تصویرونه څیری کیږی. اغلی نورزیه دا یوه انتخاباتی سرغړونه بولی او له امنیتی چارواکو یی د مخنیوی غوښتنه کوي.

د ننګرهار د امنيي قومانداني وياند سمونوال عبدالغفور هم منی چې پولیس دنده لری د نوماندانو د تصویرونو ساتنه وکړی؛ خو په وینا یې که چیری داسی څوک ومومی چې د کاندیدانو تصویرونه څیری کوي، دقانون منګلو ته به وسپارل شي.

بل لوری په ختيځه سيمه کې د ټاکنو د شکایتونو د کميسون مشر ایمل حقمل وایی چې دوی نشی کولای د کاندیدانو د تصویرونو ساتنه وکړي.  هغه وایی  پدی اړه ورته ګڼ شکایتونه رسیدلی او دوی ترغور لاندی نیولی دي.

که له یوې خوا کاندیدان د خپلو عکسونو د څیرل کیدو څخه سر ټکوي؛ خو بل لوری بیا ددی ولایت اوسیدونکې د کاندیدانو له لوری د بې ځایه عکسونو او تبلیغاتې پاڼو له لګولو څخه ناخوښه دي.

د جلال اباد ښار د انګور باغ د سیمې اوسیدنکی سیدعابد هم وایې هغه نښې چې د خلکو د پوهاوي لپاره د ښار په مختلفو ځایونو کې په دیوالونو او لوحو لیکل شوي د کاندیدانو لخوا دعکسونو په لګولو سره پټې شوي او خلکو ته یې ستونزې پیداکړی دی .

۳۰ کلن کلن نقیب الله چې د جلال اباد خوګیاڼو پرلویه لاره سراچه ډوله موټر چلوی وایې د ځینو کاندیدانو پلویان له اجازی پرته د دوی پر موټرونو عکسونه لګوی؛ خو تر ټولو لویه ستونزه چې دوی ورسره مخامخ دي هغه په لویو لارو پر ترافیکي لوحو د کاندیدانو له لوری د هغوی د عکسونو لګول دي.

بل لوری ته د جلال اباد ښار د اوومې ویالی اوسیدنکی  بشیراحمد  وایېڅ " څو ورځې وړاندې یې د کور جوړولو چارې بشپړی شوی او عمومی سړک ته څیرمه دیوال ته یې د ښکلا په خا‌طر  رنګ ورکړی وو چې اوس پری کاندیدانو دده له اجازی پرته خپل انتخاباتې شعارونه لیکلي اوعکسونه یې پری لګولی دي او  د دیوال ښکلا یې پرې له منځه وړی ده.

نوموړي  له دولتی چارواکو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې ددا ډول کارونو مخه ونیسی.

په همدې اړه په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتی رییس داکتر احمدولی امین  وایې: د ټاکنو د قانون د (۹) مادې پر بنسټ کاندیدان نه شی کولای د خپلو ټاکنیزو مبارزو مواد  د واکمنو مقاماتو یا مالکینو له مخکینۍ اجازی پرته پر  دولتی یا شخصې ملکیتونو وځړوي.

احمدولی امین زیاتوي: " که چیرته کاندیدان هغه ټاکنیزمواد چې قومې مذهبې یا د ژبنیو توپیرونو د تاوتریخوالې لامل ګرځۍ، خپاره کړي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون موظف کارکوونکۍ او ښاروالي کولای شي د کمیسیون د لارښوونې سره سم په ټاکنیزو مبارزو پوری اړوند تبلیغاتی مواد چې د یادی مادی له موادوسره په تضاد کې وي له ځړول شویو ساحو څخه لری کړی".

د ننګرهار څخه ولسي جرګې ته کاندید سیدغفور غفوری هم دا ښه نه ګڼی چی د چا له اجازی پرته دهغه پر ملکیت خپل عکس ولګوي. نوموړي په دولت نیوکه کوي چې دوی ته یې داسی ځانګړی ځای نه دې په ګوته کړی چې دوی خپل تبلیغاتي پوسترونه او عکسونه پکی ولګوي، او که ځانګړی ځای هم وي دوی پری چا خبر کړي نه دي.

خو د جلال اباد شاروالۍ د ساختمان مدیر انجینرعبدالبصیر په همدی اړه وایې د دوی سره څلور شرکتونه دي چې د ښار په بیلابیلو برخو کې د دوی لوحې شته، چی یاد شرکتونه دوی ته په کال کې د هرې لوحې په فی متر مربع حساب ۳۰۰۰ افغانۍ ورکوي. نوموړی زیاتوي چې هر کاندید کولای شي ښاروالۍ ته راشي او خپل تبلیغاتي پوسترونه یا عکسونه په یادو لوحو ولګوي.

که څه هم له ډيرې مودي راپدیخوا د هیواد په ختیځ کې پروت ننګرهار چې له ګاوندي هیواد پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري امنیت ډاډمن وو، خو په دا وروستیو کې د ځینې امنیتې ستونزو د راپورونو له رارسیدو سره سره  هم په ډيرو سیمو کې د کاندیدانو ترمنځ ټاکنیزی سیالۍ ښې په درز روانې دي‎.

خو دا لومړی ځل نه دی چی خلک د نوماندانو دعکسونو د بی ځایه لګولو نه شکایت کوی، په تیرو دوه دورو ولسمشرۍ او ولایتی شورا او دغه راز  په تیرو پارلماني ټاکنو کې هم خلکو او نوماندانو ورته شکایتونه کړي وه.

د چنګاښ له دوهمې نیټې راپدیخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د ټاکل شوي مهال ویش سره سم د پارلمانې ټاکنو لپاره په ټول هیواد کې د کاندیدانو لپاره د ټاکنیزو سیالیو دوره پیل شوې، چې د ټاکنو د ترسره کیدو څخه ۲۴ساعته د مخه چې  ټاکل شوی د روان لمريزکال د وږي په ٢٧ نيټه به تر سره شي، پای ته رسیږی.