د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسيدونکې وايي چې   ولسي جرګې ته د يو شمير کانديدانو د کمپاينونو په غونډو کې د پېسو او  ډاليو د تر لاسه کولو  لپاره ګډون کوي.


د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکې سيدرحمان وايي  د ولسي جرګې د کانديدانو د کمپاين د پيل راهيسي تر اوسه په پنځو غونډو کې ددي لپاره برخه اخيستي،  چې جامي او يا پيسي ترلاسه کړي. هغه وايي که چېري په کومه غونډه کې جامي او يا نورې ډالۍ نه وي نو بيا په کې برخه نه اخلي.


سيدشاه هم په ننګرهار کې يو له هغو کسانو څخه دې چې د ولسي جرګې د نوماندو د کمپاين په غونډو کې يي برخه اخيستي ده. هغه وايي له هغوغونډوڅخه چې ده په کې ګډون کړی دی په ځينو کې ورته ډالى او تحفې هم ورکړل شوي دي.


په ننګرهار کې د ټاکنیزو سیالو په غونډو کې خلکو ته ډوډى، ډالۍ،  کالي او ان پيسو ورکول دوديزه بڼه غوره کړی، او ګن شمير خلک دهغه کانديد غونډو ته ورځي چې پيسي، ډالى او يا ډوډى ورکوي.


د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسيدونکې  جمال الدين په دي شرط چې دکانديد له نوم اخيستلوڅخه يي ډډه کوله www.afghanistanvotes.com وويل: زه خپله رايه هغه چاته ورکوم چې ماته يي يوه لنګى راکړې ده ځکه زما وجدان دا نه مني چې لنګي له يوه کانديد څخه واخلم خورايه بل کانديد ته ورکړم .


هغه وويل : "موږ د يوه کانديد غونډي ته تللي وو هغه ټولو مشرانو او ملکانو ته جامي او لنګۍ ورکړې".


خو يو شمير خلک بيا له دې چارې سره مخالف دي او وايي چې هغو کانديدانو ته رايه ورکول چې خلکو ته بډي او يا پيسي ورکوي له خپلو خلکو سره خيانت او جفا ده، ځکه کله چې دغه کسان کامياب شي بيرته خپل خلک او ملت په خلکو پلوري.


د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اوسيدونکى  سيدرحمان بیا وايي (( زه به خپله رايه هغه چاته ورکوم چې نه پيسي لري او نه په غونډو کې خلکو ته پيسي او ډالي ورکوي؛ بلکې زه هغه چاته رايه ورکوم چې د خلکو خدمت وکړي او ملت ته وفاداره او صادقه وي )).


په ننګرهار کې د ولسي جرګې لپاره نوماند محمد انور سلطاني په همدی اړه وايي: "هو شته داسي کانديدان چې ولسي وګړو ته پيسي يا ډالى ورکوي، تر څو د هغوي رايي تر لاسه کړي؛ دا کار هغه کانديدان کوي چې په ځان باور نلري نو ځکه د پيسو له  لاري د خلکو رايي اخلي."


ددي تر څنګ ولسي جرګې ته يو بل نوماند لطف الرحمن (خاموش ) هم سلطانې ته ورته نظر لری او وايي: پيسي يا ډالى ورکول د انتخاباتو د قانون څخه سرغړونه ده. ده زياته کړه چې دغه کار د انتخاباتو د ازادۍ په اړه هم خنډ ګرځيدلي شي .


بل لوری ته په ننګرهار کې د ټاکنو د کميسون د بهرنيو اړيکو مسول مطيع الله احمدزي بیا وايي کانديدان حق لري کمپاين وکړي؛ خو دده په وينا کانديدان حق نلري چې خلکو ته ډالۍ او يا پيسي ورکړي.


د احمدزي په اند کانديدان بايد په خپلوغونډو کې خلکو ته خپله کړنلاره او پروګرامونه روښانه کړي او په زور سره څوک دي ته اړنکړي، چې هغه ته راي  ورکړي.


نوموړى وايي  هغه نوماندان  چې خلکو ته پيسي او په زور سره  له خلکو رايې اخلي، له هغوى سره به  قانوني چلند کیږي.
 

راي  ورکوونکو او نوماندانو ته دبډو ورکول، د رايو پلور اوپېرل، درغلي او يا بل هرډول عمل چې د ټاکنو روڼ والى تر پوښتنې لاندې راولي، ټاکنيزې سرغړونې بلل کېږي. چې دغه کار له قانون او د ټاکنو د خپلواک کميسيون له کړنلارې  سرغړونه ده، چې د پلټنو وړ  ده.