د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي پړاؤ پیل کړ. په دغه پړاؤ کې د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان ګمارل شوي څو د ټاکنو د څرنګوالي په اړه عامو وګړو ته مالومات ورکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وایې: چې د عامه پوهاوي کار یې دوه ورځې وړاندی پیل کړی دې.
په افغانستان کې د ټاکنو د بهیر نوي والې او په دی برخه کې په کلیو او بانډو کې عامه پوهاوي پروګرامونو کمزوتیا د ټاکنو په اړه، د عامه پوهاوي لړۍ، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو له عمده کارونو څخه شمیرل کیږي.
د نور په وینا، له همدی امله د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي د پروګرام د مبلغینو د کارونو د لا ښه والي لپاره دوی ته، ښوونیز توکي، لاد سپیکرونه، پوسترونه، مجلې، پاڼې، فلیپ چارتونه، لارښود کتابونه، مالوماتي پانې او د راې ورکوونې کاپې پاڼې، په واک کې ورکړي دي.
د نوموړي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي مبلغینو سربیره د عامه پوهاوي لپاره د راډیوګانو، تلویزیونو او چاپې رسنیو له لاری تبلیغات کوي.
دمګړي، د عامه پوهاوي د مبلغینو امنیت ساتنه یو له عمده ننګونو څخه ده چې عامه پوهاوي بریالیتوب یې تر پوښتنې لاندی راوستی دی. د افغانستان په سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې خلک او د ټاکنو دکمیسیون کارکوونکي، د طالبانو له ویرې او ډار څخه نه شي کولای په داډه زړه سره ټاکنیزی منډې ترړې تر سره کړي.
خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې چې باید کورنې او نړیوال امنیتي ځواکونه چې دا مهال په افغانستان کې دي، ددې حیاتي پړاؤ د امنیت د خوندیتوب ساتنه وکړي.

