په داسې حال کې شاوخوا دوه میاشتې وخت د پارلمانې ټاکنو ته پاتې دی؛ خو د کاندیدانو تر منځ یې ټاکنیزی سیالۍ تیرو ټاکنو ته ډيری کمزوی او له جوشه خالي ښکاري.

د چارو شنوونکي بیا ددی ټولو لامل د یو شمیر لوړپوړو چارواکو، ملي سوداګرو او یو شمیر خصوصي بانکونو له لوری د ځینو کاندیدانو څخه ملاتړ په ګوته کوي. همدا او ځينې لاملونه لکه امنیتي ستونزی او نور ددی سبب ګرځیدلي چې د کاندیدانو تر منځ د هغوي په ټاکنیزو سیالیو سیوری وغوړوي؛ هغه تتې او تر خپل پوښښ لاندی یې راولي.


د تیرو پارلمانې ټاکنو امکاناتو ته په کتو سره داځل په پارلماني ټاکنو کې ټاکنیزی سیالۍ کمزوری دي دا چې ددی  کار لامل څه دی د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده  وايې: په دی اړه څو لاملونه  شتون لري، چې له امله یې پارلماني کاندیدان بیلابیلی اندیښنې لري.


د مژده په وینا داسی ګنګوسې دي چې یو شمیر بانکونو او د کابیني ځينې پخوانيو وزیرانو چې دامهال په کابینه کې نشته او اوس شتمن شوي، خپل کسان پارلماني ټاکنو ته نومولي دي. بله دا چې ځينې کسان د حامد کرزي او یا هم د هغه د ورور له لوري کاندید شوي دي.


دده په وینا دغه کسان چې یا پیسي او یا هم سیاسي امکانات لري داسي فکر کوي چې دوی به خامخا پارلمان ته ورځې؛ بل لوری ته هغه کسان چې نه پیسې لري او نه هم سیاسي امکانات، فکر کوي چې یواځې زمونږ نومونه د ټاکنو په په لیست کې راغلي، او دی ته هیله مند نه دي چې بریالي دی شي، همدا لامل دی چې ټاکنیزی سیالۍ تتې دي.


مژده وایي ډیری کاندیدان نه غواړي خپلې پیسې بې ځایه ولګوي ځکه دوی د ټاکنیز کمپاین له پیل څخه د ټاکنو په روڼتیا شکمن شوي دي.


تیرو پارلمانې او ولسمشریزو ټاکنیزو سیالیو ته  په کتو سره د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله دا ځل په مرکز کابل کې هم د و لسي جرګې د کاندیدانو ترمنځ د ټاکنیزو سیالیو جوش د پخوا په پرتله کم تر سترګو کیږي،اوس پوښتنه رامنځ ته کیږي چې آیا کابل شاروالي خو به په دی اړه د کاندیدانو لپاره کومې ستونزې نه وي رامنځ ته کړي؟


په همدی اړه د کابل شاروالۍ مطبوعاتي مسؤل محمد اسحاق www.afghanistanvotes.com ته وویل: کابل شاروالي په دی اړه هیڅ ستونزي نه دي جوړی کړي، مونږ د کاندیدانو لپاره د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې سیمې مشخصې کړي څو په هغو ځایونو کې خپل عکسونو او پوسترونه وځړوي.


محمد اسحاق زیاته کړه، دا کار مونږ د ټاکنیزو سیالو وروسته د کابل ښار  د پاک ساتلو لپاره تر سره کړی، څو کاندیدانو پلویان د خلکو په کورونو او نورو تاریخي ځایونو کې عکسونه ونه ځړوي.

بل لوری ته کاندیدان چې تر دی مهاله یې خپلې ټاکنیزی سيالۍ نه دي شروع کړي او وایي د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره یې لا ډیره موده پاتې ده او د وږي له  ۲۷ څخه د مخه به چې د ټاکنو ورځ نومول شوي خپل سیالۍ په جوش سره پیل کړي.


یو هم لدی ډول کاندیدانو څخه د کابل له ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند انجینر احمد رضا دی. نوموړي ددی پوښتنې په اړه چې ولې یي تر دی مهاله (د چنګاښ تر شلمې) خپل ټاکنیز کمپاین نه دی پیل کړي وايي: "د سیالیو لپاره دری میاشتي وخت لري، که دا مهال خپلې سیالۍ پیل کړي نو څرنګه چې لازمه ده په هماغه جوش سره د ټاکنو تر ورځې پورې خپلې سیالۍ نه شي غزولای."


نوموړی زیاتوي دا مهال هر کاندید خپل تبلیغات کوي، ولی کله چې د رای اچونې موده را لنډه شي بیا یي هغه جوش نه وي، بله دا چې خلک ستړي کیږي او کپاین مؤثر نه تمامیږي او لکه څرنګه چې لازمه ده خلک بیا د کاندید استقبال نه کوي. "زه خپله کله چې د ټاکنو ورځ رالنډیږي ټاکنیز کمپاین پیلوم تر څو تر اخره ښه په جوش روان پاتې شي."


داسي ویل کیږي چې د کابل ښار په ځینو ناحیو کې ځینې کسان چې خپل ځانونه د شاروالې استازی په ګوته کوي د  کاندیدانو څخه د هغوي د عکسونو او پوسترونو په بندولو سره پیسې اخلي، ایا دا خلک ددی واک لري او که نه؟


د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتو مسؤل یې په اړه وایې: نه کابل شاروالي له کاندیدانو څخه په هیڅ نامه پیسې نه اخلي، یواځې د تجارتي کمپنیو څخه د جدا تړون لیک لمخې د اعلانونو په بدل کې پیسې اخلو.


په داسې حال کې چې مرکز د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې له جوشه خالي په نظر راځې، کندهار چې د هیواد په سویل کې پروت او د طالبانو مهم مرکز بلل کیږي، د تيروکلونو په پرتله يي ټاکنیزی سیالی آن د چنګاښ تر ۱۳ نیټې پوری په کندهار ښار کې نه مالومیدی، یواځې ځینو کاندیدانو خپل عکسونه ځړولي وو.


خان محمد مجاهد چې له کندهار څخه يې ولسي جرګې ته ځان کانديد کړی دى وایي: "زموږ کمپاينونه روان دي، خو د پخوا په پرتله ځکه کمزوري دي چې اوسمهال په کندهار کې امنيتي وضعيت يو څه ترينګلى دى.


دی ته ورته په کندهار کې یوه بله ښځینه کاندیده چې خپل مستعار نوم یې لیلی افغان را په ګوته کړ د ټاکنیزو سیالیو په اړه وایې له یوي خوا په کندهار کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ ځایې چارواکې د ټاکنو په چارو کې لاس وهنه کوي، همدا لاملونه دي چې ټاکنیزې سیالۍ تتې دي.


که څه هم کندهار د طالبانو د سیاسي او جنګې مرکز په توګه اوس هم مهم دی، او یو شمیر ستونزې د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو په وړاندی پرتې دي، خو په ختیځ کې پروت ننګرهار ولایت هم د پخوا په پرتله یو څه کړکیچن ښکاري.


صایمه خوګیانۍ چې یو ځل بیا یې  ولسي جرګې ته د ننګرهار له ولایت څخه خپل ځان نوماند کړی دې وایي: "په تیرو کلونو کې امنیت یو څه ښه وو، موږ په هره سیمه کې کمپاین کولای شو. خو سږ کال د تیرو کلونو په پرتله امنیت یو څه خراب دی ښځینه کاندیدانی نشي کولای د ننګرهار په لیری پرتو ولسوالیو کې خپلې ټاکنیزی سیالۍ تر سره کړي چې دا ستونزه د نارینه ؤ په پرتله د ښځو په وړاندې څو چنده زیاته ده."


که څه هم د هیواد شمالي ولایتونه نسبتاً آرام دي او امنیتي ستونزې ورکې ډيری نه تر سترګو کیږي، خو د شکیبا په نامه یوه میرمن چې خپل ځان د بلخ اوسیدونکې را په ګوته کوي  وایې د مزار شریف په ښار کې که څه هم د ټاکنیزو سیالیو په ماهیت کې بدلون نه دی راغلي، خو خلک اوس د کاندیدانو په دروغینو ژمنو بې باوره شوي دي، له همدی امله ډیری خلک د کاندیدانو په ټاکنیزو سیالیو کې ونډه نه اخلي او تتې په نظر راځي.


نوموړی وایي زه د یوې افغانې په توګه په ډاګه وایلای شم چې د کاندیدانو اوسني شعارونه او ټاکنیزې سیالۍ په ډيرو دقیقو تکتیکونو پوری چې قومي جنبه لري تړل شوي دي. یعنې بریالي کاندیدان هغه زورواکي او ټوپک سالاران دي چې په دا وروستیو څو لسیزو کې یې په بیلابیلو نومونو د خلکو ا حساساتو نه ګټه اخیستې ده.


د ولسي جرګې د ټولو ۲۴۹ څوکیو لپاره د هیواد په کچه شاوخوا ۲۵۰۰ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوری د کاندیدانو په نامه مستحق پیژندل شوي چې له ډلې څخه یې ۴۰۰ تنه ښځې دي.


تیرو پارلماني ټاکنو ته په کتو سره په اوسنیو پارلماني ټاکنو کې ډیری هغه خلک تر سترګو کيږي چې د علم او پوهې نه برخمن دي؛ ښايې ددی کار لامل، د ټاکنو د نوي تقنیني فرمان صادریدل وي چې ولسي جرګې ته یې د هر چا په ورتګ سره نوي خنډونه رامنځ ته کړي دي.