د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکې وایې دغه کسان د غير مسؤولو وسله والو ډلو سره د لاس درلودو له امله پړه پېژندل شوي، او له همدی امله نه شي کولای

 د ولسي جرګې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

 

د یاد کمیسیون ویاند احمد ضیاء رفعت ټينګار دا دى چې پردغو کسانو موثق اسناد را غونډ شوي او نور د کمپاين او بيا شکايت کولو حق نه لري. دده په وینا د یادو کسانو په اړه د کمیسیون پریکړه وروستۍ ده، او هیڅ ډول بدلون ورکې راتلای نه شي.

 

دغه ۳۱ تنه د افغانستان د ۱۷ ولایتونو څخه دي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې د نومونو د خپرولو څخه ډډه کړی ده.

 

یاد کمیسیون په خپله یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم دغه ټکې ته ا شاره کړي چې د غیر قانوني وسلوالو ډلو سره د اړیکو په تور تورنو کسانو ونه شو کولای دوی ته په ورکړل شوي موده کې په خپل ځان لګیدلي تورونه سپین او له ځانه دفاع وکړي؛ په همدی اساس د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دغه نوماندان چې دغیر قانوني وسلوالو ډلو سره د غړیتوب په تور تورن پیژندل شوي، د ټاکنو د قانون د دولسمې مادی د اووم بند پر بنسټ د نوماندی له حق څخه محروم شمیرل کیږي.

 

په افغانستان کې د ولسي جرګې د کانديدانو د ټاکنیزو سیالیو له پيل څخه نژدې دوه اوونۍ تیریږي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له لوری د وروستي لیست څخه د يو شمېر کانديدانو د ليرې کولو پرېکړه کېږي.

 

د یاد کمیسیون ویاند ښاغلى احمد ضیاء رفعت بیا وايي که د کمپاين په ترڅ کې هر کانديد د قانون خلاف سرغړونه وکړه او يا ثابته شوه چې په غير مسؤولو وسله والو ډلو پورې تړاؤ لري د کانديدېدو حق به ورځينې واخيستل شي.

 

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوری د ولسي جرګې د کاندیدانو د وروستي لېست څخه د ۳۱ تنو لیری کړل شویو کاندیدانو په اړه د کمیسیون د اعلامیې د لیدلو لپاره دلته ټک وباسئ.