
ټاکل شوی چې د روان لمریزکال د وږي په ۲۷ مه نیټه د ولسي جرګې لپاره په ټول کې هیواد کې ټاکنې ترسره شي. په دی ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټول هیواد په کچه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا ۲۵۷۷ تنو خپلو ځانونه ولسي جرګې ته نومولي چې لدی ډلی څخه یې ۴۰۰ تنه ښځې دي. اوس پوښتنه رامنځ ته کيږي چې ددی ټاکنو په وړاندی ولسي وګړي په کوم اند دي؛ او دوی د پارلماني ټاکنو کې په اړه کومې اندیښنې لري؟ په همدی اړه مې د کابل ښار یو څو تنو نظرونه راخیستې چې په لاندی ډول دي:
د کابل ښاري ۳۵ کلن صدیق احمدزی: تیرو ټاکنو نه په تجربې سره په اول قدم کې د شفافو ټاکنو لپاره امنیت ډیر ضروري دي. دا ځکه په کومو سیمو کې چې د مخالفینو ګواښونه موجود وي هلته د شفافو ټاکنو سوال هم نه پیدا کیږي.
دده په وینا په هغو سیمو کې چې مخالفین فعالیت کوي او یا یې لږ تر لږه ویره موجوده وي اول خو په ډاډه توګه څوک رای نه شي ورکولی، او که یې ور هم کړي د سر او یا د بدن د ځینو غړو په بیه به رای ورکوي؛ په داسې سیمو کې چې نارینه د بدن د غړو په بدل کې رایه ورکړي، د ښځو د رای ورکوونې خو بیا هیڅ سوال هم نه پیدا کیږي .
دی ته ورته یو بل تن چې خپل ځان ۴۰ کلن فرید د موسهی ولسوالۍ استوګن راپیژني بیا له صدیق احمدزی سره په پارلمانې ټاکنو کې د امنیت له ستونزه سر ټکوي وايي: هغو سیمو ته چې امن ور کې نه وي لومړی خو د ټاکنو کارکوونکي ورته رسیدګي نه شي کولی او که رسیدګي هم وکړي، نو د کارمندانو له واک څخه به بهر او د شفافیت طمع ترې نه کیږي، مقصد یې همدا وي چې صرف د ټاکنو پروسه په هغه سیمه کې پر مخ بوځي. د ټاکنو کارکوونکی د خپل سر د آمان په اندیښنه کې وي، او دا هم لویه بریا ګڼي چې سر یې روغ له ځان سره بیرته راوړی .
نوموړي زیاتوي د وهمه ستونزه د امنیت تر څنګ د ټاکنو د کارکوونکو له لوری درغلي ده.
فرید د نیوکې په توګه وایي: "په تیرو ټاکنو کې ډیری داسې سیمې هم وې چې د هغه ځای خلکو ته د رایو صندقونه د کمیسیون د کارمندانو نه پرته سپارل شوي وو، آن تردی چې په ټول صندوق کې پرتی رایی په یوه قلم د یوه کوچني کلي نه د خدای په فضل تر خولې پورې ډک شوي وو."

د وایي په دولتي دوایرو کې فساد او په انتخاباتو کې د رای اچونې په ورځ درغلي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره تر ټولو غټې ستونزې دي.
نوموړي ددي پوښتنې په ځواب کې چې په دولتي ادارو کې فساد په انتخاباتو څه اثر غورځوي وویل ددی دلیل دادی چې د دولت لوړپوړي چارواکې به د خپلې خوښې وړ اشخاص او یا هم خپلوانو ته کمپاین وکړي او هغه به د هر لاری چې وي پارلمان ته ور داخل کړي.
عادل وایي زما له دولت څخه دا غوښتنه ده چې په هر ډول چې کیږي د دا ډول کارونو مخه ونیسي؛ که مخه یې ونه نیول شي او دغه چارواکي او زورواکي دی ته پرینښودل شي چې په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي منابعو نه په هر نامه چې وي ګټه پورته کړي، نو د ټاکنو روڼ والي او شفافیت به لکه د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په څیر به پوښتنې سره مخامخ کړي.
بل لوری ته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د لومړي کال محصل ۲۰ کلن جواد تسل بیا د راتلونکو پارلماني ټاکنو په وړاندی په ټاکنو کې درغلي د امنیت څخه هم لویه ستونزه بولي. او وایي په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې مونږ او تاسي شاهدای وو چې دوو سیالو کاندیدانو پلویانو تر خپلې وسې پوری په ټاکنو کې د خپل نفوذ لاندی سمیو کې درغلي وکړه؛ چې په دی درغلۍ کې د ټاکنو د کمیسیون ځیني سیمه ییز لوړپوړي چارواکو هم لاس درلود کوم چې د یاد کمیسیون په وینا له دغو کسانو سره به قانوني چلند وشي.
جواد تسل وایي کچیری درغلي لمنځه ولاړه نه شي او امنیت هم وي، بیا هم وار د مخه ویلی شم چې پارلماني ټاکنې به د ولس په سترګو له خاورو اچولو بل څه نه وي.
دده په وینا هغه کسان چې له کابل څخه یې ځانونه کاندید کړي، ډیری پخوانې ټوپک مار دي، دوی اوس هم په پټه او ښکاره ډول وسلوالې ډلي او په دولت کې لوړ پوړي خلک لري، ښکاره خبره ده څوک دغه دواړه ولري د خلکو رای ته اړتیا نشته دوی به پټو سترګو پارلمان ته لکه د تیر په څیر لاره پیدا کړي. خو زه د ټاکنو په شفافیت سر له اوسه شک لرم، همدا لامل دی چې نه غواړم رای ورکړم.
ددی ترڅنګ د کابل ښار یو تن اوسیدونکی بیا وايي امنیت د ټاکنو لپاره مهم بلل کیږي، که چېری امنیت نه وي ټاکنې نه ترسره کیږي، که چیری ترسره هم شي بیا به رڼې او شفافه ټاکنې نه وي لکه تیرې ولسمشریزی او د ولایتي شورا ټاکنې. د افغانستان ملت باید د خپلوۍ او د پیسو لپاره خلک لکه د تیر په څیر غوره نه کړي؛ داسي کسان باید غوره کړي چې هغه پوه، اګاه او علمیت ولري، څو په واقعې ډول یوه مقننه قوه ولرو.
ددی ټولو سره سره په عمر پاخه خلک د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه څه فکر کوي، او د څه په اړه زیات اندیښمن دي؟ ۷۰ کلن حاجی زین الله وایي: زه ددی شیانو په اړه زیات اندیښمن یم.
لومړی امنیت: دا چې نن سبا امنیت په کابل کې وخیم دی، نو دولت څنګه کولای شي په لري پرتو سیمو او ولسوالیو کې د رای ورکوونکو امنیت څنګه ټینګ کړي؟ دویم درغلي: په ټاکنو کې کیدای شي درغلي صورت ونیسي، هغه څوک چې زور او پیسي لري کولای شي خلک واخلي او خپل ځان د پارلمان وکیل جوړ کړي، چې داسي کسان مونږ په دا اوسني پارلمان کې هم لرو. دریم دا چې وکالت دا مهال څوک نه پیژني، هر وکیل د خپلو شخصي ګټو لپاره د کمپاین پرمهال خلکو ته زاري کوي، خو کله چې یې پارلمان ته لاره وموندله بیا یې همدغه خلک له یاده وځې او په خپلو غمونو کې ډوبیږي.
نوموړي ددی پوښتنې په ځواب کې آیا په پارلماني ټاکنو کې ګډون کوی، وویل هو غواړم په ټاکنو کې چې یو ملي ارزښت دی، او ورته درناوی لرم ونډه واخلم. خو پدی شرط چې شفافيت ورکې شتون ولري؛ درغلي ورکې نه وي او نه هم خلک د زور او زر له لاری پارلمان ته لاره پیدا کړي.
بل کابل ښاري ۲۴ کلن وحید بیا په ټاکنو کې د درغلیو د شتون له امله نه غواړی خپله رایه وکار وي.

