هغه مې  په یوه چاپخانه کې په داسې حال کې ولیدله چې خپلو ستروعکسونو ته یی کتل، د نوموړي له عکس څخه پوه شوم چې د هغه نوم علی احمد فیضار دی . هغه اندیښمن وو چې نشی کولای 

دټاکنیز کمپاین په دوره کې  خپل عکسونه دهرات په یو شمیر سیمو کې نصب کړی . ځکه په دې سیموکې  قومي مشرانو پریکړه کړې ده چې د خپلې خوښې وړکاندیدانو پرته  به نورو کاندیدانو ته د کمپاین اجازه ورنکړي .

 

د ټاکنیز کمپاین د مخه د هرات  د تورغنډی او کشکک ولسوالیو یو شمیرقومی مشرانو او ناقانونه و سلوالو پریکړه کړې ده چې یواځې هغو کاندیدانو ته د کمپاین  اجازه ورکوي چې ددوی  د تایید وړ وي .


علی احمد فیضار وایی : هغه داسې کره معلومات ترلاسه کړي دي  چې دهرات په څو ولسوالیو کې  قومی مشرانو غونډې کړي دي چې د فیصلې له مخې  به یی هغه کاندید ته اجازه ورکو ل کېږی چې ددوی خوښه وي او بل هیڅ کاندید  ددوی  په سیمه  کې د ټاکنیز کمپاین اجازه نلري .


فیضار زیاتوي د قومی مشرانو پریکړ  په ټاکنو هم اغیزه  لري او خلک به هغو کسانو ته  رایه ورکوي  چې د قومی مشرانو د تایید وړ ګرځیدلی وي. هغه ددی  اصلی لامل چې ولې نورو  نوماندانو ته د کمپاین اجازه  نه ورکول کېږي  قومی لانجې بولي او وایی چې په افغانستان کې قومي جوړښت داسې  دی چې یو شمیر قومونه د نورو څخه د مخکې کېدلو لپاره دهر ډول  مشروع اونا مشروع لارو څخه ګټه اخلي.


په هرات ولایت کې ولسي جرګې ته یو بل کاندید غلام فاروق  مجروح  دغه کار د اساسی قانون  اوټولنیزو اخلاقو خلاف عمل بولي او وایی چې هرکاندید د هرات په هره برخه کې د فعالیت او کمپاین اجازه لري؛ حتی هغه کاندیدان او قومی مشران چې ددې څخه  مستثنا نه دي . 


ښاغلی مجروح زیاتوي هغه لدې څخه اندیښنه لري چې وبه نشی کولای د فارسی، چشت او کشکک کهنه په سیمو کې به خپلې انتخاباتي  مبارزه ترسره کړي ځکه پدې سیمو کې غیرمسؤل کسان ا و وسلوالې ډلې د  انتخاباتي سالیو  په وړاندې ستر خنډونه دي .


ښاغلي مجروح همدارنګه وویل : دولتي ادارو او امنیتي  ارګانونو ته په کارده چې ددغه ډول  پیښو جدي څیړنه وکړي  او د نامزاندانو دغه ډول ستونزې هوارې کړي .


دهرات ولایت یو بل اوسیدونکي  عزیزاحمد چې د تورغنډی ولسوالی اوسیدونکې دی  وایی : د جمهوري ریاست د تیر کال په ټاکنوکې  هم دهرات  په یوشمیرسیمو کې  دغه ډول پریکړې شوې وې  او یوشمیر خاصو نوماندانو ته  ټآکنیزکمپاین وشو.
دهرات ولایت د چشت ولسوالی یو اوسیدونکې جمشید تیموري هم دغه ډول پریکړې تاییدوي او وایی  په دی ډول پریکړو کې ډیره مهمه ونډه ناقانونه  وسلوالی ډلې لري او قومي مشران  اړ دي چې د هغوی نظریات ومني .


 
په عیین  حال کې  یو بل  قومي  مشر چې د خپلې سیمی د نوم په ډاګه کولوڅخه یی ډډه کوله  ددی ډول پریکړو ترسره کېدل یی تایید کړل اوهغه یی دهغوی حق وباله او زیاته یی کړه چې دا یوه  نوې خبره نه ده . هغه زیاتوي  چې هغوی په هره سیمه کې شورا لري  او د شورا د پریکړې له مخې  یو نامزد  انتخابوي  او د هغه لپاره کمپاین کوي  او نه پریږ دي چې نور  کسان د هغه رایه ترلاسه کړي.


هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا داپریکړه قانوني ده په ځواب کې وویل:  موږ جرګه کوو او په جرګه کې دغه  پریکړه کوو چې چاته رایه ورکړو او چاته رایه  ورنکړو.


خو د لویدیځ زون د پولیسو قومندان  عبدالرووف احمدي  ټاکنیز کمپاین د هر نوماند قانوني او مشروع حق بولي او وایي :  تراوسه پدې اړه د کوم نوماند څخه ورته شکایت نه دی رسیدلی او که چېری هغوی داسی کومه بیلګه وګوري  د سرغړوونکو سره به قانونی چلند وکړي .


ښاغلی احمد  ډاډ  ورکړ چې  نوماندان کولای شي پرته له کومې ستونزې ټاکنیز کمپیان پیل کړي او پولیسو د نوماندو د امنیت خوندیتوب لپاره ځآنګړي تدابیرنیولي دي .

خوله دې ټولوسره سره  د هرات ولایت د ټآکنو د کمیسون مشر اول الرحمان رود وال دغه کار یوه وړاندوینه بولي  او زیاتوي:
په تیرو کلونو کې هم دغه ډول پریکړې نه وې شوې او که چېرې دا کار واقیعیت ولري  د سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي .


ښاغلی رودوال  ټینګار وکړ انتخابیدل او انتخابول د هرافغان حق دی او هر څوک په ټاکلې موده  کې د  کمپاین حق لري نوپدې اساس هیڅوک د انتخاباتی مبارزو په وړاندې د خڼد جوړیدو حق نلري .