د ټاکنو خپلواک کميسیون رييس فضل احمد معنوي د جون په ۲۲ مه په کابل کې یوې خبری ناستې ته په وینا کې وویل چې د پارلمانې ټاکنو په وروستي لېست کې ۲۵۷۷ تنه دي، چې ۲۱ تنه کاندیدان يې د بېلابېلو دلایلو له امله ایستل شوي دي.

 

که څه هم ځینو خبری رسنیو لکه بې بې سې د کميسيون د رییس له خولې لیکلې له نوملړه یې د ۱۳ کسانو له ډلې ۸ تنو ته د سه شنبې ورځې(۲۲ جون)  تر پايه وخت ورکړی، چې له خپل ځانه دفاع وکړي، که نه د چهارشنبې په ورځ له يې نومونه له نهايي لېسته وایستل شي.

 

د یادو ۱۳ تنو نومونه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوری د پارلمانې ټاکنو له وروستي یا نهایې لیست څخه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویستل شوي دي. په یاده اعلامیه کې راغلي ددی کسانو له ډلې څخه يې ۵ تنه د ناقانونه وسلوالو ډلو سره د اړیکو درلودو په تورپړه، او ۷ تنه یې په دی تور چې د نوماندیدو پرمهال یې دولتې دنده لرله او پاتې بل تن یې د بل تن پر ځاې خپل ځان نومولې وو.

خو بل لوری بیا د کمیسیون ویاند نور محمد نور د جون ۲۳مه  www.afghanistanvotes.com ته وویل چې په یادو اتو کسانو کار روان دی او د چهارشنبې  (د جون ۲۳مه( تر څلورو بجو پوری به نهایې فیصله تر سره شي.

د نور په وینا د لومړني لیست څخه د وروستي لېست تر اعلام پوری شاوخوا سل کسان ایستل کیږي، چې په دی کې هغه کسان چې له خپلو کاندیدو لاس په سر شوي، او ځینې د شکایاتو کمسیون ویستلي دي.

 

دا فیصله په داسې حال کې کیږي چې د کاندیدانو وروستی لیست لا له وړاندی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوری د چنګاښ په لومړي نیټه  (د جون ۲۲مه) اعلام شوی وو.

د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو د وروستی لېست د لیدلو لپاره دلته ټک وباسئ

 

بل لوری ته د پارلماني ټاکنو لپاره د کاندیدانو تر منځ د ټاکنیزو سیالیو دوره هم پیل شوه. د ټاکنیزو سیالیو دغه دوره به شاوخوا ۸۵ (۲چنګاښ – وږي۲۵) ورځې وخت په بر کې نیسي، او د وږي د اوویشتمې نیټې څخه چې د پارلماني ټاکنو ورځ ده دوه ورځې وړاندی پاي ته ورسیږي.

 د ټاکنو کميسيون وياند نورمحمد نور وايي د تېرو ټاکنو په شان هر کانديد کولاى شي په دې پړاؤ کې هم د ځان په ګټه، له يو شمېر محدوديتونو سره تبليغات وکړي." ډېر زيات محدوديتونه په دوى وضع نه دي، دوى هر ډول مصرف او کمپاين کولاى شي، خو هيڅوک هم نه شي کولاى په خپله ګټه او د بل په زیان له حکومتي واک څخه ګټه پورته کړي."

نور وايي هڅه کوي د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د کانديدانو د پوسترونو او تصويرونو د لګولو چارې سمې کړي او د ښارواليو په مرسته هغوى ته ځانګړي ځايونه وټاکي. هغه زیاتوي چې په دې اړه یو څه کار شوى او تر ډېره به په ښارونو کې عملي شي.