د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوری په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دغه ۱۳ تنه نوماندان د بیلابیلو لاملونو لمخې په پارلمانې ټاکنو کې، له ګډون څخه بې برخې شوي دي.
د یادو ۱۳ تنو نومونه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوری د پارلمانې ټاکنو له وروستي یا نهایې لیست څخه ویستل شوي دي. چې له ډلې څخه يې ۵ تنه د ناقانونه وسلوالو ډلو سره د اړیکو درلودو په تور، او ۷ تنه یې په دی تور چې د نوماندیدو پرمهال یې دولتې دنده لرله او پاتې بل تن یې د بل تن پرځاې خپل ځان نومولې وو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لورې د لومړنې لیست تر اعلامیدو وروسته ۲۲۶ تنه له دغه لیست څخه لیری شول، چې وروسته بیا په دری پړاؤنو کې د یاد کمیسیون له لورې د قانونې شواهدو له وړاندی کیدو وروسته د ډیری نوماندانو نومونه بیرته د پارلمانې ټاکنو وروستي لیست چې ټاکل شوې ژر به اعلام شي، ته ورګډ شول.
د یاد کمیسیون له لورې په دا وروستۍ خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې لاسته راغلې شکایتونو، اسنادو او شواهدو په درلودو سره یې ۱۳ تنه نه دې توانیدلې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون حق ترلاسه کړي، نو همدا لامل دی چې وروستي لیست څخه لیری شوي دي.
په اعلامیه کې راغلې چې د پارلمانې ټاکنو د نوماندانو له لورې یې ۴۲۶ شکایتونه ترلاسه کړي، چې له هغې څخه یې ۸۵ تنه نوماندان ناقانونه وسله او یا هم له وسلوالو ډلو سره د اړیکو درلودو په تور، تورن شوی وو؛ خو دا مهال یې یواځې پنځه تنه تورن پیژندل شوي او همدا لامل دی چې نومونه یې په وروستې لیست کې نه شاملیږي.
ټاکل شوی ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پارلماني ټاکنو د نوماندانو وروستی لیست د چنګاښ په لومړۍ نیټه اعلام کړي. ددی ۱۳ تنو د نومونو د لیری کیدو وروسته داسې انګیرل کیږي چې د پارلمانې ټاکنو وروستې لیست به د ټول افغانستان په کچه د ۲۶۲۹ تنو په درلودو سره، اعلام شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د اعلامیې د لیدلو لپاره دلته ټک وباسئ.

