افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د راېو وركوونكو د نوم ليكنې نوې لړۍ د شنبې په ورځ پيل كړه.

 

 د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون چارواكي وايي، چې دغه لړۍ به په ټول هېواد كې دوې مياشتي دوام وكړي.

 

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو ته د تيارېو په دوام د شنبې په ورځ د راېو وركوونكو د نوم ليكنې بهير په ټول افغانستان كې پيل شو.

 

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ١٣٨٩ کال د سنبلې د ٢٧ نيټې د ولسي جرګې ټاکنو د مھال ويش پر بنسټ، د ھېواد په ٣۴ ولاياتو کې د نوم ثبتونې بھير د جوزا له ٢٢ مې نيټې پيل او د اسد تر ٢١ مې نيټې  پوری به دوام وکړي .

 

د افغانستان د ټاکنو خپلواك كمېسيون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې چې دوی په هر ولايت كې يو مركز لري چې له دوو څخه نيولې تر پنځو څانګې به ولري، او هغو كسانو ته (چې نارينو او ښځو) چې كارتونه يې ورک كړي، یا نوي یې د اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړي او يا يې هم د اوسېدو ځاى بدل شوى وي كارتونه وركړل شي.

د يادونې ده چې د ھمدې کړنلارې له مخې د نوم ثبتونې د شرطونو درلودونکي په لاندې ډول دي :

 

1. وار له مخه يې د نوم ثبتونې کارت نه وي اخيستی .

 

2. د رای ورکونې کارت يې ورک او يا ھم داسې تخريب شوی وي چې مشخصات يې د ليدو وړ نه وي .

 

3. ھغه ھېوادوال چې نوي ھيواد ته را ستانه شوي وي او يا داچې نوي اتلس کلن شوي وي .

 

4. ھغه ھيوادوال چې د يوې ټاکنيزې حوزې څخه و بلې ته کوچيدلي وي .

 

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلې  چې د نوم ثبتونې مرکزونه به د وو مياشتو لپاره په رسمي ورځو کې د سھار له ٨ بجو څخه تر ۵ بجو پورې فعاليت وکړي، ھمدارنګه د ښځو لپاره ځاګړې اسانتياوې لکه (د ښځينه کارکوونکو درلودونکي جلا محلونه، د عکس اخيستل اختياري کيدل..) په پام کې نيول شوي دي .