د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ۸۵ تنه نوماندان له ناقانونه وسلوالو ډلو سره د اړیکو په تور پړه پیژندلي او ګواښ یې کړی که چیرې په دوی لګیدلي تورونه ثابت شي، نو دوی به د یوه کاندید په ډول په ټاکنو کې له ونډې اخیستلو بې برخې شي.

 

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره یې يوې ځانګړې کمېټې ته چې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه، ملي امينت د رياست او د ټاکنو د کمېسيون استازي پکې ګډون لري، دنده سپارلې چې له ناقانونه وسلوالو ډلو سره د يو شمېر نوماندانو د احتمالي تړاو او اړيکو په اړه ارزونې او پلټنې وکړي.

 

د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون وياند احمد ضیاء رفعت وويل ددغې کمېټې د پلټنو چارې پای ته رسېدلې، او د څه باندې ۲۴۰۰ نوماندانو له ډلې څخه يې ۸۵ تنه یې په دی تور پړه پیژندل شوي چې، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړيکي لري.

 

دی وايي که ثابته شي چې دغه نوماندان رښتيا هم له ناقانونه وسلوالو سره اړيکي لري نو د نوماندانو له نوملړ څخه به و ويستل شي.

 

د دې ليست له مخې له دوه زرو څخه ډيرو كسانو د ولسي جرګې را روانو ټاکنو ته ځانونه كانديد كړي او په دې تمه دي چې نومونه يې د ولسي جرګې د كانديدانو په وروستې ليست كې، چې د چنګاښ د مياشتې په لومړۍ نيټه به خپور شې، شامل شي.

 

خو د مجید په نامه یو تن چې ځان یې یو له دغو کسانو څخه را په ګوته کاوه، بیا د  انتخاباتو د کمیسیون د ځانګړي کمیټې خبره رد کړه.

 

مجید وویل: "نه ټوپک لرم او هم واسطه؛ په لومړنې لیست کې ډیر داسې کسان شته چې هم ټوپک لري او هم وسله والې ډلې ولې په لیست کې پاتې دي، ځکه هغوې هم زور لري او یا هم له کوم سیاسي ګوند سره تړاک"

دده په وینا زه به تر خپله وسه کوښښ کوم چې دا ثابته کړم، ولی زه په دی تور پړ ګڼل شوی یم.

 

د افغانستان د اساسي قانون د پنځه اتیایمې مادی له مخې په بشري ضد کړنو، جنايتونو تورن شوي او يا د محکمې له لوري له مدني حقونو څخه بې برخې شوي او تر پېنځه ويشت کاله کم عمره افغانان نه شي کولای چې د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان و نوموي.

ولسي جرګې ته پنځه اتيا كانديدان چې نمونه يې په لومړي ليست كې خپاره شوي دي، له ناقانونه وسله والو ډلو سره په لاس لرلو پړه ګڼل شوي او د انتخاباتي

شكايتونو كميسيون له دې كسانو غواړي، چې د خپل ځان د دفاع په خاطر د انتخاباتو شكايتي كميسيون ته مراجعه وكړي.

 

اوس پوښتنه رامنځ ته کیږې چې په دی لیست کې ټول هغه اشخاص شامل دی چې له وسلوالو ډلوسره تړاؤ لري، او که ځینی داسې کسان هم شته چې په دوو ولایتونو کې یې خپل ځان کاندید کړی وو، ایا دوی هم له لیست څخه لیری شوي او که نه؟

په همدی اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند وایې نه دغه کسان ټول یا هم قوماندان دي، یا د قوماندان وسله وال سړی دی او یا هم په یوه ډول ورسره تړاؤ لري، په دی لیست کې نور کسان نشته.

 

د ولسې جرګې د انتخاباتو د امنيت د ټينګښت په اړه ځيني انديښنې موجودې دي، خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې دوی له امنيتي ځواكونو سره په داسې يو پلان كار كوي، چې د راى اچونې بهيرونه له هر ډول امنيتي ستونزي خوندي پاتې شي.

 

د یاد کمیسیون ویاند نورمحمد نور په وينا، د کمېسيون د پلان له مخې به، په نورمال حالت کې په ټول هېواد کې شاوخوا ٦٨٠٠ د رايې ورکولو مرکزونه او شل زره محلونه پرانېستل شي. 

 

د ټاکنو قانون د ٦٤ مې مادې له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او په ولايتونو کې د هغه دفترونه، د ټاکنيزو سرغړونو په صورت کې کولى شي چې کانديدان له لست څخه حذف کړي.

 

اوس چې د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون له لوری ۸۵ تنه نوماندان د وسلوالو ډلو سره د تړاؤ په توګه شکمن پیژندل شوي څوک دي؟

 

د یاد کمیسیون ویاند رفعت بیا له وسله والو ډلو سره د لاس درلودونكو كانديدانو هويت نه څرګندوي او وایې، چي دغه كسان د افغانستان د اتلسو ولايتونو كانديدان دي.

 


 نوموړي دغه راز هغه دا هم و نه ويل چې د پړو کسانو په ډله کې د اوسنۍ ولسي جرګې کوم استازی هم شته اوکنه، ځکه چې تر ۹۰ پوری ددی جرګې استازو یو ځل بيا خپل ځانونه نومولي دي.

 

ښاغلي رفعت ددغو خلکو په اړه نور جزيات ورنه کړل خو زیاته یې کړه، چې د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته، شکايتونه موجه نه ګڼل کېږي. 

 

ولسي جرګه  ٢٤٩ څوکۍ لري، چې ٦٨ يې د ښځو لپاره ځانګړې شوې، او ټاکل شوې ده، چې د روان لمریز کال د وږي په ٢٧مه،یې ټاکنې ترسره شي.