د ۱۳۸۹ کال د پارلمانې ټاکنو د نوم لیکنې لړۍ، د وری په ۳۱ پیل او د غوایی په ۱۵ پای ته ورسیده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د طرزالعمل پربنسټ، د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړني لیست د خپریدو څخه وړاندی، باید کمیسیون ټول اسناد او شواهد ترلاسه او هغه ارزیابې کړي.
دا کار پخپله د ولسي جرګې د نوماندانو نهایې یا وروستې لیست نه دی چې ورکې هیڅ بدلون نه راځي. د غوایې له ۲۲ څخه د غبرګولى تر ۲۰ نیټې پوری به د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د خلکو او هغو نوماندانو چې نومونه یې په لومړنې لیست کې نه دی راغلي، شکایتونه اوري او ارزوي یې. له همدی امله هر افغان چې د ولسي جرګې له نوماندانو څخه شکایت ولري، او دارنګه هغه څوک چې نوم یې په لومړنې لیست کې نه دی راغلی، کولای شي خپل شکایت د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته وسپاري. یاد کمیسیون به راټول شوي شکایتونه ارزیابي کوي او په اړه به یې بیا پریکړه کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو د طرزالعمل په اړه د زیاتو مالوماتو د ترلاسه کولولپاره دلته کلیک وکړئ.

