د ټاکنو خپلواک کميسيون د خپل ټاکنيز مھال ويش له مخې، د ١٣٨٩ کال د سنبلې د ٢٧ نٻټې ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ټول لازم چمتوالی لري ، او دا مھال د ١٣٨٩ کال د ولسي جرګې د کانديدانو د نوم ثبتونې د پروسې د تطبيق په درشل کې قرار لري، چې دا بھير به د ١۵ ورځو لپاره د حمل له ٣١ نٻټې پيل او د ثور تر ١۵ نٻتې پورې به د يوې ورځې په غزولو سره دوام ومومي .

پدې پړاو کې درخواست کوونکي خپله د کانديدانو د نوم ثبتونې مرکزونو ته د ھغو لازمو بشپړو شويو فورمو سره چې د کانديدانو دنوم ثبتونې په کړندود کې ترې يادونه شوې د کميسيون ولايتي دفترونو ته مراجعه کوي . بايد وويل شي چې وروسته له نن (پنجشنبه د ثور له ٩) مې نيټې څخه، د ولسي جرګې د کانديدانو د نوم ثبتونې د بھير ۶ کاري ورځې وخت پاتې دی، چې نور ھيڅ ډول تغير او تمديد به پکې رانشي .

ددی سپارښتنو د پوره متن د لوستلو لپاره مهربانې وکړئ دغه ځاې کیکاږئ