د دیموکراسي انټرنیشنل موسسه چې په ۲۰۰۳ زیږدیز کې د ټاکنیزو چارو پوهانو او څارونکو له لوري رامنځ ته شوې، د دیموکراسۍ او شفافو ټاکنو د ترسره کیدو په برخه کې لاندی کارونه کوي:
د شفافواو رڼو ټاکنو څارنه، د سیاسي ګوندونو ملاتړ، د مقننه قوې غښتلتیا، د مدني ټولنې پراختیا او دغه راز د نوی را ټوکیدلې دیموکراسۍ په برخه کې مرستې کوي، کومې چې د یوه ښه او په قانون ولاړ حکومت لپاره اړین دي.
د دیموکراسي انټرنیشنل موسسې لومړي ماموریت په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې د افغانستان دولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ په ټاکنو کې، د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیایي اداری سره د یوه جوړجاړی لمخې ترسره شو.
په دا وروستیو وختونو کې دیموکراسي انټرنیشنل "د جوړجاړي سپارښتنې" تر نامه لاندی په افغانستان کې د ټاکنیزو اصطلاګانو په اړه د سپارښتنو یوه مجموعه خپره کړه.
څرنګه چې په دغه وړه مجموعه کې ۳۴ معلومې سپارښتنې راغلي، په حقیقت کې دا هغه عمده ټکې دي چې د مدني ټولنو، د نړیوالې ټولنې د څارونکو ماموریت، همکار بنسټونو او د ټاکنو د کارپوهانو له سپارښتنو څخه چاڼ شوي دي.
نو له همدې ځانګړي اهمیت پر بنسټ www.afghanistanvotes.com پریکړه وکړه څو د افغانستان د ټاکنیز بهیر د لاښه والي لپاره دغه متن په بشپړ ډول خپور کړي.
ددی سپارښتنو د پوره متن د لوستلو لپاره مهربانې وکړئ دغه ځاې کیکاږئ

