altد افغانستان پارلمان د حامد کرزي له لوری د ۲۴ وړاندیز شویو وزیرانو له ډلی څخه ۱۷ تنه رد کړل. حامد کرزی وروسته له هغه چې د ولسمشر په توګه اعلان شو، د لوړی د مراسمود ترسره کیدو پر مهال یی دکابینی د معرفي کولو په اړه وویل، داسی کابینه به معرفی کوي چې د ټول افغانستان څخه به استازیتوب کوي.خو له یوی میاشتي څخه د زیاتی مودی په تیریدو سره داسی یوه کابینه چې په کي ۱۳ تنه د پخوانۍ کابینی او ۱۱ یی نوي ولسي جرګی یا پارلمان ته وروپیژندل شول، چې له ډلی څخه یي یواځي اووه تنه په دی وتوانیدل د پارلمان څخه د باور رای ترلاسه کړي.


دغه اووه تنه ولسمشر کرزی ته د نږدي کسانو له ډلی څخه شمیرل کیږي چې په کې د ملی دفاع وزیر عبدالرحیم ودګ، د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د مالیی وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د پوهنی وزیر غلام فاروق وردګ، د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د زراعت وزیر محمد اصف رحیمي، او دکانو وزیر وحیدالله شهراني، شامل دي؛ خو پاتی ۱۷ تنه د کابینی څخه په دی ونه توانیدل د پارلمان څخه د باور رای ترلاسه کړي، دا رد شوي وزیران ډیری د هغو سیاسي ګوندو او ډلو څخه وو چې د زمري د ۲۹ په ټاکنو کې د حامد کرزي څخه کلک ملاتړ کاوه. جهادی شخصیت محمد اسماعیل خان ، د افغان ملت ګوند مشر انور الحق ، هغه وزیرانو وو چې ملاتړ یی درلود، محمد محقق او جنرال دوستم، ملاتړي وزیران، د عبدالرب رسول سیاف، صبغت الله مجددی، پیرسید احمد گیلانی او حتی د حامد کرزی د مرستیالانو ملاتړي وزیران هم په هغه ډله کی شامل وو چې د باور رای ترلاسه نه کړي او پارلمان رد کړل.


 ددي ټولو په تازه غبرګون کې د ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هروي د پارلمان په یاد شوي کار خواشنی څرګنده او زیاته یی کړه:" په تآسف سره باید ووایم چې د افغانستان پارلمان پوه او متعهدو اشخاصو ته چې دولسشمر له لوری پارلمان ته ورپیژندل شوي ؤ، د باور رای ور نه کړه؛ خو دا د پارلمان خپل واک او اختیار دی." خو د ښاغلې حامد کرزي د ټاکنیزو سیالیو پلویان بیا بیلابیل غبرګونونه ښکاره کړل. په هغه اعلامیه کې چې د جنبش ملي د ډلی د مشر جنرال دوستم له لوری خپره شوی په کې لدی عمل سره مخالفت په ډاګه شوی او وایي: " هغه دری وزیران چې مونږ یی ملاتړ کاوه، د پارلمان څخه د باور رای ترلاسه نه کړه، نو همدا لامل دی چې د پارلمان دغه پریکړه مونږ ته د منلو وړ نه ده، او موږ به له خپلو متحدینو سره وروستۍ پریکړه وکړو." دغه راز د اسلامي وحدت ګوند د محمد محقق په مشرۍ د خپلو ملاتړو وزیرانو د نه باور رای ترلاسه کول په پارلمان کې، یوه قومي مسله وبلله.


د جنرال دوستم او محقق دغه غبرګون کوم چې په ټاکنیزو سیالیو کې د حامد کرزی کلک ملاتړي وو، د دوی او حامد کرزي ترمنځ د یوه درز د پیدا کیدو ګنګوسی اوریدل کیږي. سیاسي څیړونکي عمر شریفی په دی اند دی چې د حامد کرزی د ملاتړوکوونکو د وزیرانو د نه باور رای اخیستل، به د ولسمشر کرزي کورنی کاری راتلونکې له ننګونو سره مخ کړي، او ددی امکان لری چې دغه ډله د ولسمشر د سیاسي مخالفی ډلی سره یوه ایتلاف ته ورسیږي.



که څه هم حامد کرزی او ویاندویان یی، د یوه  غیرایتلافي حکومت خبری کوي؛ خو د دی دوه ګوندونود مشرانو خبری دا په ګوته کوي چې د حامد کرزی وړاندیز شوي وزیران د ملی مشارکت له لاری نه بلکه دا وزیران د بیلابیلو سیاسي ډلو له لوری کومو چې د حامد کرزی څخه د هغه په ټاکنیزو سیالیو کې همکاری او ملاتړ کړی وو، نوموړی ته په ګوته شوي وو.


لدی څخه وړاندی هغه مهال چې پارلمان په ایران کی د افغان کډوالو د ستونزو په سر د کابینی دوو وزیرانو ته د نه باور رای ورکړه، حامد کرزی هم د کډوالو چارو د وزیر په اړه د نه باور رای ومنله خو دبهرنیو چارو وزیر په اړه یې د پارلمان پریکړه یو اړخیزه  وبلله، او په خپل پوست باقي پاتی شو، همدغه راز د حج او اوقافو وزیر صدیق چکري په اړه هم همدغه مسله تکرار شوه. نو ولی ولسمشر د پارلمان دغه پریکړه چې د نه باور رای یی له ۷۰ سلنی څخه زیاته وه، ونه منله؟ آیا ولسمشر دا یو ولسواک عمل تر سره  او د پارلمان پریکړو ته یی لبیک ووایه، او یا دا یوه سیاسي لوبه وه چې غوښتل یی هغه په پارلمان و ازمایی او هغه وزیران چې سبا یی په مخالفت لاس پوری کوي له صحنی څخه وباسي؟ په ولسي جرګه کې  د فاریاب دخلکو استازی سردار محمد رحمان اوغلي په دی اند دی چې د ولسمشر د ۲۴ وړاندیز شویو وزیرانو له ډلی څخه ۱۷ تنو ته د ولسي جرګې له لوری د باور رای نه ورکول، د ولس د استازو پریکړه نه ده، بلکه دا د ولسمشر او د حکومت پلوه وکیلانو ترمنځ یو جوړ جاړی وو چې رامنځ ته شو.


 دغه راز سیاسي څیړونکي وحید مژده په دی اند دی چې ولسمشر حامد کرزي اساسي قانون ته په کتو سره چې وروستی ځل د ولسمشری پړاؤ یی دی،د خپلو متحدینو د ایتلاف ماتیدو ته ډیره پروا نه کوي.

نوموړی په دی باور دی  هم اوغلی ټه ورته نظر لري او وایی چې د ولسمشر او د ځینو استازو تر منځ یو جوړ جاړی وو چې وړاندیز شوي وزیران رد شول، هغه یو دوزیرانو څخه چې نوم یې په کابیني په لیک لړ کې نه وو اشاره کوي او وايي، ولسمشر ورته ویلي انتظار وباسي، تر څو اصلي کابینه معرفي او نوم یې په لیک لړ کې راشي، هغه د اوو بریالیو وزیرانو کامیابیدل د امریکا او ولسشر په غوښتنه د پارلمان سره د جوړجاړی په پایله کی رامنځ ته شوی دي.


خو د کابل پوهنتون استاد سید مسعود بیا د ۱۷ وزیرانو د باور د رای نه اخیستل کرزی په کابینه کی یو جدي بدلون د پارلمان په کاری تجربه کی نغښتی بولي. هغه وایی:" کله چې ولیدل شول اسماعیل خان د تاجک وزیر او  انوار الحق احدي  د افغان ملت دګوند مشر، رای ترلاسه نه کړی، دا ددی ښکارندویی کوي چې پارلمان د قومي مسائلو خلاف رای استعمال کړی ده." د مسعود په وینا دا په خپله ددی لامل وګرځید څو ولسمشر کرزی د خپلی نوی کابینې په جوړیدو کی د زیات فکر او دقت نه کار واخلي.



دلته پوښتنه رامنځ ته کیږي چې د کرزی په نوی کابینه کې به هغه وزیران چې د باور رای ترلاسه کړي نه  دي بیا هم شامل او کابینی ته د دوهم ځل د باور د رایو د ترلاسه کولو لپاره ور پیژندل شي؟ عمر شریفي په دی باور دی چې هغه سیاسي لوبه چې د ولسمشر کرزي له لوری د باور د رایو د ترلاسه کولو په بدل کی د خپل کاري ټیم د جوړولو لپاره ترسره کړه، د یوه غوره او کاری ټیم چې نړیوالی ټولنی ته هم د منلو وړ وي ته لاره هواره کړه، خو په راتلونکي کابینه کی به د دی وزیرانو پرځای نور وزیران ولسي جرګې ته ورپیژندل شي.


دغه راز سیامک هروي هم د یوه وزیر د پیژندلو لپاره چې د ولسمشر له لوری پارلمان ته وړاندی کیږي، تر ټولو مهم یی ولسمشر ته وفاداري بولي، نه نورو سیاسي ډلو ته.

د پارلمان دغه پریکړه په داسی حال کی تر سره کیږي چې ټاکل شوی ده په نږدی راتلونکي کي په لندن کې د افغانستان د حالاتو د جاجولو په موخه یو کنفرانس په لاره واچول شي. دامهال حامد کري په خپله کابینه کې چې اویا سلنه یی د پارلمان له لوری رد شوه، په دی وتوانیږي چې د نړیوالي ټولنی همکاري د تیر په څیر ترلاسه کړي؟ د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمود صیقل په دی اړه خوشبین نه دی، هغه وایی:"د اویا سلنی څخه د زیاتو نوماند وزیرانو رد کیدل د ولسي جرګې له لوری، د و لسمشر کرزي د کابینی نړیوال مشروعیت د بسپنه  ورکوونکو هېوادونو په لیکه کې کمزوری په ګوټه کوي، شاید هغوي ددی حالت اودراتلونکي رهبرۍ د بدلیدو لپاره نوری پریکړي وکړي،چې مونږ به نړیوالي ټولنی له قید او شرط پرته مرستو شاهد  ونه اوسیږو."