د ټاکنو د خپلواک کمیسېون له لوری، د ولسمشر په توګه د کرزې له اعلانولو څخه وروسته به څه رامنځ ته شي؟
د لړم په ۱۱مه (۲ نومبر-09) دوشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسېون د یوی مطبوعاتې ناستې په جوړولو سره حامد کرزی د ولسمشر په توګه اعلان کړ. د ټاکنو خپلواک کمیسېون دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې داکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ څوکۍ ته له سیالو کاندیدانو څخه د ټاکنو په دوهم پړاؤ  کې د هغه د یو شمیر شرطونو د نه پلې کیدو له امله، په ټاکنو کې له ګډون څخه تیر شو.
د همدې موضوع په اړه چې څه وخت به د حامد کرزې په مشرۍ راتلوونکې حکومت په کار پیل وکړي د ولسمشرد ویاند مرستیال سیامک هروي داسي وایي:  ټاکل شوې ده چې د نومبر په ۱۹ مه چې د لړم د میاشتې د ۲۸ مې سره سمون خوری حامد کرزې د لوړی مراسم پرځاې کړې او وروسته له دوه اونیو به د کابینی د وزیرانو د لوړی مراسم ترسره شي.
سیامک هروي زیاته کړه د لوړې په دې مراسمو کې به د هیواد سیاسي شخصیتونه، د پارلمان غړي، ډیپلوماټان، بهرنې میلمانه او ددی احتمال هم لرې چې د ځینو بهرنیو هیوادونو ولسمشران هم د لوړی په دی مراسمو کې ګډون وکړي.
خو هروې په دې اړه چې په دې مراسمو کې به د  کومو هیوادونو ولسمشران برخه واخلې د څه ویلو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې د امنیتې ستونزو له امله نه شې کولای د هغوی نومونه په ډاګه کړي.
بل لوری ته د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنی مشر او د کابل پوهنځې استاد پوهنوال ګلرحمن قاضې ددې پوښتنې په ځواب کې چې لوړه په څه ډول ترسره کیږي وویل په دی رابطه باندی د افغانستان اساسي قانون ۶۳ ماده په صراحت سره حکم کوي چې ولسمشر باید قانونې مراحل بشپړ کړي وي، چې د غه مراحل هم قانون په پوره توګه په صراحت سره بیان کړي  دي.
ګلرحمن قاضې زیاته کړه د لوړی مراسم په تیر دور کې د ستری محکمې د رییس او د ستری محکمې د غړو له لورې تر سره شول او هغه کړنلاره چې د اساسي قانون په ۶۳ ماده کې د لوړی د ترسره کولو لپاره ذکر شوې د قاضی القضات له لورې لوستل کیده او ولسمشر هغه بیرته د تکرار په ډول لوستله.
د ۲۰۰۴ لمریز کال د ډیسمبر په اوومه نیټه چې د ۱۳۸۳ د لیندۍ د ۱۷ می سره یې سمون درلود حامد کرزی د لومړې ځل لپاره د د سختو امنیتې تدابیرو لاندی د ګلخانی په ماڼۍ کې د یوشمېر بهرنیو او کورنیو ډیپلوماټانو او میلمنو په وړاندی د لوړی مراسم تر سره کړل.
د بی بی سی خبریال ستار سعیدی چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړې وو وایي یو زیات شمیر کورني او بهرني خبریالان، عکاسان او فلم اخیستونکي سهار مهال د رپوټ جوړولو او فلم اخیستلو لپاره د ګلخانی ماڼۍ ته ورغلې وو، خو د لوړی مراسم له غرمی وروسته ترسره شول.
سعیدی زیاته کړه "د لوړی د مراسمو پرمهال د ملت بابا محمدظاهرشاه، د ستری محکمې رییس فضل الهادی شینواری او د ستری محکمی اووه تنو غړو د حامد کرزی ملتیا کوله؛ دلوړی پرمهال د ستری محکمی رییس د لوړی عبارت لوستل کیده، او ورپسې حامد کرزی په داسې حال کی چې په قرانکریم یی لاس ایښی وو، یاد شوی عبارت په لوړ آواز سره  لوست. له حامد کرزی وروسته د هغه مرستیالانو احمدضیاء مسعود او کریم خلیلی په ورته ډول لوړه ترسره کړه."
د افغان ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د لوړی دغه مراسم چې شاوخوا یو ساعت دوام یې وموند، د یو شمیر ملی سرودونو په ویلو سره د هیواد د شمیر تنکیو ماشومانو او ځوانانو له لوری په داسی حال کی بدرګه کیدل چې بیلابیل محلی جامی یې پرتن وی.
د نوموړی په وینا د لوړی دغو مراسمو ته د نږدې پنځوس هیوادونو شاوخوا سل بهرنی میلمانه لکه د امریکا د ولسمشر مرستیال دیک چینی د هغه مېرمن ،د امریکا د دفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ، دملګرو ملتونو ځانګړې استازی اخضر ابراهیمې، د شمالی انتلانتیک یا ناټو سر قوماندان، د ایران د باندنیو چارو وزیر کمال خرازی، د ترکیی، هند، پاکستان وزیران او په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفیران او استازی راغلي وو. اصلی مراسم چې د ګلخانی په ماڼۍ کې تر سره شول په کې د بهیرنیو میلمنو سر بیره د هیواد یو شمیر لوړپوړېو چارواکو او شخصیتونو هم ګډون کړې وو.
خو د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیی مشر او د کابل پوهنتون استاذ ګلرحمن قاضی بیا وایی ددې ځل د لوړې د مراسمو لپاره کوم ځانګړې قانون نشته چې د لوړی په دی مراسمو کې به څوک ګډون کوې؛ نوموړې وایی:" زما په اند په دی نږدې وخت کی به د ولسمشر له لورې تقنینی فرمان په دی اړه چې څوک به په دې مراسمو کې ګډون وکړي صادر او د عدلیی وزارت د رسمی جریدی له لوری به نشر شي، چې دا به وروسته بیا ولیدل شي."
په همدې اړه د ستری محکمې اداری رییس ډاکترعبدالمالک کاموی زیاته کړه د ولسمشرۍ د لوړی مراسم به د ستری محکمی د رییس او د هغې د غړو له لورې ترسره شي، خو نوموړې په دی اړه چې په دی مراسمو کې به څومره کسان شتون ولري د څه ویلو څخه ډډه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۴ لمریزکال د لوړی د مراسم د ترسره کیدو په اړه وسله والو طالبانو ګواښ کړی وو چې له هری مناسبی لاری څخه به د لوړی د مراسمو د ګډوډولو هڅې وکړي، خو امریکایې ځواکونو ویلې وو چې دوې به هر هغه چا په وړاندی د ځمکنې او هوایې ځواک نه کار واخلې چې د لوړی ددغو مراسمو د ګډوډولو هڅه وکړي او امریکایې ځواکونه ددې توان لرې چې تیرې کوونکو ته مناسب ځواب ووایې.

څرنګه چې ټاکل شوی د ۲۰۰۹ لمریز کال د نومبر په ۱۹ مه (د لړم د میاشتې  ۲۸ مه ) حامد کرزې د لوړی مراسم پرځاې او وروسته له دوه اونیو به خپله  کابینه جوړه کړي، په دا وروستیو کې د کابل ښار د څو امنیتې پیښو شاهد وو،د بیلګې په ډول د شیرپور په سیمه کې د ملګرو ملتونو په میملمستون باندی وسله وال برید او ځانمرګې بریدونه هغه څه دي چې د نړیوالو اندیښنې یې راپارولي دي.
ددی پوښتنې په ځواب کې چې د آیا وسله وال مخالفین به په دی وتوانیږې چې د لوړی دا راروان مراسم له کوم جدی ګواښ سره مخامخ کړي؟ د همدې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایې: مونږ کلک امنیتې تدابیر لرو او هیڅ یوه اخلالګر ته به ددی اجازه ورنکړو چې د پردیو په لمسون د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
آیا حامد کرزی به په دی وتوانیږې څو داسې یوه کابینه جوړه کړې، چې هم په کور دننه د  سیالو سیاسي ډلو او هم بهرنیانو ته د منلو وړ وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د وخت سره سم به ورته ځواب ورکړل شي.