د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ننګونې کولای شي چې د پارلمانې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو اثر وکړي.د اساسي قانون د دری اتیایمی مادی پر بنسټ د ولسي جرګې کارې دوره د ټاکنو د پایلو تراعلان پنځه کاله وروسته د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي او نوی ملي شورا باید په خپل کار پیل وکړي. چې د ولسي جرګې د غړو د ټاکلو لپاره باید ۶۰ یا ۳۰ ورځې وړاندې مخکې لدی چې د ملي شورا کارې دوره پای ته ورسیږي ترسره شي.ددی مادی پر وینا، د ولسي جرګې غړي د خلکو له لوری د آزادو، عمومې، پټو او مستقیمو ټاکنو له لاری غوره کیږي.
که څه هم د (۱۳۸۴) کال پارلمانې ټاکنو نیټې ته په کتو سره تر اوسه پورې څلور کاله تیر شوي دي، خو د اساسي قانون لمخې راتلونکې پارلمانې ټاکنې باید د ۱۳۸۹ لمریز کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه په کومه چې د اوسنې پارلمان کارې دوره پاې ته رسیږي، ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې ترسره شي. هغه وخت ته په کتو سره چې راتلونکو پارلمانې ټاکنو ته پاتی دی نوی پارلمان به په موقع سره قانونې شته والی پیدا کړي؟ څه تیاری نیول شوی چې دغه ټاکنې په خپل وخت او مهال سره ترسره شي؟دې پوښتنو ته د ټاکنو د خپلواک کمیسېون د دارالانشاء مرستیال زکریا بارکزی داسې ځواب وایی: دوی د ټاکنو له تمویل کوونکو سره یوه لویه ناسته ترسره کړې خو تراوسه پوری دا معلومه نه ده چې څوک به دا ټاکنې تمویل کړي. د هغه په وینا ټاکل شوی ده چې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو عملیاتې پلان جوړ کړي، له هغه وروسته دوې کولای شي هغه اندازه پیسې چې د دې ټاکنو لپاره اړی دي معلومې کړي.
بارکزی د پارلمانې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسېون د ضروری اړتیاؤ په اړه وویل: د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د کمیسېون تر ټولو ستره اړتیا د هغې مالې لګښت او د خلکو ګډون دی. د یادونې وړده چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو څخه د یوه کال په تیریدو سره د رای ورکونې د په شرایطو د وړ کسانو په لیست کې بدلون راځې ځکه هغه کسان چې ۱۷ کلن وی هغوی به د رای ورکونی په شرایطو بر شي، همدا لامل دی چی دغه لیستونه باید نوي شي. بارکزي په دې اړه چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به په موقع ترسره شي زیاته کړه: " که چیرې د رای ورکوونکو نوم لیکنه ترسره شي، له شک پرته به دغه موضوع د ټاکنو ترسره کیدل له ځنډ سره مخامخ کړي.
د ټاکنود خپلواک کمیسېون د دارلانشاء د مرستیال وینا ته په کتو او احتمالې ننګونې چې آیا پارلماني ټاکنې به په موقع او شفاف ډول ترسره شي؟ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوق او سیاسي علومو د انستیتیوت څیړونکې او د نظر خاوند بخت محمد بختیار وایی کله چې له عادلانه او آزادو ټاکنو څخه بحث کیږې باید دواړه لورې ( روش او کړنه) چې په اصولو برابرې وی په نظر کی ونیول شي. د نوموړې په عقیده د افغانستان تاریخی اوضاع او تاریخچې ته په کتو سره دواړه لورې له ننګونو سره مخ کوي.
دغه ننګونې به کومې وي؟ښاغلې بختیار زیاتوي د ولسمشریزو ټاکنو ټولی ننګونې له حقوقې چوکاټ څخه نیولې د ټاکنود خپلواک کمیسېون پورې،د دولتې ادارو رول، اقتصادی اسانتیاوی، امنیتي مسایل او کلتوری مسایل، ټول په دغو ننګونو کې شاملی دي. بختیار په دی باور دی چې د پارلمانې ټاکنو حوزو زیاتوالی ته په کتو، د مرکزی حاکمیت کمزوری، د قانون نه حاکمیت او د خلکو تیری تجربی( له ټاکنو څخه د هغوی زړه ماتوالی)، او نور نه یواځی به پارلمانې ټاکنې د ولسمشریزو ټاکنو څخه ستونزمنې وي بلکه د هغې په موقع ترسره کول هم یوګران کار دی.
څه باید ترسره شي؟بختیار زیاته کړه:" د ټاکنو خپلواک کمیسېون او نور بنسټونه باید د پارلمانې ټاکنو د شفافو او رڼو ترسره کیدو لپاره ژر ترژره خپله امادګې شروع کړي." خو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوق او سیاسي علومو د انستیتیوت د سر څیړونکې مرستیال عبدالصمد عزیزی په همدی اړه بیا په بل اند دی. هغه وایی:" دا د حکومت کار دی چې د ټاکنو د ترسره کیدو مالی لګښت د خپلی کلنۍ بودیجی سره یو ځاې طرحه او د منظوریدو لپاره یې پارلمان ته وړاندی کړي."عزیزی دلیل راوړي او وایې که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسېون څو ځلې کولای شو خپلواک عمل وکړي خود دولت له تشکیل څخه مجرا نه دی چې په خپله د خپل ځان لپاره تمویل کوونکې منابع وپلټي. نوموړې په دی باور دی هر کله چې دولت وغواړي دغه ټاکنې په موقع او په کم مالې لګښت تر سره کړي. دا چې دولت په څه ډول کولای شي دغه ټاکنې په کم مالې لګښت ترسره کړي عزیزې په ځواب کې وویل: که دولت وغواړې کولای شې له دولتې اسانتیاؤ لکه پوهنتون، ښوونځېو، استاذانو، ښوونکو، زده کوونکو او محصلینو ته دوه اونۍ رخصتی اعلان او له موقع څخه په ګټې اخیستو سره پارلمانې ټاکنی ترسره کړي، څو یې په دی برخه کې یو نوی ابتکاری عمل ترسره کړي وي.
عزیزی په ټاکنو کې د زیاتو لګښتونو د مخنیوی لپاره د لاندی وړاندیزونو غوښتنه وکړه.هغه وایی:" کله چې د تخنیکې موادو لکه رنګ، بیاتې، چاړه، صندوق او د رای وروکوونې پاڼې او داسې نور چې یوه اندازه پیسې پری لګښت راځې، پداسې حال کې چې ددی موادو کیفیت کله هم ټیټ وي، ددی امکان شته چې له ارزانه او محلې موادو نه ورکې کار واخیستل شي."
عبدالصمدعزیزی ددی پوښتنې په ځواب کې چې دغوره ټاکنو په خپل وخت تر سره کیدلو کې څوک زیات مسؤلیت لري وویل، ولسمشر دناظر او د اساسي قانون د پلې کوونکې او د مسلحو قواؤ د سر قوماندان په توګه دی ته اجازه ورنه کړي چې ټاکنی ځنډنۍ او اساسي قانون مات شي، هغه په عین حال کی زیاتوي په افغانستان کې هغه مهال چې ولسمشر په خپله د قانونې سرغړونې مرتکب وګرځې کله کیږې چې د په خپل وخت رڼو او شفافو ټاکنو د ترسره کیدو ادعا وشي.
هغه څه مو چې وشمیرل ، هرکله که پارلمانې ټاکنې په بیلابیلو دلایلو په خپل وخت ترسره نه شي په هغه صورت کې به، آیا اوسنې پارلمان کولای شي خپلو کارونو ته په دی بهانه چې قانونی تشه رامنځ ته کیږي ادامه ورکړي؟غزیزی وایي:" په هیڅ ډول د پنځم کال د چنګاښ د لومړۍ نیټي څخه وروسته د موجوده پارلمان کار چې قانون ورته قید کړی، مشروعیت نه لري."
دا په داسې حال کی ده چې په پارلمان کې د کابل د خلکو استازی شکریه بارکزی وایی چې لومړې د ټاکنو اړوند بنسټونه باید ددی موقع مساعده کړې چې ټاکنې په خپل وخت ترسره شې، هغه زیاتوي که هرکله بناء په بیلابیلو دلایلو په خپل وخت او یا هم تر سره نه شي په هغه صورت کې اوسنې پارلمان تر هغی خپلو دندو ته دوام ورکوي تر څو د اولس نوي استازی غوره او په پارلمان کې خپلې دندی اشغال کړي.میرمن بارکزی زیاته کړه:" زه په خپله د قانون د پلې کیدو او د ټاکنو د ترسره کیدو پلوۍ یم."
ددی ټاکنود ترسره کیدو لپاره به د کوم ډول ټاکنیز سیستم څخه ګټه پورته شي؟د ټاکنود خپلواک کمیسېون د ظرفیت لوړونې د څانګې مشره میرمن داکتر شهلا حق داسی وایې د پارلمانې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د واحد او نه لیږدیدونکې ټاکنیز سیستم څخه ګټه پورته کیږي، چې په دی صورت کی به هر رای ورکوونکې کولای شي د خپلې لوری څخه د یوی رای د کارونی حق ولري.نوموړی د یاد شوی ټاکنیز سیستم په اړه زیاتوي چې د واحد او نه لیږدیدونکې سیستم د ټاکنو د هغو سیستمونو له ډلې څخه دی چې په هغې کې رای ورکوونکی یواځي د یوی رای حق لری او بله دا چې دا سیستم په هغو ټاکنیزو حوزو کې چې له یوه څخه ورکې زیاتو کسانو خپل ځانونه نومولي وي د استفادی وړ دی.داکتر شهلا زیاته کړه په هیواد کی د پارلماني ټاکنو لپاره هر ولایت یوه یوه حوزه چې لرونکې د څو څوکیو ده او باید د هماغه ولایت په شرایطو وړ کسان د خلکو له لوری غوره شي، دا سیستم د هیواد د پارلماني اړتیاؤ د پوره کیدو لپاره وړ او مناسب سیستم دی، له همدی امله له دی سیستم څخه ګټه پورته کیږي.د داکتر حق په تحلیل، ټاکنیز سیستمونه د هر هیواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو ته هم ګټه او هم زیان درلودای شي. د بیلګې په ډول په جاپان کې د ۴۰ کاله د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د واحدی او نه لیږدونکې رای د سیستم څخه ګټه پورته کیده.
د یاد شوی سیتم زیانونه څه او هم په کی د رای ورکوونی پاڼې په څه ډول دي؟
داکترحق یې په اړه وایی، یواځینې سیستم چې په هغی کی د څوکیو د شمیری ډیرښت اوددی څوکیو د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنیزو سیالیو له لاری د خلکو دیرښت، د رای پاڼو په پرتله زیات وسیع او پراخ دی چې دا په خپله ددی لامل ګرځې چې په بودیجه، د رای پاڼو په لیږد او د رای ورکوونکو له لوری د کاندیدو په انتخاب کې ستونزی رامنځ ته شي، بناً که د کاندیدانو شمیره لکه د تیرو ټاکنو په څیر وي بیا به هم رای پاڼي په هماغه اندازه او ډول چاپ شي. دا چې دا پاڼې به چیرته چاپ شې د نوموړې په وینا د ټاکنو خپلواک کمیسېون په دی اړه کومه پریکړه نه ده کړی، خو که امنیتې ستونزې په همدی کچه وی ددی امکان شته چې دا رای پاڼې به د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د رای پاڼو په څیر له هیواده بهر چاپ شي.د ولسمشرۍ او لایتي شوراګانو په ټاکنو کې د راولاړو شویو ستونو او بی باوریو ته په کتو سره د پارلمان او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ترسره کیدل به د راتلوونکې افغان دولت او نړیوالی ټولنی لپاره د دیموکراسی په پلی کیدو او په ټاکنو باندی د خلکو د اعتماد په بایلو کی، به نوی ننګونی وی چې ورسره به په راتلونکو پارلمانې ټاکنو کې مخامخ شي.

