د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د څارنې څرنګوالې موضوعې دی، کوم چې د ټاکنو د نیټې په رانږدې کیدو سره یې ورځ په ورځ اهمیت زیاتیږي. له یوې خوا د لږ شمیر رای ورکوونکي ورتګ د رای ورکوونې صندوقونو ته او بل لورې ته د پرمختللې درغلۍ ډار، هغه پوښتنې دې چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په وړاندی یې له خلکو سره پیدا کړي دي. دی ته ورته نورې ډیر پوښتنې دې چې د ټاکنو د مشروعیت په اړه رامنځ ته کیږي، د نوماندانو، کورنیو او نړیوالو څارونکو له لورې د ټاکنو له بهیر څخه څارنه، هغه ټکې دي د ټاکنو د روڼتیا لپاره اړین دې او باید مخکې له مخکې ورته پاملرنه وشي.
خو پداسې حال کې چې یواځې څو ورځی ټاکنو ته پاتې دي، د ولسمشرۍ زیاتو نوماندانو تراوسه پورې د ټاکنو له بهیر څخه د خپلو څارونکو نومونه د ټاکنو خپلواک کمیسېون ته نه دي سپارلي، او نه یې هم پدې برخه کې ګامونه پورته کړي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسېون د "رسنیو سره د اړیکو د تامین" مسؤل عبدالرحیم نوښتیار په وینا تر اوسه پوری د ولسمشرۍ ۱۱ کاندیدانو خپل استازې د اعتبارلیک د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسېون ته ورپیژندلي دي خو پاتې نورو یې پدې برخه کې هیڅ ګام نه دې پورته کړې.
پدی حال کې د ولسمشرۍ هغه نوماندانو چې د خپلو استازو لپاره یې اعتبارلیکونه ترلاسه کړي د دوو تنو مطرح نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر اشرف غنې احمدزي نومونه هم په سترګو کیږي.
د افغانستان د ټاکنو د قانون لمخې د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنو کورنې او نړیوالو څارونکې چې د ټاکنو د څارنې غوښتونکې دي، باید د ټاکنو د ترسره کیدو څخه وړاندې باید د ټاکنود خپلواک کمیسېون څخه د اعتبارلیک په لاسته راوړلو کې اقدام وکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې چې ټاکل شوې ده چې د زمرې په ۲۹ ترسره شي. په دې ټاکنو کې ۴۱ تنو د ولسمشرۍ او ۳۳۰۰ تنو څخه زیاتو خپل ځانونه د ۴۲۰ د ولایتي شورا د څوکیو لپاره خپل نومونه نوماند کړې دي؛ خو تردی مهاله د ولسمشرۍ دڅوکۍ یو شمیر نوماندان د یوه بل په ګټه د خپلې نوماندۍ څخه تیر شوې او ددې تمه کېږې چې یو شمیرنور به هم د رای ورکونې ترورځې پورې له یوه بل سره ایتلاف وکړي.
د ټاکنو له بهیرڅخه د سوداګریز فرهنګ څارنه،عمده موانع د یو شمیر نوماندانو لپاره
د ولسمشرۍ د څوکې یو تن نوماند میرویس یاسینې د دوهم مرستیال داکترعبدلقیوم سجادې په وینا یو زیات شمیر نوماندان نه شې کولای چې د اقتصادې ستونزو له امله ټاکنیز څارونکې استخدام کړي. داکتر سجادی په داسې حال کې چې د ټاکنو له بهیره د سوداګریز فرهنګ د څارنې څخه سرټکوي، او وایې:"د ولسمشرۍ د څوکۍ ځېنې نوماندان د ټاکنو د څارونکو لپاره چې استخدام کړې یې دي، ۲۵۰۰ افغانۍ ورکوې، نو آیا څوک به دې ته حاضر شې چې یوه نادار نوماند ته په داؤطلب ډول کار وکړي؟"
بل لوری ته د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندې میرمن شهلاعطاء د ټاکنیزکمپاین مسؤل انارګل جسور پدې عقیده دې او وایې: دوې د ټاکنو له بهیر څخه د څارونکو داستخدام له توان څخه په ځانګړې ډول په نا امنه سیمو کې نه لري. هغه زیاتوي:"هغه څوک چې زمونږ لپاره په داؤطلب ډول کارکوي، دوې به د هیواد نا امنو سیمو ته ولاړ نه شي."
یو لږ شمیر داؤطلب خلک
۱۹ کلن حشمت د کابل ښار استوګن او د داکترعبدالله د کمپاین غړی وایې، که چیرې تنخوا ورنکړل شي خپل کار ته به ادامه ورنه کړې. هغه وایې: "د هغه تړون لمخې مې چې د داکترعبدالله د کمپاین له ټیم سره د هغه په لاسلیک ترسره کړې، باید هره میاشت ورته ۲۰۰ امریکایې ډالر ورکړل شي، که چېرې دغه پیسې رانه کړي زه به له هغوې سره خپل کار ته ادامه ورنه کړم."
دغه راز دکابل ښار یوبل اوسیدونکې ۲۴ کلن امجد بیا وایې، په تیرو ټاکنو کې یې په داؤطلب ډول د ولسمشرۍ د نوماندانو له ډلې څخه دیوه لپاره کمپاین کاوه، خو اوس له تنخوا پرته د هیچا لپاره هم کار نه کوم.
بل لورې ته یو شمیر نوماندانو په زرګونه تنه د خپلو استازو په توګه د ټاکنو خپلواک کمیسېون ته د اعتبارلیکونو د ترلاسه کولولپاره ورپیژندلي دي. ولسمشرۍ ته د نوماند داکترعبدالله د ټاکنو له پروسې څخه د څارنې د دفتر مسؤل انجنیر کمال وایې، دوې تراوسه پورې ۲۷۰۰۰ استازې کمیسېون ته ورپیژندلې دي. هغه زیاته کړه: "زمونږ زیات څارونکې دهغه سیمې څخه استخدام شوې چې ټاکل شوې ده په هغه سیمه کې د رای ورکوونې مرکز پرانیستل شي او دغه راز به زمونږ ټیم د راې ورکوونې په هرمحل کې یو تن څارونکې ولري."
د ټاکنو خپلواک کمیسېون اعلان کړې دې چې د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې د راې ورکوونې حوزی او د ۲۹۰۰۰ په شاوخوا کې د رای ورکونې محلونه به په ټول افغانستان کې پرانیزي، چې تراوسه یې له ۱۶۰۰۰۰ څخه زیات کورنۍ او بهرنې څارونکې، خبریالان، سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنو استازو د اعتبار لیکونو په ترلاسه کولو اقدام کړې دی. دغه راز ۴۵۰ نړیوالو څارونکو او ۳۰۰ خبریالانو تراوسه اعتبار لیکونه ترلاسه کړي دي.
تراوسه هم زیاتې اندیښنې شتون لري
د نړیوالو څارونکو لږ شمیر شتون د رای ورکوونکو او یو شمیر نوماندانو لپاره اندیښنې رامنځ ته کړي دي.
افغان رای ورکوونکې وایې، په نړیوالو څارونکو زیات باور لري، خو د نړیوالو څارونکو د لږ شمیر شتون د رای ورکونې د مرکزونو په پرتله، د رای ورکوونکو لپاره د زیاتې اندیښنې سبب ګرځیدلې دی.
دکابل ښار یو بل اوسیدونکې ۲۷ کلن ذبیح الله وایی، هغه په زیاتو کورنیو څارونکو باور نه لري. د هغه په اند ددغو څارونکو له ډلې څخه د مدنې ټولنو غړي او حتې خبریالان هم بې پرې نه دي. ذبیح الله زیاتوي:" دغه بې پری څارونکي، په ځانګړي ډول د ځینو نوماندانو استازي ددې امکان لري چې په ځینو سیمو کې د رای ورکونې پرمهال د رای ورکوونکو ګواښل چې باید د خپلې خوښي وړ نوماند ته یې رای ورکړي، پدی اساس دغه څارونکي په خپله د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو لپاره یو ستر خطر دی.
دغه راز د میرمن شهلا عطا د کمپاین مسؤل پدې برخه کې خپلې اندیښنې لري. هغه وایې دوې نه شي کولای په ځینو څارونکو او خبریالانو نشي کولای باور وکړي، ځکه چی ځینې خبریالان بې پری کار نه کوي؛ نوموړی زیاتوي د دوې ټیم په نړیوالو څارونکو پوره باور لري.
په همدې حال کې د داکترعبدالله د ټاکنو له پروسې څخه د څارنې د دفتر مسؤل وایې دوې سره لدی چې په نړیوالو څارونکو باور لري خو بیا هم د هغوې د شمیرې د لږوالې له امله دوې د خپل ټیم په څارونکو زیات باور او اعتماد لري، ځکه نړیوال څارونکې د شمیرې د کموالې له امله کولای شي د رای ورکوونې یواځې محدود شمیر د رای ورکوونې محلونه وڅاري.
د ولسمشرۍ څوکۍ ته یو بل پیژندل شوې نوماند داکتر اشرف غنې احمدزی یو زیات شمیر استازو د اعتبار لیکونه ترلاسه کړي دي. د داکتر اشرف غنې احمدزی د ټاکنیزو سیالیو د دفتر مسؤل مصطفی درانی وایی، د دوې له ۷۰۰۰ څخه زیاتو استازو د ټاکنو د خپلواک کمیسېون څخه د اعتبارلیکونو په ترلاسه کولو اقدام کړې دی. که څه هم هغه وایې پدې به ونه توانیږې چې خپل ټاکنیز څارونکې د هیواد نا امنو سیمو ته واستوي.
په هر حال د بیلابیلو څارونکو شتون چې له نوماندانو او بیلابیلو جریانو څخه به لیدنه ترسره کړي، د عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو تضمین په ښه توګه ترسترګو کیږي. که هم یو شمیر نوماندان به ونه شې کولای ټولی ټاکنیزی حوزې دخپلې څارنې د پوښښ لاندی راولي، د دوه مطرح نوماندان د زیاتو څارونکو په درلودو سره کولای شي ټولی ټاکنیزې حوزی ترخپل پوښښ لاندی راولي او په ښه توګه تری څارنه وکړي. که څه هم امنیتې حالت دومره عالې په نظر نه راځي خو بیا به هم په دغه جنګ ځپلې هېواد کې یو ښه پیل وي.

