" وګورﺉ د یو ټیم غوړیو  او یا هم د ېو من اوړو بیه څو ته رسیدلې ده، دا غریب او بی وسه خلک یې له کومه کړي؟"
دا د بامیانو په ښار کې د یوه غریب کار  خبرې وې.

 باقر چې څلویښت کاله عمر لرې او د بامیانو په مرکز کې ژوند کوي وایې، د دایمې کار کولو ډيره لږه موقع په لاس ورځې ترڅو د خپلو وږو ماشومان ګیډی ور مړې کړي.
بامیان چې د افغانستان له مرکزې ولایتونو څخه دي او د کابل په لویدځ ۱۷۵ کیلومترۍ واټن کې پروت دی، اوسیدونکي یې له بی کارۍ، لوږې او بې وزلۍ څخه شکایت کوي، هغه ستونزې چې په ټولو لرې پرتو ولایتونو کې  شته دلته هم له ورایه معلومیږي.
له باقر سره مې اوسمهال چې په یوه ساختمانې شرکت کې د ورځ مزدور په څیر کار کوي، ملاقات وکړ له هغه څخه  مې پوښتنه وکړه چې د ټاکنو د ورځې (د زمرې د ۲۹ مې) څخه، څه هیله او امید لري؟
هغه پداسې حال کې چې د دولت په دا تیرو پنځوکلونو کارکولو یې نیوکه کوله په تأکید سره وویل چې په ټاکنو کې به ونډه واخلي، ځکه له ټاکنو وروسته انتخاب شوې حکومت به وکولای شي د ده او نورو لپاره د کارکولو زمینه برابره کړي، ترڅو په ژوندانه کې یې یوه اندازه مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

پدې سربیره دغه ورځ مزدور زیاتوي:" ټاکنې باید  ترسره شي څو امنیت رامنځ ته شي، هیواد آرام شي او دولت د بامیانو د خلکو حالت ته رسیدګې وکړي."

د باقر یوه بله په زړه پورې خبره دا وه چې له ټاکنو وروسته په هیواد کې ارزانې او ډیرښت رامنځ ته شي، هغه فکر کوې چې له ټاکنو وروسته به د لومړنیو خوراکې توکو بیې راټيټي او ناچاره هیوادوال به وکولای شي یوه اندازه غذاء په خپل دسترخوان د خپلو بچیانو تر مخ وغوړوي.

باید وویل شي چې د اضطراري، انتقالي او منتخب حکومت له استقرار وروسته د افغانستان رسمې سیاست د آزاد اقتصاد بازار اعلام شو، دا په داسې حال کې ده چې د مصرف کوونکو توکو بیې ورځ تر بلې مخ په لوړیدو دي، چې نسبتاً ضعیف او ناچاره خلک د آزاد اقتصادي بازار له څارنې او د دولت له دغه کړنې څخه شکایت لري.

د بامیانو د شیبر د زردسنګ د قریی یو بل اوسیدونکې ۴۵ کلن دلجم چې دهقان دې ددې ارزو لري که راتلونکې ولسمشر آګاه، پوه ، د خلکو په درد خبر او عادل سړې وي، نو خپله رای به ورکړي.
هغه وایې:" خلک در په در دي، هرهغه څوک چې زمونږ ولسمشر کیږې باید ټول ملت ته په یوه سترګه وګوري."

پداسې حال کې چې باقر او دلجم د بامیانو اوسیدونکو د فقر، بې وزلۍ، بې کارۍ او نورو لسګونو ستونزو نه د خلاصی امیدونه او هیلې درلودی، او غوښتل یې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي او خپلې رای استعمال کړي بل لورې ته د کندهارښار اوسیدونکې حاجې رحمت الله چې د وچې مېوې تجار دی، غواړې د خپلو هیلو او آرزوګانو د پوره کیدو په خاطر په ټاکنو کې ونډه واخلي.
هغه وایې:"زما له انده ټاکنې اړینې دي، آرزو لرم د ټاکنو پایلې د امنیت تأمین کوونکې وي څو وکولای شو له ویر او ډار پرته پانګه اچونه او تجارت وکړو."
 نوموړې زیاتوي هغه مهال چې ډاډمن  امنیت نه وي د پانګوالو او د هغوې د پانګو مصؤنیت نه خوندې کیږي، همدا لامل دې چې خلک نه غواړې پداسی شرایطو کې پانګه اچونه وکړي.

خو د ځوان نسل هیلې او توقعات له راتلونکې حکومت څخه چې له ټاکنو وروسته به رامنځ ته شي بیا د زده کړې او تحصیل په اړه دي.

د کندهار د ښار  د یوه ښوونځې یو تن ۱۹  کلن زده کوونکې محمدولې وایي، د ټاکنو ګټونکې ولسمشر باید د ښوونې او روزنې مناسبه زمینه د راتلونکي ځوان نسل لپاره برابره کړي.

بل لورې ته په نسبتاً آرام ولایت ننګرهار کې راې ورکوونکې د راتلونکې ولسمشر څخه غواړي په ژوندانه  کې یې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي. ۳۳ کلن سیدعبدالله چې په وینا یې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځې څخه فارغ شوې، وایې:" د راتلونکو ټاکنو څخه یې غټه هیله داده ، هغه څوک باید وټاکل شې چې خلکو ته خدمت وکړې نه د تیرو دورو په څیر."
د نوموړې هدف په تیرو ټاکنو کې د بیلګې په ډول د وړ شخص په اړه وو، هغه ستونزې او مشکلات چې باید له تیرو ټاکنو وروسته حل شوې وای خو تر اوسه ورته د حل مناسبه لار نده موندل شوی.

پدې حال کې د مزارشریف د مولانا جلال الدین بلخې پوهنتون ۲۲ کلن زده کوونکې رحیم مراد بیګ د تل پاتې امنیت سربیره نورې هیلې او آرزوګانې هم لري.
دغه زده کوونکې وایې له راتلونکې ولسمشر څخه غواړې څو ملې وحدت، امنیت د تأمین او ټولنیز عدالت ته پاملرنه وکړي. هغه زیاتوي:" له ټاکنو څخه هیله، د یوه سرلوړې افغانستان شتون دی."

پداسې حال کې چې د زمري په ۲۹ به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې د خلکو هیلې او ارزوګانې څومره له ځانه سره ولري او هغه به پوره کړي؟ دغې پوښتنې ته د ټول پیژندنې یوه تن شنونکې او د اونیزو رسنیو مسؤل مدیر ضیاء دانش ځواب ورکوې او وایې: دا یوه مسلمه خبره ده چې د خلکو هیلې او آرزوګانې په ورستیو کلونو کې ندې پوره شوي، چې ددې کار یو سترلامل د غوره مدیرت نه شتون وو څو د امکاناتو او خدمتونو درسته او عادلانه توزیع ترسره کړي.

دانش زیاتوي:" زما له انده به ټاکنیزې وعدې که څه هم یواځې شعار وي خو که چیرې قوی مدیریت رامنځ ته شي نو د وخت په تیریدو سره به تحقق پیدا کړي."

باید وویل شي پداسې حال  کې چې زیاتره خلک ټاکنو ته په مثبته سترګه ګورې او هیله مند دي چې په ژوندانه یې مثبتی اغیزی پری باسي، خو یو شمیر نور یې د بیلابیلو دلایلو لمخې نه غواړې په ټاکنو کې ونډه واخلي، او یا یې هم پایلو ته هيڅ امید نه لري.

د بامیانو د مرکز اوسیدونکې اسدالله چې غریب کار او ۳۵ کاله عمر لرې وایي، د هغه ډلو کسانو له جملې څخه دی چې نه غواړي په ټاکنوکې ونډه واخلي. نوموړی زیاتوي:" په لومړنیو ټاکنو کې مې پدې هیله ونډه واخیسته چې ژوند به مې ښه شي، پداسې حال کې چې ژوند مې د طالبانو له دروان  څخه هم خراب شو."
هغه په کنایه امیزه ډول سره وایې خلک خوشحاله دې چې حکومت لري.

د اسدالله موخه له پورته خبرو څخه څه وه؟
هغه مدعې دی چې د تیرو ټاکنو له ګټونکې  د نه پلې شوېو وعدو څخه نا هیلې دی، همدا لامل دی چې هغه ټاکنې یو اضافې او بې پایلې کار بولي.
 اسدالله وایې :" ټاکنې هغه مهال ښې دې چې د ملت په ګټه وي."

سره لدی چې ډیرﺉ خلک وایې، د راې ورکوونې صندوقونو ته به په خپلو پښو ورشي خو احتمالې ننګونې لکه نا امني، درغلي یا عدم شفافیت په رای ورکوونه او یا هم په رای شمېرنه کې، د کاندیدانو د ترسره شویو وعدو نه عملې کیدل د راې ورکوونکو له وسوسو څخه شمیرل کیږي، چې شاید یوه اندازه خلک د همدغو وسوسو له امله په راتلونکو ټاکنو کې چې د ۱۳۸۸ لمریز کال د زمرې په ۲۹ به ترسره شي، ګډون ونه کړي.